داستا ناځوانه په شان خلک چې یو ځوان وژني
بس ځناور شي چې جرئت کوي انسان وژني
په خپله نه په امید ژوند کړي نه ارمان پېژني
د بل امـــــــــــــــید په لمن ډکه له ارمان وژني
دې تور پړونـــــــي بیا د چا په لوري مخه وکړه
د چا په خـــوله کې ټپه وژني یا قربان وژني
د کومـــــــــې نوې فلسفې له مخې وپوهېدې؟
چې به جنت ته ځي په خپله چې خپل ځان وژني
د تـــــــــــــــــــــــــلو خبر دې د غمو په ټغر کېنولم
په دې پوهېږی چې سادات به دې هجران وژني
کابل د بهرنیو چارو وزارت