مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : شهید داودخان چا وواژه ؟ (پنځمه برخه )


پنځمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] دلته وګورئ. . .

سردار داؤود ما نه دې وژلی

اکادمیسین دستگیري پنجشیري د ۲۰۰۸زکال د جولای د مېاشتې په دریمې د ماښام په اوو بجو له ما [سیاه سنگ] سره د تیرو ټیلفوني خبرو په دوام، دغه لاندینې خبرتیا یې راکړه:

پرون د ۲۰۰۸زکال د جولای د مېاشتې دویمه د ماښام په وخت جنرال امام الدین ما [دستگیرپنجشیري] ته ټیلفون وکړ او د نورو خبرو په ترڅ کې یې را وته وویل:

" ما د ' کابل' ناتهـ ' په ویبپاڼې کې د " پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد بهار/ " پرله پسې برخې لوستلې دي او له یو شمیر ټکیو سره یې چې ډاکټر داؤود جنبش د ټولواک د خور میرمن زهره نعیم له خولې لیکلي او هم له هغو برخو سره چې تاسو جناب پنجشیري صاحب په ټول امانت د سردار داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژل کېدلود پیښې په اړه لیکلي دي او هم له هغو نقل قولونو څخه مو چې زما له خولې راوړي سل په سلو کې موافق یم.

څرنگه چې میرمن زهره نعیم په لنډیز ویلي، اوتاسو هم د کابل ناتهـ په ویبپاڼه کې او هم " د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند راپاڅېدنې او راپرځېدنې/ ظهور و زوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان" په کتاب کې مو په تفصیل ویلي، ما له سردار محمد داؤود سره وروستـنې خبرې تر سره کړي دي. په لنډېز ووایم رښتیا دا ده چې:

زه د پوځ د یوه افسرپه توگه په ټول درناوي د "تیارسـﺊ" په ډول د سردار محمد داؤود مخې ته ودرېدم. لومړی مې ورته پوځي سلام "رسم تعظیم" وکړ. وروسته مې په ډیر درناوي د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د سرمشریزې ډلې پیغام ور ورساوه او ورڅخه مې وغوښتل چې له خپلې کورنۍ سره دې یو خوندي ځای ته تشریف یوسي. داؤود خان دغه غوښتنه ونه منله. بیا مې ورته وویل:" له دې چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدیدلی، تاسو باید تسلیم شـﺊ."

سردار محمد داؤود وویل: " تاسو دغه پیغام د چا له خوا راوړي!" په ځواب کې مې ورته وویل : " دغه امر مې د قادر لخوا راوړی" هغه د سترگو په رپ کې را ته وویل:" پرته له خدایه کمونیستانو ته نه تسلیمیږم او ترخپلې وروستۍ گولۍ جنگ ته چمتو یم."

د همدغې خبرې په وَیلو ، خپله وسله یې را تاو کړه او مخامخ یې پرما ډز وکړ. زما پر مټ او د ځان پر نورو برخو مې گولۍ و لگېدلې او د ځان څو برخې مې ټپی شوې. دقیقأ په همدغې شېبې کې ول چې له ما سره ارگ ته د راغلو وسله والو سرتیرواو سردار داؤود تر منځ دوه اړخیزې ډزې پیل شوې.

په دغسې یوه روحي او ټپي حالت کې ما دومره وسه نه درلودله چې وسلې ته لاس وروړم، توپک پورته کول خو لا پر ځای پریږده چې دقیقه نښه ونیسم، فیر وکړم، یو یا څو تنه په قتل ورسوم.

په ډیر صداقت وایم چې سردار محمد داؤود ما نه دی وژلی. ځکه چې زه په خپله د مرگ په پوله ناست وم او ډیرکلک ټپي شوی وم. لومړی ما گومان کاوه چې له دغو گولیوڅخه یوه یې زما پر زړه لگېدلې اونورد ژوندي پاتې کېدلو هېله نه لرم، خو کله چې وروسته مې پام شو ومې لېدل چې ټول ټپونه زما د ځان په ښـۍ خوا کې دي. کله چې سرتیرو زما دغه حالت ولېد او ډیره کلکه وینه بهېدنه مې درلودله په کـَشـولو کـَشولو یې د پیښې له ځایه لیرې کړم. ما ان په خپلو سترگو ونه لېدل چې سردارمحمد داؤود او کورنۍ یې له کوم توپکه او د کوم ډزې کوونکي له خوا وژل شویدي.

دا وه د پیښې پخه او لنډه خبره. هغه څه مې چې نن تاسو ته وویل له هغه پرته بل څه نه لرم چې په دې اړه یې تاسو ته ووایم ، نور اضافي معلومات نه لرم، او نه غواړم څه شی ورڅخه کم او یا نوراضافي شی پرې ورگډ کړم. له بله پلوه د خپل ناوړه روغتیایي حالت له امله نه شم کولای په مرکو کې برخه واخلم. له دې امله له تاسو هېله من یم چې زما معذرت ومنـﺊ."

له جنرال امام الدینه غوښتنه

ښاغلی امام الدین،

خوښ یم چې " د پسرلني سباوون د گولېو باران/ و آن گلوله باران بامداد بهار" مو له سره تر پایه ولوست. او هاغه مهال به نور هم خوښ شم چې د دغې لېکنې پاتې چمتو شوې او راتلونکې برخې ولولـﺊ او پرهر هغه څه چې ناسم درته ښکاره شي، گوته کښیږدﺉ ترڅو درواغ د رښتیا ځای ونه نیسي.

څرنگه چې تاسو وینـﺊ، ستاسو پیغام پرته له کوم کوشني زیادښت یا کمښته کټ مټ ولیکل شو. له تا هېله کوم راځه چې مخامخ خبرې سره وکړو. د خپل د کور د ټیلفونونو شمیرې او خپله د بریښنالېک پته مې هم د همدغو لیکنوپه هرې پیلیزې برخې کې په څرگنده لیکلي دي.

له تاسو سره ژمنه کوم چې ستاسو تیلفوني راز، ستاسو بریښنالیک او ستاسو پوستي پته که ما ته راولیږﺉ ترڅو چې ژوندی یم له ځان سره به یې وساتم. اوکه وغواړﺉ هره هغه خبره چې تاسو یې د افشا کولو اړتیا نه وینـﺊ او یا نه غواړﺉ چې خپره شي اویا په کوم بل سوري ور ننوځي،ټول به یې له ځان سره وساتم. او اوس وگوره چې نورو ۱۳ تنو څه ویلي دي:

۱. امام الدین، د پوځ په څلورسوه بستریزه روغتون کې :

د " افغانستان په پینځه پیړیو کې / افغانستان در پنج قرن اخیر" د کتاب په ۸۶۷،۸۶۸ او ۸۶۹ پاڼوکې چې د ایران /تهران د عرفان له خپرونو څخه د میر محمد صدیق فرهنگ لیکنه اولومړنی چاپ یې په دیارلس سوه څلوراویا [اردیبهشت] [۱۹۹۵ زکال د اپریل په مېاشت کې] شوی دی داسې راغلي دي:

د عبدالصمد غوث په وینا " د سهار له څلورنیمو بجو لږ شیبه مخکې [په سهارني ټکنده سباوون کې] د الوتکو، توپونو او د شوبلو د ډزو غږناڅاپه غلی شو اوخپل ځای یې مرگوني درندې چوپتیا ته وسپاره. [دافغانستان راپرځېدنه / سقوط افغانستان] ۲۰۰ پاڼه، عبدالصمد غوث، امریکا، د برگون بریسي خپرونه ۱۹۸۸"

داسې بریښي په دغې شیبې کې چې په ارگ کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ ساتندویه مدافعان دړې وړې کېدلو ته نیږدې ول، کودتاچیانو داؤود خان ته وړاندیز وکړچې له مقاومته دې لاس واخلي او تسلیم دې شي. څرگنده ده دې چې ولسمشر د کودتاچیانو د لارښودو مشرانو د نومونو غوښتنه وکړه او بیا یې وغوښتل چې عبدالقادر او [محمد اسلم] وطنجار دې د خبرو لپاره ور ته ور واستوي.

دغه وړاندیز د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په مرکزي کمېټې کې را وړاندې شو. ببرک [کارمل] او نورو پرچمیانو چې نه یې غوښتل ولسمشر دې ووژل شي، بلکه د هغه تر نامه لاندې یې هیله درلودله واک ترلاسه کړي د دوه نومول شویو کسانو لیږلو ته لیواله ول، خو د مرکزي کمیټې خلقي غړو غبرگون وښود او لارښوونه یې وکړه چې ولسمشر دې ونیول شي.

فرهاد لبیب [په شوروي اتحاد کې روزل شوی پیلوټ چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په وړاندې ودرېد او زندان ته ولوید] د پیښې لړۍ د پوځ په څلورسوه بستریز روغتون کې د شوبلې د یوه افسرامام الدین له خولې چې یوه اونۍ وروسته یې په خپلې خولې خپلو دوستانو ته کړې وه په دې ډول ویلې :

"زما زغره واله شوبله د ارگ ختیزې دروازې ته مخامخ د اور لپاره د تیارسـﺊ په حالت کې ولاړه وه. د [دیارلس سوه اوپینځوسم لمریزکال] د غوایي د اتمې په شنه سهارکله چې د گارد قطعاتو یو په بل پسې د سپینو بیرغونو په ور ښودلو خپله تسلیمي اعلان کړه ماته امر وشوچې داؤود را ونیسم. که څه هم داؤود مخکې له موږ سره اړیکه نیولې وه او غوښتلي یې ول چې د کودتا له مشرانو سره غواړي خبرې وکړي او مرکزي کمیټې هم منلي ول او پریکړه یې کړې وه چې همدغسې به وکړي نو ما ته امر وشو چې ارگ ته ور ننوځم.

کله چې ارگ ته ورننوتلم د خورو ورو ډزو یو یو غږ اورېدل کېده. لومړني سړي چې دننه له ما سره ولېدل، گل آقا وو. زه خبر وم چې هغه زموږ سړی دی. گل آقا له ځان سره را واخیستلم او هغه خونه یې را وښودله چې داؤود خان پکې وو.

کله چې له گل آقا او خپلو هملارو ملگرو سره خونې ته ور ننوتلم ومې لېدل چې داؤود د خپلې کورنۍ له غړو او نورو لسو تنو هملارو سره وسله پر لاس سترگې په لاره دي. له ځان سره مې وویل: " دلته مې ژوندي پاتې کېدنه ناشونې ده"

په دې وخت کې گل آقا داؤود ته پوځي سلام وکړ او ویې ویل: " د کوتاچیانو له ډلې څخه یو تن غواړي له تاسو سره وگوري. له ټولو مخکې داؤود ولاړ وو. ما هم په لوړ غږ وویل:" د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د امر پر بنسټ خپله وسله پرځمکه کښیږدﺉ او ځان را تسلیم کړﺉ."

داؤود په ځواب کې راته وویل:" کمونیستانو او دهغوی مریییو ته نه ور تسلیمږم او د سترگو په رپ کې یې پرما ډزې وکړې. نور پرې پوه نه سوم. دومره مې په یاد دي چې یو څنگیزه "جناحي" اور مې تر سره کړ او بیا بې هوښه سوم. کله چې سترگې مې خلاصې کړې، په روغتون کې وم. [ د غو ايي د کودتا تأریخې جرړې/ ریشه های تأریخي کودتای ثور. ۹۹، ۱۰۰ او ۱۰۱ پاڼې. د فرهاد لبیب لېکنه، قلمي بڼه]

که څه هم فرهاد لبیب د [امام الدین] دغه خبره نه مني او گروهن دی چې د امام الدین ملگري روزل شوي روسان ول خو ددغې ادعا لپاره د منلو وړ لاسوندی په لاس کې نشته. هرگوره په دغه اړه لا تر اوسه پورتنی روایت هغه څرگنده روایت دی چې په دې تړاو ما [محمد صدیق فرهنگ ] ته را رسیدلی دی.

د تره کي د رژیم لومړنی دفاع وزیر عبدالقادر په دې اړه د یوې مرکې په ترڅ کې داسې وایي : " د لودسپیکر له لارې مو په څو څو ځله د هغه [ محمد داؤود خان] د تسلیمیدلو غوښتنه وکړه. په پای کې یې په دې آړ"شرط" د را تسلیمیدلو خبر ورکړچې قادر او وطنجار دې هغه ته په خپله د خبرو لپاره ورشي. زه او وطنجار د ماڼۍ پر لور ور وخوځېدلو، خو ملگرو زموږ مخه را ونیوله او دوه تنو نورو ته یې دنده ور وسپارله چې داؤود خان ته دې ورشي. داؤود خان پر هغوی ډزې وکړې له هغو دواړو څخه یو تن یې ووژل شو او بل یې د لومړي بریدمن امام الدین په نامه ټپي شوچې اوس ژوندی دی. د داؤود خان په دغه کار پوځیان را وپارېدل له دواړو خواوو ډزې پیل شوې او دډزو په ترڅ کې سردار محمد داؤود خان ووژل شو."

په دغه ناتارځپلې ناورین کې په ولسمشر او ورور یې محمد نعیم سربیره دغه کسان هم له منځه ولاړل:

عبدالاله د سروزیر مرستیال، د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیرنورستاني، زینب داؤود، عایشه، بلقیس آصفي، شینکی غازي، زرلښته داؤود، محمد عمر داؤود، ویس داؤود، شیما داؤود، خالد داؤود، زرمېنه غازي، د ولسمشر له کورنۍ څخه یو شمیر ماشومان ټول ټال ۱۷ تنه ووژل شول او د هغه د کورنۍ یو شمیر نور غړي د کوتاچیانو د اور له امله ټپیان شول. [ د " افغانستان" کتاب، ۷۲ پاڼه،د انتوني آرنولد لېکنه، د هوور خپرونه، ۱۹۹۸زکال]

سره له دې چې دولت هڅه وکړه چې په کودتا کې د وژل شویو کسانو د شمیرې کچه ټیټه وښیي خو دغوایي په کودتا کې د وژل شویو کسانو شمیره له زرگونو کسانو پورته وه. دولت د وژل شویو کسانو شمیره د ۷۰ او ۱۰۰ تنو په شا او خوا کې څرگنده کړه. [ د " دوه گوندیزه کمونیزم/کمونیزم دوحزبي" کتاب، ۶۲ پاڼه، د آنتوني آرنولډ لېکنه، د هوور خپرونه ۱۹۸۱زکال]

حال دا چې د ولسمشرۍ د ساتونکې ډلې یا گارډ د وژل شویوکسانو شمیره چې د ارگ په ساتنه کې ووژل شول څه ناڅه دوه زره تنه ول. او نور ژوندي پاتې شوي کسان د نوي دولت په لارښوونه ووژل شول. . [ د " افغانستان" کتاب، ۷۲ پاڼه،د انتوني آرنولد لېکنه، د هوور خپرونه، ۱۹۹۸زکال]

