مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
بېنوا        داعلاناتو تجارتي کړنلاره

دتجارتي کړنلاره او شرایط

بېنوا ویب پاڼه دټولو بهرنيواو کورنیو شرکتونو ، سیاسي او پانګیزو ادارو هغه ټول تجارتي اعلانات ، کمپاینونه ، سوداګریزي او ټولنیزي خبرتیاوي خپروي چي د افغاني دود او کلتور سره اړخ لګوي او دافغانستان دودپاله اسلامي ټولني ته دمنلو وړ وي .
بېنوا ویب پاڼه ددټولوکورنیو تجارتي همکارو شرکتونو سره دهغوي د تجارت دلا غوړیدا په موخه په زیات تخفیف اوږدمهاله قراردادونه لاسلیکوي چي لمخي مي به ئې داوږدې مودې لپاره دنوموړي شرکتونو اعلانات په بېنوا کي خپریږي او ددوي دتجارت په وده کي به تر خپلي وسي هڅه کوي .  
بېنوا ویب پاڼه د بهرنیو موسیساتو، بهرنیو دولتونو  او نورو بهرنیو ادارو هغه اعلانات هم خپروي چي دافغانستان د خلکو لپاره د خیرښېګڼي  نیت پکښي موجود وي او یا دافغانستان دخلکو دپرمختګ لپاره وي .
په بېنوا ویپاڼه کي  به ټول ادبي ،فوتي  ،دورکي او کارموندلو اعلانات او خبرتیاوي په وړیا ډول خپریږي  
بېنوا پاڼه د سیاسي ګوندونو ، انتخاباتو ، اتحادیو او بیلابیلو اورګانو اعلانات په وړ بیه خپروي
دبېېنوا انټرنیټ پاني تجارتي قراردادنونه تر هغه ټاکلي مودې اعتبار لري چي په قرارداد کښي ئې ذکر شوې وي کچیري دټاکلي مودې تر پوره کیدو ورسته دخپلو مشتریانو لخوا دبیا قرداد غوښتنه موجوده وي بېنوا انټرنیټ پاڼه نوموړي اوږمهاله قرارداد دبیا تمدید په صورت کي د20 ٪ اضافي لګښت په لګولو سره یوواربیا تمدیدولای شي
دبېنوا تجارتي تګلاره د هغو ټولو اعلاناتو او سوداګریزو خبرتیاو د قراردادونو تضمین کوي چي د بېنوا پاڼي د ادارې لخوا لاسلیک کیږي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery