یولسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] دلته وګورئ. . .
"څو ماتو کرښو ته ..." بیا کـتـنه
"په افغانستان کې د روس د تیریو په اړه د څوماتو کرښو/ چند
سطر شکسته درباره ِ تجاوز روس در افغانستان" د کتاب لېکوال فرهاد لبېب
( د لیتو چاپ، نوی ډیلی/ هند ۱۹۸۱زکال) پر
خپلوپخوانیو په لاس لېکل شویو یادښتونو د نویو یادښتونو د زیاتونې لارې غواړي له
سره کتنه وکړي او نوموړی د خپلو مخکنیو خبرو په لړ کې زیاتوي چې :
دغوایي د کودتا پیلامې
کله چې روسان ډاډه شول چې نور له داؤود خانه په خپله گټه، نه شي کولای گټه پورته
کړي، او پوه شول چې نوموړی د هغوی د گټو په وړاندې خنډ گرځېدلی نو د هغه او د هغه د
دولت د را پرڅولولپاره لاس په کار کیږي.
له ټولو لومړی، روسانو د خلق او پرچم ډلو ته چې په چلیزه او تاکتیکي ډول یې په جلا
توگه فعالیت درلود د " یو والي" فرمان ورکړ. دغه دستور د دیارلس سوه او شپږ پینځوسم
کال د چنگاښ (۱۹۷۷زکال جولای) په مېاشت کې پلی شو او په پای کې دولتي ضد خوځوښتونه
را و کټېدل.
په لومړي سر کې د کې جي بي د دوه وو کارَنده "فعالو" څارگرو، حفیظ الله امین او
اسدالله سروري تر مشرۍ لاندې ، په روس پورې ټړلو کسانو غوښتل په پوځي او ملکي څانگو
کې د خپلو له گواښه ډکو او ویروونکو کړو وړو له لارې د داؤود له غوږونو ور تیره کړي
چې له راخپلې شوې کړنلارې څخه لاس په سر شي. د بیلگې په توگه کولای شو د پلان د
وزیر علي احمد خـُرم له وژنې نوم واخلو چې په خپل کاري دفتر کې د جاپان له یوه
سوداگریز پلاوي سره د یوه تړون د لاسلېک کولو پر مهال ووژل شو.
د خرم وژونکی مرجان د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] د پرچم د ډلې غړی وو او
نوموړی له نیول کېدلو او منلو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د " اخواني" په نوم
پيژندل کیږي.
مرجان له اخوان [المُسلمین] سره د اړیکو نه درلودل د څرخي پله د زندان د دویم بلاک
د لومړي پوړ د " کوټه قفلیو" په برخه کې داسې رابربنډ کړل: " له اخوان سره زما له
اړیکو پرته ، نور هر هغه څه مو چې د راډیوگانو له لارې اوریدلی او په ورځپاڼو کې مو
لوستلي، سم دي".
غني خان مشرقیوال د کابل د دهمزنگ د زندان بولندوی او د پلټـنو د پلاوي غړي چې د
څرخي پله په زندان کې زما (فرهاد لبیب) د خوني ترڅنگ بندي وو، د مرجان د پرچمي توب
خبره ومنله. د هغه تر څنگ د دیارلس سوه او اته پینځوسم کال د مرغومي د مېاشتې د
شپاړلسمې ( ۱۹۸۰ز د جنوري ۶) نېټې له " عمومي بخښنې" یوه اونۍ مخکې د مرجان ژوندی
پاتې کېدل او د ببرک له پلوه له نورو پرچمیانو سره یو ځای د هغه خوشې کېدل په خپله
د مرجان د سیاسي اړیکو درلودل په پرېکنده ډول روښانه کوي.
برسیره پرهغې، د زرگونو هڅاندو ، پوهو او هېواد پالو انسانانو وژنه چې نه یې کوم
جرم کړی وو او نه ورڅخه ان یوه پاڼه پلټنه شوې وه ، یوازې د پلانۍ او پلانۍ سیاسي
اړیکې په پلمې ووژل شول، او له ټولو بد تره د دیارلس سوه او اته پینځوسم کال د
غبرگولي د مېاشتې پراتمې او یولسمې [۱۹۸۰ د مې دمېاشتې ۲۸ او ۳۱] د څرخي پله د
زندان په انگړ کې دویم بلاک ته مخامخ د سیاسي بندیانو ډله ییزه وژنه چې یو شمیر یې
د خپل ټاکلي بند موده تیره کړې وه لکه ښاغلی " فصیح" د بامیان له یکاولنگ څخه، نورې
بیلگې دي.
باید ووایو چې د داؤود د پرځېدنې په لومړیو شپو ورځوکې روسانو د خپلو بومي چوپړمارو
تالي څټو له لارې د اکر وکر" حالت" د بې ثباته کولو لپاره د ولس په منځ کې په
ترهگرۍ ، سړي تښتونو او ویرې اچونې لاس پورې کړ او په دغه کار کې څه ناڅه بریالي ول.
په پوځ کې د پام وړ بدلونونه
د غوایي له کودتا [۱۹۷۸زکال اپریل] مخکې د پوځ په لوړو پوړیو کې بدلونونه رامنځته
شول. دغه سکالو له یوې خوا د کودتا په ځیر ټاکل شوې تابیا او د طرحې څرگندونه کوي
او له بلې خوا د پوځ په زړه کې د روسانو لاس لرلو ته بربنډه نغوته کوي.
د غواي له کودتا [۱۹۷۸ ز کال اپریل] پوره یوه مېاشت مخکې ډگروال عبدالقادر پیلوټ [وروسته
د کودتا د رژیم د دفاع وزیر] چې د اوږدې مودې لپاره کورناستی وو، د پوځي مسلخ له
آمریت څخه د هوایي او مدافعه هوايي ځواک د رﺋـیس ارکان په توگه وټاکل شو. له هغه
وروسته د بگرام د گارنیزیون بولندوی ، خدای پاله او د داؤود پــَلــَوی ډگروال محمد
رحیم نورستانی پیلوټ له کاره گوښه او پر ځای یې په روسانو پوری تړلی د مشرقي یو
ډگروال غلام سخي وټاکل شو.
همدارنگه له کودتا لس ورځې مخکې ، د څلورم زغره وال ځواک بولندوی سرور نورستانی د
هغه د ماندینې د درملنې لپاره روسیې ته ولیږل شو. (د ظاهر/ داؤود د دَور د مصوؤنیت
ملي رﺋـیس جنرال اسماعیل خان) ، د دغو کرښو لیکوال (فرهاد لبیب) ته داسې وویل : "له
دې چې د روس له څارگرې څانگې سره پر سرور نورستاني د اړیکو د لرلو شک راپارېدلی وو،
نو ځکه نوموړی د دولت له پلوه د هغه د ماندینې د درملنې لپاره شوروي اتحاد ته ولیږل
شو."
د پوځي ځواک له لوړ درېځ څخه د سرور نورستاني لیرې کول او د هغه په کالخوایي "
کفالت" د پرچمي محمد رفیع ټاکنه هغه هم له کودتا څو ورځې مخکې، او مزار شریف ته د
معمولي کارونو د تر سره کولو لپاره د اتمې فرقې د بولندوی جنرال شیر محمد خان لیږل
، په څرگنده د داؤود د رژیم د راپرځولو لپاره له مخکې ټاکل شویو تابیاوو او تیاریو
ته نغوته کوي.
البته د کودتا د بریالي کېدلو لپاره د پوځ په اډانه کې نور خوځښتونه په پام کې نېول
شوي ول. د بیلگې په توگه، د څرخي پله د تخنیکي خدماتو په څانگه کې د اردو د
بیارغـَولو یا ترمیمخانې مشر، یو گڼ شمیر شوبلې او نقلیه وسایط په دې پلمې تر "
رغښت / ترمیم" لاندې ونیولي چې گڼې هغوی بیا رغښت ته اړتیا لري او له کودتا څخه لږ
موده مخکې یې ترمیمخانه د جنگي توکو په پیاوړي لښکرکوټ اړولې وه. دغه مرکز په کودتا
کې د یوې کارَندې او فعالې قطعې په توگه خپله ونډه ولوبوله.
د غوایي له کودتا مخکې د بگرام په هوایي ډگر کې دوولس تنو روسي پیلوټانو د " الوتنو
د ښوونکو په توگه " کار کاوه. داؤود په پام کې درلودل چې هغوی کرار کرار له پوځي
قطعو څخه لیرې کړي. خو له کودتا څو ورځې مخکې نور دوولس تنه روسي پیلوټان " د نویو
ښوونکو" تر نامه لاندې چې د پخوانیو " ښوونکو" پرځای ، ځای پرځای کېدل، له روسیې
څخه د بگرام هوایي ډگر ته را ورسېدل. په دې توگه د کودتا په ورځ څلورویشت تنه روسي
پیلوټان د چارو د تر سره کولو لپاره چمتو ول.
د هغو ناسمو گنگوسو برخلاف چې گڼې له تاشکنده روسي الوتکې را والوتلې او کودتا یې
بریالۍ کړه، د [۱۹۷۸ د اپریل د ۲۸] د شپې له دوو بجوڅخه ترسهارني سباوون پورې چې
کودتاچیان له ماتې سره مخامخ ول، په بگرام کې همدغو میشتو پیلوټانو ارگ او د قوای
مرکز پوځي قطعې بمبارد کړې. په بله وینا، روسي پیلوټانو له افغانستانه دننه د محمد
داؤود د حکومت اړونده الوتکې په کار واچولې او خپل تالي څټي یې د واکمنۍ پرگدۍ
کښېنول.
د غوایي د کودتا پیل
داؤود خان د مالي وړتیا د ترلاسه کولو او د خپلو تابیاوو او نقشو د سرته رسولو
لپاره له لویدیځو هېوادونو څخه په کتنې بوخت او د ولسي ملي شخصیتونو او د چارو د
مشرانو له پلوه ورته تود هرکلی وویل شو. څو اونۍ وروسته د ناپییلو هېوادونو غونډه
په کابل کې جوړېدله. دغې سکالو روسان خورا زیات لا لهانده کړل، ځکه که دغه غونډه په
کابل کې جوړه شوې وای نو داؤود د ناپییلتوب د غورځنگ د مشر په توگه ټاکل کېده او له
منځه وړل یې ناشوني کېدل.
څرنگه چې وویل شول ، روسانو د دولت پر هرې څانگې د خپلو اغیزو سیوري غوړولي ول او د
هغوی تالي څټي هم د داؤود په سفرونو کې د اقتصادي سلاکاراو پوځي مرستیال ترنامه
لاندې د داؤود بدرگه کېدل.
په دغو سفرونو کې د داؤود اقتصادي مستشار محمد خان جلالر [ د خلق او پرچم په حکومت
کې د سوداگرۍ وزیر]، اود هغه پوځي مرستیال عبدالحق صمدي [ د کودتا د رژیم د پټو
څارگریزو څانگو مشر] د داؤود بدرگه ول. دغو دواړو د داؤود څرگند او پټ تړونونه او
ان د هېوادونو له مشرانو سره د هغه خبرې اترې څارلې.
کله چې داؤود بیرته هېواد ته راستنیږي، په هېواد کې دننه کورني سفرونو پیلوي او خپل
سفر له ختیځو ولایتونو څخه راپیلوي. دوه وو پورتـنیو څارگرو د داؤود د سفرونو ټول
گزارشونه په کابل کې د روس سفارت ته رسول.
روسانو چې مخکې له مخکې مټې را بډ وهلې وې ،د نوموړو راپورونو له رسیدا وروسته لاس
په کار کیږي. د [افغانستان] د خلق له ډیموکراتیک گوند سره د شوروي د سفارت د اړیکو
د ټینگولو مأمور، نور محمد تره کی ، حفیظ الله امین او ببرک کار مل ځانته رابولي او
هغوی ته ډاډ ورکوي چې په ډیر لنډ وخت کې به د داؤود د کابینې ځای دوی ته ورکړل شي
او زیاتوي : سر له اوسه دې ژر تر ژره د داؤود پر وړاندې هڅو او مبارزې ته پونده
ورکړل شي.
د بلې ورځ په سهار د نوموړي گوند مرکزي کمیټې په وزیر اکبر خان مېنې کې په یوه کور
کې غونډه جوړوي. په همدې ترڅ کې حفیظ الله امین ته د شوروي د سفارت له پلوه داسې
لارښوونه ورکول کیږي :" د غونډې له پایه وروسته دې میر اکبر خیبر له منځه ولاړ شي "
( د گنگوسو له مخې ، میر اکبر خیبر له کودتا او د افغانستان د خلق ډیموکرایتک گوند
لاس ته د ځواک له پریوتلو سره مخالف وو.)
په هغو شپو ورځو کې میر اکبر خیبر د پرچم د ډلې د پوځي برخې او حفیظ الله امین (له
ډاکټر کریم زرغون وروسته) د خلق د ډلې د پوځې څانگې مشري کوله.
د کودتا د پلي کولولو لپاره د امین په لاس د خیبر د ټغرورټولول کارنده او بنسټیزه
ونډه درلودله . امین ، عارف عالمیار او اسدالله سروري ته د خیـبـر د ترور امر ورکوي.
دغه کار د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د وُري د مېاشتې په اته ویشتمې د شپې د
نهو بجو په شا او خوا کې تر سره کیږي. په گوند کې له دغو درو تنو پرته د پیښې په
کره څرنگوالي نه پوهیږي.
د راډیو له لارې د فاتحې د اخیستلو د مراسمو خبر خپریږي او په کابل کې د شوروي د
سفارت په لارښوونه د فاتحې اخیستونکې ، نور محمد تره کی ، ببرک کارمل او د گوند نور
څو تنه لوړ پوړي گوندیان دي چې نومونه یې په خبرتیا کې اخیستل کیږي او له هغه
وروسته د داؤود پر وړاندې څرگندې مبارزې ته لا اوږه ورکول کیږي.
یوه ورځ وروسته د گوند غړي او له هر څه بې خبره یوه ټولنیزه بدرگه ډله د میر اکبر
خیبر مړی د هغه له کور مکروریانو څخه پر اوږه کوي او شهدای صاحلین ته یې رسوي.
خاورو ته د مړي له سپارلو وروسته د گوند د مشرانو له پلوه د داؤود پر ضد ډیرې توندې
او ترخې ویناوې ورکول کیږي او د خیـبر د ترور پړه پر داؤود اچوي. ( ولسمشر هر خوځښت
په بشپړه توگه څاري او پوهیږي چې یو پیښه رامنځته کېدونکې ده)
د خیبر ماندینه پوهیږي چې خاوند یې د کومو کسانو له پلوه وژل شوې نو ځکه د هیواد
عدلي چارواکو ته یو غوښتنلېک ورسپاري او په هغه کې نورمحمد تره کی او ببرک کارمل د
میر اکبر خیبر وژونکي ور په گوته کوي.
د کودتا پر وړاندې د داؤود تیاری
داؤود خان د کودتا له پیښېدلو مخکې خبر وو نو له دې امله یې لارښوونه ورکړه چې په
پوځي لښکر کوټونو کې دې اړین او بې ساری تیاری ونیول شي خو د (د احتېاط په ویلو
باید ووایم چې) د لښکرکوټونو بیوړه توب او بې کفایتي په ځانگړې توگه د دفاع د وزیر
حیدر رسولي بیوړه توب او د هغه شکمنو خوځښتونو ، نه یوازې د کودتا لړۍ ته لا اوږه
ورکړه بلکه هغه یې د بریا تر پولو ورسوله.
داؤود مخکې د لښکرکوټونو د مشرۍ له څانگو څخه یو شمیر پوه او رمبک " انظباط لرونکي"
بولندیان لیرې کړي ول او د هغو پر ځای یې پر داسې کسانو ډه ډه ولگوله چې فطرتأ
بیواکه خلک ول.
د کابل د گارنیزیون په لښکرکوټونو کې د لمبر یو تیارسـﺊ چمتو والی نیول شوی وو. ان
لوېدیځو هېوادونو ته د داؤود د سفرونو په لړ کې پالیال اوهوډمن بولندویان شپه او
ورځ د دندو پر سر ولاړ او خپلو کورونو ته نه تلل.د لښکرکوټونو څارگرو څانگو او
پوستو هر سړی تر سترگولاندې نیولی وو. په همدې ډول د هر پوځي افسر کور د ښار په هر
گوټ کې د اړوند لښکرکوټ له پلوه په نخښه شوی وو.
[][]
په راتلونکو گڼو کې به تاسو لاندني ټکي ولولـﺊ:
۱) له جنرال امام الدین سره د کابل ناتـهـ ځانگړې مرکه
۲) د فرهاد لبیب د یادښتونو لړۍ
۳) د انجنیر نجیب الله داوري څو خبرې
۴) آیا د غوایي په کودتا کې شوروي اتحاد لاس درلود؟ (محمد نبي عظیمي)
۵) ددیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې له اوومې مخکې د محمد داؤود د
وژنې لپاره تابیاوي او نقشې نیول شوې وې. ددغې نقشې په خاورو کې د کومو کسانو د لاس
او پښو خاپ ښکاري؟