مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
بېنوا        خپرنیزه تګلاره

د بېنوا ویب پاڼي خپرنیزه تګلاره

_ بېنوا ويبپاڼه یوه ناپېلې او خپلواكه پاڼه ده چي موخه يې د افغاني فرهنګ بيارغونه وده اوځلونه او همدارنګه د افغانستان او نړۍ له نوو او تازه پېښو،پرمختګونو ،ماتو او بريو څخه په هيواد كي دننه او د باندي د افغانانو خبرول دي.
_ په داسي حال كي چي د افغانستان د ټولو ژبو د ودي او پرمختګ هيله لرو خپله دنده ګڼو چي د ولس د اكثريت ژبي ((پښتو)) ودي او پرمختګ ته كار وكړو.دا ويبپاڼه تر اوسه هيڅ ډول مالي ملاتړ او بنسټ نلري، يوازي او يوازي يې پر افغانيت،افغانستان او افغان فرهنګ مين افغانان د خپلو دردونو او سپېڅلو احساساتو په مټ چلوي.
_ ملي،اسلامي او افغاني بريد-پولو ته درنښت لري او پر ياددو سوو پولو د تيري كونكو پر وړاندي مبارزه خپله دنده بولي.
_ ټولو د قلم او نظر څښتنانو ته د همكاريو بلنه وركوي، خو د ليكنو په ټاكنه،سمونه او خپرونه كي خپلواكه ده.
_ دا ويبپاڼه د هر ډول ژبنيو،سيمه ييزو،قومي او مذهبي تعصبونو او تربګنيو د له منځه وړلو او پر ځاى يې د ملي ورورۍ،پخلايني او يو والي لپاره نه ستړي كېدونكي هڅي كوي.
_ په ويبپاڼه كي د شخصي غرضونو پر بنسټ پر كوم شخص،ډله او قوم تورلګولو، دكوم ګوند يا ډلي تپلى پروپاګند او تبليغاتو ته ځاى نسته.
_ دبیان دازادۍ لمخي په بېنوا ویب پاڼه کي خپرې شوي لیکني ، د لیکونو لاندي تبصرې او د میلمنو دپاڼي نظرونه دهغو د لیکوالو دنظرڅرګندونه ده د ویب پاڼي همږغي ورسره شرط نه ده .
_ هر خپرونه او رسنۍ بايد له بېنواويبپاڼي څه د موادو اخيستلو پر مهال د اصولو له مخي اخځ(سرچينه) و ښئي.
_ په ويبپاڼه كي هڅه كېږي چي د افغانستان او نړۍ له گوټ_ګوټ څخه پښتو رسنۍ،خپروني،كتابونه او انځورونه پر ليكه شي.
_ تبصرې او شنني به د افغانستان د ملي ګټو او ملي يوالي د روحيې په پام كي ساتلو سره كېږي او دبېنوا پاڼي مسؤله ډله پوره واک لري چي هغه تبصرې اوشنني له پاڼي څخه په ټولیزه ټوګه ړنګي کړي چي ملي روحیی ته زیان رسوي .
_ دغه ويبپاڼه په هيواد كي دننه او دباندي د افغان كلتور د بېلابېلو برخو د كار كوونكو، مينه والو او ټولو كلتوري كړيو ترمنځ د اړيكيو د يوتار په توګه هلي ځلي كوي.
_ ډېره هڅه به كېږي چي له هيواده دباندي افغانان په تېره بيا ځوانان د خپل هيواد له پېښو،تاريخ او كلتور سره مينه وال پاتي شي او اړيكي يې ورسره تازه وي.
_ بېنوا وېبپاڼه دپښتو مطبوعاتو د پرمختيا په موخه ټولو مجلو او جريدو ته په خپله غيږه کي ځانګړي ويبپاڼي جوړوي هغه مجلې او جريدې چي تر اوسه په بينوا پاڼه کي ځای شوي دي په ټوليزه توګه د هغو مسوليت د هغو په ادارو پوري اړه لري بېنوا پاڼه ئې يواځي د خپريدو وسيله ده
_ د بېنوا ویب پاڼي په غیږه کښي د ټولو ځانګړو ویب پاڼو او د هغو د لیکونو مسؤلیت دهغو په چلوونکو پوري اړه لري
_ بېنوا  دیو انلاین پلاټ فورم په توګه  دقانون او بیان دازادۍ په ړنا کي هرچاته دنظر دڅرګندولو حق ورکوي همدا راز دخپل  بنستیز شعار لاندي چي  (هره موضوع دنشر وړ ده )   هرهغه څه خپروي چي دټولني د اصلاح او پرمختګ سبب ګرځي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery