نولسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد
د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي،
غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته
مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته
اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو
لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال
امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh
ددې لیکني
[لومړۍ برخه]
[دوهمه برخه ]
[دریمه برخه ]
[څلورمه برخه ]
[پنځمه برخه ]
[شپږمه برخه ]
[اوومه برخه ]
[اتمه برخه ]
[نهمه برخه ]
[لسمه برخه ]
[یولسمه برخه ]
[دولسمه برخه ]
[دیارلسمه برخه ]
[څوارلسمه او پینځلسمه برخه]
[شپارسمه برخه ]
[اووه لسمه برخه ]
[اتلسمه برخه ]
دلته وګورئ. . .
د فرهاد لبیب د خبرو د لړۍ دوام
د ۲۰۰۹ زکال د جنورۍ په څلورمه نیټه د " چند سطر شکسته در باره تجاوز روس در
افغانستان" د کتاب لیکوال فرهاد لبیب ، چې د [ هند په نوي ډیلي کې په ۱۹۸۱ زکال د
لیتو د خپرندویې ټولنې له پلوه خپور شوی] ، د www.kabulpress.org ویب پاڼې ته یې د
" عمق فاجعه" تر سر لیک لاندې یو یادښت لیک را لیږلی وو. د هماغې ورځې په سبا د
نوموړي یادښت لیک پراخه بڼه د یوې ښکلې سریزې په ترڅ کې په څو نورو رسنیو کې خپور
شو.
نوموړي په پیل کې په هر ځای کې د " و آن گلوله باران بامداد بهار/ د پسرلني سباوون
دگولیو باران" د "لیکوال" له ونډې څخه پرته له دې چې د " صبورالله سیاه سنگ" نوم
یاد کړي یادونه کړې او گڼې په دغې لنډې څیړنې کې لیبب ته لیکوال له یوه " تایپ
کوونکي" پرته بل ښه ځای نه دی موندلی.
دا دﺉ د فرهاد لبیب د خبرو لړۍ د هغه له اجازې پرته له شپږم پارگراف څخه وروسته را
اخلو. لوستونکي کولای شي لومړی ټوله لېکنه دلته و لولي:
http://kabulpress.org/my/spip.php?article2799
www.farda.org/articles/08_updates/081200/article_f_labib.htm
" د ناتار ژور تـَـل"
سره له دې چې د افغانستان د لومړني ولسمشر ، د هغه د کورنۍ او یارانو د شهادت د
پیښې په اړه پراخ لاسوندونه او مدارک په لاس کې شته او په داسې حال کې چې د
ولسمشرپه وژنه او وژونکو ته د وژنې د شریک او لارښود په توگه لا تر اوسه د امام
الدین پر اوږې او مټ د ولسمشر د ډزو د ټپونو نښې لیدل کیږي بیا هم د درو لسیزو په
تیریدا د وژونکو پیژندنه نه ده شوې.
په همدې لړ کې ، امام الدین اوس د غوایي د کودتا خونړی جنایت "مشروع دفاع" (!) بولي.
آیا په دغسې له ملنډو ډک اړ و دوړ کې کیدای شي د هغې ورځې راتگ ته سترگې په لاره
کښینو چې زموږ د هیواد د خپلواکۍ د گټلو د زرگونو زرگونو وژونکو په سرو وینو پـښې د
نیاو یا محاکمې تر میز پورې را ورسول شي او د کړو وړو سزا یې په لاس کې ورکړل شي؟
د زرگونو زرگونو شهیدانو ژوند او شتمني د " افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند" د غړو
له پلوه دړې وړې او له خاورو سره یو شوه ؛ لږ تر لږه په دیارلس سوه او اته پینځوسم
لمریزکال [۱۹۷۹ز] کې د غوايي د کودتا د رژیم له پلوه د دولس زرو شهیدانو نومونه په
برالا او څرگند ډول د کورنیو چارو د وازت په دیوالونو وځړول شول دا ځکه چې نور د
هغوی پاتې کسان او خپلوان د جلادو واکمنو د سر خوږۍ لامل ونه گرځي. خو هغه څه چې د
وخت تیریدا په زباد رسولي دا دي چې د کړو وړو سزا حق او تأریخ هم بیرحمه ،سخت زړی
او سپیڅلی ورمنډگر"قاضي" دﺉ.
اووه ویشت کاله مخکې [۱۹۸۲ز] کله چې ما د غوایي د کودتا په اړه خپل یادښتلیکونه
لیکل د امام الدین د خبرو په تړاو زه دې پایلې ته رسیدلی وم چې نوموړی د دوه وو
خبرو په اړه رښتیا نه وایي :
۱ ) دا چې ویلي یې ول د یوه " څنگیز /جناحي اور" په تر سره کولو یې داؤود خان او ور
سره کسان ووژل ، او
۲ ) په دغو خونړیو عملیاتو کې د اصلي وژونکو د نومونو او پیژند نه بربنډول
ما د امام الدین د خبرو په اړه خپله جاج اخیستنه ولیکله او د هیواد یو شمیر
تاریخپوهانو هغه په کلکه په پام کې و نیوله او په خپلو لیکنو کې یې ځای ورکړ. له دې
چې له ډیرو کلونو وروسته پورتنۍ خبره یو ځل بیا د صبورالله سیاه سنگ له پلوه تر
شننې او کره کتنې لاندې راغلی دا دﺉ زه هم د افغانستان د پخواني وسله ځواک د یوه
غړي په توگه اړکیږم خپل دلایل را وړاندې کړم.
یوازې امام الدین؟ که د منطق او ژور ځیر له کړکۍ ورته وکـتـل شي نو د دغسې عملیاتو
د پلي کولو لپاره ، په ځانگړې توگه د یوه هیواد د ولسمشر د نیولو یا وژلو لپاره
عادي اوکار نا آزمویلي خلک نه لیږل کیږي. دا به لنډ پوهنه او ساده باده توب وي که
ومنو چې د کودتا د مشرتابه ډله هرڅومره چې ناپوهه وي د داؤود خان د نیولو لپاره دې
نا خبره او کارنا ازمویلي کسان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږي. ځکه کودتاچیان ښه پوهېدل
چې په حقیقت کې دغه ځانگړي او مهم عملیات د دوی برخلیک جوړوي. په دې توگه هر پوه او
عاقل انسان دې ومني چې د هغه وخت د ولسمشر د نیولو لپاره هرو مرو کارپوه ، د ډاډ وړ
او د پوځي علمیاتو له رمزونو او رازونو څخه خبر کسان لیږل شوي دي.
څو بنسټیزې پوښتنې: په دغسې یوه فوق العاده حساس او خونړي خوځښت کې ولې امام الدین
یوازې وو؟ که دا و انگیرو چې له هغه سره بدرگه کسان یوازې د افغانستان د وسله وال
ځواک څلور تنه افسران یا سرتیري ول نو څرگنده ده چې امام الدین په یوازې سر د
ولسمشر وژونکی نه بلکه دوی ټول د ولسمشر وژونکي دي. په دې توگه پوښتنه دا ده چې د
ولسمشر له شهادته وروسته ولې یوازې امام الدین لوړو پوړیو ته رسول کیږي او پاتې
بدرگه کسان بې نومه او بې نښانه ورک پاتې کیږي؟ که له هغه سره بدرگه کسان د
افغانستان د وسله وال ځواک غړي ول او په داسې یوې سرسپارنې یې د کودتا د رژیم لپاره
سرښندنه کړې نو ولې دغو کسانو ته د امام الدین په شان رسمي دریځونه او امتیازات ونه
کړل شول؟ که له هغه سره بدرگه کسان په رښتیا د افغانستان د وسله وال ځواک غړي ول ،
آیا د دومره کلونو په اوږدو کې دوی نه شوای کولای لږ تر لږه د خپلو دوستانو او
هملیکو ملگرو په منځ کې کوشنۍ سر ټکونه او شکایت وکړي؟ ولې یوازې امام الدین ټپي او
د همدغه داستان یوازینی " اتـل" وبلل شو؟
د [ښاغلي میر محمد صدیق فرهنگ] د کتاب [ افغانستان در پنج قرن اخیر] په ۸۶۷ پاڼه کې
ولسمشر ته د خبرو اترو لپاره د قادر او وطنجار د لیږلو په اړه داسې لیکل شوي دي : "
دغه وړاندیز د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په مرکزي کمیټې کې وړاندې شو" ؛ او
له هغه وروسته د هماغه کتاب په ۶۸۶ پاڼه کې د قادر له خولې ویل کیږي : " زه او
وطنجار د ماڼۍ پر لور و خوځېدلو . خو ملگرو زموږ مخه و نیوله او دوه تنو نورو ته
دنده ورکړل شوه چې داؤود خان ته ورشي." ، اوس نورې اړینې پوښتنې را منځته کیږي :
دغه " ملگري" څوک ول چې د گوند د مرکزي کمیټې له صلاحیت څخه د هغوی صلاحیت لوړ وو؟
ولې قادر په رندۍ او چالاکۍ د دغو پټو او مرموزو " ملگرو" له مخ څخه ټیکری له لیري
کوي چې ان د هغوی د یوې ایکۍ وړیا خبره د خلق د ډیموکراتیک گوند د مشرتابه له حکم
څخه لوړه ده ؟ ولې دغه پټ راز لا تر اوسه همداسې پټ ساتـل کیږي؟
ددغسې اړینو عملیاتو لپاره د چمتووالي اړتیا: له نیکه مرغه چې په هم په هیواد کې
دننه او په بهر کې میشت د افغانستان د وسله وال ځواک گڼ شمیر غړي چې د غوایي د
کودتا په شپو وروځو کې د افغانستان د ملي وسله وال ځواک غړي ول لا تر اوسه ژوندي دي.
هغه کسان چې پوځي زده کړه لري په ځانگړې توگه د لوړو زده کړو خاوند افسران ښه
پوهیږي چې د افغانستان د وسله وال ځواک غړي هېڅکله د همدغسې عملیاتو (د ولسمشر پر
ماڼۍ د برید ، د هغه د وژنې یا نیولو) لپاره نه کومه ځانگړې روزنه لیدلې او نه د
وسله وال ځواک په ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو کې د دغسې عملیاتو روزنه تر سره شوې
ده. مانا دا چې په یو چا یا څو کسانو په مخامخ ډول په یوه څلور د یوالي چاپیریال کې
د بریښنا په توندوالی برید تر سره کول ....
خو له دې سره سره په روښانه ډول وینو چې په دغو عملیاتو کې پینځه تنه د یـَوُ لسو
یا (اووه لسو) سرپه لاس کې اخیستي کسانو پر وړاندې په یوې کوشنۍ سرپوښلې څلور
دیوالۍ کې دریږي ؛ په انگړ کې دننه کوربانه د یرغلگر په پرتله له خپل چاپیریال سره
ښه بلد او آشنا دي خو پرته له دې چې د یرغلگرو له ډلې څخه یو تن ووژل شي ، هغوی ټول
د همدغې پینځه کسیزې ډلې له پلوه له پښو غورځول کیږي او یوازې د امام الدین په نامه
د کومانو د قطعې افسر لږ ټپي کیږي او بس.
د عملیاتو وَرته والی : هغه عملیات چې د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د
مېاشتې د اتمې په سهار [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۸] د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې پلي کیږي او په پای
کې ولسمشر او د هغه د کورنۍ گڼ شمیر غړي شهیدان کیږي (دا چې د ارگ په مدافعه کې
څومره ساتونکي په هاغه ورځ وژل شوي ، څرگند نه دي) ، د افغانستان په تأریخ کې د دغو
ډول عملیاتو د پلي کولو بڼه او څرنگوالی ساری نه لري ، په ځانگړې توگه د ښځمنو او
ماشومانو پرمخ د اور د خولې پرانیستل چې ټول یې د ولسمشر له استوگنځي څخه د باندې
ول. یوازینۍ منطقي انگیرنه دا ده چې د افغانستان د وسله وال ځواک په جامو کې د دغه
له شرمه ډکې کړنې او جنایت په تر سره کولو کې د روسي کوماندو لاسونه ښکیل و بولو.
باید ورغبرگه کړم چې دغه عملیات له څو اړخونو له هغو عملیاتو سره وَرته والی لري چې
د دیارلس سوه اته پینځوسم کال د مرغومي په شپږمه نېټه [۱۹۷۹ ز د دسامبر ۲۷] د تاج
بیگ په غونډۍ کې د حفیظ الله امین او هغه ته د نیږدو کسانو پر وړاندې تر سره شول.
ولې امام الدین په عملیاتو کې د خپلو ښکېلو بدرگه کسانو د نومونو له بربنډولو څخه
اوږه سپکوي؟ د غوايي له کودتا یوه اونۍ وروسته امام الدین نوموړې پیښه په دغو ټکیو
ما [فرهاد لبیب] ته وویله : " کله چې ما ته د داؤود خان د نیولو امر راکړ شو هیچ چا
زړه نه کاوه چې له ما سره ارگ ته دننه ولاړ شي. ما یو چلوونکی پیژانده ، له هغه او
نورو څلورو تنو سره یوځای چې ما نه پیژاندل په زغره وال گاډې کې ارگ ته دننه ولاړو."
له دې به تیر شو چې نن امام الدین له خپلو ټولو خبرو ټپ منکره دﺉ او زیاتوي چې د
خپلو بدرگه کسانو نومونه نه پیژني! خو د پاملرنې وړ ټکی دا دې چې : د فتح محمد په
نامه یو تن ښه په یاد لري چې هغه یې روغتون ور ساوه. ان د هغو کسانو خبرې او نومونه
لا تر اوسه په یاد لري چې هغوی یې د راډیو افغانستان په ودانۍ کې لیدلي ول او هغه
هم په داسې یوه مرگوني ټپي حالت کې "چې له لاسه یې وینې څڅېدلې" ، خو د " غوایي د
نه په شا کېدونکي" انقلاب د توپکوالو نومونه چې له هغه سره یوځای په دغوعملیاتو کې
بدرگه شول په یاد نه لري!
د هغې پـیـښې د گولیو د باران په وَریا کې امام الدین چې په خپله وینا یې هډوکی یې
" شپاړلس ټوټې" شوی وو او د " شوک" او وینې څڅېدنې له امله هره شېبه بې هوښه کېده د
ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د میشتو کسانو نومونه ، روغتون د تللو لاره ، د راډیو افغانستان
ودانۍ او نور ټول په یاد لري خو یوازې د " څلورو تنو" برخلیک جوړوونکو کسانو نومونه
چې له ده سره بدرگه ول په یاد نه لري!
هیښنده خو دا ده چې امام الدین د " مرگ او ژوند" د پولې په هاغسې یوې حساسې شیبې کې
کولای شي د راډیو افغانستان په ودانۍ کې د بریالیو عملیاتو راپور " په ډیر ځیر او
ټکی په ټکی" د کودتا د مشرتابه ډلې ته وړاندې کړي.
منځپوښتونکي ټکی دا دﺉ چې که امام الدین پر ارگ د عملیاتو د پلي کولو امر د شهنواز
تڼي له لارې د کودتا له مشرتابه څخه ترلاسه کړی وو نو ولې یې د پوځي سلسله مراتب په
پام کې نیولو نوموړی "راپور" یې شهنواز تڼي ته چې په هماغه سیمه کې حاضر وو ور نه
کړ او د هغه پرځای په ټپي ځان د پوځي سلسله مراتبو په نه پام کې نیولو نیغ په نیغه
ځان د راډیو په ودانې کې دیره د کودتا د مشرتابه ډلې ته رسوي ؟
پایله : له دغو پوښتنو ، شننو او کره کتنو څخه زما ټوله جاج اخیستـنه او انگیرنه دا
ده چې د ولسمشر محمد داؤود اصلي وژونکي نه د افغانستان د وسله وال ځواک غړي او نه
هم د پوځ د ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو غړي دي بلکه نوموړي " څلور تنه" د پخواني
شوروي د (کي جي بي) د ملکي او د (جي آریو) د پوځي څارگرو څانگو تکړه او ښه روزل شوي
غړي ول چې د یوه سنجول شوي پلان له مخې له امام الدین سره یو ځای شوي او د عملیاتو
له تر سره کولو وروسته بیرته خپلو پـټـنځایونو ته تللي دي.
په پخې انگیرنې ویلای شو چې په دغو عملیاتو کې امام الدین د روسي کماندویانو د
لارښوونې او ژباړې دندې په غاړه درلودله او بس. دلته که د شهید محمد داؤود خان د
ژوند وروستۍ خبرې په پام کې ونیسو چې : " زه روسانو او کمونیستانو ته نه تسلیمیږم"
نو موږ به تر ډیرې کچې ددغو پټو رازونو تـَل ته لاره ومومو.
هر ګوره ، د پورتنیو یادَونو له سپړنې او شننې څخه زما موخه دا نه ده چې له یو شمیر
څرگندو او ځانگړو کسانو سره دښمنۍ ته مـټـې را بډ وهم او نه هم د هیواد د تأریخي
حقایقو د تحریف هیله لرم. زما هیله دا ده چې حق دې خپل رښتونی او ټاکلی ځای ومومي
او زموږ راتلونکي زوزاتونه د ناپوهۍ او بې لارۍ د ژورو کږلیچونو په لوخړو کې بند
پاتې نه شي.
د غوایي کودتا ، د افغانستان د لومړني ولسمشر او په پټو سترگو د هغه د کورنۍ وژنه ،
او هم د کودتا له پایلو څخه رامنځته شوې ورانۍ یوه ساده پیښه نه وه چې پر هغې دې
سترگې پټې شي ، بلکه ددغې پیښې پایلې له موږ غواړي چې هر اړخیزه ، ژوره ، محتاطه او
عادلانه څیړنه تر سره کړو. بشپړ ډاډ لرم چې زموږ د هیواد په ناتار او ناورین ځپلی
چاپیریال کې به که نن وي یا سبا د عدالت د رامنځته کیدلو او د عادلانه لټون او
غوښتون لپاره لاره پرانیستل شي."
نور بیا