د ژبي سوچه کول، لکه څنګه چي له نامه څخه يې ښکاري د پردو کليمو، ترکيبونو،
تعبيرونو او اصطلاحاتو پر ځای د خپلو ټکو کاروني ته وايي . د ژبي د سوچه کولو خيال
په ظاهره خورا ښکلی او په زړه پوري برېښي؛ خو په عمل کي ډېر ګران او حتا ناممکن کار
دﺉ . علمي څېړني او تاريخي شواهد جوتوي، چي بشري ټولني په بېلابېلو لارو او ډولونو
يو پر بل اثر ښندي؛ او د نړۍ هيڅ بشري ټولنه د نورو له اغېزې خوندي نه ده. په داسي
شرايطو او حالاتو کي، د ژبو د بشپړ سوچه کولو فکر له خپل ټول جذابيت سره سره، کټ مټ
له يوه غولوونکي سَراب سره ورته والی لري . د انسانانو په ژوند کي سياسي، فکري،
فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي بدلونونه او متقابلي اړيکي د ژبو د سوچه پاته کېدو ټول
خوبونه له منځه وړي .
د ژبي د سپېڅلتيا خوندي کول او د ژبي د يومخيز سوچه توب په لاره کي کوښښونه دوې
بېلي نظريې او مسألې دي . شک نسته، چي د هري ژبي اصلي ويوونکي، له هغو څخه پښتانه
بايد د خپلي ژبي اصالت او سپېڅلتوب ته د زړه له کومي پام وکړي؛ د خپلو اصيلو ټکو،
ترکيبونو او اصطلاحاتو په روزنه او پالنه کي نه ستړی کېدونکی زيار وګالي؛ په
ورځنييو خبرو او ليکنو کي پردو ټکو، عبارتونو او محاورو ته په اسانۍ سره ځای ور نه
کړي، چي زموږ د پلرونو او نيکونو د لرغوني ميراث ځای ونيسي . له بده مرغه د ژبي د
پرمختګ تګلوری تل زموږ په لاس کي نه وي، نو ځکه تل د يوه ژوندي موجود په توګه د
طبيعي او غير طبيعي عواملو د اثر ښندني له امله خپله څېره بدلوي ؛ خو د ژبــــــــي
يو مخيز سوچه کول، د يوه تنګ نظره ملت پال او غير علمي جريان په توګه، په حقيقت کي
له ژبي څخه د ټولو پردو ټکو، ترکيبونو، اصطلاح ګانو شړل او د هغو پر ځای د سترګو په
رپ کي د نورو ټکو درول دي . دا کار د ټولنيز ژوند بېلابېلو بدلونونو ته شا اړول؛ او
په نتيجه کي د ژبي د ډېرو ارزښتناکو پانګو د ضايع کولو او کم رنګه کولو په لار کي
هلي ځلي دي . داسي انقلابي غورځنګونه، خلګو ته د ژوندانه په ټولو چارو کي لوی
کړاونه او پېچومي پېښوي . په راتلونکي څپرکي کي د ژبي ددغه راز سوچه تابه په اړه
لنډي خبري او ځيني مثالونه وړاند ي کوو .