د کندهار د خونړۍ پيښي د شهيدانو او زخميانو له کورنيو سره نغدي مرسته وسوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67574
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-01-18

د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندهار د خونړۍ پیښي د شهیدانو او زخمیانو له کورنیو سره د جمهوري ریاست د سیاسي سلاکار داود ګلزار او ورسره پلاوي له لوري پرون په داسي حال کي نغدي مرسته وسوه چي پر دې مهال د ولایتي شورا غړي او د ولایت مقام مالي و اداري رئیس عبد الحنان منیب او یو شمېر نور مسؤولین هم حاضر وو.

د جمهوري ریاست د حکم پر اساس د ټولو شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره نغدي مرسته وسوه، د هغوی خپلوانو، دوستانو او خواخوږ ته د تسلیت مراتب وړاندي سول او د جمهور رئیس ځانګړی تعزیت ورته ورسول سو.