یو شمیر د بگرام او خواجه رواش په هوایي ډگرونو کې اعدام شول.د کورنیو چارو د وزارت په ساتنه کې د پولیسو یو شمیر کسان، او د ریشخور په اوومه فرقه کې په ناڅرگنده شمیر کې یوه ډله هغه کسان ووژل شول چې غوښتل یې د ولسمشر د ژغورنې لپاره ځانونه کابل ته را ورسوي.
[ د " افغانستان" کتاب، ۷۲ پاڼه، د انتوني هایمن لېکنه، د هانکانگ خپرونه، ۱۹۸۴زکال]

۲. امام الدین اووینې بهېدونکي ټپونه

[ د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند راپاڅېدنه اورا پرځېدنه/ ظهورو زوال حزب دیموکراتیک خلق افغانستان" په کتاب کې د اکاډمیسین دستگیرپنجشیري لېکنه، د صبور کمپوزینگ سنټر له خپرونو څخه چې په ۱۹۹۹زکال کې په پیښاور کې خپور شوی په ۹۶، ۹۷، ۹۸ او ۹۹ پاڼو کې] داسې لېکل شوي:

کله چې د لوگرد خواریکښو وگړو بچي امام الدین د کومانډو د ټولي یو بولندوی د [غوایي] د انقلاب فرمان سردار داؤود او د هغه د رژیم لوړپوړو چارواکو ته اعلان کړ او د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک] گوند لارښوونه یې د هغوی غوږونو ته ور ورسوله چې " د مرکزي کمېټې د فرمان پربنسټ تاسو محکوم یاست او ځانونه را وسپارﺉ" نو سردار محمد داؤود نه یوازې دا چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند او د تأریخ فرمان ته تسلیم نه شو بلکه د خانواکي او اشرافي غرور په لمبو کې یې په ډیر قهر قدیر نورستاني اوخپل زوی ته امر وکړ چې پر امام الدین او نورو سرتیرو او همدارنگه د خپلې کورنۍ پر بې گناه ښځو او ماشومانو ډزې وکړي او خپلې وروستۍ گولۍ پرې ور تشې کړي.

هغوی د سردارمحمد داؤود وروستنی فرمان پرته له ځنډه پرځای کړ، د امام الدین او د کوماندو پرنورو سرتیرو یې ډزې را پیل کړې او په پای کې د سردار محمد داؤود، سردار محمد نعیم، د مالیې وزیرعبدالاله، زامنو او یوشمیر نورو خپلو خپلوانو پرژوند یې د پای ټکی کښیښود. خو د حکومت گڼ شمیر غړو له مقاومته لاس واخیست او پرته له پوښتنې تسلیم شول چې د هغوی شخصي خوندیتوب د پاڅونوالو ځواکونو له خوا خوندي کړای شو.

د پاڅون د سیاسي مشرتابه ډله هغه مهال د داؤود خان او دهغه د ملاتړو له خونړي مقاومته خبره شوله کله چې په وینو ککړ امام الدین د مشرتابه ډلې ته د راډیو افغانستان ودانۍ ته راغی، له پوځي سلامه وروسته که څه هم دی د سلطنتي کورنۍ د وروستني تېرغمال (مستبد) او خانـتما په زهرلړلو گولیو ټپي وو،په لوړ مورال یې د سردار محمد داؤود او دهغه د نیږدې انډیوالانو د وسله وال مقاومت گزارش را وړاندې کړ.

کریم میثاق چې نوی د مشرتابه خونې ته راننوتلی وو د لوړوهورا گانو او " ژوندی دې وي انقلاب" په ویلو په راډیو افغانستان کې دننه د سټدیو کارکوونکي یې له دغې تأریخي پېښې څخه خبر کړل. او په لنډ وخت کې د سردار محمد داؤود او دهغه د انډیوالانو د وژنې زیری د پاڅون د سرمشریزې ډلې له خوا جوړ او په ډیر شور او زوږ خپور شو. ددغه آزادي بښخونکي زیري خبرخپراوي په رښتیا چې معجزه را وزیږوله.

له نیم ساعت وروسته، په سلگونو ټیلیگرامونه، د گارنیزنونو "لښکرکوټونو"، فرقو، د کندهار، ننگرهار، بلخ، غزني، خوست ، د اسعدآباد او گردیز د والیانو له پلوه، د شینډنډ او مزارشریف له هوایي ډگرونو، والیانو، لوړپوړو مأمورینو، گوندي کادرونو، د معارف کسانو، مخورو سیمه ییزو روڼ اندو، ورهڼگرو "اهل کسبه"، یو شمیر هېواد پالو روحانیونو، یو شمیر مخورو ولسپاله خپلواکه ډیموکراتو کسانو،او همداشان د یو شمیر هغو کورنیو له خوا چې د نادر/داؤود د کورنۍ د نیمې پیړۍ د بې پوښتنې واکمنۍ په کړس کې کړېدلې ، حقونه او آزادۍ یې تر پښو لاندې شوې وې او د یو شمیر ولسي سوداگرو له پلوه د سیلاب په توگه د انقلاب د سرمشریزې ډلې تر کړۍ راتاو او په دې توگه د د یارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال د غوایي د اوومې نېټې پاڅون د بریالیتوب پولې ته را ورسید. سیاسي واک په ټولیزه ډول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند په لاس کې را پریوت.

د هیواد د انقلابي لړۍ په ترڅ کې د څرگندې او ځلاندې فکري مبارزې ودې د نوي دولت او د نوي نظم د راټینگېدلولپاره خبره رامنځ ته کړه. زموږ د ولسي ژوند په دغسې یوې پرېکندې شېبې کې یو ځل بیا د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د سرمشریزې ډلې ترمنځ د څوکیو او دولتي دریزونو د راخپلو لپاره څرگندې شخړې رامنځ ته شوې چې را یادول یې زما له انده د معاصر تأریخ په پېښو کې د اوسني انقلابي غورځنگ د څیړلو او د هرې ډلې د سیاسي او پوځي مشرانو د موخو او دریزونو د پیژندلو لپاره اړین بریښي.

لنډه دا چې د هغه څه بر خلاف چې صدیق فرهنگ په خپلې تأریخې لېکنې (افغانستان په وروستیو پیڼحو پیړیو کې / افغانستان در پنج قرن اخیر) په ۷۷ پاڼې کې لیکلې، ډاکټر حقشناس، رشتیا، صمد غوث، کشککي، ن.ا. هارون، او نورو پیښ لیکونکو او افغانستان پیژندونکو لیکلي دي، لومړی دا چې د غوایي د اوومې د وسلوال پاڅون له پیله تر پایه نه د افغانستان په خاوره کې او نه له تاشکنده، شوروي پیلوټانوهېڅکله الوتنه نه ده کړې. د سیاسي بیرو ۷ تنه غړي اود کابل پوهنتون استاد پوهاند ضمیر صافی ژوندي او شاهد دي چې ډگروال قادر په څه ډول د بولندې (قوماندې) له ځایه د شینډنډ د هوایي ډگر پیلوټانو ته په پښتو او دري ژبوڅرگندې او په ځیرټاکل شوې بولندې ورکولې.

دوهم دا چې د مرکزي کمیټې غونډه له اره "اصله" نه د راډیو افغانستان په ودانۍ کې او نه د خواجه رواش په هوایي ډگر کې جوړه شوې وه. د ۱۹۹۶زکال او د ۱۹۹۸زکال د بي بي سي د راډیو د شفاهي تأریخ په خپرونه کې کریم مېثاق هم په تېروتنې د راډیو افغانستان په ودانۍ او هوایي ډگر کې د مرکزي کمېټې د غونډې د جوړېدلو خبره کړې وه چې په بشپړ ډاډ ددغه پروگرام په بیا خپراوي کې به دغه تیروتنه بیرته سمه شي، ځکه چې د میر اکبر خیبر د جنازې د ښخولو پاخه سمبالوونکي کریم مېاق او نوراحمد نور په خپل نوښت پټ شوي ول. کله چې د مرکزي د تشکیلاتو د سیاسي بیرو دغه نامتو او مخور غړي پټ شوي ول، د مرکزي کمېټې غونډه څنگه رابلل کېدای شوای او څنگه به جوړېدله.

دریم دا چې په افغانستان کې د شوروي لوی سفیر پوزانوف هېڅکله د غوایي د پاڅون د پیښو په لړ کې نه گډون، نه اغیزه او نه پټه او نه بربنډه ونډه درلودله. له دې امله د عبدالصمد غوث وینا یو اړخیزه اورښتیا نه ده.


۳. د امام الدین کلاشنیکوف:

سترجنرال نبي عظیمي په خپل کتاب کې [په دریو لسیزو کې اردو او سیاست / اردو وسیاست در سه دهه اخیر] دریم چاپ، د میوند د خپرونو خپروندویه ټولنه ۱۹۹۹زکال پیښاور- پاکستان په ۱۴۱ او ۱۴۲پاڼو کې لیکلي دي:

شوبلود کابل ولایت راچاپیره د یوالونه را ونړول، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مشران یې آزاد کړل او په شوبلو کې یې کښینول. د لارې په اوږدو کې یوه شوبله په یوې څلور لارې کې دریږي. حفیظ الله امین په داسې حال کې چې لاسونه یې په هتکړیو تړل شوي ول ککره یې د شوبلې له کړکۍ څخه را وایستله خپل لاسونه او سر یې د کودتا سرتیرو او افسرانو ته و ښورول. په دغسې پرېکندو شیبو کې د امین دغسې خوځښت د هغه دریز د هغه د خلقي پلویانو په منځ کې را لوړاوه.

شوبلې خوځېږي او د راډیو افغانستان پر لور درومي . مشران یو ساعت وروسته د هوایي او مدافعه هوايي ځواک د قرارگاه په لور خوځېږي. په هغه ځای کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند مرکزي کمېټه غونډه جوړوي او حفیظ الله امین ته دنده ور سپاري چې د پوځي شوری خبرتیا دې جوړه او د داؤود خان د راپرځېدنې خبر دې د وگړو غوږونو ته ور ورسوي.

څرگنده ده چې ددغې خبرتیا خپرونه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پرغړو پیاوړې اغیزه را شیندي او ددې لامل کېږي چې په خپلو لښکرکوټونو او غنډونو کې خپل بولندویان بې وسلې کړي را ویې نیسي او واک په خپلو منگولو کې راخپل کړي. د اعلامیې له خپراوي وروسته د گوند د پرچم ډلې افسران په بشپړدول را فعاله کیږي او له خپلو خلقي ملگرو سره په همغږي اړوندې چارې په گډه پرمخ بیایي. د شپې په یوې بجې د ولسمشرۍ ساتندویه لښکر یا گارډ را پرځیږي. جگړن صاحبجان او هغه ته نور نیږدې ملگري یې رانیول کیږي.

د سردار محمد داؤود د را نیولو امر د کوماندو د قطعې افسر لومړي بریدمن امام الدین ته ورکول کیږي. امام الدین د گارد د اوپراسیون له آمر ډگرمن گل آقا سره یو ځای داؤود خان ته ورځي او ورته وایي : " د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزې کمیټې په امرخپله وسله پرځمکه کښیږدﺉ او را تسلیم سه."

داؤود په ځواب کې ورته وایي: " کمونیستانو ته نه ور تسلمیږم" او د سترگو په رپ کې په امام الدین ډزې کوي. د امام الدین مټ ټپي کیږي، د هغه په لاس کې کلاشنیکوف ووه او له ټپي کېدلو سره سره پرداؤود او یارانو یې څنگیز یا جناحي اور را پیل کوي. نښته را پیل کیږي او په پای کې سردارمحمد داؤود، سردار محمدنعیم، عبدالاله، د محمد ظاهرشاه خور او د داؤود خان مانیدنه زینب داؤود، د داؤود خان زامن او د کورنۍ غړي یې چې ټول ټال ۱۷ تنه کېدل، ځای پرځای وژل کیږي.

۴. زما نوم امام الدین دی

ډاکټرظاهرطنین د [افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم د کتاب ۱۹۰۰ � ۱۹۶۹] د بي بي سي د خپرونو له ټولگې څخه د عرفان د خپرندویه ټولنې تهران / ایران چاپ، په ۲۲۴ او ۲۲۵ پاڼو کې د عبدالکریم میثاق [ د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له بنسټ ایښودونکو او د سیاسي بیرو غړي/ د مالیې وزیر، څیړونکي او داستان لیکونکي] له خولې داسې وایي:

پوښتنه دا وه چې آیا داؤود خان دې ووژل شي یا دې ژوندې وساتل شي؟ د مرکزې کمیټې یوې ډلې ویل چې داؤود خان دې ژوندی وساتل شي او وژل یې ستره تأریخي پازوالي "مسوؤلیت" لري. ښه به داوي چې راډیو ته دې راوستل شي او ودې وایي چې را اخیستل شوی گام یو ښه گام دی او زه د [افغانستان دخلق دیموکراتیک گوند] را تایـﺋـدوم. بلې ډلې ویل : دغه په خپله یوه تیروتنه ده. کله چې وگړي له راډیو افغانستانه د داؤود غږ په ژوندۍ توگه واوري، ښایي پاڅون د هغه په گټه را واوړي او زموږ پاڅون به را ناکامه شي. په دغه وړاندیز کې دوه تنو تر نورو ډیرې خبرې کولې: یو یې دستگیر پنجشیری او بل یې ببرک کارمل وو.

یو صاحبمنصب چې له لاسه یې وینې را بهېدلې راغی. په وینو لړلي لاس د مرکزي کمیټې د غړو مخې ته ودرېد پوځي سلام یې ورکړ او ویې ویل : زما نوم امام الدین دی. د گوند غړی یم. زه دننه په ارگ کې وم. د گلخانې ماڼې ته ولاړم او داؤود خان ته مې وویل : له دې چې واک د افغانستان دخلق ډیموکراتیک گوند ته را لیږدېدلې، ته دنده لرﺉ چې ځان راتسلیم کړﺉ. یوه لور یې ورسره وه. عبدالاله [ د سروزیرمرستیال او د بهرنیو چارووزیر] هم ورسره وو. داؤود خان راباندې ډزې وکړې. کله چې ډزې یې را پيل کړې، زما لاس یې را ټپي کړ. په دغې شیبې کې لور یې مخې ته ور ودرېدله ، دهغه مخې ته خنډ شوه او ورته ویې ویل چې ډزې مه کوه. که ته ډزې وکړې، هغه به هم پرموږ ډزې وکړي. [امام الدین] وویل چې هغه په همدغې شیبې کې داؤود خان هم پر خپلې لور او هم یې پرما ډزې وکړې نو په دغه وخت کې ما هم کلاشنیکوف راواخیست، و مې وهل، او ټول مې له یوې مخې له منځه یو ړل."

۵. د تأریخ مختورالی باید ونه منو

سلطانعلي کشتمند په خپل کتاب کې [د تأریخي سیاسي پېښو یاددښت لېکونه، د افغانستان د اوسني تأریخ په کرښه کې شخصي خاطرات/ یادداشتهاي سیاسي و روېداد هاې تاریخي، خاطرات شخصي با برهه های از تاریخ سیاسي معاصرافغانستان] " ۲۰۰۲زکال دلندن د ژاکارت له خپرونو څخه" په ۳۴۳ او ۳۴۴ پاڼو کې لیکي:

" د وروستـنـيـو مقاومتونو دړې وړې کول: د [۱۹۷۸زکال] د اپریل د ۲۸ په ټکنده سباوون کې د شوبلو د چلوونکو او د پیلوټانو د گډې همکارۍ په مټ د ولسمشرۍ د ساتونکي لښکر "گارد" وروستنی مقاومت دړې وړې شو خو محمد داؤود تر هماغې شېبې مقاومت کاوه. له هغه وروسته د خبررسوونکو یو ډله ارگ ته ور واستول شوه. د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] سرمشریزې ډلې په هغې شیبې کې چې د [۱۹۷۸زکال] د اپریل ۲۸د سهار د اتو او نهوبجو ترمنځ شېبې وې یو ځل بیا یې غونډه راجوړه کړه اوسرمشریزه ډله پوه شوله چې محمد داؤود را تسلیمېدلو ته چمتو نه دی.

ددې په اړه چې له هغه او کورنۍ سره یې په څه ډول چال چلند وشي د مرکزي کمیټې د غړو په منځ کې تودې خبرې رامنځ ته شوې. امین په اور لړې ژبې پر هغه د وسله وال یرغل خبرې کولې او ټینگار یې کاوه چې که مقاومت وکړي نو د سترگو په رپ کې دې هغه او د هغه د همکارانو ټغر ورټول شي. په غونډې کې یو شمیر ناستو غړو د امین په ملاتړ د هغه د وړاندیز ملاتړ کاوه، خو ببرک کارمل په پریکړي ژبې د امین له وړاندیز سره مخالفت وکړاو ټینگار یې وکړ چې په هېڅ بیه دې دغه کار ته لاس وا نه اچول شي. هغه وویل :" پریږدﺉ دغه ستونزه په سړه سینه او پراخ تندي حل شي او سر له همدغې شېبې دې وگړو او نړیوالو ته داسې شی په لاس ورنکړل شي چې گڼې انقلاب بیرحمه او د قانون له امرونو څخه سرغړوای کوي. پریږدﺉ چې ولسي نیاوتون "محکمه " د هغه د راتلونکې برخلېک په تړاو پریکړه وکړي."

ما هم د کارمل د دریز ملاتړ په ټینگه وکړ او ومې وویل چې د ملگري کارمل له دریزه په ملاتړ زه په دې گروهن یم چې سرله اوسه خپلسریو ته نه باید لار ورکړو او د تاریخ مختوروالی دې ونه منل شي.

زما دغو خبرو امین راوپاراوه. هغه چې د را پاڅېدلو په حال کې وو او ویل یې" موږله تړونکاریو "سازشکاري" سره جوړ نه یو" په پښو ودرېد او د ځېنو لښکرکوټونو له بولندویانو سره د اړیکې د را ټینگولو په پلمه یې غونډه پریښودله او له یوه ساعته وروسته بیرته راغی.

د امین په شتوالي او دهغه په نه شتوالي کې د همدغې او یو شمیر نورو سکالو پرسرخبرې را اوږدې شوې او په دې ترڅ کې یو افسر راغی اوویل کېدل چې دغه افسر د پالیالو "وفادارو" خلقیانو له ډلې څخه یو خلقی وو خو په خپله د امین هوا خواه نه وو. هرگوره، نوموړی افسر په خونړي لاس د غونډې خونې ته راننوت او لاندینې خبرې یې وکړې:

" زه له یو شمیر افسرانو او سرتیروسره ارگ ته ور ننوتلم. د پوځي شوری له نامه مې داؤود خان ته خبر ورکړ چې وسله دې پر ځمکه کښېږدي اورا تسلیم دې شي، هغه ونه منله او په خپلې وسلې یې پرموږ ډزې وکړې. زموږ له ملگرو څخه یو تن ووژل شو او لکه څنگه چې گورﺉ زه هم ټپي یم. زما ملگرو هم زغم له لاسه ورکړ، هغه او ور سره نور کسان یې ټول ترځوابیه اور لاندې ونېول"

هغه څه چې څرگند دي دا دي چې امین د هرلامل له امله چې د هغه پرذهن یې واک چلاوه، یابه انقلابي لامل وو او یا شخصي خو له هماغو لومړیو شېبو یې هڅه کوله چې محمد داؤود له منځه یوسي.

۶. امام الدین نه شوای کولای کلاشنیکوف را پورته کړي

اکادمیسین دستگیرپنجشیري د ۲۰۰۸ زکال د اپریل د مېاشتې په ۲۸ ماښامي له ما (سیاه سنگ/حجرالاسود) سره د یوې تیلفوني مرکې په ترڅ کې وویل:

{ دافغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د سرمشریزې ډلې د نیول کېدلو په شپه سلیمان لایق، بارق شفیعي، نور احمد نور او کریم میثاق د استاد میر اکبرخیبر د جنازې او خارو ته سپارلود کست د ثبت او ویشنې په چارو بوخت ول. له راډیو افغانستان څخه د سیاسي دفتر د غړو د نیول کېدلو د خبرله په اورېدلو سلیمان لایق او بارق شفیعي خپل ځانونه په ځانخوښې توگه پولیسو ته ورسپاري، خو کریم میثاق او نوراحمد نور دیوه گوندي کارگر په کورکې ځانونه پټ کړل. له دې امله د [افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم] په کتاب کې د کریم میثاق خبره سمه او په ځای نه ده.

سیاه سنگ: ستاسو د سترگو لېدلی حال څه دی؟ امام الدین کوم ځای ته راغی او څه یې وویل؟

پنجشیری: امام الدین راډیو افغانستان ته راغی او خپل گزارش یې نورمحمد تره کي ته ور وړاندې کړ. هغه وویل چې له سردار محمد داؤود څخه په څو څو ځله په درنښت هېله وشوه چې له خپلې کورنۍ سره دې یوه خوندي ځای ته ولاړ شي. خو له څوڅو ځله غوښتنو سره سره هغه خپل زوی ته فرمان ورکړچې پر سرتیرو، افسرانو او ان په خپلې کورنۍ ډزې دې وکړي. په پای کې یې دوه اړخیزې ځوابیه ډزې را پیل شوې.

همدا شان امام الدین وویل چې : سردار محمد داؤود ته مې وویل : له دې چې سیاسي ځواک د افغانستان خلق ډیموکراتیک گوند ته را لیږدېدلې نو تاسو باید را تسلیم شـﺊ. داؤود راته وویل چې : زه کمونیستانو ته نه ور تسلیمیږم. او بیا یې نیغ په نیغه پرما ډزې وکړې. ما هم وویشتل او ستیا مې کړل.

سیاه سنگ: " ستیا...؟ ستیاڅه مانا را ښندي؟ دا د کوم ځای اصطلاح ده؟

پنجشیری: ستیا یعنی "پوپنا" زما په گومان چې ښایي هندي یا اردو اصطلاح وي.

سیاه سنگ: مخکې له دې چې نورې اړینې خبرې راوسپړو باید ومنم چې د جنرال امام الدین له خولې د "ستیا" د وییکي په اورېدلو یوه ډیره ناوړه پوښتنه مې په ذهن کې راژوندۍ کیږي. له هماغه امله غواړم پوه سم چې امام الدین د افغانستان له کوم گوټه دی؟

پنجشیری: هغه د لوگر له ولایته دی. د لوگر له پښتنو څخه دی. ښایي هماغلته د یو شمیر وگړو په منځ کې د کارونې وړ وي. خو زه سم نه پوهیږم.

سیاه سنگ: امام الدین د گوند له کومې څانگې څخه وو؟

پنجشیری:هغه خلقی وو او د خلق د څانگې د پوځي ډلې له لارې یې له حفیظ الله امین سره اړیکه درلودله.

سیاه سنگ: ستاسو د وینا پر بنسټ، امام الدین نه کلاشنیکوف را پورته کړی او نه یې د هغه او نه یې د هغه د کورنۍ پرلور ډزې کړې دي؟

پنجشیری: کټ مټ همداسې ده. امام الدین نه شوای کولای کلاشنیکوف را پورته کړي او ډزې وکړي. هغه په خپله ټپي وو. له هغه سره مل او ملگرو سرتیرو چې ولېدل داؤود او زوی یې ډزې کوي دوی هم په وَرته ډول اور ته لاس ور واچاوه. له همدې امله ده چې امام الدین وایي " موږ هم راواخیستل او سیتا " ستي - ژ " مو کړل."

سیاه سنگ: امام الدین او ملگرو یې د دغسې بې خرته او په پټو سترگو وژنې فرمان له چا او له کومه ځایه ترلاسه کړی وو؟ د گوند سرمشریزه ډلې د سردار محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د برخلیک په اړه څه ویل؟ ستاسو اند په دې تړاو څه وو؟

پنجشیری: وروسته له دې چې نورمحمد تره کی ، ببرک کارمل ، ډاکټرشاه ولي او زه (دستگیرپنجشیري) سلیمان لایق ، بارق شفیعي ، عبدالحکیم شرعي جوزجانی او حفیظ الله امین د کابل ولایت له زندانه راډیو افغانستان ته ولیږدول شولو، د دندو ویشنه په دې ډول تر سره شوه: ما، کارمل، لایق او تره کي د سیاسي تبلیغ دنده پرغاړه را واخیستله، حفیظ الله امین، عبدالقادرهراتي او محمد اسلم وطنجار د پوځ لارښوونه په غاړه واخیستله.

له داؤود او د هغه له کورنۍ سره د چال چلند په اړه نورمحمد تره کي او ببرک کارمل بیل بیل نظرونه درلودل. تره کي د هغه په وژلو او کارمل د هغه په ژوندي ساتلو ټینگار کاوه.

ما د نور محمد تره کي په ځواب کې وویل چې :" د ټولنیزې مبارزې اصول نه باید سپک و گڼل شي او له پاڅون سره دې لوبه و نه شي." سلیمان لایق چې د خپل زوم او نیږدي ملگري د وژنې له امله په ژور ناورین او ویرکې سوځېده نو د داؤود په اړه یې وویل: دا فرعون دې ووژل شي."

د تاریخ په دغسې یوې حساسې او پریکندې شیبې کې نور محد تره کي د انقلاب پوځي لارښودې ډلې (حفیظ الله امین او اسلم وطنجار) ته لاندینی فرمان ور ولیږه:

" که سردار محمد داؤود او ملگري یې د انقلاب له فرمانه سرغړوای وکړي، د پاڅونوالو پروړاندې لاس وسلې ته ور وړي او د گوند لارښوونې ته پرته له پوښتنې او آړ"شرط" ځان ونه سپاري نو زموږ وسله وال ځواکونه د خپل ځان اوآزادۍ د ساتنې لپاره خپل حق گڼي چې له انقلابي نظم څخه په میړانه ساتنه وکړي. که هغوی له وسله وال مقاومت څخه لاس پر سر شي او خپلې وسلې پر ځمکه کښیږدي نو یو خوندي ځای ته دې ولیږدول شي. په داسې یوه اکر 'حال' کې به له هغوی سره د هیواد د قانونو پر بنسټ له درنښته ډک چال چلند وشي. "

ددغه فرمان متن په پښتو وو او ما (دستگیرپنجشیري) په پاړسي را و ژباړه.

۷. د داؤود خان خونې ته ور ننوتلم:

محمد اکرم اندیشمند د عبدالحق مجددي او داکټر فضل الله مجددي له کتاب [" افغانستان له ستر امیره تر ستر لارښوده / افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر" د کابل چاپ، د میوند د خپرندویه ټولنې خپرونې، کابل/افغانستان، ۱۹۹۹زکال، له ۵۹۶پاڼي] څخه په را اخـَځـَولو داسې لیکي:

هغه خلقي پوځي افسر چې د محمد داؤود د وژنې فرمان یې را پلی کړ امام الدین نومیده. نوموړی هم مني چې د سردار داؤود پر استوگنځي د یرغل فرمان حفیظ الله امین ورلیږلی وو.

لومړی بریدمن امام الدین چې د پوځ د کوماندو په قطعه کې د ډیرې ټیټې پوځي رتبې افسروو د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ پرمهال لوړي پوځي رتبې ان د ډگرجنرالۍ تر کچه را لوړیږي.

" حفیظ الله امین چې د کودتا فرمان یې ورکاوه او د کودتا د فرمان په دریزیا مـَقــَر راډیو افغانستان کې وو په ریشخورو کې د یو شمیر مقاومتونو له امله اود توپچي ، شوبلو اوله ټینگ هوایي بمباران سره سره د داؤود خان له مقاومته په ویره او اندیښنه کې را لوېدلی وو. [نوموړي] د کړکیچ او اړوپیچ د څیړنې په موخه د لویو لښکرکوټونو او کوشنیو پوځي قطعو له کودتاچيانو بولندویانو سره په گډه په راډیو افغانستان کې د شپې په نهو بجو یوه بیړنۍ غونډه راوبلله او ویې ویل:" په ارگ او ریشخورو کې مقاومت لاتر اوسه پرمخ روان دی. که دغه مقاومت په لنډ وخت کې پای ته ونه رسیږي نو ډیره شوني به وي هغه لښکرکوټونه او قطعې چې لا تر اوسه ناپییلې او بې پرې پاتې او وخت او مهال ته سترگې په لار دي، د داؤود خان په گټه به پرموږ مخ راواړوي او په خوځښت به پیل وکړي. او یابه له نورو ولایتونو څخه د داؤود خان لښکر د هغه مرستې ته را ودانگي. نو ښه به دا وي چې په بیړه او په لومړي گام کې دې د ارگ د مقاومت خبره را لنډه کړای شي.


د کودتا لوړپوړو پوځیانو وړاندیز وکړچې ددغې موخې د ترلاسه کولو لپاره د هوایي او توپچي ځواک د یرغل ترڅنگ باید پلی ځواک هم په خوځښت راشي چې ارگ ته ننوځي او د ارگ د مقاومت ملا دې له دننه را ماته کړای شي. وروسته حفیظ الله امین وویل: کومه قطعه چمتو ده چې په ځانخوښې توگه د پلي یرغل پازوالي په غاړه را واخلي.

زه (امام الدین) چې یو خوږمند او په توده وېنه لوگری ځوان وم راپاڅېدلم او ومې ویل چې زه چمتو یم پلي یرغل تر سره کړم. د داؤود خان خونې ته ور ننوتلم. په خونه کې د اؤودخان ورور محمد نعیم خان، دوه تنه وزیران، د داؤود خان یوه لور او څو تنه نور ول. کله چې د داؤود خان خونې ته ور ننوتلم پوځي سلام مې وکړ.

داؤود خان چې په لاس کې یې تومانچه وه وویل: " څه خبره ده؟ " ما وویل:" صاحب! خبره له خبرې تیره ده. را تسلیم سـﺊ. " داؤود خان په قهرژلي توگه وویل:' چا ته تسلیم شم ؟ " ما ورته وویل : " انقلابي شوری او پوځي ځواکونو ته تسلیم شـﺊ . پوځي ځواکونو ټول لښکرکوټونو چاڼ کړي او ځانونه یې سپارلي دي یوازې تاسو یاست چې مقاومت کوﺉ. " داؤود خان وویل:" زه به هېڅکله تسلیم نه سم."

