مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دبېنوا د هنر او ادب برخه
د ادب دخيالي نړۍ د هنري پنځونو په طلايي اسمان کښي زموږ بې شمېرو راڼه ستورو د خپلو تاندو او قشنګو اندونو په مسيحا لاسونو خپله ټولنه ، ژبه او کلتور د تاريخ له اوږدو څخه تر دې دمه او د ځمکي پر مخ د ادم تر وروستي قدمه ژوندي ساتلي او ساتي به ئې .

د کائيناتو د رڼا او ښکلا ستر او لايزال نــــــور ( ج) د افغانانو کور هيڅکله هم بې بلو شمعو ندی پريښی ، د فلک تر شنه وزر لاندي ئې زموږ د هر نسل په لمن کي ګلونه اورولي او په هر دور کښي ئې زموږ د استعدادونو پر اذهانو د شعري شاپېری د ښکلا او هنري نبوغ سيوری غوړولی دی همدا لامل دی چي پښتو د شعر او شاعری ژبه بلل کيږي .

معاصره افغاني ټولنه چي همدا اوس اوس خپلي خوبولي سترګي موښي او د سپين سبا ګلاليو وږمو له خوبه پاڅولې د خپل ځان سره بې شميره تاند ليکوال او شاعران لري چي هر يو ئې د سپرلني ګلونو په څير ځانته جلا رنګ او ښکلا لري .

موږ به د وس تربريده هڅه وکړو چي په دې برخه کښي د هغوی د تخيُلي شاپيريو انځورونه ستاسو مخي ته کښيږدو او له دې لاري هغوی وپالو ترڅو نور مانيز شعورونه وپنځوي او لا زيات نور استعدادونه وروزي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery