دخپریدو نیټه : 2011-04-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
شعر
سردار محمد سنګروال
دپامیر په لوړه څوکه چی برښنا وځلیده
پسرلی او رنګینی شوی پختونخواوځلیده
شبنم قطره قطره د هر یو ګل په غیږ کی ناست دی
د بورا نمجنو سترګو کی مسکا وه ځلیده
د قطار اوښانو مخکی د خوښی سندری وای
ښکاره شوه په کنډو کوچی لیلا وځلیده
شور دی غرغړی دی د ورغومو او اوښانو
د سپین په غره په لمن کیږدی بیا وځلیده
نصیب دی شه سنګره د سپرلی ورځی رنګینی
سنګروال درته قلم کی دا دوعا وځلیده