ما ټینگار وکړ خو په دغې شېبې کې د داؤود خان په لاس کې تومانچه وه، پرما یې ډزې وکړﺉ، گولۍ زما پرلاس را ومښتلې او کلک یې ټپي کړم. بیا نو زما د سرتیرو ، د داؤود خان او داؤود خان د ساتونکو ترمنځ اور پیل او په پای کې یې داؤود خان ووژل شو.

۸. د داؤود خان د تومانچې وروستنۍ گولۍ

داکټر محمد حلیم تنویرپه خپل کتاب کې [ د افغانستان تأریخ او ورځپاڼه لېکنه / تأریخ وروزنامه نگاري افغانستان، د صبور د اسلامي خپرندویه ټولنې د مرکز له خوا، پیښاور/پاکستان جنوري ۲۰۰۰] په ۲۱۹ او ۲۲۰ پاڼو کې د محمد داؤود د وژل کېدلو څرنگوالی داسې رانغاړي:

په هماغه ورځ د پینځلسم زغره وال ځواک شوبلو حفیظ الله امین او خیال محمد کټوازی راډیو افغانستان ته راوستل او هغه ځای یې د خپلې بولندی ځای ځایگی وټاکه. په خپلو خبرتیاوو کې یې په پرله پسې توگه یې خبرتیاوې خپرولې چې د داؤود خان په وژل کېدلو اوس د تیرغمال نادر د کورنۍ د لړۍ واک پای ته را ورسید او واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند اوانقلابي شوری په لاس کې دی. محمد اسلم وطنجار او عبدالقادرپه څو څو ځله د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند او انقلابي شوری د بریا مبارکي وویله.

محمد خالد داؤود چې د تلویزیون په ماڼې کې وود زینب د سینما ترڅنگ د ښځو د ټولنې وړکتون ته ولاړ او خپل کوشنیان یې په موټر کې له ځان سره راواخیستل اود ارگ په لور یې مخه کړه. هغه ارگ ته د شمالي سړک په لار د شوبلې د مردکي له امله ووژل شو. بیا د داؤود مشر زوی محمد عمر په ارگ کې ووژل شو.


دویمه شوبله چې پر ارگ ور ننوتله د محمد اسلم وطنجار وه. د ولسمشر ساتندویه ځواک 'گارډ' په ۲۴ ساعتونو کې زښت تلفات ولیدل.

د [دیارلس سوه او اووه پنځوسم لمریز کال] د غوایي د میاشتې په اتمه نېټه د محمد داؤود ټول وزیران د ارگ په پخلنځي کې پټ شوي ول. محمد داؤود له خپل ورور محمد نعیم او کورنۍ سره یې په ماڼۍ کې راگیرپاتې شول. د کودتا ځواک ارگ ته ور ننوت. د امام الدین په نامه یو تن کودتاچي له خپلو سرتیرو سره د گلخانې په ماڼۍ ور ننوت اوداؤود خان ته یې امر وکړ چې ور تسلیم سي.

محمد داؤود د خپلې تومانچې وروستنۍ گولۍ په هغه ور تشه کړه او امام الدین ټپي شواو بیا هغه پر محمد داؤود او کورنۍ یې اور را بل کړ. محمد داؤود د ژوند تر وروستۍ سلگۍ مقاومت وکړ. په دغه نښته کې محمد داؤود او ټوله کورنۍ یې په شهادت ورسیدل. د هغوی مړي یې د څرخي پله د غرونو د لمنو په غـَوچوړو کې واچول او د هغه د کورنۍ یو شمیر پاتې ښځینه غړي او د هغوی ماشومان یې په زندان کې واچول. یو څیړنه وایي چې د محمد داؤود مړی یې په ماهیپر کې په یوه ناڅرگند ځای کې اچولی دی.

۹. پرما تور لگوي

د ۲۰۰۸ زکال د اپریل په ۳۰ نېټه سلیمان لایق، زما (سیاه سنگ) پوښتنو ته د ټیلفون له لارې ځواب راکړ چې لنډیزیې په لاندې ډول دی:

سیاه سنگ: محمد داؤود او کورنۍ یې د چا او یا د کومو کسانو د فرمان پربنسټ ووژل شول؟

لایق: سردار داؤود او کورنۍ یې د چا د فرمان او یا یوې گډې پریکړې پربنسټ نه دی وژل شوی. وگورﺉ، لومړی کودتا وشوه ، ورپسې پیغام ور و لیږل شو چې تسلیم دې سي، هغوی تسلیم نه شول. پایله یې هماغه ده چې ټول ورڅخه خبر دي: د څو تنو ووژل کېدل.

سیاه سنگ: آیا ستاسو موخه داده ووایاست چې محمد داؤود او کورنۍ یې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د ډله ییزې پریکړې پر بنسټ نه دی وژل شوی؟

لایق: یو شمیر ځانمنونکو او څوکۍ غوښتونکو کسانو چې غوښتل یې څوکیو، لوړو دریزونواو ویسکیو اوموټرونو ته ځان ورسوي، کودتا وکړه او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند یې د یوه ترسره شوي عمل په وړاندې را ودَراوه. د خلق او پرچم ډلې هم د خپل ځان د ساتنې لپاره دې ته اړلې شولې چې کودتا ومني.

سیاه سنگ: آیا کولای شـﺊ چې د دغې کودتا د سمبالوونکو نومونه را واخلـﺊ؟


لایق: زه ډارن سړی نه یم او نه له راتلونکې څخه کومه اندېښنه لرم. زړه ور یم او په برالا او سپینه وایم چې حفیظ الله امین او نورمحمد تره کي ددغې کودتا پاخه سمبالوونکي ول. موږ په زندان کې وو چې کودتا وشوه.

سیاه سنگ: تاسو څنگه زنداني سواست؟

لابق: کله چې د راډیو افغانستان له لارې د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک گوند د مشرتابه د ډلې د مشرانو د نیول کېدلو خبر خپور شو یو شمیر ملگري دغې پایلې ته را ورسیدل چې "میثاق صاحب او لایق صاحب ته به ښه دا وي چې ولاړ دې سي او ځانونه دې دولت ور وسپاري". زه هم د ملگرو د وړاندیز پربنسټ ولاړم او ځان مې پولیسو وسپاره.

زما لاسونه یې را وتړل او د زندان په یوې کوشنۍ خونه یې واچولم. یو وردکي افسر راغی او په اورلړې ژبه یې له ما پوښتنه وکړه :" څه شی دې خوړلي چې هضمولای یې نه شـﺊ؟" بیا نو له هر لوري د پرله پسې ډزو غږونه را پورته شول. افسر دباندې ووت. څو شېبې وروسته زه هم له خونې څخه دالان ته را ووتم چې پوه سم څه خبره ده. د گوند یو تن غړی مې ولید. هغه وویل:" څو شیبې سترگه په لاره اوسه، اوس یې راچپه کوو."

بیا مې هماغه افسر ولید چې په یوه غاب کې یې راته انگور راوړل. زما لاسونه یې راخلاص کړل او په دې توگه زه له زندانه را خلاص شوم.

سیاه سنگ :وروسته له هغې چې راخلاص شوی او راډیو افغانستان ته راغلاست، نور محمد تره کي ته مو د داؤود په اړه وویل چې : " دا فرعون دې ووژل شي" آیا دا رښتیا ده؟

لایق: نه! سمه نه ده. دا خبره قطعأ زما نه ده. پرما تورلگوي. ما داسې نه دي ویلي. اصلأ دغه پیښه په خپله ماته د کرکې وړ وه.

سیاه سنگ: کومه پیښه تاسوته د کرکې وړ وه؟ د داؤود خان وژنه یا دغوایي د اوومې کودتا؟

لایق: کودتا. دغه پوځي پاڅون چې په گوند کې نه وو پوخ شوی، زمالپاره د کرکې وړ وو. ښايي په تأریخ کې داسې ډیر پاڅونونه شوي وي. آیا دا چې په پیښه کې شورویانو لاس درلود یا نه درلود راته روښانه نه ده. البته چې حفیظ الله امین او نورمحمد تره کی دواړه سل په سلو کې پرې پوهېدل.

سیاه سنگ: که تاسو د نورمحمد تره کي او یا حفیظ الله امین په ځای واست ، تاسو به د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د وژلو امر وکړی وای؟

لایق: دغه پوښتنه بنسټ نه لري. که زه د هغوی پر ځای وای ، کودتا نه کېدله. په هېڅ ټولنیزه بلیگه ، اصل او معیار کې د کودتایي پاڅون لارښوونه نه ده شوې. کودتا د سیاسي ستونزو د حل لاره نه وه او په راتلونکي کې به هم نه وي او زه د کودتا مخالف وم. په ټولیزه توگه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ټول پوه غړي له پوځي کودتا سره مخالف ول.

سیاه سنگ: آیا دا خبره سمه نه ده چې تاسو د خپل نیږدې ملگري میراکبرخیبر د ناورین په لمبو کې د هغه وژنه مو د داؤود د وژنې له غچ سره برابره بللې وي او ویلي مو وي چې " دا فرعون دې ووژل شي" ؟

لایق: ما دژوند له هماغو لومړیو شیبو له وژنې او وینې تویونې څخه کرکه درلودله او اوس یې هم لرم. ان دا چې د سردار داؤود او د هغه د کورنۍ له وژنې وروسته د مړیو د لېدنې لپاره ارگ ته وَرَنغلم. تل به یې زما په اړه ویل چې " دی یو پریکنده "قاطع " سړی نه دی" . تاسو په ټول افغانستان کې یو تن راپیدا کړﺉ چې ودې وایي چې د لایق له لاسه یې تاوان لیدلی وي. له بله اړخه سردار داؤود او د هغه د جمهوري دولت دستگاه د میر اکبر خیبر په وژنه کې لاس نه درلود. دا خلک ولې داسې بې گټې خبرې او ارتاکې جوړوي؟

د کوماندو افسر

ډاکټر ظاهرطنین په خپل کتاب کې [ افغانستان په شلمه پیړۍ کې / افغانستان در قرن بیستم، د بي بي سي د خپرونو له ټولگو څخه، د عرفان د خپرندویه ټولنې له خوا، تهران / ایران ، ۲۰۰۵ زکال په ۲۲۴، ۲۲۵، ۲۲۶ پاڼو کې ] د داؤود د وراره محمد عزیزنعیم له خولې داسې لیکي:

مور مې پیـښې د سر په سترگو لېدلې دي. د هغو پیښو لنډیز داسې دی: په وروستیو شیبو کې د [کوماندو] یوافسر خونې ته ورننوځي او محمد داؤود خان ته وایي چې : ور تسلیم شـﺊ. محمد داؤود خان پوښتي چې : دغه امر دې د چا لخوا راوړی؟ هغه ځواب ورکوي: د قادر له پلوه. محمد داؤود خان وایي : زه پرته له خدایه بل چا ته ور تسلیمیږم او تر وروستنۍ گولۍ مې جگړې ته چمتو یم. همدا وه چې د دواړو خواوو تر منځ ډزې را پیل او په پای کې یې خدای بخښلی محمد داؤود خان اود هغه د زامنو او دوه لوڼو په گډون د کورنۍ نورو ۱۷ تنه غړو یې د شهادت جام را په سر کړ.

۱۰: چا له لیرې ویل چې تسلیم شه!

ډاکټر داؤود جنبش (لېکوال،خبریال، ژباړونکی او د بي بي سي کارکوونکی) په خپلې یوې لېکنې کې د " ولسمشر داؤود خان او کورنۍ یې څنگه ووژل شول" تر سر لېک لاندې د محمد ظاهرشاه د خور زهره نعیم له خولې داسې لېکي:

کله چې بمباریو زور واخیست داؤود خان وویل: " کښتـني پوړ ته ولاړ سـﺊ!." د را وتلو پرمهال د گلخانې د ماڼۍ د دروازې له پلوه ډزې را پیل شوې. گومان کوم چې ډزې په ارگ کې دننه د خلقیانو او پرچمیانو له پلوه وې.

په دالان کې د داؤود خان لور زرلښته ، د هغه اته کلنه لمسۍ غزال ( دعمر لور) ټپیانې شوې وې. هغوی یې بلې خونې ته راوړې. زما د دیارلس کلنې لمسۍ صفورا ټټر گولۍ ور څیرلی وو. نظام [د محمد داؤود زوم] وویل چې صفورا بې هوښه ده خو حال یې ښه دی خو کله چې هغه یې له نیږدې ولېدله نو هغه مړه وه. صفورا زما د سترگو تر مخه ځان حق ته وسپاره. ماشومان ان د مور په غیږ کې خوندي نه ول. د سردارصاحب داؤود خان ننږور او د میرویس ماندینې شیما خپل دوه ماشومان په غیږ کې نیولي ول او دیوال ته یې ډه ډه لگولې وه. کله چې له خوتې راوتلو، ومې لېدل چې دریواړه شهیدان شوي ول.

زرمینه (زما او د نعیم خان لور)، عایشه ( داؤود خان معیوبه خور)چې په کراچۍ کې به تلله، زینبه (زما خور/ د داؤود خان ماندینه)، شینکۍ او زرلښته (د سردار محمد داؤود خان لوڼې) ټولې داؤود خان ته ورغلې او تر څنگ یې ودرېدلې.

دا مې په خپلو سترگونه دي لېدلي خو ماته وویل شول چې یو چا له لیرې داؤود خان ته غږ کاوه چې : تسلیم سه!. او هغه په ځواب کې ویلي ول: پرته له خدایه بل چاته نه تسلمیږم. په همدغه وخت کې د ډزو غږونه را پورته شول. داؤود خان، زینبه، شینکۍ، خالد، ویس او عمر (د داؤود خان زامن)، نظام ( دشاه محمود خان زوی) ټول هماغلته ووژل شول.

کودتا چیان په موږ پسې راغلل او ویې ویل چې له خونې را ووځـﺊ! که را ونه وځـﺊ نو د خونې چت به در باندې راونړیږي.د راوتلو پرمهال مې ولېدل چې د داؤود خان، محمد نعیم خان او نورو مړي د ځمکې پرمخ پراته ول.

زما پښه ټپي شوې وه. موږ یې روغتون ته را ورسولو، د لسو ورځو لپاره یې هلته وساتلو بیا یې زندان ته بوتلو. خورشید او توران (د سردارتیمورشاه ماشومان/ د نعیم خان لمیسان) په روغتون کې پاتې شول. گلالۍ ( د عمرماندینه/د داؤود خان ننږور) سره له دې چې پښه یې په ۷ گولیو سورۍ سورۍ شوې وه، ژوندۍ پاتې شوه.

په هغې باراني ورځ، زموږ د کورنۍ او خپلوانو ټول ټال ۷۰ تنه ووژل شول. آیا وروسته له دیرشو کالونو به داسې یو څوک را پیدا سي چې د نوموړو وژل شویو کسانو آرامځای را پیدا کړي او د افغانستان د لومړني ولسمشر له آرامځي څخه یو زیارت جوړ کړي؟

د پینځمې برخې پای
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery