مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دبېنوا داسلام او مذهب برخه
په موجوده زمانه كښي زياتره هغه خلك چي ددين څخه ناخبره دي دافكركوي چي داسلام مبارك دين يوازي دلمونځ روژى او څوغيبي خبرو( چي دقيامت په ورځ په څه كيږي جنت كي حوري اوجهنم كي ماران اولړمان دي ) مجموعه ده دانسان ظاهري اوباطني حالاتو ته نظر نه كوي دهرچا خوښه ده چي الله اورسول په كومه طريقه پيژني معاملات تجارت اوخلكو سره چلند په خپله خوښه كوي نه پكي دټولني داصلاح څه شته اونه ددنياوي كارونوپه اړه معلومات وړاندي كوي لنډه داچي داسلام نه دناخبرتيا په وجه داخبره زهن ته راځي كه دتجارت لپاره لارښوني غواړې نو دنوروقومونو تقليد كوه اودټولني په جوړښت كي دزړو فلسفيانو په پل روان اوسه. چاچي اسلام نه وي مطالعه كړى هغه فكركوي چي په نړيواله كچه داصلاً داړتياوو پوره كولواو دبشري ادابواواخلاقوپه اړه اسلام كي هيڅ اصول نشته

دپورته خبرو بد اثر هم په مسلمانانو اوهم په غير مسلمو پريوتى غيرمسلموته په اسلام ديو نامكمل دين ټاپي وهلوموقع برابره شوه اوبعضي مسلمانان بيا ځان په هرڅه كي دنورومحتاج ګڼي همدغه رازداسلام څخه نا خبرتياپه عامو وګړو هم بده اغيزه كړي اودا خبره لګياده په نړيواله كچه وده مومي ، حالانكه څوك چي لږپه دقت سره دقرآن او حديث مطالعه وكړي داسلام په مبارك دين كي به دبشري ټولني دهرضرورت علاج اودورپيښو ستونزو حل به بيامومي پدي به اعتراف وكړي چي اسلام مونږهيڅ ته هم نه يو محتاج كړي ددى خبري ښكاره ثبوت داسلام په اړه دنورومذاهبو دپوهانو اعتراف دى .

داسلامي تعليماتو نه دخبرتيا په اړه به دلته په نږدي راتلونكي كي دعباداتو عقايدو ورځني معاملاتو اوټولنيز ژوند په اړه معلومات وګورۍ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery