شعر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 43640
سردار محمد سنګروال
دخبریدو نیټه : 2011-04-21

 

دپامیر په لوړه څوکه چی برښنا وځلیده
پسرلی او رنګینی شوی پختونخواوځلیده
شبنم قطره قطره د هر یو ګل په غیږ  کی ناست دی
د بورا  نمجنو سترګو کی مسکا وه ځلیده
د قطار اوښانو مخکی  د خوښی سندری وای
ښکاره شوه په کنډو کوچی لیلا وځلیده
شور دی غرغړی دی د ورغومو او اوښانو
د سپین په غره  په لمن  کیږدی بیا وځلیده
نصیب دی شه سنګره د سپرلی ورځی رنګینی
سنګروال درته قلم کی دا دوعا وځلیده