مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د يوې کره او معياري پښتو په لار کي پرتې ستونزي


د پښتون قام د ټولنيز ژوند بېلابېلو اړخونو ته په يوه سرسري او ځغلند نظر سره دا حقيقت له ورايه ښکاري، چي د يوې کره او معياري پښتو په را منځ ته کولو کي خورا په پېخر ستونزي او پېچومي پرتي دي؛ چي ليري کول يې په هيڅ وجه د دوو يا درو ورځو کار نه دﺉ . لکه څنګه چي مخکي هم يادونه وسوه، دا ستر رسالت په تشو ولولو او وچو پرېکړو هم نه بشپړيږي . د دې لوی او ارزښتناک کار له پاره علمي او عملي کړنلاري ته اړتيا ده، چي د ټولو پښتنو په ګډو کوښښونه سره ګام په ګام او پړاو په پړاو بشپړه سي .
د پښتو ژبي د ويلو او ليکلود يوه معياري سبک د جوړولو له پاره بايد، تر هر څه مخکي دغه سپېڅلې او لرغونې ژبه په افغانستان کي د پارسي او په پاکستان کي د انګرېزي او اُردو ژبو له ناوړه اغېزو و غوژورله سي . د دې خبري مانا دا ده، چي پښتو بايد په افغانستان او پښتونخواکي د ترجمې يا دوهمـــي ژبي له دريځـــــه ووزي . په بله وينا، پښتو بايد د ښوونځييو، پوهنتونونو، دولتي او خصوصي ادارو، چاپوونکو او خپروونکو مؤسسو، تجارتي راکړي ورکړي او ټولنيز ژوندانه په يوه ژوندۍ، فعاله او خوځنده ژبه واوړي . د افغانستان په پلازمينه ( کابل ) کي تر اوسه پوري پښتانه زده کوونکي د کافي پښتو ښوونځييو د نسته والي له امله جبراً د پارسي ژبي ښوونځييو ته ځي؛ دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګي پرته د کابل پوهنتون، کابل پوليتخنيک، کابل طب، حربي پوهنتون، هوايي پوهنتون او نورو ټولو تحصيلي او دولتي ادارو په بشپړه توګه ژبه پارسي ده . ښه مي په ياد دي، چي دکابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي حتا له پښتانه استاد څخه هم په پښتو ژبه پوښتنه کول د کوپر ( کفر ) په څېر ناوړه کار ګڼل کېده؛ د دولت په مطبوعاتي او خبري مؤسسو کي ټول متنونه لومړی په پارسي ليکل کيږي؛ او بيا يوازي د تش په نامه حساب پوره کولو له پاره، په پښتو ژبه ترجمه کيږي؛ په پښتو ژبه ژباړل سوي کتابونه، ورځپاڼي او نور چاپي مواد تل د پارسي ژبي تر کتابونو، ورځپاڼو او نورو خپرنيزو موادو په ډېر ځنډ او ټيټ کيفيت چاپيږي . البته په پښتو ژبه د نوو علمي او تحقيقي اثارو ترجمه، پر خپل ځای ډېر ارزښتنمن او ګټور کار دﺉ؛ خو هيڅ ژبه له هغو څخه پښتو بايد يوازي د ژباړي هغه هم ناوړه ژباړي ژبه نه وي . پښتانه شاعران، ليکوال او څېړونکي بايد په خپله پراخه او شتمنه ژبه د نوښتګرييو، خلاقيتونو او هستونو لوی فرصتونه ولري . د همدغو موخو او هدفونو له پاره يې استعدادونو لا وغوړيږي؛ خو په پښتني چاپېرکي ترخو او ځورونکو شرايطو، پښتو ژبه يوازي د يوې کمزوري او بې خونده ژباړي مقام ته ټيټه کړې ده . نور ولسونه په نوښتګرو او تحقيقي ليکنو سره خپلي ژبي ارتوي؛ او موږ د دوهمي ژبي په توګه يوازي د نورو پر ښو او بدو شخوند وهو . په داسي حالاتو کي ناڅاپي نه ده، چي هر څوک ( پښتون، تاجيک، هزاره، اوزبک، بلوڅ او نور وروڼه قومونه ) پارسي ژبي ته مخه کوي؛ ځکه په خپله مورنۍ ژبه يې د څه موندلو او څه لوستلو ټولي لاري بندي سوي دي .
په افغانستان او پاکستان کي سياسي واکمنانو تل د مځنکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او نورو ملي ارزښتونو د ساتني او دفاع پر مهال تر بل هر قوم مخکي، زړورو پښتنو ته د قربانۍ او سرښندني بلنه ورکړې ده؛ او د خپلو سياسي ګټو د ساتني په مقصد يې له پښتو ژبي او پښتو دودونو سره لوبي کړي دي؛ خو کله چي په هيواد کي سوله او امنيت ټينګ سوی دﺉ، بيا نه يوازي پښتو او پښتني دودونو ته شا ګرزول سوې ده؛ بلکي د پښتون ولس او پښتو ژبي پر خلاف د ځينو پوچ مغزو د ملنډو او زهرجنو تبليغاتو مخنيوي ته هم هيڅ پام نه دﺉ اړول سوی .
پښتو ژبه له اوسني ځپلي او نتلي حالت څخه خپل وړ مقام ته رسول، په هيڅ ډول خدای مه کړه له پارسي او نورو وطني ژبو سره د دښمنۍ او تربګنۍ په مانا نه ده . بايددا عيني واقعيت په ورين تندي و منو، چي پښتو ته شا ګرزول؛ او د ټولنيز ژوندانه په هره برخه کي د پارسي ژبي تسلط او واکمني په هيڅ ډول زموږ د ملي يووالي سيمبول نه دﺉ . که څوک فکر کوي، چي د پښتو او نورو افغاني ژبو پر ځای د پارسي ژبي جبري خپرول او رواجول د دې هيواد د ملي وحدت ضامن دﺉ، ډېر تېروتلي دي . د دې لرغوني او وياړلي خاوري هيڅ قوم او هيڅ وګړی د دې حق نه لري، چي پښتانه يا نور وروڼه قومونه د خپلي خوږې او سپېڅلي ژبي پرېښوولو يا کم رنګه کولو ته اړباسي . له دې مسألې سره د عِلمي چلند لاره دا ده، چي د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو بېلابېلو ژبو ته د هغو د ويوونکو په تناسب، د ودي او پرمختګ هر اړخيز امکـــــانات برابر سي . په دې کي هيڅ شک اوشبه نسته، چي پر شتمني او پراخي پارسي ژبي سربېره، د دې هيواد د نورو وروڼو قومونو د ژبو زده کړه هم، د هر ريښتيني افغان له لويو ښېګڼو او هونرونو څخه ګڼل کيږي . پښتنو دا فضيلت او هيواد پالنه په عمل کي ښوولې ده . د پښتنو شاعرانو، ليکوالو او محققانو له خوا په پارسي ژبه د شعري ديوانونو، تاريخونو، ادبي او علمي اثارو شمېر دونه اوږد او مفصل دﺉ، چي د يوه جلا کتاب د ليکلو اړتيا را منځ ته کوي؛ خو په دې لنډو ټکو کي د پارسي ژبي، ادب، تاريخ، تاريخي جغرافيې، کتاب پېژندني، لرغونپوهني او ډېرو نورو علمي څانګو په بډاينه او پرمختګ کي، يوازي د افغاني فرهنګ د معاصر پېر د مخکښ او تر ټولو وتلي شاعر، ليکوال، مؤرخ او څېړونکي - لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي (۱۲۸۹ ش / ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ش/ ۱۹۸۴م ) د بې سارو علمي اثارو يادونه کافي ده، چي د نړۍ په ټول پارسي ژبي قلمرو ( افغانستان، ايران او تاجيکستان ) کي يې هيڅ حقپال ليکوال ، څېړونکی او عالِم له علمي مقام او فيوضاتو انکار نسي کولای . د دې يادوني مقصد فقط دا دﺉ، چي پښتنو هيڅکله د نورو وروڼو قومونود ژبو؛ په تېره بيا پارسي په زده کړه او غوړېدو کي تعصب او بې پروايي نه ده کړې . سره له دې روښانه حقيقتونو، پښتانه نه يوازي له خپلي لرغوني او سپېڅلي ژبي سره تر هري بلي ژبي ډېره مينه لري؛ بلکي پښتو ژبه او پښتني دودونه د خپلي تاريخي پېژندني مهمه برخه ګڼي . د دې څو لنډو خبرو په يادولو سره اوس دلته دا پوښتني پيداکيږي، چي پښتو ژبه په داسي شرايطو او حالاتو کي، څنګه وده او پرمختګ کولای سي ؟ ايا په داسي شرايطو او امکاناتو کي، د پښتو ژبي د ويلو او ليکلو نوي معيارونه را منځ ته کېدای سي؟
جواب ساده او روښانه دﺉ، تر څو چي له امو تر اباسينه ، له چتراله تر بولانه او له بولانه تر غوره، د پښتنو په منځ کي ټینګي او مزبوتي ( مضبوطي ) اړيکي پيدا نه سي؛ او ټول پښتانه په يوه وجود او يوه اواز خپله اصيله او لرغونې ژبه د ښوونځی، پوهنتون، راديو، تلويزيون، مطبوعاتو، دولتي او خصوصي ادارو، سوداګرۍ، ليکنو، مشاعرو، علمي او تحقيقي غونډو، کلتوري او هونري بانډارونو او نورو ډول ډول اجتماعي او اقتصادي فعاليتونو ژوندۍ او واکمنه ژبه نه کړي ، تر هغه مهاله د پښتو په ويلو او ليکلو کي د نوو لارو او معيارونو مسأله د اوبو پر مخ کرښي دي؛ ځکه هر معيار او هر سبک د بقا او پرمختګ له پاره لازمو شرايطو ته اړتيا لري . که غواړو، چي پښتو ژبه په ټوله نړۍ کي د يوه عام او منلي معيار تر مقامه ورسو، بايد تر ټولو دمخه په خپله ټولنه او چاپيرکي د داسي لوی ارمان د تحقق حال اومجال پيدا کوو . په ټولنه کي د عيني او ذهني شرايطو له برابرۍ او چمتووالي پرته څو شاعران، اديبان ، ژبپوهان، ليکوال او څېړونکي په يوه يا څو غونډو کي د ژبي او ادب نوي معيارونه نه سي را منځ ته کولای . د نوو معيارونو او نوو لارو ايجاد، يوازي د ټولني د واکمنو عيني او ذهني شرايطو په چوکاټ کي ممکن دﺉ . چټکتيا او کراري يې له يوه سره د ټولني د مادي او مانوي ( معنوي ) ژوند په بدلونونو پوري اړه لري . د افغاني فرهنګ وتلئ او منلئ بابا، لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي، د پښتو د معياري ليکلاري په اړه همدغو واقعيتونو داسي اشاره کوي :
� زما په خيال د پښتو لپاره يو تخيُلي او حقيقي � معيار � ټاکل د اوس کار ندﺉ ؛ او نه دا کار يو يا دوه تنه کولای سي . معياري ليکنه هغه وخت کېدای سي، چي د پښتو له ټولو لهجو څخه د اجتماعی او مدني اختلاط او ادبي ګډون او تفاعل په اثر کي يو معيار را ووزي ؛ او دا هغه وخت ممکنه ده، چي پښتانه له قبيله يي ژونده ووزي؛ او تګ راتګ دوني پکښي ډېر سي، چي ټولي لهجې او خصوصي تعبيرونه او اداوي او ګرامري خصايص سره ګډ سي؛ او د � بقای اصلح � له قانونه سره برابر ناوړه ووزي؛ او � وړ � پاته سي . � ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۵) .
د لوی استاد په دغه بيان کي له ورايه څرګنده ده، چي د پښتو ژبي د معياري ليکدود يا معيار ي سبک را منځ ته کول، تر هر څه وړاندي د ټولو پښتنو په منځ کي د سیاسي، فکري، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي اړيکو ټينګښت او پراخوالي ته اړتيا لري . طبيعي خبره ده، چي د انساني ټولنو تر منځ د بېلابېلو اړيکو پياوړتيا، تدريجي او تکاملي بهير دﺉ . په بله وينا د پښتنو تر منځ د بېلابېلو اړيکو پراختيا او مزبوتوالی په خپله د معياري توب شرايط او امکانات برابروي . دا کار د يوه يا څو کسانو تر وس وتلئ دﺉ . که څوک د پښتنو بېلابېلو لهجو او رنګارنګو فرهنګي ميراثونو ته په شا ګرزولو سره د خپلو جعل سوو معيارونو د تپلو او بابولو هڅه وکړي، داسي هلي ځلي پښتو ته د ګټي پر ځای ورانۍ او زيانونه رسوي .
د معياري پښتو د را منځ ته کولو په لړ کي، د ځينو ليکوالو او پوهانو کوښښونه علمي تاداو نه لر ي . دا هڅي او تلاښونه تر ډېره حده احساساتي بڼه لري . لکه څنګه چي ګورو، کله کله د پښتو ژبي يوې او بلي لهجې ته د بې قاعدې لهجې په توګه ګوته نيوله کيږي؛ کله کله د پښتو � معياري � کولو له پاره، د حساب او هندسې په شان د فيصدۍ فارمولونه وړاندي کيږي؛ او کله کله بيا د ژبي علمي مسألې دسياسي لانجو غوڅولو په څېر د ډېرو ( اکثريت ) او لږو ( اقليت ) د اصولو له مخي حليږي . زموږ دې ښاغلو پوهانو تر اوسه پوري دا مسلم واقعيت نه دﺉ پېژندلئ، چي ژبه نه د فيصدۍ په فارمولونو او نه هم د � اکثريت � او � اقليت � د اصولو په مرسته، معياري توب ته رسېدای سي .
عجبه خو دا ده، چي د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د قاعدې او بې قاعدې خبره خو نه منلو او دقيقو او نه هم تېروتلو او مغرضو افغانستان پېژندونکو کړې ده . د پښتو ژبي او ادب وتلو استادانو- لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، علامه عبدالشکور رشاد، پوهاند صديق الله رشتين، ګل پاچا الفت، عبدالرؤف بېنوا، قيام الدين خادم او ډېرو نورو هيچا نه په پښتو لهجو کي د يوې ځانګړي لهجې د قاعدې او بې قاعدې خبره کړي ده؛ او نه يې د يوې کره او معياري پښتو په لار کي، د و نډو د وېش؛ او د دې يا هغي لهجې د اکثريت او اقليت په اړه خبري کړي دي . د افغاني فرهنګ په تېره بيا پښتو ژبي منلي بابا ، لوی استاد علامه حبيبي، او تر هغه وروسته د پښتو ژبي او ادب وتلي استاد، علامه رشاد، له خپلي ټولي پوهي او تبحر سره سره بيا هم هيڅکله ونه ويل، چي ليکوال او څېړونکي بايد د دوي په کندهارۍ لهجه خبر ي او ليکني وکړي . بالعکس يې ټول ليکوال، شاعران او څېړونکي هڅول، چي له هر ډول تکلف او تصنع پرته د خپلو عامو خلګو په ژبه ليکني وکړي . هغوی په ډېري اسانۍ سره کولای سوای ، چي د خپلي پراخي پوهي او علمي مقامونو په استناد، په پښتو ژبه او ادب کي د خپلي خوښي معيارونه وټاکي؛ او بيا يې د خپل نامه د غټولو له پاره د هيواد پر علمي، تحقيقي او مطبوعاتي مؤسسو و تپي ؛ خو لکه څنګه چي ټول معاصران شاهد دي ، هغوی هيڅکله خپله لهجه، خپل سبک، خپل فکر ا و خپل لاره د معيار په توګه وړاندي نه کړه . تاريخي تجربې ښيي، چي د بېلابېلو ژبپوهانو، شاعرانو، اديبانو او عالمانو له خوا وړاندي سوي معيارونه هيڅکله عام،کُُلي او ابدي خصوصيت نه لري . د ژوندانه په هره برخه کي د پرون پياوړي او پاخه معيارونه، د نن له زورورو معيارونو سره سيالي او مقابله نسي کولای؛ سبا هم په هره ټولنه کي نوي بدلونونه، نوي معيارونه او نوي دودونه له ځانه سره راوړي . د همدي اصل او قانونمندۍ پر بنسټ بايد هيڅ معيار په پټو سترګو و نه منل سي . هر څه د نوو بدلونونو او پر مختګونو په رڼا کي و څېړل سي . په بله ژبه هر هغه څه، چي د نوي عصر غوښتنو او اړتياوو ته معقول جواب و وايي، د خلګو له خوا په ورين تندي منل کيږي؛ او د معيار جامه اغوندي .
حقيقت دا دﺉ، چي د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو کي د بې قاعدګييو او ګډوډييو په اړه څېړنه بايد د پوهي او منطق پر پاخه تاداو ولاړه وي . له بده مــــــرغــه د � معياري پښتو � ځيني لارښوونکي، د پښتو ژبي د بېلابېلو موضوع ګانوپه اړه څېړنه له راکيټ ساينس سره ورته ګڼي؛ او په دې توګه چا ته اجازه نه ورکوي، چي د خپلي مورنۍ او پلرنۍ ژبي پر بېلابېلو اړخونو او موضوعاتو وږغېږي . د دې ناوړه دريځ يوازنۍ مقصد له دې پرته بل څه نسي تعبير کېدای، چي هر څوک په پښتو کي د خپلسرو معيار جوړوونکو ناوړه لاس وهني، په پټو سترګو نعوذبالله د قرآن دکرښو په شان ومني؛ اوپر هيڅ ناسمو جعلياتو يې د انتقاد ګوته کښېنږدي . د پښتو ژبي او ادب لويو استادانو هيڅکله داسي بيانونه نه دي کړي . د دې پر خلاف يې هر چا ته بلنه ورکړې ده، چي په خپله مورنۍ لهجه او خپلو سيمه ييزو محاورو د پښتو ژبي او ادب په غوړېدو کي فعاله برخه واخلي . .. هر چاته څرګنده ده، چي پښتو د يوه ستر او لرغوني قوم ژبه ده . د دې ژبي د يوې ځانګړي لهجې په تړاو ناسم ګومان يا ناسمه پرېکړه، د ټولي ژبي ادبي اصالت او قاعده له پوښتني سره مخامخ کوي؛ ځکه همدا لهجې او ژبني جوړښتونه، زموږ د ادبي مخکښانو په لوړو او ګران بيو اثارو کي هم په پـــراخ توګه کار سوي دي . شک نسته، چي د هري ژبي په بېلابېلو لهجو او ادبي اثاروکي کله کله ځیني ناوړه او بې قاعدې ټکي، ترکيبونه، عبارتونه او جوړښتونه تر سترګو کيږي، چي پښتو هم له دې طبيعي خصوصياتو ليري نه ده؛ مګر دا نيمګړتياوي هيڅکله په يوه خاصه لهجه پوري نه دي تړلي .
زه په خپله په تېرو دېرشو کلونو کي د خپلو اوږدو پر دېسييو په ترڅ کي، د نړۍ پر بېلابېلو توکمونو او ژبو سربېره د خپل پښتون ټبر له خورا ډېرو قبيلو، خېلونو او پښو سره مخامخ سوی يم . د هغوی له رنګارنګو دودونو او بېلو لهجو څخه مي په ريشتيا سره ډېر نوي شيان زده کړي دي . د زده کړي دالړۍ نه يوازي ما غوندي نالوستي سړي؛ بلکي هر پوه او سترګه ور سړي ته هم خورا په زړه پوري ده . د افغانانو د مهاجرتونو دې اوږد بهير او د خلګو دکلتوري، اجتماعي او اقــــــتصادي اړيـــــــــــــکو لا ټينګښت، د پښتو د مختلفو لهجو او بېلو رواجونو تر منځ پخواني توپيرونه تر ډېري ګچي لږ کړي دي . د بېلابېلو سيمو او قبيلو خلګو اوس په خپلو ناستو ولاړو کي داسي حقيقتونه وموندل، چي پلرونه او نيکونه يې په هغو هيڅ خبر نه وه . هر څوک له نورو سره په راشه درشه کي، خپل ناوړه پرېږدي؛ او د نورو ښه خپلوي . د پر مختګ او تکامل دا قانون، زموږ د مادي او مانوي ( معنوي ) ژوند په ټولو برخو کي جاري او ساري دﺉ .
د � معياري پښتو � ځيني جذباتي پلويان په واقعيت کي، د پښتني ټولني سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي شرايطو ته په نه پاملرني سره، د نورو ژبو د اومو او نيمګړو معيارونو پېښې کوي؛ او له هغو سره د سيالۍ او رقابت په هيله غواړي په يوه پلا له لومړۍ زينې څخه د بام سر ته ټوپ و وهي . له دې امله يې په لېونتوب سره لستوڼي را نغښتي دي، چي خپل ناوړه او جعل سوي معيارونه، په پښتو کي د نوو کشفياتو په شان د ډله ييزو رسنيیو له لاري پر خلګو وتپي . دې کار زموږ په ښکلي او سپېڅلي پښتو داسي شوډنګ کړی دﺉ، چي زه له شلو پښتونو سوچه پښتون هم، د دوی په ډېرو اختراع کړو ټکو او ترکيبونو نه پوهېږم؛ او يا مي په اروېدو سره پښتورګي له خندا چوي .
که په څرګندو او روښانه ټکو و وايو، تر هغه مهاله چي په ټولنه کي له پښتو سره د سياسي واکمنانو د مور او ميرې چلند نه وي ختم سوی؛ او موږ خورو ورو پښتنو د خپلي ژبي او نورو کلتور ي ارزښتنو د غوړېدو له پاره پياوړي او ګړندي ګامونه نه وي اخيستي، د يوې معياري پښتو را منځ ته کول، کټ مټ په ناړو د کاغذ له موښلولو سره ورته والی لري . بايد د پښتو د پرمختيا او پراختيا مسأله له ريښو او تاداوه حل سي . دا اساسي او بنسټيز حل په ګرده پښتني ټولنه کي د لازمو مادي او مانوي شرايطو په را منځ ته کولو سره ميسر دﺉ، چي د هغو د بشپړتيا رسالت بيا هم زموږ پښتنو پر اوږو پروت دﺉ . بايد له همدې شېبې څخه هوډ وکړو، چي د دې لوړ انساني او ملي هدف د تحقق له پاره په علمي تياري او سړه سينه کار کوو؛ او د پښتني فرهنګ د هر اړخيز ي ودي او پرمختګ په لاره کي، له هيڅ راز قربانييو ډډه نه کوو . په پاکستان کي د پښتو د معياري کولو په وړاندي پرتې ستونزي تر افغانستان هم ډېري او پراخي دي، چي دلته يې په شمېرلو او څېړلو نور وخت نه نيسم . که و غواړو چي د پښتو د ويلو او ليکلو اوسنی پاشلی سبک تر يوه علمي او منلي معياري مقام پوري ورسو، نو تر ټولو لومړی شرط د دې ژبي په وړاندي د بېلابېلو سياسي او تبعيضي خنډونو ليري کول دي، چي د هغه په تحقق کي هم د پښتنو ګډي هڅي او ټينګ يووالی ډېر ارزښتناک ځای لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery