څوارلسمه او پینځلسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] دلته وګورئ. . .
" تیرې توې شوې وینې په اوبو پرې وینځـﺊ "
سـياه ســنگ: له جگړن فتح محمد سره چیرې ولاړﺉ؟
امـام الـدين: مخکې له دې چې ما د پوځ څلور سوه بستریزروغتون ته ورسوي ، سره له دې
چې ډیره وینه مې له لاسه ورکړې وه ، سر مې گرځېده او په پښو کې مې دمه نه وه پاتې
زه یې د راډیو افغانستان په ودانۍ کې هغې خونې ته بوتلم چې د افغانستان د خلق
ډیموکراتیک گوند د مشرتابه غړي پکې ناست ول. په دغه کوټه کې څلور تـنه ناست ول. ما
دغه په ملکي جامو کې څلور تنه مخکې نه ول لیدلي او نه د هغوی له مخونو سره مې کومه
پخوانۍ آشنایي درلودله ، خو وروسته پوه شوم چې هغوی نور محمد تره کي ، ببرک کارمل ،
دستگیر پنجشیری او حفیظ الله امین یا سلیمان لایق ول.
سـياه ســنگ هغو څلور واړو ته مو څه وویل؟ ستاسو د خبرو له اوریدا وروسته ، هغوی څه
وویل؟
امـام الـدين: لومړی مې سلام وکړ ، بیا مې ځان ور وپیژانده او ومې ویل : " زما نوم
امام الدین دﺉ. ما ته دنده راکړل شوې وه چې د انقلابي شوری پیغام سردار محمد داؤود
ته ووایم. د پیغام له اوریدلو سره سم داؤود خان قهرژلی شو ، په لاس کې یې وسله وه ،
زما پر لور یې ډز وکړ او زه یې ټپي کړم."
په همدغې شېبې کې له هغو څلور تنو څخه په پاخه گومان چې پنجشیري صاحب وو ، وویل :"
هغه ژر روغتون ته ورسوﺉ." له هغه وروسته ، په نور څه نه پوهیږم.
سـياه ســنگ: آیا د خپلو خبرو په ترڅ کې مو له هغې ځوانې پیغلوټۍ څخه هم یادونه
وکړه چې ستاسو په وینا " خپل لاس یې را وړاندې کړ چې د محمد داؤود مخه ونیسي؟"
امـام الـدين: نه. زه ټپي وم او هماغه دوه � درې پورتـنۍ جملې مې وویلې. نور مې
دومره وسه نه درلودله چې د پـېـښې ټول جزﺋـیات هم ووایم. د افغانستان د خلق
ډیمواکراتیک گوند د مشرتابه غړو ته مې د هغې نجلې د ټپي کېدلو خبره یاده نه کړه.
سـياه ســنگ: عبدالکریم میثاق د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند بنسټ ایښودونکي او
د سیاسي بیرو غړي/ د مالیي وزیر/ داستان لیکونکي او څیړونکي د " افغانستان په شلمه
پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم ۱۹۰۰ � ۱۹۶۹ " د کتاب په ۲۲۴ او ۲۲۵ پاڼو کې د
ظاهر طنین لیکنه چې د بي بي سي د خپرونو یوه ټوگه او په ۲۰۰۵ ز کال کې خپور شوی ،
وایي :" یو صاحب منصب چې له لاسه یې وینې څڅېدلې راغی او د مرکزي کمیټې د غړو مخ ته
یې پوځي سلام وکړ او ویې ویل چې زما نوم امام الدین دﺉ ، د گوند غړی یم. زه دننه په
ارگ کې وم. د گلخانې [ماڼۍ] ته ولاړم او داؤود خان ته مې وویل : له دې چې واک د
افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلې ، تاسو دنده لرﺉ چې تسلیم سـﺊ. یوه
لور یې هم ورسره وه. عبدالاله [د سر وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر] هم ور سره
وو. داؤود خان زما پر خوا ډز وکړ ، زما لاس یې را ټپي کړ. لور یې په دغه وخت کې
غوښتل د هغه مخه ونیسي چې ډز ونه کړي ځکه هغه هم ډزې کوي. که ته ډزې وکړﺉ ، هغه هم
ډزې کوي. [امام الدین] وویل چې په همدغه وخت کې یې خپله لور هم وویشتـله او زه یې
هم وویشتم. نو ما هم په همدغه وخت کې خپل کلاشنیکوف را وایست ، ډزې مې وکړې او ټول
مې له منځه یوړل."
امـام الـدين: لومړی دا چې ، کله زه د راډیو افغانستان دفتر ته ولاړم ، د انقلابي
شوری د پیغام د رسوولو او د داؤود خان په لاس زما د ټپي کیدلو گزارش مې ورکړ ، هلته
مې یوازې څلور تنه ولیدل چې مخکې مې د هغوی نومونه واخیستل. دویم دا چې ما
کلاشنیکوف نه درلود. ټول پوهیږي چې د افغانستان په پوځي جوړښت کې کلاشنیکوف د یوه
افسر وسله نه ده ، بلکه په جوړښت کې نغښتې د یوه سرتیري وسله ده. دا هېڅ دود نه وو
چې یو افسر دﺉ له ځان سره کلاشنیکوف وگرځوي. دریم دا چې کلاشنیکوف کومه توره یا
چاړه نه ده چې له جیب یا تیکي را وایستل شي. پورتنۍ خبرۍ قطعأ او له بنسټه رښتیا نه
دي.
سـياه ســنگ: عبدالکریم میثاق خو د هغې نجلۍ له ونډې خبره کوي چې غوښتل یې د محمد
داؤود [مخه] د تومانچۍ د ډزو له کولو [ونیسي]. آیا د میثاق د خبرو همدغه برخه د
گلخانې په ماڼۍ کې ستاسو د سترگو له لیدلي حال سره بشپـړ ورته والی نه لري؟
امـام الـدين: ښایي نوموړي [میثاق] د پـیښې لړۍ یا زما له خولې یا د نورو کسانو له
لارې ، وروسته اورېدلي وي، مگر د بي بي سي راډیو ته یې یا په بر لاس او یا په نا
پوهۍ کې له غیر واقعي بدلونونو سره ویلي دي. د هغې نجلۍ له خولې دا خبرې چې " ډزې
مه کوه چې هغه هم ډزې کوي. که ته ډزې وکړې ، هغه هم ډزې کوي" قطعأ حقیقت نه لري.
سـياه سنگ: وایي چې د " غوایي د انقلاب" د مستند فلم په لړ کې چې په هغه کې حفیظ
الله امین خپله ونډه لوبوله تاسو د گلخانې د ماڼۍ په لومړي پوړ کې مخکې له دې چې د
فلم اخیستلو د کمرې مخ ته و دریږﺉ د څو تـنو فلمي هنرمندانو ، د تخنیکي کارکوونکو
او د فلم د کارگردان مخ مو ته وویل : " چې ما سردار محمد داؤود په خپل لاس داسې
وواژه ...." آیا دغه خبرې رښتیا دي؟
امـام الدين: نه. دا زما خبرې نه دي. که زما له خولې داسې خبره شوي وي ، یا مې هغه
ونډه لوبولي وي، باید په فلم یا ویډیو کې ریکارډ شوي وي او د هغه لاسوند به هرو مرو
وي. په ډاډ وایم چې دغه تور سم نه دﺉ او بې بنسټه دﺉ. هو د هماغه فلم د جوړلو له
لړۍ خبر یم. د دیارلس سوه اته پینځوسم کال د مرغوي له شپږمې [ د ۱۹۷۹ زکال ددسامبر
۲۸] وروسته نویو چارواکو غوښتل چې حفیظ الله امین رسنیو ته د ځانغوښتونکي او واک ته
د یوه تږي سړي په توگه وروپیژني نو د هماغه فلم ځینې برخې یې نندارې ته وړاندې کړې
خو هغه څه چې په ناروا ډول په ما تپل شوي په بشپړ ډول درواغ دي.
1) د "بينوا"، ویب پاڼه 18 جولاي 2008
http://www.benawa.com/details.php?id=19703
" د ۲۰۰۸ ز کال د جولای د مېاشتې په لومړیو کې نړیوالې محکمې چې مرکز یې په دنهاخ /هاگ
(هالند) کې دﺉ ، جنرال امام الدین [ د افغانستان د لومړي ولسمشر وژونکی] یې د لومړي
ځل لپاره د پلټنو لپاره غوښتی وو."
2) د "آرمـان ملي" ویب پاڼه ، 24 سپتمبر 2008:
http://armanemili.af/spip.php?article828
"نامتو کمونیست جنرال امام الدین د هالند د هیواد د پولیسو له پلوه د سردار محمد
داؤود خان د وژلو په تور نیول شوی دﺉ. دهیواد یو تن ژورنالیست رزاق مأمون ملي آرمان
ته د یوې اړیکې له لارې دغه سکالو وویله او زیاته یې کړه :په هالند کې ددغه جنرال
نیول کېدل د افغانستان د مدني او حقوقي ادارې د رﺋـیس ډاکټرنادرشاه احمدزي د
اوپراتیفي هلوځلو له کبله تر سره شوي دي.
داکټر نادر ویلي چې د سردارداؤود خان اود هغه د کورنۍ وژونکی جنرال امام الدین له
افغانستانه دننه هالند ته د یوې ټیلفوني اړیکې د موندنې له لارې لاس ته راغلی دﺉ.
ډاکټر نادر څرگنده کړه چې یو خلقي افسر چې د یوناما کارمند وو ، د 0799303280 شمیرې
ټیلفون له لارې کله چې جنرال امام الدین په وزبکستان او هالند کې تم شوی وو خبرې
کړي او د سردار داؤود خان د وژنې لړۍ د همدغو خبرو په ترڅ کې افشأ کیږي.
د افغانستان د مدني او حقوقي ټولنې دفتر ددغې پیښې له موندنې وروسته ، خپلې موندنې
د ICC پولیسو ته ورلیږي او د بشري او جنگي جنایاتو د ځانگړو پولیسو د تعقیب او څار
په پای کې د جنرال امام الدین د پټېدلو ځای موندل کیږي او د پولیسو منگولو ته ورځي.
ډاکټر نادر روښانه کړه چې امام الدین له شپږو مېاشتو را په دیخوا بندي دﺉ او تر
اوسه له هغه څخه د پلټنو جزﺋـیات نه دي اعلان شوي خو د افغانستان محکمې ته د نوموړي
د سپارلو په اړه، د افغانستان ددولت له پلوه کومه ځانگړې غوښتنه لا تر اوسه نه ده
شوې."
3) د "کـابل پرس" ویب پاڼه، 28 سپتمبر 2008:
www.kabulpress.org/my/spip.php?article2303
" یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د طالبانو ضد د یوه څارگر نادرشاه
احمدزي له خولې کابل پرس ته وویل چې د محمدظاهر د اکا د زوی سردار محمد داؤود او د
افغانستان د لومړي ولسمشر وژونکی ، جنرال امام الدین ونیول شو.
دغې سرچینې کابل پرس ته وویل چې د سردارمحمد داؤود وژونکی ، جنرال امام الدین د آی
، سي ، سي [د جنگي او انساني جنایاتو ضد د څارنې پولیس] د پولیسو له خوا له
افغانستانه دننه د یو شمیر هلو ځلو او هڅو په ترڅ کې شپږ مېاشتې مخکې د هالند په
هیواد کې ونیول شو. سرچینه زیاتوي : هغه شپږ مېاشتې مخکې ونیول شو چې نړیوالو
پولیسو د 0799303280 ټلفوني شمیرې پربنسټ چې له افغانستانه دننه ، په هالند کې د
جنرال امام الدین له پټنځي سره په اړیکه کې وو د امام الدین د پښو خاپ وموند.
هیښنده خو دا ده چې له افغانستانه دننه تلفوني اړیکه د ډگرجنرال عبدالاحد په نامه د
یوه نامتو خلقي وه چې څو موده مخکې یې د یوناما په دفتر کې هم کار کاوه او اوس
څرگنده شوې چې نوموړی د یوناما په دفتر کې کار نه کوي. د ټلفون دغه شمیره چې د
افغانستان د مدني او حقوقي ټولنې په همکارۍ نړیوالو پولیسو ته سپارل شوې وه وموندل
شوه او د نړیوالو پولیسوپه لاس کې ده.
سرچینه وایي ډگرجنرال عبدالاحد او امام الدین تر یوه کال مخکې په وزبکستان کې ژوند
کاوه او عبدالاحد له امام الدین سره اړیکه درلودله او نوموړي ډگر جنرال داسې لارې
چارې برابرې کړې چې جنرال امام الدین د ملگرو ملتونو له امکاناتو څخه په ناوړه گټه
اخیستنې له وزبکستانه هالند ته ولیږل شو. تر اوسه د افغانستان دولت د ډگرجنرال
عبدالاحد د نیولو او له هغه څخه د پلټنو په تړاو کوم اړین گام نه دﺉ اوچت کړﺉ."
امـام الدين: په دریواړو گزارشونو کې د رانغاړل شویودرواغو یو په یو سپړنه گټه نه
لري. همدومره به بس وي چې ووایم زه هېڅکله په پټنځي کې نه وم او په هالند کې هم نه
یم. د یوه پوځي افسر په توگه د خپل ژوند ټول کلونه مې د ډاکټر نجیب الله له پرځېدنې
وروسته د شپږو کلونو په گډون په افغانستان کې دننه اود ولس او پرگڼو په منځ کې په
سپیڅلتیا، ویاړ او گروهنې تیر کړي دي. هم تاسو چې دغه تلفوني خبرې اترې له ما سره
تر سره کوﺉ پوهیږﺉ او هم هغه کسان چې ما له نیږدي پیژني پوهیږي چې له خپلې کورنۍ
سره یوځای د اروپا په دغه گوټ کې بشپړه آزاد او څرگند ژوند لرم او دښوونکيتوب سپڅلې
او ویاړلې دنده پرمخ بیایم.
په خواشینۍ چې یو شمیر لیکوالان او خبریالان په درواغجنو ډنډورو خپل زړونه خوښوي.
زما په اند هغه کسان چې دغسې ناپازواله (بې مسوؤلیته) خبرو ته لاس اچوي په حقیقت کې
غواړي د خپلو خیالي خبرو لپاره لوستونکي او اوریدونکي ومومي.
سـياه ســنگ: ددغو لاندنیو ۷ لیکنو په اړه څه وایاست؟ :
۱ � ستر جنرل محمد نبي عظیمي " د افغانستان په دریو لسیزو کې پوځ او سیاست / اردو و
سیاست در سه دهه اخیر" د کتاب په ۱۴۲ پاڼه کې دریم چاپ ، د میوند خپرندویه ټولنه ،
پیښاور/پاکستان ، ۱۹۹۹ داسې وایي :
د سردار محمد داؤود د نیولو امر د کوماندو د قطعې لومړي بریدمن امام الدین ته ورکول
کیږي. امام الدین د گارد د آپراسیون له آمر ډگرمن گل آقا سره یوځای داؤود خان ته
ورځي او هغه ته وایي : " تاسو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د
امر پر بنسټ خپله وسله پرځمکه کښیږدﺉ او تسلیم سـﺊ." داؤود خان په ځواب کې وایي : "
کمونیستانو ته نه تسلمیږم." او ناڅاپه د امام الدین پر خوا ډزې کوي. امام الدین په
خپل مټ کې ټپ اخلي خو له ټپي کېدلو سره سره د هغه کلاشنیکوف له خولې چې په لاس کې
یې وو یو جناحي اور د محمد داؤود او د هغه د هملارو پر خوا تر سره کوي. اخ او ډب
پیل کیږي او په پای کې سردار محمد داؤود ، سردار محمد نعیم ، عبدالاله، د داؤود
ماندینه او د ظاهر شاه خور زینب داؤود، د هغه زامن او د کورنۍ غړي یې چې ټول ټال
شمیره یې ۱۷ تنه کیدل ، ځای پر ځای وژل کیږي.
امـام الـدين: ماته د پوځي شوری د پیغام د ویلو امر راکړل شوی وو. د " نیولو" خبره
له اره په منځ کې نه وه. د ډگرمن گل آقا په اړه مې مخکې هم ویلي چې د نوموړي د
لوړسیاسي او پوځي دریځ په پام کې نیولو ، که هغه را سره وای نو ما هېڅکله دا واک نه
درلود او نه مې شوای کولای د پوځي شوری پیغام ولولم. که د نیولو خبره په منځ کې وه
، نو دغه امر باید گل آقا ته ورکړل شوی وای نه ماته. زما په لاس کې د کلاشنیکوف له
خولې " د جناحي اور د پرانیستلو" په اړه غواړم روښانه کړم چې لومړی د پوځ په جوړښت
کې کره بین توپک او کلاشنیکوف د یوه افسر وسله نه ده او ښایي تر اوسه هم نه وي ،
بلکه د سرتیري وسله ده.
تاسو کولای شـﺊ د پوځ له ټولو افسرانوپه ځانگړې توگه له هغو افسرانو چې د دوهم
بریدمن له رتبې نیولې بیا تر لوړو پوځي رتبو رسیدلي وپوښتـﺊ چې آیا د زده کړو له
مودې پرته ، په هغه موده کې چې دوی د افسر په توگه دنده تر سره کړې کله یې کره بین
یا کلاشنیکوف په خپلو اوږو له ځان سره وړی دﺉ؟ یا هم په داسې یوې کوټې کې چې یو تن
ستاسو مخ ته د شپږو یا اوو مترو په واټن کې ولاړ وي ،تاسو کولای شـﺊ جناحي اور تر
سره کړﺉ؟ نه. که د وسلې میل یو اړخ ته تاو شي ، په هېڅ ډول مرمۍ په نخښه نه لگیږي.
۲ � د ۲۰۰۸ ز کال د اپریل د مېاشتې په ۲۸ نېټه د ماښام په ۷ بجو اکاډیمیسین دستگیر
پنجشیري د یوې ټلفوني مرکې په ترڅ کې ما لیکوال (سیاه سنگ) ته وویل :
امام الدین راډیو افغانستان ته راغی او نور محمد تره کي ته یې گزارش وړاندې کړ. هغه
وویل چې له سردار محمد داؤود څخه څو څو ځله په درنښت غوښتنه وشوه چې له خپلې کورنۍ
سره یوه خوندي ځای ته ولاړ شي، خو له پرله پسې غوښتنو سره سره ، هغه خپل زوی ته امر
وکړ چې پر افسرانو ، سرتیرو او ان د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې وکړي. په پای کې دوه
اړخیزه اور پیل شو.
همدا رنگه ، امام الدین وویل چې سردار داؤود ته مې وویل : سیاسي واکمني د افغانستان
د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلې او تاسو باید تسلیم سـﺊ. داؤود خان وویل چې
کمونیستانو ته نه تسلیمیږم. له هغه وروسته یې زما پر خوا ډزې وکړﺉ. ما هم ووهل، او
ټول مو ستیای کړل."
امـام الدين: د ښاغلي پنجشیري صاحب دغه خبره ما ته د حیرانتیا وړ ده. هغه د " ظهور
و زوال حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان" په کتاب کې داسې نه دي ویلي.
۳ � محمد اکرم اندیشمند د عبدالحق مجددي او ډاکټر فضل الله مجددي د کتاب [افغانستان
از امیر کبیر تا رهبر کبیر] د ۵۹۶ پاڼې پربنسټ ، د ۱۹۹۹ز کال د میوند دخپرندویې د
کابل چاپ /افغانستان ، داسې وایي :
" د هغه خلقي صاحب منصب نوم چې د محمد داؤود د وژنې فرمان یې پلی کړ امام الدین وو.
نوموړی داهم مني چې د سردار محمد داؤود پر استوگنځي د برید فرمان حفیظ الله امین
ورکړی وو."
امـام الدين: ما د پوځي شوری امر له خپل بولندوی څخه تر لاسه کړی وو نه د نیولو یا
وژلو فرمان ، او هغه مې په ډیر درنښت تر سره کړی دﺉ. له حفیظ الله امین سره مې
اړیکه نه درلودله، ځکه زه یو عادي افسر وم. د امین له پلوه د لیږل شوي فرمان په اړه
هېڅ ډول خبرتیا نه لرم. دا د لیکوال خیال او انځورگري ده.
۴ � محمد نذیر کبیر سراج د "رويدادهـاي نيمه اخـير ســده بيسـت در افغانسـتان" د
کتاب په ۱۱۴ پاڼه کې د [ فرانکفورت لومړی چاپ ، ۱۹۹۷ز کال] داسې وایي.
زغره والې د گلخانې پوړیو ته نیږدې شوې او له هغو یو تن تورن ، درې ته تـنه بریدگي
را ووتل او پرگلخانې یې دننه برېد ور ووړ.[هغوی] په هک پک والي ولیدل چې محمد داؤود
خان لا تر اوسه په پښو ولاړ دﺉ خو ټـپـیان د ځمکې پرمخ پریوتلي ول.
تورن امام الدین پر محمد داؤود خان چیغه ووهله: " مقاومت گټه نه لري. تسلیم سه."
سردار محمد داؤود خان په ځواب کې وویل : " خپل سر مشر را ولیږه چې له ما سره خبرې
وکړي." تورن بیا وویل : " موږ ټول سرمشران یو. هر څه چې لرﺉ ، موږ ته یې ووایه یا
تسلیم سه."
محمد داؤود له دې پورته نور زغم نه درلود ، په لاس کې یې تومانچه وه او په هغې یې د
تورن پر خوا اور پیل کړ. تورن له داسې یوه سړي څخه چې خپل هر شي یې له لاسه ورکړي
ول دداسې یوه برید هیله نه درلودله ، د سترگو په رپ کې د کلاشنیکوف د داسې یوه اور
خوله پرانیستله چې ژوندي او نیم ژوندي کسان یې له یوې مخې له منځه یووړل.
امـام الدين: زه د کوماندو د قطعې یو افسر وم او په خپل تشکیل کې مې گاز � ۶۶ موټر
، بې مزې مخابره درلودله نه زغره واله. ان په هماغه ورځ د گارد گرد چاپیره هېڅ ډول
زغره واله نه ده لیدل شوې.له بلې خوا د گارد د توغندي ویشتونکي لیوا توغندیو د
ولسمشرۍ ماڼۍ ، گارد مخې ته شوبلې او محاربوي ماشینونه سوځولي ول. زغره واله له اره
خوندي نه وه چې گڼې موږ دې په یوې زغره والې کې له یوه لنډ واټـنه هغه هم د گارډ د
ختیځې دروازې له لوري د گلخانې د ماڼۍ پوړیو ته ورغلي اوسو. دغې لیکنې د لیکوال له
خیال او انځورگرۍ څخه سر چینه اخیستې نه زما له خبرو څخه.
۵ � د افغانستان د هنریالانو د ټولنې لوی مشر محمد نیسم خوشگوار د "رازي که فايق
افشـــاء نکـرد" کتاب په ۱۶۲ او ۱۶۳ پاڼو کې وایي ( لیکوال :خان آقا سعید ، د عصر
خپرندویه ټولنه ، پیښاور/پاکستان ، منی ، ۲۰۰۰)
د [پوځ څلور سوه بستریز] روغتون یوې خونې ته ننوتلو. د چپرکټ پرمخ د منځنۍ ونې
لرونکی یو ځوان چې په گچ کې پیچل شوی لاس یې په غاړه کې ځوړند وو، بیده وو. نوموړي
ته لومړي بریدمن میرکي ور وپیژندلم او هغه یې دداسې سړي په نامه راته ونوماوه چې
داؤود خان یې وژلی دﺉ. که څه هم د هغه د کړغیړن مخ په لیدنې پښیمانه وم خو بیا هم
په سړې سینې مې له هغه [امام الدین] څخه د مالوماتو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل:
د غوایي د مېاشتې د اوومې په ماښام مو له بالاحصاره د ارگ د نیولو او د محمد داؤود
پر وړاندې د جگړې دنده تر لاسه کړه. کله چې ارگ ته ورسیدلو ، پر ارگ د الوتکو پرله
پسې گړزهار اود شوبلو اور له هرې خوا خپور او ټینگ اخ و ډب روان وو. نیمه شپه وه چې
بریا زموږ په برخه شوه او د ارگ انگړ ته ننوتلو.
په هاغه وخت کې زما د قطعې بولندوی زما ټولي ته د داؤود د نیولو دنده و سپارله. زه
له خپلو سر تیرو سره د گلخانې د ماڼۍ پر لور وړاندې ولاړم او د هغه ځای ټولې کړکۍ
مو د خپلو وسلو په پرله پسې او ټینگ اور لاندې ونیولې او ودانۍ ته ننوتلو. هره خوا
چوپه چوپتیا خپره وه. خپلو بدرگه کسانو ته مې وویل چې مورچل ونیسي او همداسې دې خپل
اورته دوام ورکړي. ما له ځان سره لوډ سپیکر راوړی وو او د هغه له لارې مې خپلو
سرتیرو ته خبرې کولې او هغوی ته مې دندې سپارلې.
د هماغه لوډ سپیکر له لارې مې په کوټه کې خبرې وکړې او ومې ویل چې سردار داؤوده!
تاسو د پوځي شوری د امر پربنسټ ځان تسلیم کړﺉ." په همدغه وخت کې هغه د خونې د
فیلپایې د یوې ستنې له شا په خپل ویروونکي غږ وول : " زما په قاموس کې تسلیمیدل
نشته. پرته له خدایه بل چاته نه تسلیمیږم." او د اور امر یې ورکړ. له هرې خوا زموږ
پر لور ډزې پیل شوې. د ښځمنو په لاسونو کې توپک ول هغوی هم ډزې پیل کړې. زموږ شمیره
زیاته وه ، یوه ښځه چې کړکۍ ته نیږدې ولاړه وه او له هغه ځایه یې ډزې کولې پرځمکه
پریوتله خو پر داؤود یې هېڅ ډول اغیزه نه کوله.
یو وخت زما پام شو چې د داؤود په لاس کې سپینه تومانچه ده او د ستنې له شا په
تومانچې یې زما پر خوا ډز وکړ، زما اوږه یې را ټپي کړه. ټینگ اخ و ډب روان وو.زما
سترگو هغه څاره، د داؤود ککره ناڅاپه د ستنې له شا راښکاره شوه. هغه ډز وکړ او ما
هم ډزې پیل کړې. زما په لاس کې کلاشنیکوف وو او د کلاشنیکوف ټولۍ مرمۍ د هغه پر
ککرې ومښتلې او د سر کوپړۍ یې په هوا شوه او پرځمکه را پریوت. ما دغه بریا د بیسیم
له لارې خپل بولندوی ته وویله او بیا بې هوښه شوم. کله چې په هوښ راغلم ، ومې لېدل
چې دلته یم."
امـام الدين: د هغه څه په اړه چې ښاغلي خوشگوار ویلي لومړی غوام روښانه کړم چې زه د
ټولي بولندوی نه بلکه د مخابرې د بلوک بولندوی وم او زما سرتیري له خپلو مخابرو سره
په نورو جزوتامونو کې ویشل شوي ول او دنده ورسپارل شوې وه. د نیولو امر باید پلیو
ځواکونو ته ورکړ شوی وای نه مخابرې ته. دویم دا چې د مخابرې له لارې د جزوتامونو
سوق او اداره په ټولو پوړونو کې د محرمیت پربنسټ د شفري لښتـنلېک له لارې تر سره
کېدل نه د لوډ سپیکر له لارې. که تاسو د پوځ له افسرانو پوښتنه وکړﺉ تاسو ته به
درڅرگنده شي چې د سرتیرو او جزوتامونو په اداره کې هېڅکله له لوډسپیکر څخه کار نه
دې اخیستل شوﺉ. د نن ورځې جگړې " غیږ نیونه" یا د " د کچ غیږي" نه دي. له لوډ
سپیکرڅخه یوازې ترافیک کار اخلي نه د پوځ افسران ؛ او نه په یوې کوشنې کوټې کې چې
شپږ یا اته متره اوږد والی ولري څوک دې لوډسپیکر را واخلي او خبرې دې وکړي.
د ژبې د سپڅیلتیا د اړخ په پام کې نیولوسره غواړم ووایم چې نوموړې لېکنه د یوې
تأریخې پیښې د انځور ازانگه نه بلکه د یوه خیالي داستان یوه طرح گڼل کېدای شي چې د
یوه هنري فلم د جوړلو لپاره په پام کې نیول شوي وي، ځکه په دې اړه نوموړي ښاغلي
لیکوال یوازې خپله هنریاله انځورگري را انځورلې ده. وایي چې وچه خټه پر دیوال نه
مښلي.
۶ � حامد د " داؤود خان د کي جي بي په لومو کې " د کتاب د ۳۰۵ پاڼې په لمنېک کې چې
د هارون لېکنه ده ، ژباړه د حامد ، سـَمـَونه او یادښت د حامد ، د میوند خپرندویه
ټولنه ، پيښاور/پاکستان ، دسامبر ۱۹۹۷ز کال داسې لیکي:
د تورن امام الدین په نامه د داؤود یو تن ملگری د ارگ له صاحب منصب گل آقا او د
شوروي د سفارت له دوه تنو غړو سره د خبرو اترو لپاره د داؤود خان کوټې ته ورغلل او
له هغه یې وغوښتل چې ور تسلیم سي. هغوی داؤود خان ته له ډیر و سپکو سپورو ویلو
وروسته ، پر داؤود خان برید وکړ. د امام الدین مټ ټپي شو. په ځواب کې کودتاچیانو
داؤود ترځوابي اور لاندې ونیو او پر هغه یې مرمۍ و وَرَولې. په همدغه شېبه کې امام
الدین له کوټې دباندې راووت او په چیغو چیغو یې وویل :" ناتارگر تیرغمال مې وواژه."
امـام الدين: د یادولو وړ بولم چې زه د داؤود د ملگرو له ډلې څخه نه ووم ، بلکه د
سردار داؤود په پوځ کې یو ټیټ پوړې افسر وم. د " گل آقا او د شوروي د سفارت د دوه
تنو غړو" په اړه چې گڼې د ښاغلي حامد په وینا له ما سره یوځای د داؤود خان کوټې ته
ورغلي وي، مخکې مې پراخه سپړنه وکړه او مالومات مې وړاندې کړل او بیا ویلو ته یې
اړتیا نه وینم. ما دغه خبره په څو څو ځله کړې له هغې شېبې چې د گلخانې ماڼۍ ته
ننوتلی یم او یا مې سرداؤود ته د پوځي شوری پیغام رسولی دﺉ زما چال چلند له محمد
داؤود سره له ډیر درنښت ډک وو او هغه ته په هېڅ ډول سپکاوی نه دﺉ شوﺉ. خو زه نه
پوهیږم چې ښاغلی حامد زما له خولې په جعلي توگه راوړل شوې خبره د کوم لاسوند پر
بنسټ کړې او دغه بې بنسټه خبره یې څنگه رامنځته کړې؟ آیا نوموړی په هماغه ورځ د
گلخانې د ماڼۍ ددروازې مخ ته ماته سترگې په لار وو؟ هغه څوک چې په خپله د پـیښې په
ځای کې نه وي څنگه کولای شي په پیښه کې د شته کسانو له خولې خبره په پازوالۍ راوړي؟
۷ - د "چـنـد سـطـر شـکسـته در باره تجــاوز روس در افـغـانسـتان" د کتاب لیکوال
فرهاد لبیب د ۲۰۰۸ ز کال د اگست د مېاشتې په اتلسمه له سیاه سنگ له د یوې ټلفوني
مرکې په ترڅ کې وویل :
د د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال دغوايي د مېاشتې په دیارلسمه د څلنۍ "چهارشنبې"
په ورځ یا د غوایي د مېاشتې په څوارلسمه د پنځنۍ " پنجشنبې" په ورځ [ د ۱۹۷۸ز کال د
مې د مېاشتې په دریمه یا څلورمه] د یوه اړین کار د تر سره کولو لپاره د پوځ څلور
سوه بستریز روغتون ته ورغلم. د روغتون په دالان کې له یو ملگری سره مې چې د طب
ډاکټر دﺉ مخامخ شوم. له روغبړ وروسته نوموړي د خپلو نورو خبرو په ترڅ کې راته وویل
: راځه چې دوه تنه مهم کسان (چې یو یې خان عبدالغفار خان او بل یې امام الدین وو)
در وښییم. ښایي د دواړو لیدنه دې کوم وخت په درد ولگیږي. هغوی دلته بستر دي.
امام الدین مې له پخوا وختونو راهیسې پیژانده. که څه هم امام الدین د زده کړو په
وخت کې له ما دوې دورې مخکې وو خو کله چې موږ په یوه کورس کې زده کړې کولې ،
ټولگیوال وو. کله چې د هغه کوټې ته ننوتلم و مې لېدل چې ښی مټ او دواړه اوږې یې
پلاستر شوي وې. هغه د بستر پر مخ غځېدلی وو. ډیر کسان د هغه لیدلو ته راتلل. په هغې
ډلې کې داسې کسان هم راغلي ول چې له هغه څخه یې د داؤود خان د وژنې د څرنگوالي
پوښتنه کوله. امام الدین داسې وویل:
زما زغره واله د ولسمشر د ماڼۍ ، د ارگ ختیځې دروازې ته مخامخ د تیارسـﺊ په حال کې
ولاړه وه. د غوایي د مېاشتې د اتمې [۲۹ اپریل ۱۹۷۸ز کال] د گارد ځواکونو د سپین
بیرغ په پورته کولو خپله تسلیمي اعلان کړه. په همدغه شېبه کې ما ته امر وشو چې
داؤود خان ونیسم. له دې مخکې ، داؤود خان موږ سره اړیکه ټینگه کړې وه او غوښتي یې
ول چې د کودتا له مشرانو سره خبره وکړي. د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] مرکزي
کمیټې د هغه غوښتنه منلې وه. هغوی پریکړه کړې وه چې قادر او اسلم وطنجار داؤود ته د
لېدنې لپاره ولیږي. په همدې ترڅ کې بیا راته امر وشو چې داؤود و نیسم. ما ولیدل چې
د زغره والو د چلوونکو او صاحبمنصبانو له ډلې څخه څوک چمتو نه دي چې ارگ ته را سره
ننوځي. لنډه دا چې ما یو چلوونکي پیژانده او هغه خپله ملا وتړله چې زما زغره واله
دننه ارگ ته را سره بوزي. له ما سره څلور نور څلور تنه پوځیان ول. کله چې ارگ ته
ننوتلو، بیا هم د مرمیو یو یو ډز اوریدل کېده. په ارگ کې لومړني سړي چې له موږ سره
ولیدل گل آقا وو. هغه موږ هغې خونې ته بوتلو چې داؤود پکې وو.
د " گل آقا" اصلي نوم آقا محمد دﺉ. امام الدین په بر لاس د هغه نوم د " گل آقا" په
نامه یاد کړ او بیا یې خبرو ته ادامه ورکړه: زه پوهیدم چې نوموړی [آقا محمد] زموږ
له کسانو څخه دﺉ. کله چې د گل آقا [آقا محمد] په لارښوونې د گلخانې ماڼې ته ننوتلو
، و مې لېدل چې داؤود خان [ له ښځمنو پرته] له خپلو لسو تنو ملگرواو د کورنۍ له غړو
سره وسله په لاس سترگې په لاره ولاړ دﺉ. له ځان سره مې وویل : له دغه ځایه زما
ژوندي وتل نا شوني دي.
په دغه شېبه کې گل آقا [ آقا محمد] داؤود خان ته دودیز پوځي سلام وکړ او ویې ویل :
د کودتا کسان غواړي له تاسو سره وگوري. داؤود خان له ټولو مخکې ولاړ وو. ما هم پوځي
دودیز سلام وکړ اوپه لوړ غږ مې وویل : " د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي
کمیټې په امر خپله وسله پر ځمکه کښیږدﺉ او تسلیم سـﺊ."
زما له خولې وروستنۍ خبره نه وه راوتلې چې د داؤود له زامنو څخه یو تن په بیړه د شا
دروازې په لور و خوځېد. ترڅو چې هغه ته مې گواښ کاوه چې له ځایه دې ونه خوځیږﺉ ،
داؤود خان ددغو خبرو په ویلو چې " روسانو او د هغو چوپړیانو ته نه تسلیمیږم" زما پر
خوا ډزې پیل کړې. په پاې کې درې مرمۍ ، یوه یې زما زړه ته نیږدې او دوه نورې یې زما
پر مټ او اوږې ومښتلې. ما هم د یوه جناحي اور په کولو ټول تر اور لاندې ونیول او له
هغه وروسته بې هوښه شوم. کله مې چې سترگې پرانیستلې ، ومې لېدل چې په روغتون کې یم.
امـام الدين: ښاغلی فرهاد لبیب وایي چې زما " ټولگیوال" وو. زه پوه نه شوم چې موږ
چیرې ټولگوال وو؟ زما له سپړنو او څرگندونو وروسته تاسو په خپله قضاوت وکړﺉ چې زما
ددغه ښاغلي ټولگیوال خبرې تر کومې کچې رښتیا دي :
هغه وایي چې " دواړه اوږې او ښی مټ یې پلاستر وو" ، د گل آقا په تړاو حکم کوي چې "
اصلي نوم یې آقا محمد دﺉ" ، بیا ادعا کوي چې " درې مرمۍ ، یوه یې زما زړه ته نیږدې
او دوې نورې یې زما پرمټ او اوږې مښتلې وې" او په بل ځای کې وایي چې ما " جناحي اور"
تر سره کړی دﺉ.
زه غواړم په ځواب کې یې ووایم چې دواړه اوږې مې نه بلکه زما یوه اوږه پلاستر وه او
څنگه چې مخکې مې وویل، موږ زغره واله نه در لودله. دغې جملې ته هم تاسو پام وکړﺉ چې
وایي " د گل آقا اصلي نوم آقا محمد دﺉ." زه نه پوهیږم چې له دغې ادعا څخه د هغه
موخه څه ده او د موخې په خټه کې یې څه پراته دي؟
گل آقا هاغه څوک وو چې له پاڅونه وروسته په لومړیو ورځو کې د هرات د والي په توگه و
ټاکل شو اود مرغومي له شپږمې وروسته د پوځ د سیاسي چارو د عمومي رﺋـیس په توگه یې
دنده ترلاسه کړه. آیا زه کولای شم د خپلې بدرگې په ډله کې د گل آقا پر ځای ، آقا
محمد یا د آقامحمد پرځای گل آقا چا ته ور وپيژنم؟ ایا هغوی په خپله ددغې ادعا د
غندلو لپاره څه نه ویل؟
هغه زما له خولې په داسې بڼه خبرې راوړي چې گڼې پـیښه یې په خپلو سترگو لیدلي وي او
وایي چې " درې مرمۍ" یوه یې زما زړه ته نیږدې او دوې نورې یې زما پر مټ او اوږې
لگیدلې وې او د هغه ترڅنگ مې گڼې یو جناحي اور هم تر سره کړی وي. دغه ادعا گانې له
سره تر پایه رښتیا نه دي.
رښتیا خبره دا ده چې دوې مرمۍ څنگ په څنگ زما پر ښۍ اوږې مښتلې وې او دوې نورې یې
سر سري په کیڼ اړخ او کېڼې پښې مښتلې وې. زما په مټ یا زړه ته نیږدې هېڅکله مرمۍ نه
ده مښتلې او د هغه هېڅ ډول نښه زما په ځان کې نشته. په پښتو کې یو متل دﺉ چې وایي :
" درواغ وایه خو په شرع یې روغ وایه."
هغه سپړنه چې ښاغلي فرهاد لبیب د جناحي اور په اړه راوړي هم سمه نه ده. په یوې خونې
کې دننه له پینځه یا شپږ متریز واټن څخه پر یوې نخښې جناحي اور نه ترسره کیږي. که
څوک داسې اور تر سره کړي نو مرمۍ په نښه نه بلکه پر کیڼ یا ښي دیوال مښلي. داسې
ښکاري چې ښاغلی لبیب له پوځي اصطلاحاتو سره آشنایي نه لري. ښاغلي لبیب ته به ښه دا
وه چې د حربي پوهنتون روزنیزو یادښتونو ته یې مخه کړې وای او یا له داسې یوه افسر
ته ورغلی وای چې په تکتیک پوهیده او له هغه یې پوښتي وای چې جناحي اور څه دﺉ، چیرې
او په کومې موخې تر سره کیږي او له هغه وروسته به یې په خپلو یادښت لیکنو کې ځای پر
ځای کړې ول.
ددغې سکالو د ژورې سپړنې لپاره د ښاغلو لوستونکو پام یو ځل بیا د نوموړو ۷ یادښت
لیکونو غټو ټکیو ته را اړوم چې په پاخه گومان یو بل غندي او نه یوبل ته ورته والی
لري:
(۱) ښاغلو لیکوالانو د پیغام په اړه زما له خولې په تور لگونې داسې راوړي دي:
- مقاومت گټه نه لري. تسلیم سه.
- تاسو د پوځي شوری په امر ځان تسلیم کړﺉ.
- د مرکزي کمیټې د فرمان پر بنسټ تاسو محکوم یاست او ځان تسلیم کړﺉ.
- له دې چې واکمني د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلې ، تاسو تسلیم
شـﺊ.
- له دې چې واکمني د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلې ته دنده لرې چې
تسلیم شـﺊ.
- د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې په امر، خپله وسله پر ځمکه
کښیږدﺉ او تسلیم شـﺊ.
- یا دا چې سردار محمد خان له ما پوښتي چې :" څه خبره ده؟" او ما په ځواب کې ورته
ویلي وي : " صاحبه! خبره له خبرې تیره ده ، تسلیم سـﺊ. ... انقلابي شوری او وسله
وال ځواک ته تسلیم شي. وسله وال ځواک ټول قطعات تصفیه کړي او یوازې تاسو یاست چې
مقاومت کوﺉ."
(۲) ما ویلي چې ولسمشر د ویل شوي پيغام په ځواب کې هېڅ ونه ویل ، مگر ښاغلي
لېکوالان پرما تور لگوي او زما له خولې د ولسمشرد ځواب په اړه گډې وډې جملې راوړي:
- زه به هېڅکله تسلیم نه سم.
- کمونیستانو ته نه تسلیمږم.
- خپل سر مشر راولیږﺉ چې له ما سره خبرې وکړي.
- کمونیستانو او د هغوی چوپړیانو ته نه تسلیمیږم.
- زما په قاموس کې تسلیمي نسته. پرته له خدایه بل چاته نه تسلیمیږم.
- پرته له خدایه بل چاته نه تسلیمیږم او تر وروستنۍ مرمۍ جگړې ته چمتو یم
له دې څرگندیږي چې د پیغام تر نامه لاندې یو له بل سره توپیر لرونکي متنونه او د
ولسمشر د ځواب تر نامه لاندې توپیر لرونکي متنونه په تور لگونې زما له خولې تر سره
شوي دي. اوس دې ښاغلي لوستونکي دې ته پاملرنه وکړي چې یوه ځانگړې خبره په څه ډول په
بیلا بیلو او په گڼو ډولونو راوړل شوې ده.
څرگنده ده چې ما په خپله دا خبرې نه دې کړي خو یو شمیر لیکوالان په ناپازواله توگه
یوازې ددې لپاره چې د چا خبره خپلې لېکنې یې په زړه پورې کړې وي ، هنریاله خیالي
انځورگریو ته یې مخه کړې او د اټکلونو، انگیرنو او گومان وهلو پربنسټ لیکنې کوي او
خلکو ته یې وړاندې کوي.
زه ددوی ټولو د خبرو په نه غندلو غواړم څرگنده کړم چې د یو شمیر ښاغلو لیکوالانو په
کتابو کې ، لکه ښاغلي دستگیر پنجشیري په خپل کتاب "ظهــور و
زوال حـزب دمـوکـراتيک خلــق افغانسـتان" ، ښاغلي سلطانعلي کشتمند په خپل
کتاب "يادداشـتهـاي سـياسـي ورويدادهـاي تاريخــي" ،
هارون په خپل کتاب "داؤود خان د کي جي بي په لومـو کې"
او محمد اقبال وزیري په خپل کتاب " د ثور پاڅون، د
کـا جي بي دسـيسـي او شـوروي يرغل" ، راوړل شوې خبرې په څه نا څه ډول رښتیا
ته نیږدې دي.
ټول لیکوالان لیکي چې د پوځي شوری د پيغام وړونکی زه وم، ټول وایي چې ولسمشر د
همدغه پيغام په اوریدلو خپلې ټولې مرمۍ پر امام الدین ور تشې کړې، ځینې یې لا
زیاتوي چې " امام الدین ټپي شو ، خو ونه وژل شو."
هو. د پیغام له ویلو سره سم په ما ډزې وشوې او زما اوږه او مفصل له منځه ولاړل. د
روغتون د ډاکټرانو په وینا زما د اوږې مفصل شپاړلس ټوټې شوی وو. همدا اوس هم وروسته
له دیرشو کالو زما لاس یوازې کولای شي دیرش په سلو کې کار وکړي.
له بلې خوا زه په هغه وخت کې د مخابرې یو افسر او دنده مې د اړیکو ټینگول ول. ما
هېڅ اړتیا نه درلودله چې د یوه سر تیري په توگه له ځان سره کلاشنیکوف وگرځوم. لکه
ځنگه چې مخکې مې وویل له دې چې ما پیغام رساوه ما ته امر شوی وو چې په تش لاس له
وسلې پرته ولاړ شم او بیا په تکرار ټینگار کوم چې کلاشنیکوف د یوه افسر وسله نه وه
چې هغه دې ما له ځان سره اخیستي وي. ان که هماغسې هم وه ما نه شوای کولای په ټپي
حالت کې هغه پورته کړم او ورڅخه کار واخلم. بشپړ ډاډلرم چې که ښاغلي لیکوالان زما
پر ځای وای نه یې شوای کولای دغسې یوه کړنه تر سره کړي.
سـياه ســنگ: فرهاد لبیب د ۲۰۰۸ زکال د اگست د مېاشتې د اتلسمې نېټې د تلفوني خبرو
په پای کې زیاتوي: امام الدین نه یوازې زما تر مخ بلکه په څو څو ځله په څوځایونوکې
د ډیرو کسانو ترمخ د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژنې تور هم په نیغ په نیغه
اوهم په غیر مستقیم ډول په ځان تړلی دﺉ. امام الدین په لومړیو شپو ورځو کې دغه پیښه
د خپل د ژوند او اتلوالۍ ستره نخښه بلله. خو که زه په سړه سینه او په ناپـیـیلي
توگه خپل شخصي نظر ووایم ، زه گومان کوم چې تر پرونه پورې امام الدین د داؤود خان
او د هغه د کورنۍ د وژنې تور په ځان لگاوه خو نن له هماغه په خپل لاس جوړ شوي او په
ځان لگول شوي تور پښیمانه دﺉ او له هغه ویره لري.
امام الدین د یوه ټپي کوماندو په ټوگه ناببره د مرگ له لومو ژوندی راووت او د خپل
خونړي مأموریت د پای په وروستیو شېبو کې یې داؤود خان هم په رڼو سترگو ولید. زه
گومان کوم
چې هغه د یوې ډیرې ساده خو له هوښیارۍ ډکې انگیرنې په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلې وو
چې : که په ټـټر، مټ او اوږه کې ټپونو ته په نغوتې چې د ولسمشر د ویشتل شویو گولیود
لگیدلو له امله رامنځته شوي او ووایم چې سردار داؤود مې په خپلو لاسونو وواژه ، نو
د ژوند ترپایه به اتل او د گوند او دولت د سترگو تور واوسم.
لکه څنگه چې د کودتا په لومړیو شپو ورځو کې ټول په یاد لري د چا خبره د امام الدین
د نیکمرغۍ غوټۍ وغوړېدلې ، ځکه امام الدین پر ځان د یوه ډیر لوی او خطرناک تور په
منلو په رښتیا وکولای شول هماغه بریالیتوب او دریځ ته چې په خپل ذهن او خیال کې را
سپړلې وو ، ورسیږي. اوس چې د هماغه پخواني " انقلابي" ځوښ اوهلهلو تودوالی سوړ شوی
او د بشري حقونو د پښو لاندې کوونکو په ځانگړې توگه د وژونکو په ډله کې د هغه د
قانوني نیولو او د حقوقي بنسټونو او د نړیوالو پولیسو له پلوه د هغه د محکمه کېدلو
خبره په ټوله نړې کې رامنځته شوې ، امام الدین په ډیر پيښمانۍ اوس وایي چې :
ما داؤود خان نه دﺉ وژلی.
زما په اند امام الدین اوس په رښتیا ویلو پيل کړی دﺉ. یو څوک چې له اوږو او مټ هغه
هم له یوه نیږدې واټن څخه په مرمۍ ټپي شوی وي ، څنگه به وکولای شي یو کلاشنیکوف
ماشین گنه را پورته ، په ځیر نخښه ونیسي او جناحي اور دې تر سره کړي؟
امـام الدين: د هغه کار په وړاندې چې ښاغلی لیکوال یې
د خپلو انگیرنو په انځور کې را وړاندې کوي ما کوم گوندي یا دولتي دریځ نه دﺉ تر
لاسه کړﺉ. د پاڅون له بریالیتوب وروسته نه مې د کوم وزارت مرستیالۍ ، نه مې د کوم
وزارت د وزیرتابه ، نه د انقلابي شوری او نه مې د مرکزي کمیټې د غړیتوب دریځ تر
لاسه کړی چې د خپلو هملیکو ملگرو په منځ کې مې ورڅخه ځانته یو ځانگړې دریځ راکاږلی
وي.
د پاڅون له بریالیتوبه اووه مېاشتې وروسته د کنډک د بولندوی په توگه وټاکل شوم
وروسته له یوې لنډې مودې د روغتیایي ستونزو له کبله یوې غیر محاربې قطعې ته و لیږل
شوم او په دغو پـُستونو کې مې دنده تر سره کړه : د چهارآسیاب د روزنیز مرکز، د
احتیاط او پیژنتون د آمر په توگه ، د اتمې فرقې د ښوونې او روزنې د آمر په توگه ، د
اپراسیون د ریاست د دویم مرستیال ،د اپراسیون د رﺋـیس او د پوځ د ښوونې او روزنې د
رﺋـیس په توگه.
د څوارلسو کالو په اوږدو کې په سر ښندنې ، هلو ځلو او د درندو دندو د پیټو په پورته
کولو سره سره زما پرمختگ سوکه سوکه وو. د اړتیا او وخت د غوښتنو پربنسټ د پوځ د
قطعو او جزوتامونو د مرستې لپاره گڼ شمیر ولایتونو ته تللی یم. د پوځ د افسرانو او
بریدگیو د ښوونې او روزنې ، د سرتیرو د ښوونې او روزنې او د قطعو د محاربوي
احضاراتو د پياوړتیا په چارو کې، له تکتیکي نورمونو سره سم د مدافعی د سیستم په را
منځته کولو کې، د ترهگریزو کړو وړو او پر استوگنو سیمو باندې د درندو وسلو د اور د
مخنیوي په لاره کې د پوځ د نورو هیواد پالو بولندویانو ترڅنگ گام په گام پرمخ تللی
یم.
سره له دې چې د پوځي پوهو پوهاند او ارکان حرب وم، زما لسگونو هملیکو ملگرو زما په
پرتله په گوند او دولت کې لوړ دریځونه درلودل. هغه څه مې چې تر لاسه کړﺉ زما د
کارپوهنې او ورهڼې له پایلو څخه وې نه دا چې د گوندي او دولتې لوړ پوړو چار واکو له
پلوه راته کوم ځانگړی امتیاز راکړل شوی وي.
غواړم زیاته کړم چې هېڅکله زه په دې نه یم تورن شوی یم چې گڼې ما دې ویاړ کړی وي.
که ویاړمې هم کړی وي یوازې دومره ول چې د مخابرې د یوه خبر رسوونکي په توگه مې د
پوځي شوری پيغام ولسمشر ته رسولی دﺉ. ولسمشرته مې له درنښت ډک دودیز پوځي سلام
وروسته ویلي : " منلیه ولسمشره! واکمني د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته
لیږدېدلې ، تاسو تسلیم سـﺊ." هغه خپل ځواب ماته په مرمۍ راکړ چې سخت ټپي شوم.
زما د ویاړ او نومیالیتوب لامل زما ټپي کېدل ول او هغه هم د پاڅون په لومړۍ ورځ په
هغو مرمیو چې د هاغه وخت د ولسمشر له پلوه ویشتل شوې وې ، نه دا چې ما دې پرهغوی
ډزې کړې وي.
سـياه سنگ: آیا ددغو خبرو اترو په پای کې نورې کومې
خبرې لرﺉ؟
امـام الدين: یو ټکی غواړم رایاد کړم چې خلکو ویل
داؤود خان په خپل چال چاچلند کې د نورو ځانگړتیاوو د لرلو ترڅنگ احساساتي سړی وو
اوډیر ژر په کوشنۍ خبره خپه کیده. ښایي د پوځي شوری د سولې د پيغام په وړاندې چې
ماته ورته په ډیر درنښت وړاندی کړ د دداؤد خان د بوږنوړي غبرگون لامل ، د هغه د
احساساتو غلبه وي ، که نه په ټولیز ډول سیاستوال او ستر واکمنان هېڅکله وسلې ته لاس
نه ور وړي او د سولې غږ ته د وسلې په سره اور ځواب نه ورکوي.
ان د سردار داؤود د کورنۍ غړي او ور سره بدرگه ملگري یې د هغه پيام په وړاندې چې ما
ور ووړ، د سردار داؤود د بوږنوړي غبرگون پلویان نه ول. هغه د پوځي شوری د پیغام په
وړاندې په قهر کیږي او وسله را پورته کوي او غواړي زموږ خوا ته ډزې وکړي. په هماغه
شېبه کې د هغه له کورنۍ څخه یو نجلې را پورته کیږي د هغه لاس نیسي چې د تاوتریخوالي
مخه ونیسي ؛ خو نجلۍ د داؤود خان د تومانچۍ د مرۍ له امله ټپي کیږي او پرځمکه لویږي.
دا په خپله دهغې رښتیا څرگندونه کوي چې له هغه سره زموږ چال چلند له تاوتریخوالي ډک
نه وو ، موږ یوازې د هغه پیغام وړونکي وو چې د پوځي شوری د پریکړې پر بنسټ یې د هغه
د سوله ییزې تسلیمېدنې غوښتنه کوله.
کاشکې داؤود خان د مرمۍ د ویشتلو پرځای یوه خبره کړې وای چې هغه مې اړوندو چارواکو
ته رسولې وای او د انسانې انگیرنې له اډانې وتلې دداسې یوې خونړې پیښې د رامنځته
کیدلو مخه نیول شوی وای.
لکه څنگه چې ما مخکی وویل، کله چې د گلخانې له ماڼۍ وتلم د کوماندو د قطعې پاتې
پرسونل زما راتلو ته سترگې په لاره ول زه یې ټپي او په وینو کې لیت پیت ولېدلم.
ښایي دغسې یوه حالت ددې لامل شوی وي چې پاتې پرسونل په ډله ییزه توگه او په خپل سر
ناڅاپي برید کړی وي.
زه ورځپاڼه لیکونکی نه یم ، خو ماته په زباد رسیدلې چې یو شمیر لیکوالان د خپلو
لوستونکو د شمیرې د زیاتوالي لپاره د مطالبو په وړاندې کولو کې له ډوزو (مبالغو)
اوپر حقیقت د سیوري د غوړولو له لارې ډنډورې د واقعیت په توگه خپروي.
هر هغه څه چې ما په سترگو لیدلي ول پرته له زیادښت او کمښته د کابل ناتهـ ددرندې
ویب پاڼې ښاغلو لوستونکو ته مې وړاندې کړل او ورمنډ (قضاوت) ولس ته سپارم.
له تاسو د هیواد د یوې مهمې پیښې په اړه د واقعیتونو د چاڼ کولو په اړه ستاسو له
ټولگې څخه منندوی یم چې زما خبرې په ورین تندي پرته له زیادښت او کمښته خپروﺉ. تاسو
ته د ډیر صبر او حوصلې غوښتنه کوم او هیله مند یم چې د بې بنسټو ډنډورو پر ځای
رښتوني واقعیتونه د هیواد تأریخ ته وړاندې کړﺉ.
همدغه واقعیتونه به وي چې زموږ د ربړېدلي او جگړو ځپلې پرگنو په منځ کې د پوهاوي
لاره پرانیزي ، د ولس د ټپونو درملنه به وکړي او توی شوې وېنې به پرې وینځي. دا ټول
به ددې لامل شي چې زموږ د ټاټوبي پرگنې به د بشري ټولنو د پرمختگ په لاره کې په سر
لوړۍ او ویاړ و درومي.
[][]
نوربیا