ژبه په ټولنه کي له هغه سياسي اوښتون سره ورته والی نه لري، چي په څو شېبو کي يو
حکومت په بل حکومت يا يو رژيم په بل رژيم واړوي . ژبه د ټولو اجتماعي او کلتوري
پېښو په شان، د پېړيیو په اوږدو کي وده او پرمختګ کوي . په ژبه کي د نوو معيارونو
ټاکل هم اوږده وختونه غواړي . تلواري او تصنعي معيارونه د هغو اوومو خوړو په څېر دي،
چي خوړونکی يې نه د ژوولواو هضمولو واک لري؛ او نه يې هم له خوړلو څخه خوند اخلي .
داسي خيالي اوبېړني ګامونه ډېر ځله د يووالي او پيوستون پر ځای، د يوې ژبي د
بېلابېلو سيمو او ويونکو تر منځ دښمنييو، تربګنيیو او ناوړه غبرګونونو ته لمن وهي .
بې شکه د داسي ژبنييو او فرهنګي اختلافونو حتمي نتيجه دا وي، چي د يوه قوم ژبه او
ډول ډول فرهنګي ارزښتونه، په لوی لاس له سترو خنډونو سره مخامخ سي .
ټول پوهېږو، چي د اسلام په سپېڅلي دين کي تل د يوه خدای، يوه قرآن او يوه پيغمبر
خبري کيږي؛ مګر په عمل کي ګورو، چي مسلمانان د اسلام د دغو اساسي اصولو پر خلاف پر
بېلابېلو ډلو او فرقو وېشل سوي دي؛ او هره فرقه زموږ په پښتني اصطلاح د خپلي ښوروا
خوند تر نورو ښه ګڼي . د حق خبره خو داده، چي د نړۍ ټول مسلمانان د عظيم شان قرآن د
عمران د سورې د دريم مبارک آيت � وَ اعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعاً وَ لاَ
تَفَرَقُواْ � په رڼا کي، د يوه څښتن تعالی، يوه سپېڅلي قـــــرآن او يــــوه خاتم
الانبيأ، حضرت محمد ( ص ) پر شاوخوا را ټول سي؛ او له هر راز دوښمنييو او مخالفتونو
ډډه وکړي؛ اما دا کار په يوه ورځ کي نه کيږي؛ ځکه په مسلمانانو کي د دغه راز اوږدو
فکري او فقهي اختلافونو له منځه وړل، په اسلامي ټولنو کي د بېلابېلو شرايطو او
امکاناتو چمتو کولو ته اړتيا لري، چي دا ګرده د وخت او زمان غوښتنه کوي . هر ريښتنی
مسلمان ايماني وجيبه لري، چي د نړۍ د مسلمانانو تر منځ د اختلافونو او توپيرونو په
له منځه وړولو کي هڅه او کوښښ وکړي . . .
پښتو هم د يو لوی او لرغوني قوم ژبه ده . دا قوم په سلګونو قبيلې، خېلونه او پښې
لري .کله کله دو ښمنانو او مغرضينو د تاريخ په اوږدو کي، زموږ له همدغه قومي او
قبيلوي جلاوالي څخه ډېري ناوړه ګټي هم اخيستي دي . د لمر په څېر روښانه ده، چي د
پښتنو يو موټي توب او پيوستون، پر سياسي خپلواکۍ او اقتصادي پر مختګونو سربېره، د
هغوی د ژبي، ادب او نورو فرهنګي ميراثونو د روزني او پالني غښتلی ضامن دﺉ . د دې
انکار نه منوونکي حقيقت په پوهېدو سره خو د سليم عقل او پياوړي منطق خبره داوه، چي
پښتنو بايد پېړۍ پېړۍ مخـــــکي له دغــــه راز بــــې بنسټه قبيله يي تربګنييو او
اختلافونو لاس اخيستی وای؛ مګر بيا هم ګورو، چي، په بېلابېلو قبيلو، خېلونو او پښو
پوري تړلي پښتانه، خپلي قبيله يې ريښې او اړيکي د سترګو په رپ کي نه سي هېرولای . د
يوه پياوړي، متحد او نه جلاکېدونکي پښتون قوم په نامه د ټولو پښتنو يو ځای کېدل؛او
تر خپلو محدودو قبيله يې پيوندونو تېرېدل، په هيڅ وجه د يوې ورځي خبره نه ده . دې
ستر او سپېڅلي ارمان ته رسېدل، د ټولو پښتنو په ژوند کي تکامل او پوختيا ته اړتيا
لري، چي دا کار بيا هم د وخت او زمان غوښتنه کوي . هو ملي او قومي ولولې کولای سي د
دې بهير په چټکتيا کي مهمه برخه واخلي؛ خو د يوه ايشېدلي او نه بېلېدونکي پيوستون
له پاره پر قومي احساساتو سربېره، زموږ د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو برخو کي د پر
مختيا او پوختيا مسأله تر هر څه ټاکوونکې ده . په بله وينا د پښتنو د ګردو ټبرونو
او قبيلو تر منځ ژوري او هر اړخيزي کلتوري، اجتماعي، او اقتصادي اړيکي د يوه غښتلي
او پر مختللي قوم، يوې کره او منلي معياري ژبي د را منځ ته کولو په لاره کي، تر
ټولو لومړی ضروري او مهم شرط دﺉ . هر څونه چي د خلګو تر منځ سياسي، فرهنګي، اجتماعي
او اقتصادي اړيکي ټينګي او نيژدې سي په هغه ګچه د خلګو ژبه ، مادي او مانوي کلتور د
يوه منسجم، متحدالشکل او منلي معيار پر لور ګام اخلي .
د نړۍ ځينو ژبو د خپلو صرفي او نحوي معيارونو په ټاکنه کي، ډېره بېړه او تلوار کړی
دﺉ . د ليکني له پاره يې داسي معيارونه غوره کړي دي، چي له ځينو محدودو ګټو پرته
يې، د زده کړي په برخه کي لويي ستونزي پېښي کړي دي . تاسي په پارسي، انګرېزي،
فرانسوي او ځينو نورو ژبو کي بې شماره ټکو ته ځير سئ ، چي په ويلو او کښلو کي يې
ډېر زيات توپير سته . په انګرېزي ژبه کي، نه يوازي نالوستي کسان يا د ښوونځييو او
پوهنتونونو زده کوونکي، په ويلو او ليکلو کي له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي؛ بلکي د
زده کړي د لوړو درجو خاوندان هم کله کله د ځينو ټکو د سمي املا په خاطر د ژبي
قاموسونه لټوي يا خپلي ليکني په کمپيوټرونو کي د ځای پر ځای سوو فرهنګونو په مرسته،
له املايي او ګرامري تېروتنو ژغوري . زه نه پوهېږم د داسي املايي معيار ګټه په څه
کي ده، چي څوک د عقل او هوښ په مانا � خِرد � د � خيرد �/ ŕad ɪ x / [ د � خ � په
زېر ] په ډول ووايي؛ خو د � خرد � په بڼه ( بې ی ) يې وکاږي . د � خِرد � دا املايي
دود د نامه ( اسم ) په حالت کي، سمدستي د � خُرد� / rd ux / [ د � خ � په پېښ ] له
کليمې سره التباس مومي، چي د کوچني يا وړوکي په مانا ده . لوستونکی وار د واره نه
پوهيږي، چي د � خرد � په ليکلو سره د پارسي ژبي ليکوال مفهوم څه دﺉ ؟ يا د سمسور او
شين په مانا د خورم / m a uŕ x / [ د � خ � په پېښ ] کليمه، چي د � خرم � په ډول
يې کاږي؛ او د خوړولو په مانا د � خورم � له فعل سره ګډوډوي پېښوي . په پارسي کي د
� سهراب � ، � رستم � ، � ګناه �، � جرم �، � هنر�، � جمله � او سلګونو نورو په شان
داسي خپل او پردي ټکي سته، چي د عربي ليکدود له مخــــي په ژ به کي دود سوي دي؛ او
په هيڅ ډول د دې ژبي د اصلي ويوونکو له املايي ځانګړتياوو سره سمون نه لري . د
ږغونو په مخرجو کي هم د پارسي ژبي د افغـــــاني ( دری )، ايراني ( فارسی ) او
تاجيکي لهجو تر منځ ډېر توپير او ليري والی سته، چي دا په خپله هم د يوه پاخه او
منلي معيار په لاره کي لويي ستونزي ګڼلي کيږي .
په اوسنۍ پارسي ژبه کي د اوومو او چټکو معيار ايښوولو په لړ کي، د معروفي او مجهولي
� ی � ( په پښتو کي ځيني ليکوال معروفي � ی � ته لنډه � ی � او مجهولي � ی � ته
اوږده � ی � هم وايي ) تر منځ توپير هم له منځه وړل سوی دﺉ . او س د دواړو � ی �
ګانو له پاره له يوه ګرافيم (توري) څخه استفاده کيږي . په داسي حال کي، چي په پارسي
ژبه کي د دې دوو بېلو ږغونو يا دوو� ی �ګانو تر منځ بېلوالی، په ډېرو کليمو کي له
ورايه څرګــــــند دﺉ . په راتلوونکو کرښو کي، د دغه راز بېلوالي څو بولګې وړاندي
کوو، چي د پارسي په اوسني معياري ليکدود کي دواړه په يوه بڼه کښل کيږي .
شير / rɪ� / [ په معـــــــــروفه يا لنډه � ی � ]، چي د شيـــــدو مانــــا لري؛
او شیر/ r e� / [ په مجهوله يا اوږده � ی � ]، چي د زمري، غضنفر يا اسد مانا لري .
سير/ r ɪs / [ په معروفه � ی � ]، چي د هوږي مــــــــانا لري؛ او سيــــــــــر /
r e s / [ په مجهوله � ی � ]، چي د ماړه په مانا دﺉ .
خير/ r ɪx / [ په معروفه � ی � ]، چي د تيره او تاريک ، خيره، هرزه، چټي ، بې ګټي
او نورو په مانا دﺉ ؛ او خير/ rɪax / [ د � ی � په سکون ]، چـــــــــي د ښېګني، ښه
والي، صدقې او مال په مانا دﺉ .
په پارسي کي بله لويه ستونزه، په صامت يا بې ږغه توري ( consonant) سره د ځينو ټکو
لوستل دي . دامشکل په اُردو او هندي ژبوکي تر پارسي هم ډېر او پراخ دﺉ . د پارسي
ژبي ويوونکي، هره هغه کليمه سمه نه سي ويلای، چي په سرکي يې وچ يا ساکن توری راغلئ
وي . د داسي ټکو د لوستلو له پاره بايد له هماغه ساکن توري سره يو صانت يا ږغيږ
توری ( vowel ) وتړي؛ مثلاً سپوږمۍ، خپل، ستاسو، روزګان يا د انګرېزي ژبي ځيني ټکي
لکه سکول ( ښوونځی، مکتب )، سټريټ ( سړک، کوڅه، واټ، جاده )، سټار ( ستوری )، سټايل
( سبک، لاره، روش ) او په سلګونو نوري کليمې، چي پارسي ژبي خلګ يې د خپلو ژبنييو
ستونزو له امله د � اِسپوژمۍ �، � اِخپل �، � اِستاسو �، � اُرزګان �، � اِسکول �،
� اِستريت �، � اِستار �، � اِستايل � په بڼو وايي؛ او په دې توګه د بېلابېلو ټکو
په وينګ کي، اضافي هجاوي يا څپې ور زياتوي .
په هندي او اُردو ژبو کي د ټکو پر پيل سربېره، د هغو په منځ کي هم د وچ يا صامت
توري لوستل خورا ګران او ستونزمن کار دﺉ؛ په دې خاطر د دغو ژبو ويوونکي مجبور دي،
چي د یوه واول يا ږغيږ توري په مښلولو سره د ويلو ستونزه ليري کړي؛ مثلاً په همدغو
ژبو کي پر � سکول �، � سټريټ � ،� سټار� ، � سټايل � او داسي نورو ټکو سربېره د �
پارک �، � کارډ �، � وارډ �او داسي نورو په شان انګرېزي کليمو کي د � r � له توري
سره له ځانه بل ږغيږ توری يا بله هجا تړي؛ او په دې توګه داسي ټکــــي د پـــارَک (
k ŕaā p)، کارَډ ( d a ́rā k )، وارَډ ( dŕaāw ) په بڼو وايي . يا د پارسي ځيني
ټکي لکه � بخـــــت �، � سخــــــت �، � شنـــــــــاخت � او داسي نور د
بَخَــــــــــت ( t a x́ab )، سَخـــــــــــَت ( ta x́a s )، شناخَت ( t a x́ā nɪ
�) په ډول ادا کوي .
په اردو ژبه کي د � اصول �، � حکومت � او � حضور � په شان ټکي، د اصلي عربي تلفظ پر
خلاف ټول د الف په زوَر سره وايي، په داسي حال کي چي همدغه کليمې په پښتو او پارسي
کي، د سوچه عربي تلفظ په څېر د الف په پېښ سره ويلي کيږي .
البته دا څو مثالونه په هيڅ ډول د پارسي او اردو ژبو د وروسته پاته والي په مانا نه
دي . د پارسي ژبي پراخي ادبي او علمي زېرمي او د اردو ادب چټکه وده، هر چا ته د لمر
په څېر روښانه ده؛ خو په دې لنډه شننه کي د ژبپوهني له اړخه دغو اوومو او نيمګړو
معيارونو ته په پاملرني سره دا نتيجه اخلو، چي موږ بايد له نورو سره د سيالۍ او
شريکۍ په خاطر، په پښتو کي داسي ناوړه او کړکېچن معيارونه جوړ نه کړو، چي زموږ له
ژبنييو دودونو او جوړښتونو سره سمون و نه لري . زموږ د ليکلو او ويلو پښتو بايد
کرار کرار يوه بڼه ولري . پښتانه په هيڅ ډول اړ نه دي، چي مفغني او دخيلي کليمې په
خپل اصلي شکل و وايي . موږ پښتانه، د خپلي ژبنۍ ځانګړتيا له امله ځيني اروپايي،
روسي، هندي، عربي او پارسي لغتونه په خپله اصلي بڼه نسو ويلای . زموږ په ژبه کي
مروج ږغيږ واحدونه د هغو د ويلو وس نه لري . هيڅ شک نسته، چي دا کار د ښووني او
روزني له لاري په اسانۍ سره کېدای سي؛ خو ژبه يوازي د څو لوستو او پوهو کسانو مال
نه دﺉ . کله چي د يوې ژبي په اړه خبري کوو، بايد د هغې ټول ويوونکي په پام کي
ونيسو؛ نه يو څو محدود ليکوالان، شاعران او لوستي کسان .
د همدې د لايلو پر بنسټ دا ډېره ښه خبره ده، چي د معلوم، خوشحال، تسبيح، ګناه،
ګمان، هنر، دښمن او نورو په څېر عربي او پارسي کليمې د مالوم، خوشال، تسبې يا تسپې،
ګونا، ګومان، هونر، دوښمن په شان و وايو او وليکو . د پښتو په معياري ليکدود کي
بايد دکليمو د وينګ او کښنګ تر منځ توپير تر وسه وسه ليري سي؛ خو دلته د دې خبري
يادونه ډېره ضروري ده، چي د خپلو او پردو ټکو د اسانه ليکلو په دې بهير کي بايد
زيات پام او غور وسي، چي د کليمو او اصطلاحاتو په نوي يا اسانه ليکدود کي د ګډوډييو
او التباسونه مخه ونيوله سي . په ځينو ځايونو کي بايد د نوي ليکلاري تر څنګ د
کليماتو پخوانۍ اصلي املايي ډولونه هم په ليندييو کي وکاږو، چي خلګو ته د زړو او
مروجو ټکو نوې بڼه روښانه سي؛ او په دې توګه له ربړونو او ستونزو و ژغورل سي . که د
تلواري معيار جوړولو په اړه، خپلي خبري په څو ټکو کي را غونډي کړو، بايد و وايو چي
هر څه بايد د ولس په ژبه وليکل سي؛ ژبپوهان، شاعران، ليکوال او څېړونکي بايد پر
خپلسر د خلګو په ژبه کي بې ځايه تصرفات او لاس وهني ونه کړي، که نه نو ډېر ژر به د
پښتنو د بېلابېلو سيمو خلګ څه چي حتا له خپلو کورنييو او خپلوانو سره هم د ترجمان
له لاري خبرو اترو ته اړ اوسو؛ ځکه هغوی به زموږ په جعل سوو ټکو او ترکيبونو نه
پوهيږي .
په انګرېزي ژبه کي، دا ستونزي تر پارسي هم ډېري پراخي دي . انګرېزان په سلګونو ټکي،
يو راز وايي او بل راز يې ليکي . دې کار د ښووني او روزني طبيعي او منطقي بهير له
خورا سختو خنډونو سره مخامخ کړی دﺉ؛ د مثال په توګه انګرېزان � Knife �، � Knight �
، �Colonel � او بې شماره نور ټکي د � نايف �، � نايټ � او � کرنل � په څېر وايي،
چي د وَيَنګ او کْښَنْګ تر منځ يې ډېر توپير سته .
سربېره پردې ګيچوونکو ربړونو او پېچومو، د انګرېزي ژبي په خورا ډېرو لهجو کي، د
ځينو ټکو ږغيږ توپيرونه تر اوسه پوري، د يوې معياري انګرېزي ژبي په جوړښت کي غټ
خنډونه دي . همدا اوس هم د هري لهجې ويوونکي، د ويلو او کښلو پر خپلو خاصو لارو،
ټينګ ولاړ دي . انګرېزان تر اوسه پوري په خپلو ليکنو او ورځنييو محاورو کي، د
امريکايانو جوړ کړي ټکي؛ لکه � Elevator �، � Diaper �، � Airplane �، � Freeway �،
� Gasoline � او ډېر نور نه کاروي؛ بلکي د هغو پر ځای خپلي جوړي کړي کليمې؛ لکه �
Lift�، � Nappy �، � Motorway �، � Aeroplane �، � Petrol� او نورو ټکي استعمالوي .
همدغه راز، انګرېزان تر اوسه پوري خپل ليکدود، د دې ژبي د هري بلي لهجې تر ليکدود
غوره ګڼي . له دې امله يې د� Labour �، � Honour �، � Cheque � او ډېرو نورو لغتونو
املأ، له امريکايي ليکدود سره توپير لري .
د انګرېزانو، امريکايانو، آيرلنډيانو، سکاټلنډيانو، اسټراليايي وګړو او ډېرو نورو
تر منځ د ځينو انګرېزي ټکو په ويلو کي هم د کتني وړ اختلافونه سته ، مثلاً انګرېزان
د کله کله، ځيني وختونه، ندرتاً او داسي نورو په مفهوم د � often � کلیمه د � آفټن
/ n atf ā / په ډول تلفظ کوي . امـــريکايـــــان دا ټکـــــــی بـــــې ټــــــي (
t ) د � آفـــــن � / n af ā / په بڼه ادأ کوي . انګرېزان د ښووني او روزني په مانا
د � education � ټکی د ايجوکېشن / nae�kuǰɪ/ په بڼه وايي؛ خو امريکايـــــــان
هغــــــــه د ايـــډوکېشن / n ae�kduɪ / په ډول تلفظ کوي ؛ انګرېزان د ګټور او
مساعد مهال، فرصت، موقــــع او داسي نورو په مــــانـــا د � opportunity � ټکی د
اپرچـــونيـــــټـــــــي /ɪ tɪ n u č rә ṕ a/ په بڼه ياني په ( چ ) سره وايي؛ خو
امريکايان همدغه کليمه د اپرټونيټي / ɪ tɪ n u t rә ṕ a / په ډول يا ني په ( ټ )
سره وايي . داسي لهجه يې توپیرونه نه يوازي په انګرېزي او امريکايي لهجو کي خورا
ډېر دي؛ بلکي د انګليسي ژبي په ډېرو نورو لهجو کي يې هم مثالونه لږ نه دي، چي
يادوَنه يې دلته د تلواري معيارونو په اړه خبري نوري هم پسي اوږدوي . لېکن دا طبيعي
توپيرونه او رنګارنګۍ د خلګو د سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي اړيکو د لا
ټينګښت پر بنسټ، چي نـــــن سبا د نوي والي ( Modernism )او ګلوباليزم ( Globalism
) په نومونو تعبيريږي ،کرار کرار مخ پر لږېدو دي . خلګ د سليم عقل، لوړ ذوق، اسانۍ،
سادګۍ، يووالي او نورو اصولو په رڼا کي ښه له ناوړو بېلوي؛ او په دې توګه ديوه منلي
ملي او بين المللي معيار پر لور ګامونه اخلي . دا ډول معيار هيڅکله په يوه ورځ کي
نه را منځ ته کيږي؛ تل د پوختيا او بې قېدو شرطه منلو له پاره اوږده پړاونه تېروي ؛
هيڅ ژبپوه، اديب او ليکوال د خپلسرو پرېکړو او فتواوو له لاري نه سي کولای داسي
معيارونه پر خلګو و تپي . که په وچو پرېکړو او فتواوو سره څه کېدای سوای، نو زموږ
په جنګ ځپلي هيواد کي به د کوکنارو کرنه او سوداګري ډېره پخوا په ټپه درېدلې وای؛
ځکه ډېرو ملايانو، پوهانو او دولتي مشرانو يې په غندنه کي، پرېکړي او خبري کړي دي .
ټولو ته مالومه ده، چي د پرمختګ اوږدو پړاوونو د پښتو په صرفي او نحوي برخو کي ژور
بدلونونه راوستي دي . اوس د همدې بدلونونو په رڼا کي ټول پښتانه په پوره باور او
خوښۍ سره دې خبري ته غاړه ږدي، چي � خوشحال � د � خوشال �، � ګمان � د � ګومان �، �
بلکه � د � بلکي � ، � معلومات � د � مالومات � ، � معنی � د � مانا يا معنا �، �
چه � د � چي � او په سلګونو نوري پښتو، پارسي، عربي، تورکي، هندي او اروپايي کليمې
له خپلو فونولوژيکو ځانګړتياوو او ژبنيیو دودونو سره سمي وليکي . په پښتو کي دا کار
له تاريخي پلوه، نن يا پرون نه دﺉ پيل سوی . لکه څنګه چي د پښتو ژبي د منځني پېر
منظوم او منثور اثار په ډاګه ښيی د دې ژبي له خاصو ږغږونو او ولسي تلفظ سره سم د
خپلو او پردو ټکو ليکل، په پښتو ادب کي اوږد تاريخ لري . طبيعي خبره ده، چي د پښتو
ليکدود دا بهير په پيل کي، د هري بلي ژبي په شان له ځينو خنډونو او ځنډونو سره
مخامخ ؤ . له نېکه مرغه دا کار په دې وروستييو وختونو کي، ډېر خوځښت او چټکتيا
موندلې ده . پوره باور لرم، چي د پښتو ليکدود به په راتلونکو کلونو کي تر دې هم په
تلوار او چټکۍ سره پر مختګ وکړي . په پښتو ليکدود کي به د اسانۍ ، سادګۍ، پوخ والي
داسي نورو قواعدو پر بنسټ، دا ګټور بدلونونه د خلګو اړتياوو او غوښتنو ته مثبت جواب
ووايي . هيڅوک به د وخت په تېرېدو سره پر دې خبره اعتراض او نيوکه و نه کړي، چي
پښتانه شاعران او ليکوال ولي خپلي او پردۍ کليمې د پخواني ګران او کړکېچن ليکدود له
مخي نه ليکي . په دې کار کي هيڅ منطق او ګټه نسته، چي پښتانه تل تر تله خپل او پردي
ټکي، په سختۍ او تکلف سره، د نورو ژبو د اصلي ويوونکو په شان ووايي؛ او په ليکلو کي
يې بيا هم په پټو سترګو د نورو ليکدود په پام کي ونيسي . د پښتو ژبي له فونولوژيکو
خصوصيتونو سره سم د خپلو او پردو ټکو د ليکني د قاعدې پر خلاف په زياترو پخوانييو
پښتو خطي نسخو کـــــــي، ځيني سوچه او اصيل پښتو لغـــتونه؛ لکـــه � غونـــــــدي
�، � باندي � ، � وړاندي �، � مي �، � شي � او په لسګونو نور د عربي ټکو په څېر د �
غُندِ يا غوندِ �، � باندِ �، � وړاندِ �، � مِ �، � شِ � په بڼه د پېښ، زېر او زور
په مرسته کښل سوي دي، چي په پښتني چاپېر کي په هيڅ وجه د منلو وړ نه دي . شک نسته،
چي د پښتو ټکو دغه رنګه املايي بڼه، زموږ په ژبه کي د عربي ژبي او ګرامر د ژوري
اغېزې څرګنده نخښه ده؛ چي دلويو شاعرانو او ليکوالو په ګډون يې هيڅوک له اثره خوند
ي نه وه؛ مګر که دې مسألې ته د ژبپوهني او ژبښووني د اوسنييو علمي او منطقي قواعدو
له مخي په ځير سره وګورو، پر دې حقيقت هيڅکله سترګي نه سو پټولای، چي زموږ مخکښو
شاعرانو او ليکوالو په پوهي يا ناپوهۍ سره خلګو ته د پښتو ليک لوست چاري ګرانولې .
تر هغه مهاله چي په پښتو ليکدود کي د بېلابېلو ږغونو د بيان له پاره ځانګړي توري او
نخښي وي، د عربي تورو او نخښو کارول، له لويه سره سم او ګټور کار نه دﺉ . د عربي
ژبي د زور، زېر، پېښ او نورو نخښو په مرسته د � غوندي �، � وړاندي �، � باندي �، �
شي �، � مي � او داسي نورو سوچه پښتو ټکو ليکنه اوس هيڅ منطق او جواز نه لري؛ ځکه
په پښتو کي خو د دغه راز ټکو او ترکيبونو د ليکلو له پاره د تورو کمي نسته . په
پښتو کي خو د يوې � ی � پر ځای پينځه � ی � ګاني کاريږي، نو موږ ولي خپلي سپېڅلي
کليمې د عربي زېر په مرسته وليکو ؟ زه خو د پښتو په داسي ليکدود کي هم هيڅ ستونزه
او نيمګړتیا نه وينم، چي پښتانه د � دُعا � عربي ټکی د � دوعا � ( ځيني پښتانه همدا
اوس دا کليمه د� دوا � په څېر وايي او ليکي، چي دا کار د دارو درملو له ټکي سره د
ګډېدو ستونزه پيدا کوي )، د � دُکان � ټکی د � دوکان � ( ځيني پښتانه د د وکان پر
ځای د هټۍ لُغت کاروي، چي له هندي ژبي سره ګډه ريښه لري؛ او له ډېرو وختونو راهيسي
په پښتو ادبياتو کي هم استعمال سوی دﺉ ) او د � دُښمن � مفغنه کليمه د � دوښمن � په
بڼو وکاږي . داسي لغتونه او کليمې له پېړييو پېړييو راهيسي زموږ په ژبه کي کاريږي؛
او اوس زموږ د ژبي نه بېلېدونکې برخه ده . موږ هيڅ اړتيا او مجبوري نه لرو، چي داسي
ټکي د پردو ژبو له ږغيږو ځانګړتياوو او معيارونو سره سم ووايو؛ او يا يې د هغوی له
ګرامري اُصولو او قواعدو سره خوله په خوله وليکو . تر هغه ځايه چي د دغه راز کليمو
نوې يا اسانه جوله، التباسونو او ګډوډييوته لاره هواره نه کړي، زموږ له ځانګړو
ژبنييو صرفي او نحوي خصوصيتونو سره سم، د هغو کاروَنه هيڅ تاوان نه لري .
پښتو بايد د اسانۍ، روانۍ، سپېڅلتيا، خوږوالي، پوخوالي، منطق او سليم عقل پر لور
وده وکړي . سليم عقل او ژور منطق دا هيڅکله نه سي منلای، چي د کليمو د ويلو او
ليکلو تر منځ مځکه او اسمان توپيرونه وي . هو يو وخت په زياترو ژبو کي داسي
توپيرونه تر سترګو کېدل؛ خو دا خبره له پياوړي منطق سره څنګ نه لګوي، چي موږ بايد
همېشه د نورو پر چپه او راسته لارو روان اوسو . که نورو ځان په څاه او کنده کي اچوه
، موږ يې هم بايد وا چوو . پوهه او عقل حُکم کوي، چي موږ بايدپه چټکۍ خو ځيرتيا او
غَوَر سره ، په خپلو ويلو او ليکلو کي توپيرونه له منځه يوسو . د تاريخي شواهدو په
استناد، زموږ خلګ له پېړييو پېړييو راهيسي � روزګان �، � ارغسان �، � ارغنداو �، �
سپېروان �، � تلوکان � او په لسګونو نور جغرافيايي نومونه په خپلو اصلي او سمو بڼو
وایي ؛ مګر د نورو ژبو مؤرخينو او ليکوالو داسي جغرافيايي نومونه د خپلو ژبنييو
ستونزو يا تېروتنو له امله د � اُرزګان �، � ارغستان �، � ارغنداب �، � سفيد روان
�، � تلقان � په بڼو دود کړي دي . د دغو سيمو اصلي اوسېدونکي د پردو له خوا دغه ډول
جعل سوي نومونه بېخي نه پېژني؛ او په اروېدو سره يې کټ کټ خاندي . زموږ د هيواد د
تاريخي جغرافيې په ډېرو نومونو کي د داسي تېروتنو موضوع د يوه اوږده بحث غوښتنه
کوي، چي دلته يې ځای نه دﺉ . همدغه راز، � ساپی �، � ورکزی �، � ساکزی �، � پوپلزی
� او داسي نور د پښتنو ځينو قبيلو نومونه دي، چي د نورو خلګو د ژبنييو ستونزو ياد
ځينو ليکوالو، مؤرخينو او څېړونکو د بې خبرۍ او تېروتني له امله د � صافي �، �
اورکزي �، � اسحق زي �، � فوفلزي � په بڼو باب سوي دي . زه نه پوهيږم، چي پښتانه د
څه منطق له مخي دا سوچه او لرغوني پښتو ټکي د پارسي يا عربي ژبي په ناوړه رنګ لړي .
موږ بايد د خپلو قبيلو او پښو نومونه په خپله اصلي بڼه ووايو او وليکو . هغه څه چي
دلته يې يادونه ضروري برېښي دا خبره ده، چي د کليمو په وينګ او کښنګ کي د توپيرونو
او ختلافونو له منځه وړل، په ښوونه او روزنه، پوهاوي او راپوهاوي يا افهام او تفهيم
کي ډېر ګټور کار دﺉ؛ نو ځکه بايد د پښتو د ورته يا مشابهو ټکو په ليکلو کي هم تر
وسه وسه د ګډوډوۍ او التباس مخه ونيسو؛ د مثال په توګه په پښتو کي، بايد د دغه راز
مشابهاتو په ليکلو کي هر ډول پېچومي ليري سي :
زړه / әṛz / [ د ز په سکون ]، چي مانا يې دِل يا قلب دﺉ .
