ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] [شلمه برخه ] [یویشتمه برخه ] [دوویشتمه برخه ] [درویشتمه او وروستی برخه ] [څلرویشتمه برخه -مل کرښي ] دلته وګورئ. . .
د پسرلني سباوون د گولېو باران
( پینځه وېشتمه برخه )
صبورالله سـیاه سـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
ژباړه : رحمت آریا
مل کرښې
۶ ) د دیارلس سوه او اوه پینځوسم لمریز کال د غوايي د مېاشتې په شپاړلسمه [ ۱۹۷۸ د
مې ۶] نېټه د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د انقلابي شوری په ناستځي کې د نور
محمد تره کي د مطبوعاتي کنفرانس برخه. اخځ : " د افغانستان کلنۍ " ۴۴ گڼه ، پاڼې :
۷۳ � ۷۴
پوښتنه : کولای شـﺊ ووایاست چې د جگړې په لړ کې څومره کسانو ته ځاني تاوان اوښتی دی
؟
ځواب : ما هېله در لودله چې یو څوک دې دغه پوښتنه را پورته کړي.
پوښتنه : او هم که ووایاست چې له انقلاب وروسته څو تنه نیول شوي او څو تنه پانسي
شوي دي ؟
ځواب : زه باید په زغرده تاسو ته خبر درکړم چې موږ ته او ناتاگرو ته د اوښتي ځانی
تاوان شمیره له ۷۲ او ۷۳ څخه پورته نه ده. زموږ پینځه تنه همکاران همدا اوس په
روغتون کې تر درملنې لاندې دي او زه پرون ماښام د هغوی لیدنې ته ورغلی وم ، د دښمن
او ناتارگرو د ځاني تاوان شمیره لږ وه. هغوی د ځان دفاع کوله او مو تیری کاوه. له
داؤود خان ، د هغه له خپلوانو او د هغه له یو شمیرو وزیرانو پرته ، گومان نه کوم د
هغوی د ځاني تاوان شمیره دومره لوړه وي. دا یو تش پروپاگند دې چې گڼې په زرهاوو تنه
وژل شوي دي.
پوښتنه : آیا د داؤود ټوله کابینه وژل شویده ؟
ځواب : د هغوی یو شمیر ستي شول ځکه نه تسلیمېدل .
پوښتنه : د باختر د خبري آژانس استازی : په پخواني رژیم کې د خوراکي او د ورځني
ژوند د نورو اړینو توکو بیه په بې ساري ډول لوړه تللې وه ، آیا انقلابي رژیم په دې
اړه کوم وړاندیز په پام کې لري ؟
ځواب : تاسو کولاﺉ شـﺊ د ښار په هټیو کې وگورﺉ ، له انقلابه مخکې د اوړو بیه ۸۳
افغانۍ وه ، اوس ۶۵ او ۶۰ ته را ټیټه شوې ده ، پرته له دې چې دولت د هټیو په بیو کې
لاسوهنه وکړي ، هټیوالو په خپله ، بیې را ټیټې کړې دي. تاسو کولاﺉ شـﺊ له نیږدې یې
وگورﺉ چې ولس نوي حکومت ته ښه راغلاست وايي ، دا ځکه چې موږ د لوړو پاړکو له اشرافي
کورنیو څخه نه یو. موږ په هیواد کې له ښه نومیالیتوبه برخمن یو. زموږ همکاران او د
مرکزي کمیټې ملگري د ولس په سترگو کې د یوې بیلگې په توگه ځای لري. تاسو زما کورته
ولاړ شـﺊ او له نیږدې یې وگورﺉ چې په څه ډول کور کې ژوند کوم. موږ ناوَړې او غیر
قانوني گټې نه دي پورته کړي. موږ د ولس له منځه راپاڅیدلي یو. د بیلگې په ډول زه په
داسې یوې کورنۍ کې زیږیدلی یم چې نیمه بزگره او نېمه شپـَنـَه کورنۍ وه. ولس باید
خوښ اوسي ځکه اوس حکومت د هغو کسانو په لاس کې نه دی چې په لوړو پاړکو کې یې ژوند
کاوه. موږ اوس د ولس په چوپړ کې یو ، موږ د ولس بچیان یو او هیڅکله به هغوی و نه
زبیښو. موږ له زبیښاک گرو څخه کرکه لرو.
پوښتنه : ښاغلی رﺌـیس ! اوس چیرې ژوند کوﺉ ، په خپل کور کې ؟
ځواب : موږ په هغه کور کې دیره یو چې یو وخت داؤود خان پکې ژوند کاوه. له دې چې دغه
کور اوس د ولس په ولکه کې دی نو زه هم دلته د صدارت په ماڼۍ کې ژوند کوم. ماڼۍ به
بیا د لوړو پاړکو اشرافیانو ته ور نه کړو.
پوښتنه : ښاغلی تره کي! له کودتا وروسته څو تنه ونیول شول او د ولسمشرۍ د ماڼۍ گارډ
ته څه ور پیښ شول ؟
ځواب : د ولسمشرۍ د ماڼۍ د گارد کارکوونکی شته خو د گارد پوځي جوړښت ړنگ شوي دي.
