شپارسمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا
ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] دلته وګورئ. . .
"د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې
اوومه توره ورځ"
د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د وري د مېاشتې په دوه ویشتمه نېټه [د ۱۹۷۸ز کال
د اپریل یولسمه] د منځنۍ "سه شنبې" په ورځ مخکې له دې چې د وزیرانو غونډه پیل شي د
کابینې له څو تنو ملگرو سره د دفتر د رﺋـیس په کوټه کې ناست وم. د فواﺋـد عامې وزیر
" غوث الدین فایق" ناڅاپه راغی او ویې ویل : " خبریاست چې له دغو لعنتیانو څخه یو
یې مردار شوی دﺉ؟" او بیا یې کیسه را پیل کړه چې د میر اکبر خیبر مړی مطبعې ته
نیږدې د سړک د غاړې د یوې ویالې ترڅنگ موندل شوی دﺉ. لږ وروسته غونډه پیل شوه ، که
مې له یاده نه وي وتلي ، گومان کوم د کورنیو چارو وزیر هم په غونډه کې له نوموړې
پیښې څخه یادَونه وکړه.
پرچمیانو د ډیر شورماشور په را پورته کولو د خیبر له وژنې څخه گټه پورته کړه او
حکومت یې د نوموړي په وژنه گرَم و باله. د خیبر د ښخولو او د فاتحې د لمانځلو په
ورځ ، په فوتي اعلانونو کې په خیبر پورې د اړوندو خپلوانو فاتحه اخیستونکو د نومونو
ترڅنگ د ببرک او اناهیتا راتبزاد نومونه هم د خلکو تر غوږونو ورسول شول. (په رسنیو
او فوتي اعلانونو کې په دودیز ډول یوازې د مړي د ډیرو نیږدې خپلوانو د نومونو
یادَونه د منلو وړ وه. په دې تړاو ښایي پرچمیانو په راډیو کې خپل کسان درلودل او
پرته له دې چې د اطلاعاتو وزیر ورڅخه خبر شي په غلا یې اعلان د راډیو د څپو له لارې
خپور کړی وو. )
جنازه د یوه عجیب لاریون په ترڅ کې له مکروریانو څخه پورته شوه او هغه یې د " مړه
دې وي امریکا" د شعارونو په ورکولو د امریکا د سفارت ترمخ ، ارگ ته د راغځیدلې سړک
، د پښتونستان واټ ، پل خشتي او د میوند د جادې له لارې شهدای صالحین ته د یوې لویې
بدرگې په ملتیا ورسوله.
د قبر پرسر مخکې له مخکې لودسپیکرونه ایښودل شوي ول. د پرچم او خلق د رَمو مشرانو
په ترخه ډال او ډیل ویناوې واورولې او په غړیتاو او بریدونو یې حکومت د خیبر په
وژنې تورَناوه.
د هماغې ورځې په سبا په صدارت کې د ولسمشر د مرستیال سید عبدالالله تر مشرۍ لاندې
یوه غونډه وشوه چې د همدغې سکالو په تړاو هم خبرې اترې وشوې. د سوداگرۍ وزیر محمد
خان جلالر چې په پښتونستان واټ کې د پلان د وزیر د دفتر له کړکۍ څخه یې د لاریون
ننداره کړې وه ، د لاریون کوونکو د زیاتې شمیرې د یادَولو په ترڅ کې یې پیښه
داندیښنې وړ وبلله. د کورنیو چارو وزیر ټینگار کاوه او ویل یې : " هېڅ د اندیښنې
ځای نه دﺉ ، ځکه د لاریون کوونکو غټه شمیره زموږ خپل لیږل شوي کسان ول." (د فاتحې
په لمانځلو کې گڼه گوڼه ډیره وه ، ان د اندرابي له پله څخه د شاه دوشمشیرې تر جومات
پورې خلکو لیکې جوړې کړې وې).
د وزیرانو په غونډه کې ټول په یوه غږ ول چې د لاریون کوونکو پر وړاندې دې قانوني
گامونه اوچت شي. له هغه وروسته د همدغې خبرې په اړه د ولسمشر مرستیال او د مالیې
وزیر سید عبدالالله او د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې.
د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د وري د مېاشتې په نهه ویشتمه نېټه [د ۱۹۷۸ز کال
د اپریل اتلسمه] د وزیرانو د شوری په غونډه کې په دې اړه اوږدې خبرې اترې وشوې او
پریکړه وشوه چې ددولت دستگاه دې د پرچم او خلق په ډلو پورې د اړوندو کسانو له شتون
څخه پاکه او د لاریون کوونکو پر وړاندې دې د قانون په اډانه کې گامونه اوچت شي. د
لوړو اومسلکي زده کړو وزیر صدیق محبي د خنډونو په را وړاندې کولو ویل : "د پوهنتون
د یو شمیر استادانو بدلول ساده کار نه دﺉ."
د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې په پينځمه نېټه [د ۱۹۷۸ز کال د
اپریل شپږویشتمه] د وزیرانو د شوری په غونډه کې د عدلیې وزیر او لوی څارنوال وفي
الله سمعیي د میر اکبر خیبرد ښخولو په ورځ د کمونیستانو د لاریون او پردولت د هغوی
د بې شرمو بریدونو په تړاو د جزأ د قانون په اداڼه کې سپړنه او روښنایي واچوله او
ویې ویل چې د قانون د ... مادې پربنسټ محکمه کولای شي دغسې مجرم کسان تر اوو کالو
پورې بندي کړي.
د ماسپښین شا او خوا کله چې د ډوډۍ د خونې پر لور روان وو ، د زینو په لاره کې د
مالیې وزیر راته وویل : " زما په گومان هېڅ ډول گام اوچتولو اړتیا ته نسته. ما
ورڅخه وپوښل : " نو څه وکړو." هغه په ځواب کې وویل : " هېڅ"
د ماسپښین په غونډه کې د خلقي او پرچمي د رَمو د مشرانو د نیولو په اړه خبرې اترې
راپورته شوې او د کورنیو چارو وزیر خپلې لارښوونې تر لاسه کړې. له دې چې د مجلس
اجنداوې پای ته نه وې رسیدلې د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې د پنځنۍ " پنجشنبې"
په ورځ د دیارلس سوه او اووه پنځوسم کال د غوایي د مېاشتې په اوومه نېټه [۱۹۷۸ز کال
د اپریل ۲۸] دې راتلونکې غونډه و نیول شي.
کور ته له رسیدلو سم له صدارت څخه تلفون راغی [او راته وویل شول] " راځی چې غونډه
ده."
په صدارت کې د مالیې وزیر راته وویل : " ښه به دا وي چې ټول دلته پاتې شو چې د
نیونو خبره پټه پاتې شي". د شپې تر ناوخته پورې په صدارت کې پاتې شوو. د کورنیو
چارو وزیر شیبه په شیبه د پولیسو له کړو وړو څخه مجلس ته گزارش ورکاوه. ترهغه ځایه
چې زما په یاد راځي ، له حفیظ الله امین پرته چې د نیولو څرنگوالی یې روښانه نه وو
نورې ټولې نیونې ترسره شوې وې. د شپې ناوخته غوڼده پای ته ورسیدله او ټول خپلو
کورونو ته ستانه شوو.
د څـَلـَنۍ "چهارشنبې" په ماښام [ ۱۹۷۸ز د اپریل شپږویشتمه] د ویل شویو نیونو په
اړه له راډیو څخه یوه خبرتیاخپره شوه. د نوموړې خبرتیا په مسوده کې ولسمشر د "
نورمحمد تره کي" نوم په " مشهور په تره کي" سم کړی وو.
د پنځنۍ "پنجشنبې" په ورځ د غوایي په اوومه [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] له غونډې مخکې وزارت
ته ولاړم. د لیکونو د لاسلیک کولو په ترڅ کې ، اداري رﺋـیس ، محمد رحیم رفیق راته
وویل چې د هغه یو گاونډی د پرچم د ډلې غړی دﺉ او نن سهار یې ورته ویلي ول چې "موږ
غرونو ته خیږو او د دولت پر وړاندې وسله وال مقاومت را پیلوو."
د گلخانې په ماڼۍ کې د غونډې له پیلیدا مخکې د کورنیو چارو له وزیر سره د مخه ښې په
وخت مې د ولسمشر وینا را یاده کړه. هغه وویل : " وروره! موږ باید خپلو غوږونه او
سترگې کابو او پرانیستي وساتو." له دغو خبرو وروسته دواړه د غونډې خونې ته ننوتلو.
په دودیز ډول محمد داؤود یوه شیبه وروسته د غونډې خونې ته راغی او له هر وزیر سره
له روغبړ او پوښتنو وروسته د غونډې د مشرۍ په ځای کې کښیناست.
په پیل کې د کورنیو چارو وزیر امنیتي گزارش وړاندې کړ او څرگنده یې کړه چې د خلق او
پرچم د رَمو مشران څنگه او چیرې بندیان دي. د عدلیې وزیرهم چې د لوی څارنوال دنده
یې هم ترسره کوله د قانون په اډانه کې د هغوی پروړاندې د دعوی په اړه مالومات ورکړل.
له هغه وروسته غونډې د اټکل شویو سکالو په تړاو خبرې اترې پیل کړې. د غونډې د اجندا
یوه سکالو هم د کار او کارگر د قانون خبره وه او موږ باید د کاربندۍ د څپرکۍ په اړه
خبرې او شننې کړې وای.
یوه لنډه شیبه وروسته د ولسمشرۍ د ریاست یو مرستندوی (یاور) د غونډې خونې ته ننوت ،
او نیغ د ولسمشر خواته ورغی او هغه ته یې د لیکل شوې پانې یوه ټوټه ورکړه. ارواښاد
مرستندې ته څه وویل او د سرپه ښورولو یې هغه ته د تللو اجازه ورکړه. له څو لنډو
شېبو وروسته د گارد بولندوی صاحبجان او یوبل تن (چې نوم یې زما په یاد نه دﺉ) خونې
ته را ننوتل. هغوی هم نیغ په نیغه د ولسمشر پر لور ورغلل او هغه ته یې یوه لیکل شوې
پاڼه وسپارله. هغوی [ محمد داؤود] د پاڼې له لوستلو وروسته ناڅاپه له ځایه پورته شو
او په ډیرو ستوغواوتوندو گامونو د غونډې له خونې دباندې د خپل کار د خونې په لور
وخوځېد.
څو دقیقې نه وې تیرې شوې چې د شوبلو یوه ویروونکي ډز ودانۍ وښوروله. وحید عبدالله
راته وویل : " څلورم زغره وال ځواک له څرخې پله څخه را خوځېدلی دﺉ" دغه خبره د ټولو
غوږونو ته ورسیدله او د غونډې لړۍ په ټپه و دَریدله. د غونډې ټول غړي د غونډې په
خونه ، دالان او د دفتر د رﺋـیس په خونه کې په تگ راتگ کې ول. د مالیې وزیر
عبدالالله او د کورنیو چارو وزیر د ولسمشر په خونه کې ول. ددفاع وزیر حیدر رسولي او
د فواﺋـد عامې وزیران غونډې ته نه ول راغلي.
زه ډیرې وختونه د دفتر د رﺋـیس په خونه کې وم او کله ناکله به دالان یا د گلخانې د
ماڼۍ د مخ چمن ته راووتلم او غوښتل مې پوه شم چې څه تیریږي. په دغو شېبو کې مې څو
ځله د گارډ بولندوی ولید چې د لارښوونو د اخیستلو لپاره د ولسمشر دفتر ته په تگ
راتگ کې وو. د ارگ ټولې دروازې تړل شوې وې. د ودانیو گرد چاپیره ډیر سرتیري د څار
لپاره ځای پرځای شوي ول. له ارگ دباندې د شوبلو د گړزهار او د ماشینگڼو او درندو
وسلو نه دریدونکې ډزې اوریدل کېدلې.
د یاور خونه چې د ولسمشر د دفتر په خوله کې وه ورغلم او غوښتل مې پوه شم چې څه خبره
ده. له هغه ځایه مې د مخابراتو وزارت ته ټلفون وکړ چې خبر واخلم. د ټلفون هاغه بل
لوري د ټلفون رﺋـیس سید فقیر علوي په ډیرې ترخې ژبې او بوږنوړي غږ وویل: " د خداي
په پار! دا څه حال دﺉ؟" له هغه سره خبرو گټه نه درلودله ځکه د هغه واښې او واڼې
تښتېدلې وې. د ټلفون له مرکز سره مې اړیکه ټینگه کړه. یو تن مؤظف چې له غږ سره یې
ټول لوړ پوړې چارواکي بلد ول ، ماته وویل : " وزیر صاحب! حالت ډیر کړکیچن دﺉ او
همدا اوس وسله وال کسان د وزارت ودانۍ ته را ننوتلي دي." ما د ټلفون له لارې ډزې
واوریدلې او په ډیرې نهیلۍ مې ټلفون بیرته کښیښود.
د ولسمشر له خونې څخه د کورنیو چار د وزیر له را وتلو سره سم د ولسمشر دفتر ته
ولاړم او د مخابراتو و دوزارت خبر مې ورکړ.ولسمشر چې ترهیدلی ښکاریده وویل : " هو.
د راډیو مرکز یې هم نیولی دﺉ." د یاور په خونه کې نورکسان هم لیدل کیدل چې اوس د
هغوی څیرې زما په یاد نه دي. کله چې له زینو را کښته کیدم د دفتر رﺋـیس ارواښاد
اکبرجان مې مخې ته راغی او ویې ویل: " باید د دلکشا د دروازې له لارې د کورنۍ غړي د
گلخانۍ ماڼۍ ته راوستل شي. عمر جان وایي چې نه غواړي له خپلې کورنۍ سره له کوره
ووځي. که وکولای شی هغوی راولی، ښه به وي." له دغې خبرې سره یوځای د نوموړي خونې ته
ننوتلو. د کابینې یو شمیر غړي هم هلته لیدل کیدل.
د ټلفون زنگ یو په بل پسې راته او هېڅ نه دریده. له هر لورې د تلفونونو زنگونه
راتلل ، چا مالومات ورکول او چا مالومات غوښتل. په دغه شېبه کې د نامتو حضرت "
شیرآغاجان" ټلفون راغی. هغه ویل : " ښاغلي ولسمشر ته ووایاست چې که کوم امر وي زه د
مرستې لپاره چمتو یم." ځواب: " مننه! هرکله که اړتیا پیښ شوه ، تاسو ته وایو. "
همدارنگه د ملي مصؤنیت د رﺋـیس جنرال محمد اسماعیل ټلفون راغی. هغه ویل : " همدا
اوس د دولت په پـلـوي جیټ الوتکو په الوتـنې پیل وکړ. هیله لرم چې په څو شېبو کې
دغې ماجراته پای ورکړل شي." کله چې دغه خبر مو واورید ، د الوتکو د درندو غږونو
ازانگې له ورایه را خپرې شوې.
ساعت ته مې پام شو ، د ماسپښین دوې یا درې بحې وې. غوښتل مې دویم پوړ ته وخیږم ، د
زینو په ورستۍ برخه کې له عمرداؤود سره مخامخ شوم. له روغبړ وروسته مې ورڅخه وپوښتل
چې ولې گلخانې ته نه راځی. هغه وویل : " زه په کور کې وم توپک را سره وو. که هر چا
تیری کړی وای ، نو ډزې مې کولې." د ملي مصؤونیت د رﺋـیس له خبرڅخه مې خبر کړ او لږ
شېبه مو سره خبرې وکړې. هغه وویل." کله چې دغه ستونزه له منځه ولاړه شي، په دولت کې
له یوې پاک کارۍ وروسته باید هرڅه په کلکه او ځیر په پام کې ونیول شي."
اوس هغه شېبه وه چې د کورنۍ ټول غړي گلخانې ته راوړل شوي ول او د ولسمشر ددفتر ترشا
په نورو دفترونو کې ځای پر ځای شوي ول. ارواښاد محمد نعیم ، د مالیې وزیر ، د
کورنیو چارو وزیر او یو یا دوه تنه نور[چې د کابینې غړي نه ول] د ولسمشر په خونه کې
له اروښاد سره یو ځای ول. سردار محمد داؤود د ټلفون له لارې د دفاع له وزارت سره
اړیکه ونیوله خو اوضاع ډیره خړه پړه وه.
زه ، ودانې ته د ننوتلو د دالان په دروازه کې ولاړ او په سوچونو کې ډوب وم. د مالیې
په وزیر مې سترگې واوښتلې چې یو کلاشنیکوف یې په لاس کې وو او له زینو راکښته کیده.
موږ دواړه له هغه ځایه را ووتلو او د گلخانې ترمخ په چمن کې ودریدلو. کلاشنیکوف ته
مې په نغوتې وویل " په دې څه کوﺉ؟" هغه وویل:" وروره ! لږ لږه د ځان ساتنه خو
وکړو."
په دغه شېبه کې د گارد یو افسر (عبدالحق علومي چې وروسته غټ پرچمی را وخوت) موږ ته
رانیږدې شو او ویې ویل:" تر څو چې زموږ له ټټرونو او سینو څخه څوک نه وي تیر شوي ،
هېڅوک نه شي کولای تاسو ته نیږدې شي."
موږ دواړه بیا ودانۍ ته ننوتلو. هغه پورته په زینو وخوت او زه لاندې پاتې شوم. په
دغه شېبه کې ومې لیدل چې مجید یاور (د بازمحمد خان زوی) په بیړه له زینو راکښته شو
او له یوې نیمه تړلې کړکۍ څخه چې مخه یې د دلکشا د بڼ پر لور پرانیستل کیدله ، په
کلاشنیکوف د جیټ الوتکو پر لور ډزې کوي.
ور نیږدې شوم او ومې پوښتل :" څه خبره ده؟" مجیدپرته له دې چې ماته وگوري ، وویل:"
هغوی زموږ پرضد عملیات کوي." د مجید دغې خبرې د ملي مصؤونیت د رﺋـیس پر ورکړل شوې
خبر د نهیلۍ سړې اوبه وشیندلې. په همدغه شیبه کې ما له کړکۍ ولېدل چې د دلکشا د برج
ساعت د الوتکې په توغندي ویشتل شوی وو.
خړمازیگر خپله لمن کرار کرار غوړوله او لمرپه لویدو وو. د توپکو یو یو ډز اوریدل
کیده او د الوتکو د ویرونکې گړزا ږغ له لیرې لیرې تر غوږو کېده. د ولسمشر د خونې
ترڅنگ د کابینې غړې په یوې کوشنۍ خونې کې راټول شوي ول او د زبیښونکي چوپتیا په
ناورین کې یې یو بل ته په پټه خوله کتل.
ولسمشر خونې ته را ننوت. موږ ټول له خپلو ځایونوڅخه د هغه د درنښت لپاره را پورته
او په پښو ودریدلو. هغه په یوې آرام څوکۍ کې کښیناست. معنویات یې پیاوړي او ان
څرگنده موسکا یې په څیره کې ځلیدله. ولسمشر سوکه سوکه خبرې پیل کړې او د خبرو په
ترڅ کې یې ټوله پازوالي (مسؤولیت) په غاړه اخیستله او دداسې پیښې گومان یې نه کاوه.
موږ ټول چوپه خوله پاتې وو. په پای کې ما وویل : " موږ ټول ستاسو همکاران یو. هغه
څه چې ستاسو پازوالي ده زموږ هم ده." نور د چا غږ پورته نه شو. څو شېبې وروسته ،
ولسمشر وویل : " د گارد ځواک ډیر کوشنی دﺉ. ولیدل شي چې څه کیږي. " په همدغې شېبې
کې د کوټې دروازه پرانیستل شوه او ......
[][]
نوربیا
د هغه لیکوال نوم او د کتاب پیژندنه چې پربنسټ یې د " پسرلني سباوون د گولیو باران"
شپاړلسمه او اوولسمه برخه لیکل شوې ، په راتلونکو برخو کې وشي.
د ژباړونکي یادَونه: لیکوال درې ځایه د [ گله] ووییکی یاد کړی دﺉ. د فارسي ژبې تر
ټولو د ډاډ وړ قاموس [فرهنگ دهخدا] کې د گله وییکی داسې مانا کړی دﺉ :
[ گله . [ گ َ ل َ / ل ِ / گ َل ْ ل َ / ل ِ ] (اِ) گله و رمه ٔ گوسفند و شتر و خر
و گاو و آهو و امثال آن باشد. (برهان ). گله ٔ اسپ و شتر و گاو و گوسفند ودر
قوشخانه ٔ پادشاهان هندوستان گله گلنگ و گله قرقره نیز گویند. (آنندراج ): اعرم ؛
گله ٔ (بز. (منتهی الارب ).جول ؛ گله ٔ شتران و شترمرغان و گوسپندان . جمه ؛ گله ٔ
شتران . جلمد؛ گله ٔ بزرگ شتران . جزمه ؛ یک گله از شتر.جماله ؛ گله ٔ شتران نر.
خرقه ؛ گله ٔ ملخ . خذروف ؛ گله ٔشتران . خطر؛ گله ٔ شتران . خیط؛ گله ٔ شترمرغ .
خیطی ؛ گله ٔ شترمرغ . خنطوله ؛ گله ٔ گاو و شتر و ستور. دیکساء؛گله ای بزرگ از
گوسپندان و چهارپایان . رأب ؛ گله ٔ هفتاد شتر. صِوار؛ گله ٔ ماده گاوان . صیار؛
گله ٔ گاوان . عَجاجَة؛ گله ٔ بزرگ از شتران . عانة؛ گله ٔ خرگور. علابط، عُلبط،
عُلبطة؛... گله ٔ گوسفند از پنجاه تا هر قدر که باشد. مِنسِر یا مَنسِر؛ گله ٔ اسب
از 30 تا 40 و یا از 40 تا 50 یا تا 60 یا از صد تا دو صد. ورد؛ گله ٔ مرغان .
وَقِر؛ گله ٔ پانصد گوسپند. همهامه ؛ گله ٔبزرگ از شتران . هادیات ؛ گله ٔ گاوان
دشتی و جز آن که پیش پیش روند. هور؛ گله ٔ گوسپندان بدان جهت که از کثرت بعض بر بعض
می افتد. هند؛ گله ٔ صد شتر یا اندکی زائد از صد یا اندکی از آن یا دو صد. (منتهی
الارب ).
ترکیب ها:
- گله ٔ آهو . گله ٔ اسب . گله ٔ خر. گله ٔ خروس . گله ٔ زنبور. گله ٔ شتر. گله ٔ
شترمرغ . گله ٔ کبوتر. گله ٔ گاو. گله ٔ گوسفند. گله ٔ مرغان . گله ٔ ملخ :
نماند ایچ در دشت اسبان گله
بیاورد چوپان به میدان گله .
همدې ته وَرته مانا د فرهنگ عمید په قاموس کې شته :
[گله] [ گ َ ل َ] رمه ، گروه ، دسته ، رمه ء گاو و گوسفند و سایر چهارپایان
زه د یوه ژباړونکي په توگه دا حق نه لرم چې د لیکوال یو لیکل شوی توری یا لیرې یا
په بل ډول مانا کړم او د پښتو په څلور ټوکیز تشریحي قاموس او د پښتو ټولنې په دوه
ټوکیز پښتو په پښتو قاموس کې [گله] په رمې مانا شوی دﺉ.