مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (لسمه برخه )


لسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] دلته وګورئ. . .

دا څه ډول امر دی چې ماته یې راکوﺉ؟
فرهاد لبېب د " پرافغانستان د روس د تیري په اړه څو ماتې کرښې/ چـند سـطــــر شـکسـته در باره تجــاوز روس در افـغـانســــتان" د کتاب (دلیتو چاپ نوی ډیلی/هند، ۱۹۸۱زکال) په ۶۹، ۷۰ او ۷۱ پاڼوکې لیکلي دي:

" د افغانستان د خلق د ډیموکراتېک گوند د سرمشرۍ ډله (له حفیظ الله امېن پرته) ټوله په زندان کې او نیاو " محکمې" ته سترگې لاره وه او د دیارلس سوه اووه پینځوسم لمرېز کال د غوایي د مېاشتې په اوومې [د ۱۹۷۸زکال د اپریل ۲۸] داؤود خان د وزیرانو غونډه را وبلله چې د روانو سکالو په تړاو اړېنې پرېکړې وکړي.
د روانې غونډې په ترڅ کې د غرمې د یو لسو بجو په شا و خوا کې د شوبلې لومړني مردکي د ولسمشرۍ ماڼۍ را و لړځوله. داؤود خان په لومړۍ شېبه کې پوه شو؛ ځکه چې د غوایي د مېاشتې د سهار له پېله یې د څارگري یا استخباراتې ادارې له لارې [د افغانستان د خلق دیموکرایتک ] گوند دغړو له پلوه د قوای مرکزدعملي خوځښتونوپه اړه گزارشونه اورېدلي ول. له همدې امله امر یې ورکړ چې دوه موټره دې ورته په بېړه برابر کړي.

کله چې موټرونه راورسیدل یو یې د کورنۍ د غړو د راوړلولپاره چې له ارگه دباندې په ښوونځیو کې ول ولیږه او په پام کې یې ول چې په دویم موټر کې قوای مرکز ته ولاړ شي او د هغه ځای نیغ په نېغه بولنده په لاس کې را واخلي.

د دوه اړخیزه اورپه را تــَودېدا او د ولسمشرله پریکړې سره جوخت چې له ارگه درا وتلو په وخت کې وو د هغه ناوې او لمسیان ترې راتاو اوپه چیغو او بوغارو یې وویل: " بابا موږ یوازې مه پرېږده." کله چې ولسمشر د خپلې کورنۍ د غړو بوغارې او زارۍ ولېدلې نو له خپلې پریکړې څخه لاس پر سر شو.

د دوه اړخیزه اور لړۍ شېبه پر شېبه را ډېرېدله. د مخابراتو او راډیو دستگاوې د روس پلوو پوځي گوندي غړو لاس ته ورغلې او له ارگ سره د ټول چاپیریال اړېکه پریک شوه او یا یې څار د گوند د غړو لاس ته ورپریوت.

پرارگ له یرغل څخه یو یا دوساعته نه ول تیرشوي چې د ولسمشر د کورنۍ غړي تر هغه را تاو شول او وړاندېز یې وکړ چې خپل ځانونه دې (ارگ ته نیږدې) د فرانسې سفارت ته وسپاري. هغوی گومان کاوه چې ښایي په دې توگه به ځانونه له پیښې څخه روغ رمټ راوباسي.
دغه وړاندېز پر داؤود خان چې ټول ژوند یې په سرلوړۍ او پرتم تیر کړی وو د یوه ډیر دروند گوزار په توگه را پریوت او خورا زیات پرغزناک او په قهر شو او په داسې حال کې چې غاښونه یې یو پر بل ټینگ نیولي ول هغوی ته یې په چیچلي غږ ځواب ورکړ: " نه تسلمیږم."
د ورځې رڼا خپل ځای کرار کرار د تور ماښام خړې تیارې ته ورسپاره. د الوتکوبمباریو سور قیامت جوړ کړی وو ځکه د روس لاررویانو هڅه کوله چې د شپې د تیارې له رسېدنې مخکې د داؤود خان او د هغه ددولت د کار لمنه ور ټوله کړي.
د شوروي د څارگرې ادارې پټ پولیس په دې بریالي شوي ول چې په افغانستان کې په ټولو پوځي لښکرکوټونو، ددولت په څارگرو څانگو او ددولت په بنسټیزو برخو کې خپل غړي ځای پرځای کړي. د ولسمشرې ماڼۍ په ځانگړې توگه د ولسمشرۍ د ماڼۍ د ساتونکي ځواک لېکې هم له دغې دروهې " دسیسې" څخه خوندي پاتې نه شوې. د زباد لپاره کولای شو د لاندینیو کسانو نومونه راواخلو:

1) عـبـدالحــق عـلــومـي د گـارد کشف او استخباراتو آمر
2) عــــزيز حســاس د گارد د تشــــريفاتو د ټولي بولندوی
3) ســـيد جانخان جـگـــړن د گارد د اوپراســــيون مرستیال
4) لـمـړی بريدمــن جـمـعه خــان هــراتی د گارد مخابرې مرستیال
5) آقا مـحـمـد خان قـندهــاری د گارد د مخابرې آمر
6) اســـدالله پيمان (امـام الــدين دغه نوم د " ارتباطي غړي" په توگه یاداوه.)

د کودتا په ترڅ کې نوموړو کسانو د ارگ د مخابرو د ځالگیو په فلج کولو او له بهر سره د اړیکو د پریکولو او بل لوري ته د ولسمشرۍ د ماڼۍ په اړه د حساسو ځایونو او ټیکود گزارش په ورکولوسر بیره په خپلو وسلو او له را پورته شوې گډوډې څخه په گټې اخیستنې د داؤود خان تر ټولو زړور بولندویانو او افسران د شپي په تیاره کې د شا له پلوه تر اور لاندې ونیول او هغوی یې په شهادت ورسول.
دلته کولای شو د داؤود خان د زامنو له وژل کېدلو څخه د خالد نوم را واخلو. کله چې هغه د نېمې شپې په ترڅ کې غوښتل د گلخانې له ماڼۍ څخه را ووځي، له یوه ناڅرگنده ځایه پرې ډزې کیږي او نوموړی په شهادت رسیږي. په همدې توگه د داؤود پاتې ټول جنگیالي د روس د همدغوځای پرځای کړل شویو چوپړمارو او مزدورانو په لاس یو په بل پسې یو په یو په ارگ کې دننه ووژل شول.

کله چې پرناورین ځپلي کابل خونړی سورکی شفق را وغوړېد او پرارگ د الوتکو ډله ییزو یرغلونو زور واخیست ، د گارد سرتیرو او بولندویانو د داؤود خان د ځانگړې لارښوونې پر بنسټ چې کار یې له کاره تیرشوی بللی وو د سپینو بیرغونو په را پورته کولو خپله تسلیمي اعلان کړه.

د داؤود د ولسمشرۍ د ماڼۍ د گارد د آپراسیون آمر جگتورن فضل الرحمن تاجیارپه ناروې کې خپرېدونکې د " مجاهدولس" په جریدې [گڼه؟/ورځ؟/مېاشت؟/ کال؟]کې د گارد تسلیمۍ سکالو داسې راغبرگه کړې ده:
" کله چې د وروستي ځل لپاره د گلخانې ماڼۍ ته ورغلم او غوښتل مې د گارد له بولندوی صاحب جان څخه لارښوونه تر لاسه کړم، ناڅاپه مې ولسمشرصاحب ولېد. په همدغه ترڅ کې د مالیې وزیر زما څنگ ته راغی او مالومات یې وغوښتل. هغه ته مې وویل:" اکربکر د تیر وخت په شان دی."
ولسمشرصاحب (سردار محمدداؤود) ماته را نیږدې شو او دا سې یې وویل: " زویه! ځوان یې، ولاړ سه، ځان دې وسپاره. ما خپله پریکړه کړې ده. په همدغې شېبې کې صاحب جان (د گارد بولندوی) هم راته وویل: " ولسمشر صاحب خپله پریکړه کړې ده. ولاړ سی لښکرکوټ له وسلو تش کړﺉ او خپل ځانونه وسپارﺉ."

" ومې ویل دا څه ډول امر دی چې ماته یې راکوﺉ." د گارد بولندوی صاحب جان وویل: " په خپله د ښاغلي ولسمشر ځانگړې لارښوونه ده. ولاړ سی او تر سره یې کړﺉ."
د پوځي درناوۍ له ترسره کولو وروسته د گلخانې له ماڼۍ راووتلم. د غوایي د مېاشتې د اتمې نېټې د شنه سهار په شاو خواکې [ د ۱۹۷۸زکال د اپریل د مېاشتې ۲۹] د گارد قطعه مې د [ټول سی] ډگر ته راوبلله او سرتیرو ته مې د ولسمشر لارښوونه اعلان کړه."

په هغو شېبو کې چې الوتکو د ولسمشرۍ ماڼۍ په ټینگه بمباردوله او د خواجه رواش د پوځي هوایي ډگر چورلکو داؤود خان ته د تسلېمېدلو اخطارونه ورکول د گارد د تسلیمۍ د پریکړې په ترڅ کې داؤود خان د روس د لارروي گوند د ارتباطي غړي له لارې د گوند له غړو سره اړیکه ټېنگه کړله او له قادر او اسلم وطنجار سره یې د لېدلو غوښتنه وکړه. ښایي نوموړي غوښتل هغوی ته کوم راز ووایي، ښایي بله پریکړه یې درلودله؛ خو د شوروي د سفارت د پټو پولیسو غړیو هغه ته دا شېبه په لاس ور نه کړه."

وژلی مې دی، خو نه مې دی وژلی....
(پرافغانستان د روس د تیري په اړه د څو ماتو کرښو/ چـنـد سـطــر شـکســته در باره تجــاوز روس در افـغـانســتان) د کتاب لېکوال فرهاد لبېب د ۲۰۰۸ زکال د اگست پر اتلسمې ومنله او لاندینیو پوښتنو ته یې ځواب ورکړ:

سیاه سنگ: میر محمد صدیق فرهنگ په ( افغانستان په وروستیو پینځو پیړیو کې/ افغانستان در پنج قرن اخیر) کې په ۸۶۷ پاڼه کې لیکلي دي : ف . لبېب د شوبلې د بولندوی امام الدین له خولې د پیښې لړۍ داسې وایي چې نوموړي د پوځ د څلورسوه بستریز روغتون په خونه کې خپلو دوستانو ته ویلې وه....."

له پورتني پاراگرافه سمه خبره نه راڅرگندیږي چې امام الدین د محمد داؤود او د هغوی د کورنۍ د وژلو څرنگوالی ستاسو تر مخه خپلو دوستانو ته په څه ډول ویلی او یا د هغه له دوستانو څخه کوم یو تاسو ته په څه ډول ویلي دي. آیا کولای شی له همدغه ځایه یې راپیل کړﺉ؟

لبېب: د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریزکال د غوایي د مېاشتې په دیارلسمه د چارشنبې یا پنجشبې په ورځ [ د ۱۹۷۸زکال د مې د مېاشتې په څلورمې] د یوه کار د ترسره کولو لپاره د پوځ د څلور سوه بستریز روغتون په لور وخوځېدم. د روغتون په دالان کې له خپل یوه دوست سره چې د طب ډاکټر دی مخامخ شوم. هغه له ستړي مه سي او روغبړ وروسته د خپلو نورو خبرو په ترڅ کې یې راته وویل: " راځه چې درته دوه " مهم" کسان در وښییم. ښایي ددغو دواړو لېدنه ستا په درد ولگیږي. هغوی همدلته بسترشوي دي.

سیاه سنگ: په هغو شپوورځو کې تا سو چیرې او څه کار کاوه؟
لبیب: په هوايي ځواکونو کې د " هوایي" مجلې د چاپ پازوال او د تخنیکي اکمالاتو ښوونه او تدریس مې کاوه. د پیلوټې رشته مې په پخواني شوروي اتحاد کې زده کړې ده.
سیاه سنگ: هغه " دوه مهمه کسان" څوک ول؟
لبېب: لومړی یې خان عبدالغفار خان او دویم یې امام الدین وو.
سیاه سنگ: کولای شی له امام الدین سره د کتنې په اړه خپل د سترگو لیدلی حال ووایاست؟
لبېب: امام الدین مې له پخوا وختونو پیژانده. که څه هم هغه له ما دوه دورې مخکې وو خویو وخت مو په یوه کورس کې درس لوست او ټولگیوال وو. کله چې خونې ته ورننوتلم ومې لېدل چې دواړه اوږې او د ښي لاس مټ یې په پلاستر کې را تا شوې وې.
امام الدین د بستر پرمخ اوږد غځېدلی وو. ډیر کسان د هغه پوښتنې ته راتلل. له هغې ډلې څخه څو تنو کسانو د داؤود د وژنې د څرنگوالي په اړه پوښتنې کولې. هغه داسې وویل:
زما زغروه واله شوبله د ولسمشرۍ د ماڼۍ د دروازې مخته د تیارسی په حال کې ولاړه وه. د غوایي د مېاشتې د اتمې نېټې په سهار [د ۱۹۷۸زکال د اپریل د ۲۹] د گارد قطعاتو د سپین بیرغ په پورته کولو خپله تسلیمي اعلان کړه. په همدغې شېبې کې ماته امر وشو چې داؤود ونیسم.

داؤود خان لا مخکې له موږ سره اړیکه ټېنگه کړې وه او غوښتې یې ول چې د کودتا له مشرانو سره خبرې وکړي. [د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند] مرکزي کمېټې د هغه غوښتنه منلې وه. هغوی غوښتل قادر او اسلم وطنجار داؤود ته د لېدلو لپاره ورولیږي.

له همدې سره جوخت یو ځل بیا راته امر وشو چې داؤود خان ونیسم. د زغره والې شوبلې له چلوونکو او صاحبمنصبانو څخه مې ولېدل چې څوک ارگ ته د ننوتلو زړه نه ښه کوي. لنډه دا چې ما یو چلوونکی پیژانده او هغه چمتو شو چې زما زغروه واله شوبله ارگ ته دننه بوزي. نور څلورتنه پوځیانه هم را سره هملاري شول.

کله چې ارگ ته ننوتلو، تر دغې شېبې پورې هم د مردکیو د اور خال خال ډزې اورېدل کېدلې. په ارگ کې لومړڼي سړي چې له موږ سره ولېدل گل اقا وو. نوموړي موږ هغې خونې ته بوتللو چې داؤود خان پکې وو.
سیاه سنگ: د " په درو ورستیو لسیزو کې پوځ او سیاست/ اردو و سیاست در سه دهه اخیر" کتاب په ۱۴۲ مه پاڼه کې چې (سترجنرال محمد نبي عظیمي) لیکلی دي هم د گارد د اپراسیون د آمر گل آقا نوم اخیستل شوی. آیا دی هماغه " گل آقا" دي؟

لبېب: د " گل آقا" اصلي نوم آقا محمد دی. امام الدین په برلاس د هغه نوم " گل آقا" واخیست او ویې ویل: زه پوهېدم چې نوموړی [آقا محمد] زموږ له کسانو څخه دی. کله چې د گل آقا [آقا محمد] په ملتیا له خپلو بدرگه کسانو سره د گلخانې ماڼۍ ته ننوتم ومې لېدل چې داؤود خان له لسو تنو کسانو د خپلې کورنۍ له غړو او ملگرو سره (له ښځمنو پرته) وسله په لاس موږ ته سترگې په لارولاړ دی. له ځان سره مې وویل چې ژوندي پاتې کېدل مې نا شوني دي.

په دغې شېبې کې گل آقا [آقا محمد] داؤود خان ته پوځي سلام وکړ او ویې ویل: د کودتا کسان غواړي له تاسو سره وگوري. داؤود خان د ټولو مخ ته ولاړ وو. ما هم له هغه وروسته پوځي سلام وکړ او په لوړ غږ مې وویل: " د خلق د ډیموکراتېک گوند د مرکزي کمیټې په امر خپله وسله پرځمکه کښیږدﺉ او تسلیم سـی. "

زما له خولې زما وروستنۍ کلمه نه وه راوتلې چې د داؤود له زامنو څخه یو تن په بیړه د شاتینۍ دروازې په لور وخوځېد. څو چې هغه ته گواښنه وکړم چې له خپله ځایه دې ونه خوځیږي، داؤود خان په داسې حال کې چې دا غونډله " جمله" یې ویله : روس او د روس مزدوارنو ته نه تسلیمسږم" زما پر لور یې اور بل کړ. په پای کې درې مردکي یویې زما زړه ته تیږدې او دوه نور یې زما پر مټ او اوږه ولگېدل.

ما د یوه جناحي اور په کولو ټول تر ضربې لاندې ونېول او ورسته له هغه له هوښه ووتم. کله چې سترگې مې خلاصې کړې، په روغتون کې وم.
سیاه سنگ: جناحي اور څه دﺉ؟
لبېب: د ضربې په ډول پرله پسې او پرته له ځنډه اور چې له یوه گوټه د یوې نېم دایرې په ریوندوالي تر سره کیږي.
سیاه سنگ: هغو خبرو ته په کتنې چې تاسو د امام الدین له خولې اورېدلې کولای شی ووایاست چې نوموړي د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ په وژنې کې څه ونډه لوبولې ده؟

لبېب: امام الدین نه یوازې ماته بلکه په څو څو ځله یې په څوځاینو کې د ډیرو کسانو تر مخې د محمد داؤود او د هغه د کورنې د وژلو پړه هم نیغ په نیغه او هم په غیر مستقیم ډول په ځان پورې تړلې ده. خو که په ورین او ساړه تندي او په بې پرې ډول خپله اند توگه او نظر ووایم گومان کوم امام الدین چې پرون د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژلو پړه او تور یې په غاړه را اخیست نن له دغه په بر لاس جوړ شوي تور او پړې څخه په ټینگه پښېمانه دی.

سیاه سنگ: ستاسو له انده، محمد داؤود او کورنۍ یې د امام الدین په لاس وژل شوې؟ آیا همدا جاج اخیستنه سمه ده؟
لبېب: د غوایي د کودتا مخکښو مشرانو ته د داؤود خان وژنه د افغانستان په سیاسي تأریخ کې تر ټولوپیاوړی بریالی گام بلل کېده. دغه نه بخښونکی جنایت په بېړه او د سترگو په رپ کې تر سره شو او د چا په وینا د دغسې" د سرو زرو" د بخت پچه د کماندو د بولندوی امام الدین په نامه چې د داؤود خان د برخلېک د ټاکلو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلې وو، را وختله.

امام الدین د ټپي کماندو د بولندوي په ونډه کې چې ناببره د مرگ له لومې ژوندی راوتلی وو او د خپلې ورسپارل شوې خونړۍ دندې په وروستیو شېبو کې یې د دواؤود مرگ په خپلو سترگو ولېد، گومان کوم نوموړی د یوې له هوښیارې ډکې محاسبې په شمیرنې دې پایلې ته ورسید چې: که په خپل ټټر او مټ د ولسمشر د مردکو نښو ته نغوته وکړم او ووایم چې گڼې ما سردار داؤود په خپلو لاسونو وژلی دی نو څو چې ژوندی یم د گوند اتل او د دولت د سترگو تور به اوسم.

ټول پوهیږي او ټول په یاد لري چې د کودتا په لومړیو شپو ورځو کې د چا وینا د امام الدین د بخت غوټۍ وغوړېدلې، ځکه هغه پر خپل ځان ددغسې یوه ستر او له خطره ډک تور په منلو په رښتیا وکولای شول هغه دریځ او څوکۍ چې ده په خپلې ککرې کې په پام کې نیولي ول ورسیږي. اوس چې پخوانی " انقلابي" شور ، زوږ او خروښ له خوټېدلو پاتې دی او د بشري حقونو د نقض کوونکو په ځانگړې توگه دهغو کسانو نیونه چې وژنې یې کړې دي او د قانوني څار خبره راپورته شوې او د نړیوالو پولیسو او د نړیوالو حقونو د بنسټونو له پلوه د هغوی د محاکمې خبره رامنځ ته شوې امام الدین په ډیرې پښېمانۍ وایي: ما داؤود خان او د هغه کورنۍ نه ده وژلې.

زما په اند امام الدین اوس رښتیا وایي : څنگه به شوني وي چې یو څوک دې په اوږو او مټ او هغه هم له نیږدې واټنه ټپي شي بیا دې کلاشنیکوف ماشینداررا واخلي ، په ځیر نښه دې ونیسي او جناحي اور دې تر سره کړي؟
البته یو بل ټکی د پام او سپړلو وړ دی: د امام الدین د وینا پر بنسټ، په لومړیو کې څوک نه حاضرېدل چې له ده سره دې ارگ ته ننوځي. له هغه وروسته د پینځو تنو په گډون ارگ ته ننوځي، د زغروه والې شوبلې چلوونکي څوک ول، له کوم ځایه راغلل چې دده په لارښوونې ارگ ته ور ننوتل او ان د داؤود خان د څو مېاشتني لسمي له وژلو څخه یې هم ډه ډه ونه کړه؟
[][]
په راتلونکو گڼو کې به لاندینې سکالو ولولی:
۱. د فرهاد لبېب د یادښت لېکونو د لړۍ راسپړل
۲. د نجیب الله داوري څو خبرې
۳.آیا د غوایي د اوومې په کودتا کې شوروي اتحاد لاس درلود؟ (محمد نبي عظېمي)
۴. یش، د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې له اوومې مخکې د محمد داؤود د وژلو لپاره نقشې کښلې وې. د کومو کسانو د پښو او لاسونو د خاپ نښې په دغې نقشې کې لېدل کېږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery