دخپریدو نیټه : 2011-05-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
میرویس ته !
سید نجیب الله سادات
داستا ناځوانه په شان خلک چې یو ځوان وژني
بس ځناور شي چې جرئت کوي انسان وژني
په خپله نه په امید ژوند کړي نه ارمان پېژني
د بل امـــــــــــــــید په لمن ډکه له ارمان وژني
دې تور پړونـــــــي بیا د چا په لوري مخه وکړه
د چا په خـــوله کې ټپه وژني یا قربان وژني
د کومـــــــــې نوې فلسفې له مخې وپوهېدې؟
چې به جنت ته ځي په خپله چې خپل ځان وژني
د تـــــــــــــــــــــــــلو خبر دې د غمو په ټغر کېنولم
په دې پوهېږی چې سادات به دې هجران وژني
کابل د بهرنیو چارو وزارت