مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د خونړۍ پيښي د شهيدانو او زخميانو له کورنيو سره نغدي مرسته وسوه

benawa afghanistan
جواد
د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندهار د خونړۍ پیښي د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره د جمهوري ریاست  نغدي مرسته وسول

د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندهار د خونړۍ پیښي د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره د جمهوري ریاست د سیاسي سلاکار داود ګلزار او ورسره پلاوي له لوري پرون په داسي حال کي نغدي مرسته وسوه چي پر دې مهال د ولایتي شورا غړي او د ولایت مقام مالي و اداري رئیس عبد الحنان منیب او یو شمېر نور مسؤولین هم حاضر وو.

د جمهوري ریاست د حکم پر اساس د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وسوه، د هغوی خپلوانو، دوستانو او خواخوږ ته د تسلیت مراتب وړاندي سول او د جمهور رئیس ځانګړی تعزیت ورته ورسول سو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery