د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګران وايي، سږ کال د دوی د باغونو حاصلات ډېر ښه دي، خو د پلور او ذخیره کولو لپاره یې بازار او معیاري سړې خونې نسته
دوی په هېواد کې دننه او بهر له ټولو پانګهوالو غواړي چې له دوی سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي
سږ کال له وچکالی وروسته بارانونو سره د تازه مېوو حاصلات ډېر ښه و. په ځانګړي ډول د الوبالو، زردالو، خټکو او هندواڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالي راغلی، یو شمیر بزګران وائې که چیري د د جوسونو د تولید له کارخانو لخوا ددغه میوو څخه استفاده وسي دا به له یوه پلوه د کروندګرو ملاتړ وشي او له بل پلوه به مصرف کوونکو ته زیان نه رسیږي.