شپږمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] دلته وګورئ. . .
بخښنه اویادونه!
درنو لوستونکو : د [پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد بهار] په څلورمۍ څپرکۍ کې
دوه ټایپي تیروتنې شوې وې . "پادشاه میر" د "پاچا میر" او"مهمند" د " مومند" په بڼه
لېکل شوي ول.
همدلته ځای پرځای له پادشاه میر او حمید مهمند او له نورو ښاغلو لوستونکو څخه بخښنه غواړم. همداراز د همدغې لېکنې په پینځمه څپرکۍ کې یوه تیر وتنه بله هم شوې وه او یادَونه یې دلته اړېنه بولم. په تیرې څپرکۍ کې " شین سهار" د " سهارني ټکنده سباوون" په بڼه راڅخه لیکل شوی وو. له نومیالي پوه ښاغلي معصوم هوتک څخه د کورودانۍ په ویلو منندوی یم چې د بریښنالېک له لارې یې زما پام دغه ټکي ته را واړاوه او په دې تړاو له لوستونکو څخه په نړۍ غاړه بخښنه غواړم.
رحمت آریا
نا ا َ نډوَله غبرگونونه
د ۲۰۰۸زکال د جولای په دویمه نېټه جنرال پادشاه میرپه افغانستان کې د "آزادۍ له
راډیو سره" د یوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د آرامځي د
ځای ځایگي په اړه څرگندونې وکړې او ویې ویل چې دغه آرامځی د کابل د ختیر په ۱۸
کیلومتريزه واټن کې د څرخي پله زندان ته نیږدې د حربي پوهنتون تر شا په سوریو او
غـَوچوړو پروت دی او هم یې د محمد موسی شفیق د وژل کېدلو له څرنگوالي یادونه وکړه.
په دې اړه ، په افغانستان کې دننه او هم له هیواده دباندې د غبرگونونو د راپاریدلو
په گډون پراخې خبرې اترې را پیل شوې. چا جنرال پادشاه میر یو رښتونی مسلمان وباله
چې د تیرو دریو لسیزو په ترڅ کې یې د سیاسي خونړیو پيښو د پټ ترینو رازونو له مخې
پوړنی را لیرې کړ.خو نورو کسانو جنرال پادشاه میر" یو درواغجن خلقی او د پرچمیانو
یو را پاروونکی دښمن" وباله او ویې ویل : د هغه خبرې یې د پیښو د سنجونې له اړخه بې
ځایه ، بې ارزښته او له درغلنې ډکې وبللې.
س.م.ن.
د۲۰۰۸زکال د جولای د مېاشتې په اته ویشتمې نېټې مې له لېکوالې پیغلې س.م.ن څخه مې
یو بریښنا لېک تر لاسه کړ او په هغه کې لولو:
د تأریخي لېکنې [د پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد بهار] په
یوې برخې کې د ښاغلي پادشاه میر خبرې چې د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال د
غوایي اوومې نېټې ته ورگرځي او [که تیر وتنه مې نه وي کړي د ۱۹۷۸زکال د اپریل د
مېاشتې وروستۍ ده]،داسې راغلي دي:
حمید مهمند: مړي څه ډول کسانو راوړل؟ لوړپوړو افسرانو یا عادي سرتیرو؟
پادشاه میر: د هغوی په سر کې مشر سړی د [کورنیو چار وزیر] نور احمد نور وو. نه
پوهیږم چې نوموړی اوس په کوم هېواد کې ژوند کوي. نور هغه وزیران ول چې نه مې پیژندل.
د هغوی یوه تن له اسلمه وپوښتل : آیا دغه سړی چې لاندې په کار بوخت دې، ملگری دی که
نه؟
حال دا چې ښاغلي نوراحمد نور د ۱۹۷۸زکال د مې له مېاشتې وروسته د هماغه کال د جون
ترمېاشتې پورې د کورنیو چارو د وزیر په توگه دنده تر سره کړې ده. په دې ډول د ښاغلي
پادشاه میرپرگڼ شمیر خبرو ډاډ نه شو کولای.
ښاغلی پادشاه میر پیژنم
د۲۰۰۸زکال د جولای د مېاشتې په دیرشمې نېټې [په وروستیو دریولسیزو کې پوځ او سیاست/
اردو وسیاست در سه دهه اخیر] د کتاب لېکوال سترجنرال نبي عظیمي، ما (سیاه سنگ) ته
یو بریښنا لېک را ولیږه او د هغه په یوې برخې کې راغلي دي:
" څه موده وړاندې مې د تل په شان ستاسو څیړنیزه لېکنه چې په هر اړخیزه ځیر جوړه شوې
ده د کابل ناتـهـ په ښکلې ویبپاڼه کې ولېدله او په ډیرې مېنې او لېوالتیا مې
ولوستله. زما موخه هماغه د پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد
بهار] لېکنه ده. په دغې لېکنې کې مو د تل په شان د رښتونو خبرو د ترلاسه کولو او
زموږ د هېواد د سرټړلو رازونو له مخې د پړوني په را لیرې کولو کې ډیرې هڅې کړې چې
هېڅوک نه شي کولای له هغو سترگو پټې کړي. ځکه د کلیدي شخصیتونو د خبرو په ترڅ کې چې
د پیښې په ورځ یې پخه ونډه درلودله داسې خبرې رابرسیره شوې چې لا تر اوسه پټې پاتې
وې.
زه دغه ښاغلی پادشاه میر پیژنم، خو نه پوهیږم چې کله د جنرالۍ دریز ته را رسیدلی دی؟
د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ په مهال یا له هغه وروسته یا د طالبانو
په وخت کې؟ په دې کې هېڅ شک او شوپیان نشته چې نوموړی د حفیظ الله امین د ډلې یو د
ډاډ وړ سړی وو، ځکه منطق هم دا وایي چې یو سړی تر هغوپورې د چا لپاره د ډاډ وړ نه
گرځي مگر دا چې د هغه د راز لرنې کچه نه وي ازمویل شوې که نه هېڅکله به له دغسې یوه
سړي څڅه د یوه اړین یا مهم کار په سر ته رسولو کې کار وا نه خیستل شي.
نه پوهیږم چې تاسو خبریاست که نه ، د برهان الدین رباني د واکمنۍ په مهال گنگوسې
خپرې شوې چې شهنواز تڼي د طالبانو د ځواکونو د ملاتړلو لپاره یو شمیر خلقي ټانک
چلوونکي هغوی ته ور وپیژندل چې طالبانو هم هغوی د ملا، آخوند ، احمد او محمود .....
په نامه په ورین تندي په خپلو لېکو کې ومنل. ښايي پادشاه میر له دغسې کسانو څخه یو
تن وي او شونې به وي چې هماغلته د جنرالۍ تر دریزه پورې را رسیدلی وي.
خو هغه څه چې زه یې دلته د ویلو وړ بولم د ښاغلي نور احمد نور په اړه ده. هغه وایي
:" د پنځنۍ 'پنجشنبې' په ورځ کودتا وشوه، په سبا کله چې ورځ پای ته ورسیدله د شپې
دولس بجې وې چې مړي یې راوړل...."
حمید مهمند پوښتي: مړي څه ډول کسانو راوړل؟ لوړپوړي افسران ول که عادي سرتیري؟
او پادشاه میر ځواب ورکوي : " د هغوی په سر کې مشر سړی د [کورنیو چار وزیر] نور
احمد نور وو."
اوس، که ښاغلی حمید مهمند ښه ځیر شوی وای نو باید پوښتنه یې کړې وای چې: د غوایي د
اوومې نېټې د کودتا په دویمې ورځ د کابینې د غړو نومونه نه وو را څرگند شوي، ته
څنگه مخکې له مخکې پوهېدلې چې نوراحمد نور د کورنیو چارو وزیر دی؟ او یا داچې نور
احمد نور یې څنگه په دې دنده گومارلی دی؟ نوموړی د پرچم د ډلې له مشرانو څخه وو او
طبیعي ده چۍ د داؤود خان د وژلو په اړه ، یاد دې ژوندی وي، د ببرک کارمل له دریز
سره همغږی وو؟
هغو کسانو چې په هماغو شپو ورځو کې د دفاع د وزارت ودانۍ ته چې وروسته د افغانستان
د خلق ډیموکراتیک د مرکزې کمېټې ودانۍ ونومول شوه ، تگ راتگ کاوه ښایي له ما سره
همغږي وي چې نوراحمد نور شپه او ورځ هلته له ببرک کارمل سره وو او نه یې شوای کولای
د یوې شېبې لپاره له هغه ځایه را ووځي، او د ارواښاد محمد داؤود خان او د هغه د
کورنۍ د جنازې د خاوروته سپارلو خبرې په هغه پورې هېڅ اړه نه درلودله او دا کار د
امین او د هغه د ډاډ وړکودتا چیانو کار وو نو
څنگه به یې دا دنده هغه ته ورسپارله؟
دا خبره مې له دې امله وکړه چې د نوراحمد نور په اړه د پادشاه میر خبرې له بنسټه
درواغ دي، اوپه رښتوني اړخ کې دا یوه دروهه یا دسیسه ده چې غواړي د پرچمیانو پښه د
داؤود خان او د هغه د کورنۍ په وژنه کې راښکیل کړي"
نور احمد نور او د کورنیو چارو وزارت
د ۲۰۰۸ زکال د جولای په یو دیرشمې نېټې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له
مشرانو څخه یو تن چې نه غواړي نوم یې په دغه لېکنه کې واخیستل شي ، وویل:" ' د
ملگري نوراحمد نور او موسی شفیق تر منځ د شخړې په تړاو' د جنرال پادشاه میر خبره له
دوه وو اړخونو له بنسټه ناسمې دي :
۱. موسی شفیق اصلأ ماشومان نه درلودل نو ځکه نه یې شي کولای ووایي چې :زه بې گناه
یم په کور کې مې سطرنجۍ اواره ده. ماشومان نه لرم."
۲. ښاغلی نور احمد نور د غوایي له اوومې اته ورځې وروسته یعنې د د یارلس سوه او
اووه پنځسوم لمریز کال د غوایي په پينځلسمې نېټې [ د ۱۹۷۸ز کال د مې د مېاشتې
پینځمه] د کورنیو چارو وزیر شو او د ۱۹۷۸زکال د جون تر پینځلسمې نېټې پورې یعنی
ترڅلویښتو ورځوپورې یې دغه دنده پرمخ یووړه. نوموړی د ۱۹۷۸زکال د جون له پینځلسمې د
جولای تر پینځمې نیټې پورې یعنې د نورو یو ویشت ورځو لپاره د بهرنیو چارو د وزیر په
توگه پاتې شواو په سبا ورځ یې [ د ۱۹۷۸زکال د جولای په شپږمې نیټې] په واشنگتن کې د
افغانستان د سفیر په توگه وټاکل شو.
بله ژمنه
که ښاغلی نور احمد نور وغواړي په دې تړاو رڼا واچوي ، خبرې به یې پرته له زیادښت او
کمښته د[پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد بهار] په راتلونکې
گڼه کې را خپرې شي.
زما د ټیلفونونو شمیرې، بریښنایي او پُسټي پته د هرې څپرکۍ په پیلیزې برخې راغلي دي.
د محمد موسا شفیق د وارثانو شمیره
د ۲۰۰۸زکال د جولای د مېاشتې په یو دیرشمې نېټې ډاکټر عبدالجمیل زلمي، د محمد موسی
شفیق زوم، د کاناډا د اونتاریو په ولایت کې د کډوالو د ادارې کارکوونکي ، ما ،
لیکوال ته د ټیلیفون له لارې وویل: له ارواښاد محمد موسی شفیق څخه همدا اوس څلور
اولادونه او شل لمسیان پاتې دي چې له خپلو کورنیوسره په پاکستان، آسترلیا، جرمني،
آمریکا او کاناډا کې ژوند کوي.
ډاکټر زلمي ما (سیاه سنگ) ته ۱۶ انځورونه رالیږلې دې چې تر اوسه نه دي خپاره شوي او
همدا شان د موسی شفیق د سیاسي ، ادبي او فرهنگي ښادنامو په اړه یو پنډ لیکنې یې
رالیږلې چې د افغانستان د تیاره پاتي شوې تأریخ د روښانولو په تړاو یې را سره بې
سارې مرسته وکړه.
ډاکټر زلمي ته د کورودانۍ په ویلو ژمنه کووم چې ډیر ژر به د ارواښاد موسی شفیق د
ژوند لېک په اړه ځانگړې لېکنه په پام کې ونیسم.
او دغسې یې وژل ....
د ۲۰۰۸زکال د جولای په دوه ویشتمه نېټه د منځنۍ ' سه شنبې' په ورځ بیا هم جنرال
پادشاه میر په افغانستان کې د " آزادۍ د راډیو" مېلمه وو. دا ځل یې د حمید مهمند او
اورېدونکو لېکونو ته ځواب ورکاوه. [مرکه په پښتوژبه وه او ژباړونکي دغه مرکه پرته
له زیادښت او کمښته له وینا والې پښتو څخه پاړسي ته را اړولې ده]
[یادونه: د همدغې لېکنې په پای کې ښاغلي لوستونکي کولای شي مرکه په غږېزه توگه
واوري او لېنک یې د پاڼې په پای کې ایښودل شوی دی او دغې خبرې ته مې هغه وخت زما
پام شو چې ما د ښاغلي سیاه سنگ د لېکنې له مخې لا وختي پښتو ته را ژباړلې وه. زما د
څیړنیز او ورځني ژوند د وخت د تنگوالي له امله نه شم کولای د هغوی ټولې خبرې کټ مټ
له غږیزې بڼې بیرته په لېکې بڼې را ولېکم. لوستونکي دې پر ما د منت په ایښودولو دغه
تشه په درنښت ومني. - رحمت آریا]
حمید مهمند: جنرال صاحب پادشاه میر! پخوا مو هم د [۲۰۰۸زکال د جولای په دویمه نېټه]
یو شمیر خبرې اترې درلودلې چې د آزادۍ د راډیو له لارې خپرې شوې. تاسو د تیرو خبرو
په ترڅ هغو رښتونو خبرو ته نغوته وکړه چې په اړه یې لا تر اوسه ډول ډول خبرې شوې وې.
اوس که مهرباني وکړﺉ د خپلې پوځي زده کړې په تړاو یو څه ووایاست، چیرې اوسیدلي یاست،
څومره موده مو کار کړی ی او کومو رُ تبو ته رسیدلي یاست؟
جنرال پاد شاه میر: بسم الله الرحمن الرحیم ! پوهیږﺉ چې زما نوم پادشاه میر دی او
جنرال یم. حربي ښوونځی مې چې په مهتاب قلعه کې وو، لوستلی دی. حربي پوهنتون ته
ولاړم. کارپوهنیزه زده کړه مې زغره واله او شوبله وه. دا دی زما د زده کړو لړۍ.
وروسته له هغه چې له حربي پوهنتونه د دویم بریدمن په رتبه را خلاص شوم د جگتورنۍ تر
رتبې مې په څلورم زغره وال ځواک کې دنده تر سره کړه. د یوې مودې لپاره خوست ته
خدمتي ولاړم. په هغه وخت کې ډگر جنرال محمد عیسی خان نورستاني هم د پکتیا د قول
اردو بولندوی او هم د پکتیا والي وو، په هغه وخت دې د دوه وو ټبرونو "سبريو" او "
کوچيو" ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه را ونښتله. په هغو کلونو کې د پکتیا قول اردو په
خپل پوځي جوړښت کې شوبلې نه درلودلې. د جگړې د غلي کولو لپاره یې سرتیري ور استول،
خو هغوی وژل کېدل ځکه چې سرتیري د دواړو خواوو د جگړو په اورونو کې راگیرېدل.
[ ډگرجنرال محمد عیسی خان نورستاني] د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له حضور څخه چې اوس د
"ملت بابا" دی یو فوق العاده فرمان تر لاسه کړ. هغه غوښتي ول چې د شوبلو یو خدمتي
ټولې دې ورته ورکړل شي. په هغه وخت کې په [ټول -ژ] افغانستان کې شوبلې نه وې، یوازې
څلورم زغره وال ځواک او بل یې پینځلسم زغره وال ځواک وو او بل یې د کندهار اوومه
لېوا وه. د خدمتي ټانکونو امر ورکړل شو او زه هم په همدغه ټولي کې د خوست پر لوررا
وخوځېدم.
لوی څښتن د سبریو او کوچیو جگړه په خیر سره پای ته ورسوله. زما د خدمت دوره پای ته
نه وه رسېدلې چې کودتا وشوه [ د دیارلس سوه دوه پینځوسم کال د چنگاښ د مېاشتې شپږ
ویشتمه/د ۱۹۷۳زکال د جولای اووه لسمه نېټه راغله] او شهید سردار محمد داؤود خان د
هیواد ولسمشر شو او زه بیرته کابل ته را وغښتل شوم.
خبره دا وه چې : هره منځنۍ ' پنجشنبه' به د پوځ په لښکرکوټونوکې وسلې پاکېدلې. یعنی
د درندو او سپکو وسلو او شوبلو خولـُـونه پاکېدل. زما تر لارښوونې لاندې به سرتیرو
د بانگس په اوږدو لرگیو د شوبلو خولونه را پاکول. زه به ولاړ وم.
په هماغو لومړیو ورځو کې چا راپور ورکړی وو چې د غه سړی [پادشاه میر] د جهموریت
دښمن او د شاهي رژیم پـَلـَوی دی. په پای کې خوست ته ماته یو لېک راورسید چې
لنډیزیې دا وو: په ۲۴ ساعتو کې دې ځان کابل ته را ورسوه.
کابل ته راغلم. له ما یې وپښتل: ته د ولسواکۍ " جهموریت" پر ضد یې؟ و مې ویل چې: نه.
زموږ د وگړو په منځ کې یو متل دی چې وایي : که پگړۍ له سره را ولویږي نو پر اوږه را
پریوزي او پر ځمکه نه را لویږي." که ظاهر شاه یې، که داؤود خان، دواړه له یوې کورنۍ
یاست. ماته او د افغانستان وگړو ته کوم توپیر نه لرﺉ. که ته اوسـﺊ، یا هغه! دواړه
له یوې کورنۍ او د یوه کور غړي یاست.
د دفاع وزارت شاه ته د پالیالۍ " هوا خواهۍ" په تور ماته داسې لارښوونه وکړه: څلورم
زغره وال ځواک ته جزايي خو د مسلک په تغیر او په ناجگړه ییز څانگه "غیرمحاربه" کې د
ساتنې او څارنې " حفظ او مراقبت" د مشر په توگه ولاړ شه. هم دې رتبه لوړه ده او هم
دې معاش
ما د څلورم زغره وال ځواک د ساتنې او څارنې " حفظ او مراقبت" د مشر په توگه دنده تر
سره کوله چې د غوایي د مېاشتې " مرداره او کرغیړنه" کودتا راغله. هغوی د شهید سردار
محمد داؤود خان پلاز"تخت" را نسکور کړ او واک ته را ورسیدل.
حمید مهمند: تاسو وویل چې په څلورم زغره وال ځواک کې د جگتورنۍ تر رتبې رسېدلې واست،
له کومې لارې جنرالۍ ته را ورسیدلـﺊ؟
جنرال پادشاه میر: ما په خپلو مخکینو خبرو اترو کې هم ویلي ول کله چې پاکستان ته
ولاړم نو د افغانستان له وگړو څخه یوه تن ان د [ جهادي تنظیمونو د مشرانو په گډون]
پاکستان ته چا هجرت نه وو کړی. هماغه لومړۍ مېاشت [ د اووه پینځوسم لمریز کال د
غوايي مېاشت/ د ۱۹۷۸زکال د مې مېاشت] مې په افغانستان کې تیره کړه. په مخکینۍ مرکه
کې مې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې. هغوی به د څلورم زغره وال ځواک له یو شمیر
افسرانو څخه چې زما ټولگیوال ول لکه اسلم وطنجار او رفیع چې وروسته وزیران شول اوهم
یې له شیر جان مزدریاره داسې پوښتنې کولې : دغه سړی [پادشاه میر] گوندي ملگری دی که
نه؟ هغوی به ځواب ورکاوه : گوندي ملگری نه دی خو ښه افسر دی. هغوی ویل: ښه والی یې
څه کوو؟ هغه کارونه چې موږ یې کوو نه باید رسوا سي. رازونه باید پټ وساتل شي. نو په
هر ډول چې کیږي دغه افسر له منځه یو سـﺊ.
کله چې ما ته دغه راپور را ورسید نو مېاشت مې تیره نه کړه او پاکستان ته ولاړم. په
هغه وخت کې پاکستان ته څوک د مهاجر په توگه نه ول راغلي. حضرت صاحب مجددي په ډنمارک
کې وو، پیر سید احمدگیلاني او مولوي محمد نبي محمدي په کابل کې ول. له افغانستانه د
مهاجر په توگه څوک نه ول راغلي. البته نور کسان لکه استاد برهان الدین رباني،
گلبدین حکمتیار او مولوي صاحب [محمد یونس] خالص د شهید داؤود خان د واکمنۍ په مهال
پاکستان ته تللي ول. دا هغه مهال دی چې عزیزالله واصفي د جلال آباد(ننگرهار) والي
وو او بیا د کرهني وزیر شو. دا چې څه پیښه رامنځته شوه نه پوهیږم. خو دومره پوهیږم
چې هغوی [ درې تنه جهادي مشران] د داؤود خان د واکمنۍ په مهال تللي ول.
کله چې پاکستان ته ولاړم نو له هغوی سره مې لېدنه کتنه وکړه اوشپې او ورځې به مو
سره یو ځای تیرولې. څو چې د کب 'حوت' [ د ۱۹۷۹زکال د فبروري] مېاشت راغله. یعنی شپږ
مېاشتېوروسته. ښه نو! د وري، غوايي ، او غبرگولي.... ، د غوایي په مېاشت کې کودتا
وشوه، زه د غبرگولي په مېاشت کې پاکستان ته ولاړم. یوازې یوه مېاشت مې په افغانستان
کې تېره کړله. له هغه وروسته د تلې په مېاشت کې [دیارلس سوه او اووه پنځوسم لمریز
کال/ ۱۹۷۸زکال] ښاغلي حضرت صاحب مجددي له ډنمارکه راغی. [ دهغه په اړه] گنگوسې خپرې
شوې چې گڼې زوړ اوسپین ږیری دی ، داسې او هسې خبرې. بیا له حاجي عبدالله جان ځدراڼ
او نعیم کوچي سره چې د توکم مشران ول د حضرت صاحب لېدلو ته ورغلو او ورڅخه مو
وپوښتل: " د څه لپاره راغلي یاست ؟ " هغه وویل: " د في سبیل الله جهاد لپاره راغلی
یم"
حمید مهمند: ستاسو جنرالي ؟
جنرال پادشاه میر: په لومړیو کې د ښاغلي حضرت صاحب سیاسي مشر وم. هغه نوی راغلی وو.
د " ولسي ژغورنې مورچل / جبهه نجات ملي" نوی را منځ ته شوی وو. زه په شمالي سیمو کې
یعنې د وزیرستان په سیمو کې د ولسي ژغورنې د مورچل ' جبهه نجات ملي' سیاسي مشر وم.
البته کله به سیاسي مشر کله پوځي مشر خو دواړه دندې زما پر غاړه وې. وروسته هماغلته
ما ته د حضرت صاحب له پلوه د جنرالۍ د رتبې فرمان راکړل شو.
کله چې په پاکستان کې د کډوالو د ټاکنو په مهال د کډوالو د استازي په ټوگه غوره شوم
کابل ته د اساسي قانون په کمیسیون کې د گډون لپاره په پولیتخنیک کې د لویي جرگې
غونډې ته راغلم او د لویې جرگې د اساسي قانون په څانگه کې وکیل شوم. دلته مې د خپلې
جنرالۍ فرمان کرزي صاحب ته ور وښود. کرزی صاحب له موږ سره د " ولسي ژغورنې مورچل /
جبهه نجات ملي" کې وو. هغه د دریو مېاشتو لپاره دولسي ژغورنې د مورچل /جبهه نجات
ملي د فرهنگي مشر په توگه کاروکړ. کرزی چې له خپلو زده کړو وروسته نوی له هندوستانه
راغلی وو، د شمالي له سیمې څخه د " خـَواني " په نامه چې خوارَکی مړ شوی وو، ځای
ناستی شو. وروسته حضرت صاحب په اسلام آباد [پاکستان] کې سیاسي دفتر جوړ کړ او له
بهرنیو مؤسسو سره یې اړېکه را ټینگه کړه.
کرزي صاحب [ په کابل کې] له ما وپوښتل : جنرال صاحب څه خبره ده؟ ورته و مې ویل:
حضرت صاحب د جنرالۍ رتبه راته راکړې. کرزي صاحب هغه فرمان تازه کړ او ددفاع وزارت
ته یې دغسې یو فرمان ولېکه: " دا ډیر مجاهد جنرال دی او زه د حضرت صاحب مجددي خپور
شوی فرمان منم. " هماغه وه چې تر ننه پورې جنرال پاتې یم.
حمید مهمند: جنرال صاحب! را ځه چې اوس بنسټیزو پوښتنو ته راوگرځو. زموږ دوستانو [ د
آزادۍ د راډیو اوریدونکو] یوه په زړه پورې پوښتنه راپورته کړېده. د دریو لسیزو په
اوږدو کې چې جهاد روان وو او ډیرې پیښې رامنځ ته شوې آیا کله مو فکر ته راغلي چې که
خدای مه کړه تاسو په کوم مورچل کې شهید شوي واست، یا په کومې بلې پېښې کې له منځه
تللي واست، د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د ډله ییز قبر په اړه پټ راز به هم له
تاسو سره یوځای له منځه تللی وای. آیا کله په دې فکر کې لویدلي یاست ؟ آیا ددغه ډله
ییز قبر په تړوا مو بل چا ته معلومات ورکړيدي؟
جنرال پادشاه میر: باالکل! له سړي سره تل دا فکر وي. په هغه شپه مې چې هغوی خاورو
ته سپارل، یوه ویرلړلې شپه وه، کودتا نوې شوې وه، ټول وگړي په ویره او اندېښنه کې
ول. د هغوی له گورونو مې د خامه سړک تر غاړې پورې خطوه را پورته کړه چې ماته زما د
خطوې اوږد والې او اندازه را څرگند ه وي. له ځان سره مې وویل که لوی څښتن داسې ورځ
راورسوي چې افغانستان را خپلواک کړې، ځکه چې له تورې شپې وروسته هرو مرو ورځ
راتلونکې ده، او دغه خدای بخښلي [ محمد داؤود او کورنۍ یې] د چا له یاده ونه وځي.
ما دوزیرستان او میرانشاه په مورچلونو کې گډون کړی او حضرت صاحب مجددي به هلته راته.
هر گوره ، کله چې پیښاور ته راغلم، او ددې لپاره چې ددغو شهیدانو د [گور د ځای
ځایگي راز] پټ پاتې نه شي ، ځکه چې سردار محمد داؤود خان یو تأریخي شخصیت وو د
ملکلیارانو له خېله ته د پيښاورDean�s Hotel یو تن د عمر ملکیار په نامه د امریکا
راډیو له غږ څخه د
پاکستان صدر ته راغلی وو او ما ورسره یوه مرکه وکړه او ور ته مې وویل: " دغه خبره
یو چیرې له ځان سره ثبت کړه، انسانان یو، مرگ له موږ لیرې نه دی. د جهاد کار دی.
ورته مې وویل: په څرخي پله کې د پولیگون د دښتې او د څلورم زغره وال ځواک ترمنځ له
خامه سړکه دومره خطوې پورته ولاړ شـﺊ، بیا کیڼې خواته را تاو شـﺊ او دومره گامونه
را پورته کړﺉ، هلته څو متره وړاندې ځمکه څو متره را وکېندﺉ بیا [ د محمد داؤود او د
هغه د کورنۍ ډله ییز گور] در موندل کیږي.
بله دا چې د حضور اعلیحضرت [ محمد ظاهرشاه] اوښی همایون شاه آصفي پيښاور ته راغلی
وو. هغه ته مې هم وویل چې ستاسود کورنۍ مړي مې په پلانۍ سېمې کې خاورې ته سپارلي دي.
انسان دی مرگ او مړینه لري. د جهاد کار دی ښایي ووژل یا شهید سم. په مرگ [ژوند؟]
اعبتار نسته نو همدغه یاددښت دې درسره وي. ته خانداني سړی یې. هغوی مې د څرخي پله
په دښته کې خاورو ته سپارلي دي.
حمید مهمند: مننه. او س به بلې موضوع ته راوگرځو. تاسو وویل چې د سردار صاحب د
کابینې غړي او سروزیر [ موسې شفیق] د [محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د غړو] له
خاوروته سپارلو اته ورځې وروسته د ډله ییز گور سرته راوستل کېدل او له هغو سره شخړه
کېدله. تاسووویل چې تاسو په خپله په هغې شخړې کې واست. تاسو څرگنده کړه چې د [افغانستان
د خلق ډیموکراتیک گوند] لوړ پوړو غړو او وزیرانو لومړی د پخوانۍ کابینې له غړو شخړه
کوله او بیا یې وژل.
تاسو په خپلې پخوانۍ مرکه کې وویل چې نور احمد نور او نور کسان مو هلته لېدلي ول.
که اوس نور احمد نور چې په اروپا کې ژوند کوي او منکره شي، د بیلگې په توگه وبه
وایي چې په هغې شپې قطعأ هلته نه وو، او د [محمد داؤود] د کابینې د غړو په وژنه کې
یې قطعأ برخه نه ده اخیستې او یا ښایي ووايي،جنرال صاحب پادشاه میر تیروتنه کړېده.
تاسو د خپلو خبرو د ثبوت لپاره څه دلایل لرﺉ او څرنگه کولای شـﺊ هغه وپیژنـﺊ؟
جنرال پادشاه میر: رښتیا خبره دا ده چې د کابینې له غړو څخه د کمونیستانو په وینا،
له ټولیگوالو مې پرته، ما نور [احمد نور] نه پیژانده. ځکه څوک چې د گوند غړی نه وي
نو نه پوهیږي چې دا څوک دی او هغه څوک دی. له هغه ځایه چې نورو ویل چې " : نور صاحب!
، نورصاحب!" او هغه یې د" نور صاحب!" په نامه یاداوه، همداسې یې " نورصاحب!" ورته
ویل. دا مې لومړې دلیل دی. سبا چې ورځ راغله، دوه ،درې ورځې دننه په [عسکري قطعې]
کې وم. له خپلو نیږدې دوستانو مې وپوښتل: [هلته] د " نور" په نامه یو سړی وو. دغه
سړی څوک وو؟ ویې ویل: هغه د لوگر دی. او اوس د کمونیستانو په کابینه کې لوړ پوړی
سړی دی.
حمید مهمند: که نوراحمد نور ووایي چې ما له موسی شفیق سره قطعأ شخړه نه ده کړی.
تاسو ددغو دواړو ترمنځ په خبرو کې څه واوریدل؟
جنرال پادشاه میر: ما دومره واورېدل چې موسی شفیق ته یې وویل: .... موسی شفیق یې له
موټره راکښته کړ. د هغه په لاس کې هتگړۍ وې او ویې ویل: ما خو کوم کار نه دی کړی،
په کور کې مې سطرنجۍ هواره ده،څه خیانت مې کړی؟"
حمید مهمند: دغه پوښتنه یې له چا وکړه؟
جنرال پادشاه میر: دغه پوښتنه یې له " نور" څخه وکړه، له " نور" څخه یې وپوښتل او
ویې ویل: " تاسو زه دلته راوړی یم، زه بې گناه یم، ما خو خپل هېواد ته خیانت نه دی
کړی. همدا اوس مې په کور کې سطرنجۍ هواره ده. تاسو کولای شـﺊ هغه وگورﺉ." همدغه سړي
وویل:" تا ستر خیانت کړی" هو همدغه سړي وویل:" تا سترخیانت کړی" [موسی شفیق ]
وپوښتل: " څه خیانت؟" هغه وویل:" تا د هلمند اوبه خرڅې کړېدي"
زه چې پوځي افسر ووم او له سیاسته خبر نه وم، نه پوهېدم چې د " هلمند اوبه" څه دي.
په دې خاطر چې جگتورني چندانې رتبه نه ده. دغه اصطلاح مې هماغلته زده کړه. او له
ځان سره یې وویل : " خه..... د هیلمند اوبه!"
[ نور احمد نور] وویل: " تا د هلمند اوبه پلورلې دي." هغه [موسی شفیق] وویل:" ته په
ولسي جرگه کې وې، اناهیتا راتبزاد وکیله وه، ببرک کارمل وکیل وو. حفیظ الله امین
وکیل وو. تاسو په ولسي جرگه کې د [هلمند اوبه] ' پاس ' کړې. زه د هغه وخت سر وزیر
وم او یوازې لاسلېک مې وکړ."
هغه همدومره وویل. له دغې خبرې وروسته د شا له لوري یو سړی چې سر یې په خولۍ پټ وو
او یوازې سترگې لېدل کېدلې، د جیپ له شا راغی " ډز ډز" اور یې وکړ او هغه یې په
شهادت ورساوه.
له هغه وروسته یې خوارَکی د عدلیې وزیر وفي الله سمعیي له موټره راکښته کړاو له هغه
سره یې شخړه را پیل کړه. هغه ته یې وویل : پرون تاسو موږ د گور ترڅنډې را رسولي وو،
نن ته په خپله د گور پرغاړې ولاړ یې.
آیا ستاسو په خپرونو کې [د آزادۍ د راډیو له اوریدونکو څخه ] تاسو ته کومې پوښتنې
را رسیدلي چې د عدلیې وزیر وفي الله سمعیي په څه ډول ووژل شو؟ او هغه د غالۍ د فرش
موضوع؟
حمید مهمند: هو! د عدلیې د وزیرپه تړاو یې هم ویلي. جنرال صاحب ! بیرته به راسو بلې
موضوع ته. تاسو چې د " نور احمد نور" نوم واخیست او ومو ویل چې په " صحنه کې موجود
وو" او " ملگرود " نورصاحب" په نامه یاداوه" آیا د کابینې غړو په خپله په وژنه کې
برخه اخیستله؟ آیا هغوی یې په خپل لاس وژل او یایې د [وژلو] بولنده ' قومانده'
ورکوله؟
جنرال پادشاه میر: نه! نه! نه!، هغه نه قومانده ورکوله او نه یې په لاس وژل. هغه په
دې خاطر نه دي وژلي چې کله چې خبرې یې خلاصیدلې هماغه سړی چې کلاشنیکوف یې په لاس
کې درلود او د جیپ تر شا ولاړ وو، راته، د جیپ تر مخ درېده، او پرته له دې چې څوک
ورته قومانده ورکړي په خپل سر یې ډزې کولې ، او دوی یې په شهادت رسول. [نوراحمدنور]
هغه ته نه قومانده ورکوله او نه ښه یا بد.
حمید مهمند: یعنې همداچې شخړه پای ته رسیدله....
جنرال پادشاه میر: هو! همدا چې شخړه پای ته رسیدله، هاغه سړی د جیب له شا راته او
ډزې به یې را پیل کړې.
حمید مهمند: یوه بله مسله دا چې سروري هم د کمونیستانو یوه نامتو څیره وه. آیا په
صحنه کې ددغه سړي د شته والي په تړاو څه مالوت لرﺉ؟ آیا اسدالله سروري هم هلته وو
که څنگه؟
جنرال پادشاه میر: نه! درواغ نه سم ویلای، ځکه چې د درواغو ویل د سړي ایمان خراپوي.
اسدالله سروري د غزني وو، او په حربي پوهنتون کې زما ټولگیوال وو. له ما سره په یوه
ټولگي کې نه وو خو په یوه پوځي " قسم/واحد" کې وو. که نوموړی په هاغه شپه هلته وای
نو هرو مرو مې پیژانده. اسدالله سروري هلته نه وو.
حمید مهمند: آیا د کابینې نور غړي لکه سلطانعلي کشتمند، کریم میثاق، دستگیر پنجشیری،
سلیمان لایق، اسلم وطنجار، قادر، امام الدین او دغو ته وَرته کسان هلته ول؟
جنرال پادشاه میر: نه! د دغو کسانو نومونه مو چې را واخیستل نه یې پیژنم او نه یې
په [هاغه شپه] ددغو کسانو نومونه اخیستل. خو ډیر کسان راتلل، په دیارلسو روسي
جیپانو کې راتلل. اسلم وطنجار چې زما ټولگیوال وو او په څلورم زغره وال ځواک کې هم
له ما سره وو، هلته وو، اسلم وطنجار وو.
حمید مهمند: آیا اسلم وطنجار هم په همدغو وژنو کې موجود وو؟
جنرال پادشاه میر: اسلم وطنجار په وژنه کې موجود وو.
حمید مهمند: جنرال صاحب ډیره مننه ....
جنرال پادشاه میر: اسلم وطنجار حاضروو. دا چې واک یې درلود یا نه درلود، خو هلته
حاضر وو. هغه هلته حاضروو. له دې چې په څلورم زغره وال ځواک کې وو نو مجبور وو چې
وظیفتأ له هغوی سره پولیگون ته راسي. ځکه چې د کابینې غړي نا بلده ول، هغوی د څرخي
پله پولیگون نه وو لیدلی. اسلم [له سیمې ] سره آشنا وو. او هم له دې امله چې دنده
یې په څلورم زغره وال ځواک کې وه هلته وو.
حمید مهمند: جنرال صاحب! له تاسو یوه نړۍ مننه!
جنرال پادشاه میر: له تاسو هم یوه نړۍ مننه