پوښتنه : له کودتا وروسته څو تنه نیول شوي دي؟
ځواب: د هغوی کره شمیره راته څرگنده نه ده ځکه تر اوسه یې د هغوی نوملیک راته نه دی
راوړی. خو شمیره یې له ۲۰ � ۲۵ تنو پورته نه ده.
پوښتنه : څو تنه اعدام شول ؟
ځواب : ډیري پخواني وزیران خوشې شول ، جنرالانو ته مو وویل چې خپلو کورونو کې دې
کښېني او کورناستي دې شي. زموږ پر وړاندې دې ناوړه ډنډورې نه خپروي او موږ به هم د
هغوی په ژوند کې لاسوهنه ونه کړو.
پوښتنه : آیا وحید عبدالله ژوندی دی؟
ځواب : نه ، وحید عبدالله او هغه ته ورته ناتارگر له منځه ولاړل.
پوښتنه : آیا ولس به د ډیرو توکو د پیرودلو وړتیا ولري ، آیا هغه به پیاوړې شي ،
آیا په پام کې لرﺉ چې باړه " مزد" به لوړه شي ؟
ځواب : د باړو لوړول د زیارگالو پرگنو د ژوندانه کچه نه شي لوړولای. موږ باید بیې
را ټیټې کړو. خو تر اوسه مو پریکړه نه ده کړې. دا په راتلونکې پورې اړه لري. که موږ
د باړو لوړاوی اړین وباله ، باړه به هم لوړه کړو.
پوښتنه :مخکې له دې چې دغه مرکه پای ته ورسیږي ، له دې چې موږ ستاسو په اړه لږ
مالومات لرو زموږ دوه � درې شخصي پوښتنو ته ځواب راکړﺉ. څو کلن یاست ؟ خپلې زده کړې
مو چیرې پای ته رسولې دي؟ تاسو ۶۱ کلن یاست؟
ځواب : هو زه ۶۱ کلن یم.
پوښتنه : زده کړې مو چیرې تر سره کړې دي ؟
ځواب : د ښوونځي دوه ټولگي مې په خپل پلرني کلي " مقر" کې تر سره کړل. په ځوانۍ کې
د یوه شرکت عادي کارگر ووم. د دغه شرکت له پلوه د [ هند] بمبـﺌـي ته د کاتب په توگه
واستول شوم ، هلته د شپې له پلوه ښوونځي ته ولاړم او تر لسم ټولگي مې زده کړې وکړې
او په ۱۹۶۳ زکال کې بیرته هیواد ته راستون شوم.
پوښتنه : د شرکت نوم څه وو؟
ځواب : د پښتون د میوې شرکت
۷ ) د ټایپست یادښت : لیدل کیږي چې یو شمیر پوښتنو ته په بې پروايـیۍ ځوابونه ویل
شوي دي. که د نورمحمد تره کي له ژبې څخه د شمیرو په ښوونه کې د هغه نه سپینوالی ،
روڼوالی او له " سیاسي " چلوټو ډکه انځورگري یوې خواته کښیږدو ، یا په لوی لاس یا (
په ناخبره توگه ) د هغه څلور کاله ځوان ښودل ، ښايي د پوښتنې وړ وي. سره له دې چې د
یوه سړي د ژوندانه په شپږمې لسیزې کې د څلورو کالو کښته ، پورته ښودل کومه ځانگړتیا
نه لري خو تره کي د دغې مرکې په ترڅ کې ۶۵ کلن وو ځکه نوموړی د ۱۹۱۳ زکال د جولای
په یولسمه نېټه زیږیدلی وو.
۸ ) د کودتا ځاني تاوانونه : رسمني رسنیو د کودتا ځاني تاوانونه د ۱۰۰ او ۱۵۰ تنو
تر منځ ښودل. رښتیا دا ده چې د تاوانونو شمیره څو ځله زیاته وه ، په ځانگړې توگه د
ولسمشرۍ د ماڼۍ په گارډ کې په سلگونو تنه وژل شوي ول. د بگرام او خواجه رواش په
هوايي ډگرونو کې د ځاني تاوانونوشمیره پریړه او زیږه وه. په بگرام کې خلک په لوی
لاس وژل کیدل ، دغه وژنې پرته له دې چا جرم کړی وي ، یوازې د شخصي سیالیو او دښمنیو
پر بنسټ کېدلې. په اوومې فرقې ، د قوای مرکز په قرارگاه ، د قوای مرکز په خپلواکو
قطعاتو ، په دارالامان کې ډیري کسان د الوتکو په بمبارډ او د توپچي ځواک د اور له
کبله له منځه ولاړل. په شیر پور کې د قوای مرکز د انظباطو په کنډک او یولسمې فرقې
کې هم یو شمیر کسان ووژل شول. په ټولیز ډول له دواړو خواوو څخه د زرو او یو نیم زرو
په شا او خوا کې انسانان ووژل شول. گڼ شمیر ملکي وگړي ووژل شول او څه یې ټپیان شول.
دولت ونه غوښتل په دې اړوند کره او رڼه شمیره څرگنده کړي. د نوي رژيم د رامنځته
کېدا لپاره یو نیم زر تنو د کابل واټونه په سرو وینو رنگ کړل. دغه وېنه بهونه ، د
نورو او نورو وینو بهونو خونړۍ پیلامه وه. خبره دې ځای ته ورسیدله چې د دغه هیواد
ځمکه ، آسمان او ټول چاپیریال په سره رنگ ، رنگ شول. " اردو وسیاست در سه دهه اخیر
افغانستان / ستر جنرال محمد نبي عظیمي . پپ: ۱۴۲ � ۱۴۳ "
۹ ) " د سردار داؤود خان د مړي له هډوکو سره لوبې " ، د رزاق مأمون لیکنه ، پنځنۍ ،
د ۲۰۰۸ز کال د ډسامبر ۱۸ : " په دې وروستیو کې گنگوسې خپرې شوې چې گڼې ولسمشر کرزی
په پام کې لري د سردار داؤود او میرمن زینب داؤود د مړيو هډونه کندهار ته له
لیږدونې وروسته ، په کندهار کې خاوروته وسپاري. د ولسمشرۍ د ټاکنی د مهالیز واټن په
را نیږدې کیدلو او په ټاکنو کې د راکړې ورکړې د تبې په تودیدا او د ټاکنیزو ډنډورو
د شور او ږوږ نندارو ته په کتنې دغه انگیرنې ورځ په ورځ مخ په تودیدا دي چې
ولسمشرکرزی د نخښې د منځ په ویشتلو غواړي د مچنغزي په یوه کاڼي دوه مرغۍ وولي ؛ دا
د یوې واکمنۍ ډلې لپاره یوه طبیعي خبره ده. ډیره لږه شوني ښکاري چې دولت دې له دې
لارې وکولای شي ځان د سیاسي ډاډ او افلاس له تشیال څخه و ژغوري. له بله اړخه د ولس
له سترگو په پټه ، د دغې هڅې پلي کیدا نه شي کولای د ویښ ولس ، ویښ ذهن ته بسیاینه
او ویساینه ور په برخه کړي.
ولسمشر ولې د خپلې شپږ کلنې واکمنې په اوږدو کې د سردار داؤود او د هغه د کورنۍ د
هډونو د موندلو په لټه کې نه شو چې نن یې ورته دومره اړینوالی موندلای دی؟ سره له
دې چې دغې پوښتنې ته یو ډول انگیرونې ځواب شته او هغه دا چې تر مهاله چې دولت د
نړیوالې ټولنې او د نورو بنسټونو لکه د بشري حقونو د ټولنو د پټو سترگو له ملاتړه
برخمن وو ، په بله وینا تر هغه مهاله چې د دولت ډونگرۍ " کفگیر" د ديگي تل نه وو
ترنگــَولی داؤود خان ته اړتیا نه لیدل کېدله. د اوسنۍ واکمنۍ کړۍ په باور دغه
پروژه په دې ارزي چې پلې شي. که هر څه وي ، د دغه گام او چتول داسې یوه جوارگري ده
چې پلي کوونکو ته هېڅ ډول تاوان نه رسوي ؛ په دې اړه باید د ځیروالي په لرلو ډیره
پاملرنه وکړو ځکه دغه گام په افغانستان کې له سیاست او د تاریخ له طبیعي یون سره په
ټکر کې ده او د سردار داؤود کورنۍ ته ښايی چې د دغې چارې واکوالي او د واگو ټـیکه
دې د داسې کسانو په لاس کې نه ورکوي چې له دغسې یوې شېبې څخه په گټه اخیستنې د خپلو
لنډ مهالو هیلو او گټو د لاسته راوړلو د لوڅو پوڅو په لاره کې ناوړه گټه اخلي.
د افغانستان د لومړني ولسمشر او د هغه د ماندینې هډونه دې ولې په هرو مرو توگه په
کندهار کې خاوروته و سپارل شي؟ حال دا چې د هیواد نور واکمن مشران لکه ابدالي
تیمورشاه ، سردار محمد نادر، سردار عبدالرحمن خان په کابل کې خاوروته سپارل شوي دي
او په پخوا کې هېڅ چا له دې پوښتنې سره ټکر نه دې کړی چې ولې د هیواد دغه سیاسي
مشران په کابل ( د افغانستان په زړه او د تأریخي او فرهنگي ادلونونو بدلونونو د
څرخني په منځټکی) کې خاورو ته سپارل شوي دي. کابل د خپل ټولنیز جوړښت ، فرهنگی ، ژب
توکمیز او د ملي گټو د اوبدنگ له اړخه د یوه کوشني افغانستان بڼه لري او دا د ټولو
افغانانو گډ ښار دی. د دغو ټولنیزو توکم رنگو کرښو له کاږلو څخه موخه څه ده؟
سره له دې چې د سردار داؤود او د هغه د خپلوانو د هډونو د لیږد په اړه وروستنۍ
پریکړه نه ده خپره شوې خو داسې انگیرل کیږي چې دغه گام یوازې او په بشپړ ډول یو گړی
او د سیاسي گټه اخیستـنو ډډې له ځان سره نغښتې لري.د افغانستان په ولسي جرگه کې د
ولس استازو ته ښايي چې مخکې له مخکې دې د دغه گام د اوچتولو مخنیوي ته خپل غوږونه
بوڅ ونیسي.
د ولس استازي دې ، د توکمیزو ناندریو ټیکه والې ډلې ټپلې او یو گړي کسان نه پریږدي
چې د نن ورځې د سیاست د بازار په بیې دې د افغانستان د ملي گټو او ولس ته د چوپړ پر
لارې د تللو کسانو په نامه ( چې ځانونه یې د ولس د گټو په لاره کې ، نه د ډلو ټپلو
او یو گړو کسانولپاره ، له لاسه ورکړي دي ) د خپلو شخصي او ټاکنیزو موخو لپاره لوبه
وکړي.
سردار محمد داؤود خان هېڅکله داسې وصیت یا سپارښتنه له ځانه نه ده پري ایښې چې کوم
کسان دې د هغه د ښخیدلو د ځای په ټاکنه کې پریکړه وکړي. له شهید سردار داؤود څخه
هېڅ ډول شاهد یا نغوته نه شته چې هغه دې په یوه ځانگړي ولایت پورې تړلی و شمیرل شي.
د هغې تر څنگ د سردار داؤود خان د ابدي آرامځي د ټاکلو په اړه پریکړه د ارواښاد د
کورنۍ د خوښې او د ولسي جرگې د سلا مشورو د چاپیریال کار دی.
کابل د افغانستان د پلازمېنې په توگه ، د سیاست او فرهنگ لرغونی منځټکي او له ملي
تأریخي نوم څخه برخمن دی ؛ کابل په هر پـَیـر کې د وروۍ او د وروڼـو توکمونو د تړښت
او د گډ سوله ییز ژوند د زانگو په بڼه خپل نوم او دریځ ساتلی دی. "
د نوموړې لیکنې د بشپړې لوستنې لپاره لاندې پته و گورﺉ :
www.kabulpress.org/my/spip.php?article2702
۱۰ ) ۲۰۰۹ زکال منځنې " سه شنبه " د مارچ اولسمه ، د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د
شپاړلسو تنو د غړیو د مړیو هډونه د ( کابل ) د دارالامان په غونډۍ کې خاورو ته و
سپارل شول.
په دې اړوند د نورو لیکنو د لوستلو لپاره لاندنۍ پتې وگورﺉ :
www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/03/090318_daudkhan_ceremony.shtml
www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2009/03/090317_ram_daudkhan_funeral.shtml
۱۱ ) مخکې له هغې چې د دیارلس سوه او پینځه پینځوسم د کب د مېاشتې په پینځمې نېټې [
۱۹۷۶ز کال د فبرورۍ د مېاشتې ۲۶ ] د افغانستان د جمهوریت اساسي قانون توشیح شي محمد
داؤود په دیارلس سوه او پینځه پینځوسم ل [ ۱۹۷۶ز] کال کې د ملي غورځنگ ( ملي انقلاب
) د گوند بنسټ کښیښود. د دغه گوند د بنسټ د تگلارې له لومړۍ مادې څخه داسې ښکاري چې
د ملي غورځنگ د گوند بنسټ د دیارلس سوه او دوپینځوسمم ل[ ۱۹۷۳ ز ] له کودتا مخکې
ایښودل شوی وو. ویل شوي چې د دغې ادعا د زباد لپاره لاسوند نه شته.
د بشپړ متن د لوستلو لپاره لاندنۍ پته و گورﺉ :
www.payam-aftab.com/category/print.php?nid=2831
۱۲ ) " افغانستان در قرن بیستم / افغانستان په شلمه پیړۍ کې " لیکوال ډاکټر ظاهر
طنین ، پپ : ۲۱۵ او ۲۱۶ : محمد داؤود چې په ښکاره ډول یې د خیبر له وژنې وروسته
ټکان خوړلی وو ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د زور او پیاوړتیا د ښوونې
نندارې سخت په خښم کړ. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د ۲۵ نېټې په ماښام را ډیو افغانستان د
گوند د یو شمیر مشرانو لکه نور محمد تره کي او ببرک کارمل د نیولو خبر خپور کړ. په
دې لړ کې د خلق د پوځي څانگې مشر حفیظ الله امین په لومړي سرکې په خپل کور کې تر
څار لاندې ونیول شو. امین د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د مېاشتې د ۲۵ نېټې له نیمايي شپې
نیولې بیا د ۲۶ نېټې تر یولسو بجو پورې ډیر وخت په لاس کې درلود ترڅو د پوځي گام د
اوچتولو تابیا ، نقشه او لارښوونه خپل زوی عبدالرحمن ته ورکړي ؛ عبدالرحمن نوموړې
لارښونه سیدمحمد گلابزوی ته و رسوله ، گلابزوی د کودتا له اړوندو پازوالو افسرانو
سره په اړیکه کې وو.
گلابزوی وايي : � د غوايي د مېاشتې شپږمه د څلنۍ � چهارشنبې � ورځ � ۱۹۷۸ر اپریل
۲۶� د سهار شپږ بجې وې چې د حفیظ الله امین زوی عبدالرحمن زما کور ته راغی او ویې
ویل : " شیر آقا � خپل پلار ته یې شیر آقا ویل� کلا بند شوی او تره کي صاحب او نور
مشران یې زندان ته اچولي دي. سید محمد ته ووایه چې " ملگرو ته ووايي چې سبا دې
انقلاب پيل کړي" ما د وسله وال ځواک گوندي پازوالي په غاړه درلودله ، هماغه ول چې
په وسله وال ځواک او ان په نورو قطعو کې چې ما یې پازوالي نه درلودله ولاړم او دغه
لارښوونه مې د شپې تر یوې بجې پورې ټولو قطعاتو ته ورسوله ، هم د هوايي او مدافعه
هوايي او هم د ځمکنیو ځواکونو قطعاتو ته ولاړم. ډیر باران وَریده. د گوند لارښوونه
داسې وه چې : هرڅوک چې سبا خپلو قطعو ته ځي ، انقلاب دې را پیل کړي.�
۱۳ ) " افغانستان در قرن بیستم / افغانستان په شلمه پیړۍ کې " لیکوال ډاکټر ظاهر
طنین ، پپ : ۲۲۰ ، ۲۲۱ او ۲۲۲ :� پوځیانو کودتا د بریالیتوب تر بریده ورسوله. خو
هغه کسان چې وروسته واکمنان شول چیرې ول ؟ د ۱۹۷۸ز کال د اپریل په ۲۶ نېټه چې د تره
کي او کارمل له نیول کیدا یوه ورځ تیره شوې وه ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک د
گوند د نورومشرانو او فعالینو واښې واڼې چې ځانونه یې پټ کړي ول تښتېدلې وې. دغه
ډله د کابل په نوي ښار کې راټوله شوې وه تر څو له رامنځته شوي نوي حالت سره د خپل
چلند دریځ او څرنگوالی روښانه کړي.
عبدالکریم مېثاق هم په دغه ډله کې وو. هغه وايي : � د " کابل " په نوي ښار کې را
ټول شوي وو. په دغه ډله کې زه ، سلیمان لایق ، بارق شفیعي ، قدوس غوربندی او نور
احمد نور وو. موږ د حبیب الله کارگر په کور کې چې د گوند غړی او بکس جوړوونکی وو په
هاغه وخت کې راغونډ شوي وو. سترگو مو لارې څارلې چې څه ډول مالومات تر لاسه کیږي.
په پای کې مو پریکړه وکړه چې ې له گوند سره اړیکه و نیسو او د گوند له منځه کورني
مالومات تر لاسه کړو. له گوند سره مو اړیکه ونیوله. سرور منگل او داؤود رزمیار مو
وموندل. دوی موږ ته خبر راووړ چې څه تیریږي او په ښار کې دننه ترینگلی حالت روان دی.
وضع کړکیچنه ده نیول او بندي کېدل پيل شوي دي ؛ موږ چې خپلو کورونو ته خپل کسان
ولیږل ، ویل یې چې کورونه کلابند شوي دي. کورونه یې پلټلي ، کتابونه یې له ځان سره
وړي ، لنډه دا چې د گوند دغړو د نیولو پلان شوی وو. په دې لړ کې موږ د ځان په
اندیښنه کې شوو چې څه وکړو؟دلته دوې خبرې رامنځته شوې. یو شمیرکسانو وویل چې ځانونه
پولیس ته سپارو. خپلو کورونو ته ځو او څرگنده ده چې هلته پولیسان دي او موږ نیسي.
یو شمیر نورو وویل نه ، موږ دا کار نه کوو. په دې ډله کې ما او نور احمد نور وویل
چې موږ ځانونه نه سپارو. ځکه چې خبره روښانه ده ، کله چې کورونو ته ولاړ شو ، ټول
بندیان کیږو او گوند پو پنا کیږي. بارق شفیعي ، سلیمان لایق او قدوس غوربندي وویل
چې نه ، موږ ځو ، د هغوی د استدلال پر څرخني دا مانا را تاویدله چې که هر څومره
ځانونه پټ کړو دا له قانونه د سرغړاوي مانا ښندي خو که په پټه کې و نیول شو ، زموږ
جرمي ډډه درندیږي. /...../
په پای کې زه او نور د [ کابل ] په ششدرک کې د رزمیار کورته راغلو او له رزمیاره مو
و پوښتل چې څه خبره ده او څوک بندیان شوي دي ؟ هغه وویل چې یوازې سلطانعلي کشتمند
او نجیب الله نه دي بندیان شوي او په کوته سنگي [ وروسته د میرویس میدان په نامه و
نومول شو � ژ] کې د گوند د یوه غړي په کور کې دي. موږ هغه ته وویل چې دواړه دې دلته
راولي. هغوی یې راوستل او په دې سلا مو خبرې کولې چې څه وکړو. د همدغو سلا او خبرو
په پاي کې مو د گوند دغړو په تړاو پریکړه وکړه : له دې چې مرکزي کمیټه نشته او
گوندي غونډه نه شي جوړیدلای � د گوند هر غړی چې چیرې چې دی ، هڅه دې وکړي چې ځان
پولیس ته ونه سپاري. دا د غوايي اوومه نیټه وه ، نا څاپه مو د یوې چاودنې د درَز غږ
تر غوږو شو. موږ رزمیار ته وویل ورځه وروره وگوره چې د باندې څه خبره ده. هغه ولاړ
، څو شېبې وروسته راغی او ویې ویل : والله د دفاع د وزارت د ودانۍ تر مخ یوې شوبلې
د دفاع د وزارت پر ودانې اور وکړ. موږ په دې خبرو اترو کې وو چې چا به دا کار کړی
وي ، خبرې مو کولې چې د بل درَز غږ پورته شو. بیا مو د شوبلو د راتگ غږونه تر غوږو
شول. شوبلې د څرخي پله له خوا د ښار پر لور راخوځېدلې وې. رزمیار ته مو وویل چې
دباندې ولاړ شي او نور خبرونه دې راوړي. هغه دباندې ولاړ ، بیرته راغی او ویې ویل
چې له څرخي پله څخه د ښار پر لور شویلې را خوځېدلې دي او در راډیو پر لور ځي.
رزمیار چې دا وویل ، ما وویل چې والله دا زموږ خپل گوند دی. لنډه دا چې د ماښام اوه
بجې شوې ، راډیو ته مو غوږ نیولی وو ، راډیو د ملي اټن نغمې خپرولې. له نغمې وروسته
د حفیظ الله امین غږپورته شو او ویې ویل چې د سلطنتي کورنۍ ټغر ور ټول شو او واکمنۍ
د انقلابي شوری لاس ته ورغلې ده او اوس به قادر او اسلم وطنجار خبرې وکړي."
۱۴ ) " له لیکوال څخه د څو پوښتنو / چند پرسش از نویسنده" د لیکنې یو شمیر برخې :
لیکوال انجنیر شیر محمد ساپی / ۲۰۰۰۹ز کال د جنورۍ پینځلسمه : " د غوايي د اوومې [
۱۹۷۸ ز کال د اپریل ۲۷ ] په ماښام د کابل د سیند تر غاړه د محمود خان د پله په سل
مترۍ کې له خپلو دوه وو تنو هملیکو هم اندو ملگرو سره وم ، سترگو مو د اوضاع
څرنگوالی څاره. الوتکې د کابل د سیند له پاسه د ارگ له بمبارۍ وروسته تاویدلې.
هیڅکله مو بمب غورځوونکې الوتکې چې ویروونکی غږ یې درلود تر دغې شېبې پورې له دو
مره نیږدې نه وې لېدلې. د ماښام تر تیارې پورې د ارگ بمبارد روان وو او وروسته و
درید چې بیا تکرار نه شو. پوځي افسرانو چې پوځي خولۍ یې پر سرونو درلودلې د الوتکو
له ویرې د هټیو خوا ته تیښته کوله . له هوايي بریدونو وروسته ارگ او گارد هماغسې د
کودتاچیانو په کلابندۍ کې پاتې شو ،تر دغه دمه پينځمې ستنې نه شوای کولاې په ارگ کې
دننه مقاومت مات کړي.
د " خونړي ماښام " د اتو او نهو بجو تر منځ د کابل � جلال آباد پر سړک د شوبلو یو
کتار د ختیځ له لورې راغی. موږ ځوانان د شوبلو له ویرې د سړک له څنډو و تښتېدلو،
شوبلې د ارگ پر لور خوځېدلې وې.
د کابل راډیو د خپرونو له پای وروسته د شپې له پلوه پر ټول کابل یوې غملړلې بوږنوړې
چوپتیا منگولې ښخې کړې. د شپې دولس بجې وې چې د زغره وال ځواک د یوې شوبلې اور د
خونې کړکۍ و لړزولې. دغه ډز په خونه کې بیده کسان له خوبه را پاڅول. هرچا د کړکۍ د
ماتیدونکوښیښو له ویرې څخه ځان گوښي کاوه.
د گارد د ډړې وړې کولو او دارگ د نیولو په موخه د کودتاچیانو وروستنۍ برید د
ماشینگڼو او د شوبلو د اور له درَزا سره جوخت تر څو ساعتو دوام وکړ او د زغروالو
شوبلو د اور درَزهار تر سهاره اورېدل کېده. د دغو قهرجنو عملیاتو دروندوالي دا هیلې
را ژوندۍ کولې چې ښايي د ارگ ملاتړ ته مرستندویه ځواکونه را ورسیږي او له
کودتاچیانو سره به ډغرې ووهي.
که د گارد دننه خیانت نه وای شواې ، څرگنده ده چې مقاومت به دوام کړای وای ، د ورځې
د روښنايۍ راتگ د بمبارد پر اړتیا ټینگار کاوه. د کودتاچیانو د هرومرو بري شونیوالی
له ورایه بریښېده. له دغو وروستنیو عملیاتو څخه سترگې پټول ددغه ناتار د ژور تــَل
بله ډډه نندارې ته وړاندې کوي.
زه د ارگ د دوه کیلومترۍ په واټن کې د ششدرک په ختیځې خوا کې لا تراوسه د همغې
مرگونې ویرې تر سیورې لاندې استوگنه لرم. د هماغه پـَیر ځوانان لا تر اوسه ژوندي دي
او د دغو پیښو شاهدان دي ."
د دغې لیکنې د بشپړې لوستنې لپاره لاندنۍ پته و گورﺉ :
www.farda.org/articles/08_updates/090100/article_shir_mohammad_sapi.htm
۱۵ ) له جنرال خطاب جانباز سره مرکه / ۲۰۰۹ زکال د فبرورۍ ۲۰ ، د ماښام ۷ اوه بجې :
سیاه سنگ : ښاغلی خطاب جانباز! په یوه راغلي لېک کې چې د ۲۰۰۹ ز کال د جنورۍ د شلمې
نېټه یې پر تندي لېکل شوې ، داسې لېکل شوي : " په ۱۹۸۸ز کال کې ما د دفاع د وزارت د
بهرنیو اړیکو له رﺌـیس جنرال خطاب جنانباز سره د پخوانۍ پیژندنې پر بنسټ له
مزارشریفه د کابل پر لور د ملگرو ملتونو په الوتکه کې یو گډ سفر درلود. هغه ماته د
افغانستان د لومړنۍ ولسمشر د شهیدولو د څرنگوالی په اړوند داسې وویل ..." کیدای شي
ستاسو له خولې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژل کېدا څرنگوالی ستاسو له خولې
واورم؟
جنرال خطاب جـانباز: اجازه راکړﺉ یو ټکی روښانه کړم چې ما په ۱۹۸۸ز کال کې له مزار
شریفه د کابل پر لور هېڅ ډول سفر نه دی کړی. کله چې سفر نه وي شوی ، پاتې خبرې ټولې
خپله په خپله شنډیږي.
سـیاه سـنگ: آیا تاسو له ښاغلي MZM چې نوم او کورنۍ نوم یې "..... ....." دی،
پیژندگلوي لري؟
جنرال جـانباز: زما د نویو او پخوانیو دوستانو په منځ کې په دغه نوم او کورني نامه
څوک نه شته.
سـیاه سـنگ: د هغه له پيژندلو یا نه پیژندلو پرته ، آیا تاسو په یاد لرﺉ چې د
دیارلس سوه او اوه پینځوسم لمریز کال د غوايي د مېاشتې د اتمې نېټې [ ۱۹۷۸ ز د ا
پریل ۲۸ ] په سهار د شپږو او اوو بجو په شا او خوا کې چیرې واست او څه مو کول؟
جنرال جـانباز: ډیر ښه مې په یاد دي. د ورځې په هغو شېبو کې زه له قادر � هماغه
نامتوقادر� ، د څلورم زغره وال ځواک له افسر تورن امین او د افغانستان د خلق
ډیموکراتیک گوند له یو شمیر نورو غړو سره یو ځای د راډیو افغانستان د ودانۍ مخې ته
وم.
سـیاه سـنگ: آیا ستاسو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی یاست؟
جنرال جـانباز: په ډیر ویاړ ویلای شم چې زه نه خلقی یم او نه پرچمی ، خو د
افغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند یو غړی وم او یم. که تأریخ بیرته همغو کلونو ته و
گرځي او د خپلې ځوانۍ ځوښ او شور بیرته تر لاسه کړم، بیا به هم په همغې پخوانۍ
گروهنې په همغې لارې ولاړ شم.
سـیاه سـنگ: مخکې له دې چې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژل کیدلو د څرنگوالي
سپړلو ته را و گرځو ښه به دا وي چې د دیارلس سوه او اوه پینځوسم لمریز کال د غوايي
د اومې پیښې په اړه موږته خپل لید لوری ووایاست.
جنرال جـانباز: د غوايی د اوومې پېښه که کودتا وبولو ، پاڅون یا بل شی رښتیا دا ده
چې " زموږ پرتمین انقلاب " له سترو ناورینونو ، بدترینه نا تار ځپنو او نه سکېنده
کیدونکی " جبران نه منونکو " تیر وتنو سره ملگری وو. که یې کودتا و بولم یا انقلاب
، خو په دغه لړ کې ( زما په اند د کلماتو یادَول دومره اړین نه دي ) دومره سپیڅلي
او بیگناه وگړي ووژل شول ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند شریفترینه بچیان له
منځه ولاړل او دومره له شرمه ډک جنایات تر سره شول چې هېڅ با وجدانه انسان به له
هغو او د هغو له عاملینو څخه سترگې پټې نه شي کړای.
سـیاه سـنگ: آیا دا رښتیا ده چې د ۱۹۷۸ زکال د اپریل په ۲۸ نېټه ببرک کارمل تا سو
ته وویل : " له خپلو ټانکونو او زغره والو شوبلو سره د جمهوري ریاست پر لور و درومـﺊ
. "
جنرال جـانباز: دغه ادعا له سره تر پایه سمه نه ده. په هاغه ورځ هر ډول پوځي او غیر
پوځي بولنه " قومانده " او لارښوونه د حفیظ الله امین له خوا ورکول کېدله. ببرک
کارمل په هغه برخه کې هېڅ ډول ونډه نه درلودله. دا چې ویل شوي ماته کارمل لارښوونه
کوله زما ځواب منفي دی. ببرک کارمل د راډیو په ودانۍ کې دننه وو او زه دباندې وم.
نه هغه ماته داسې لارښوونه کړې او نه مې له هغه څخه دغسې لارښوونه اوریدلې ده.
سـیاه سـنگ: آیا ستاسو له خولې دغه ویل شوې خبره سمه ده : " په ډیره بیړه لاندې
راغلم ، د زغره وال گاډي او د سرتیرو د غوره کولو سمبالتیا مې و نیوله چې ټول ټال
لس دقېقې شوې. امام الدین ته سترگې په لار وم چې د راډیو ټلویزیون د وَ تــَنـگ د
دروازې له لارې په خپلې شوبلې کې را ووځي او راشي. له پینځو دقیقو وروسته راته وویل
شول چې امام الدین ته په هماغو لومړیو شېبو کې دنده ورکړل شوې وه او خوځېدلی دی. هک
پک پاتې شوم چې هغه څنگه په دومره بیړه ځان سمبال کړی او خوځېدلی دی. له دې امله زه
هم د ولسمشر د استوگنځي پر لور و خوځېدلم. کله چې د استوگنځي انگړ ته ننوتم او له
زغره وال گاډي څخه نوی پلی شوم چې د ډزو غږونه مې تر غوږو شول ، پر له پسې ډزې وې.
په همدغه شېبه کې مې امام الدین ولید چې له خپلو سرتیرو سره راووت او د خپل د یوه
لاس مټ یې ټینگ نیولی وو ، ما ورباندې غږ وکړ : " څه دې وکړل؟ ولې ماته سترگې په
لار پاتې نه شوې؟ " هغه راته وویل : " ما خپله راکړل شوې دنده تر سره کړه. اوس د
ډیرو خبرو وخت نه لرم ، ټپي یم."
جنرال جـانباز: ما په لومړي سر کې وویل چې د دغو خبرو یوه په سلو کې زما نه ده. زه
د هوايي ځواک انجنیر او هوا پیژندونکی وم او هېڅکله مې له شوبلو او زغره والو سره
سر او کار نه درلود. په ډاډ او زغرده ویلای شم او تکراروم چې د دغو خبرو یوه په سلو
کې زما نه دي.
سـیاه سـنگ: په هاغه ورځ مو امام الدین چیرې ولید؟
جنرال جـانباز: ما نه یوازې په هاغه ورځ بلکه د کلونو په اوږدو کې امام الدین نه دی
لیدلی. د هغه نوم مې د گوندي غړو له خولې اوریدلای وو ، د هغه د ټپي کیدلو په اړه
هم د دوستانو له لارې خبر شوم. هغه پیښه چې ده دې گڼې لاس کلک نیولی وو او له ما
سره یې خبرې کړې وي ، رښتیا نه ده . تاسو کولای شـﺊ د خبرې رښتونواله په خپله له
امام الدینه پوښتنه وکړﺉ. ما امام الدین له ټپي کېدا یو یا یو نیم کال وروسته ،
ولید.
سـیاه سـنگ: تاسو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ، گوندي تگلارې او هېلو ته د
یوه پالیاله غړي په توگه ، محمد داؤود ته له کومې سترگې گورﺉ ؟
جنرال جـانباز: دا چې د سردار محمد داؤود شخصیت ته د یوه سپیڅلي ، پاک ، هیوادپال
او وجدان لرونکي شخصیت په انځور کې کتل کیږي ، په دې هېڅ ډول څونې څار او شک نه شته.
د داؤود خان موأفقین او مخالفین په دې کې په یوه غږ دي. که څوک په خولې و نه شی
ویلای خو په زړه کې هرو مرو دا مني چې داؤود خان یو ډیر زړور او توریالی انسان وو.
هغه د زړه له کومې غوښتل افغانستان ته چوپړ وکړي. د خپلې کورنۍ یا د یحیی د لمسیو
او زوزات په منځ کې د داؤود په څیر بل انسان نه لیدل کیږي. د یوې څرگندې سیاسي څیرې
په توگه د هغه په کار کې تیر وتنې ، نیمگړتیاوې ، گرگري " استبداد" او خښم هم لیدل
کیده.
ډاډ لرم چې تأریخ به د نورو سیاسي شخصیتونو د سپړنې په څیر له داؤود خان سره له گړج
، کېنې ،او رخې سخې پرته یو ناپیلی ، بې پَرې علمي او منطقي چلند وکړي. په دې مانا
چې د هغه د چال چلند مثبت او منفي اړخونه ټول به په لاسونده ډول او د زباد او
شواهدو پر بنسټ و څیړل شي. تأریخ د بوډۍ د ټال د خیالونو په زانگو او تشو تور وهنو
نه لیکل کیږي ؛ که داسې وشي ، هغه تأریخ نه وي یوازې د زړه د غوټو د بړاس ایستل وي.
[][]
ریجـاینا (کانادا)
۲۰۰۹ز کال د اپریل شپږمه
د ټیلفونونو شمیرې: 1 (306) 5438950 و 1 (306) 5020882
د ډاگ پته : Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
پښتو ژباړه : رحمت آریا
نور بیا ...