زړه / a ́ṛ a z / [ د ز په زور ، خج يا فشار پر دوهم سپوڼ ] چي د پخواني، مخکني،
تېري سوي، ګذشته، سابقه او داسي نورو ماناوي لري .
توره / ar �t / [ په معروف واو ] چي د سېلاوې، شمشېر او داسي نورو ماناوي لري .
توره / a ́r o t / [ په مجهول واو، خج يا اکسينټ پر دوهمه هجا ] چي دتورمخي، خيره،
سياه او داسي نورو په مانا ده .
مړه / ́a ṛm / [ د ميم په سکون، خج پر دوهمه څپه ] چي د مړه سوي یا مرده په مانا دﺉ
.
مړه / aṛ a m / د سېر، شکم پُر يا هغه ښځي يا بل ښځينه حيوان په مانا، چي خېټه يې
ډکه وي .
مړه / aṛ́ a m / [ خج پر لومړۍ څپه ] د تکيه کلام هغه ټکی، چي د پښتو په ختيزه (
ختيځه ) لهجه کي خورا باب ده .
کوټه / ́a ṭ o k / [ فشار يا خج پر دوهمه څپه ] ياني خونه، اوتاک ( اتاق )، کمره او
داسي نور .
کوټه / a ṭ á w k / [ خج پر دوهم سپوڼ ] خره، خرمن ، ډېران، انبار يا امبار .
په پښتو کي داسي مشابې کليمې خورا ډېري دي، چي هم د لغتونو د ريښه پېژندني (
ايتيمولوژۍ ) له پلوه ډېر توپير لري؛ او هم يې په تلفظ او ماناوو کي بېلوالی سته؛
مګر موږ يې تر اوسه پوري په يوه بڼه ليکو . شک نسته، چي د نړۍ نوري ژبي هم له دې
کړاوه نه دي ژغورلي؛ خو په پښتو کي د يوه څرګند او روښانه معيار د را منځ ته کولو
په لړ کي بايد دا موضوع هم له پامه ليري نه کړو . د خج ښوولو يوه کوچنۍ نخښه په
اسانۍ سره د دغه راز ورته ټکلو په ويلو کي د التباس او ګډوډۍ مخه نيسي .
دغه راز د کليمو په ليکنه کي د زور لرونکي، معدوله ، معروف او مجهول واو ( ښايي
ځيني کسان له دې نومونو سره موافقه ونه لري ؛ او د هغو پر ځای د لنډ واو، اوږد واو
او نورو په څېر نومونه غوره کړي ) يوشان والي هم د التباس او ګډوډۍ ډېري ستونزي
پيدا کړي دي؛ ځکه د واو توری په زور لرونکي، معدوله، معروف او مجهول حالت کي، ګرده
په يوه بڼه کښل کيږي؛ په داسي حال کي چي د فونولوژۍ له اړخه ټول بېل ږغونه دي، چي
بايد په ليکلو کي هم د بېل توري ( ګرافيم ) يا نخښي ( سيمبول) په ليکلو سره جلا سي؛
د مثال په توګه موږ اوس د غه ټکي ټول په يوه واو کاږو :
ولاړ / ṛ́ā l a w / [ په زور لرونکي يا ساده واو ] ايستاده ، د ناست په خلاف .
وژل / l a ́ � a w / [ په زور لرونکي يا ساده واو ] او داسي نور .
سور / r�s / [ په معروف واو ] سور رنګ ،سرخ، قرمز.
بوره / ́ar�b / [ په معروف يا لنډ واو ] خوږه، شکر، چيني، د لرګو يا فلز ميدګي .
بوره / a r �b / [ په معروف يا لنډ واو ] زوی مړې، هغه ښځه چي بچی يې مړ وي .
بوره / a rob / هغه سمسوره مځکه، چي له کره پاته وي .
تور / ro t / [ په مجهول يا اوږد واو ] تور رنګ ، تور مخی، تاريک ، سياه .
تور / ort / [ په مجهول يا اوږد واو ] پړه، ګونا ( ګناه )، تقصير، اتهام، الزام .
کور / or k / [ په مجهول يا اوږد واو ] استوګنځی، مېنه، خانه، مسکن .
همدغه رنګه د خويش، خويشتن، خواستن، خواهر په شان نور پارسي ټکي ، چي په ليکلو کي
يې واو شامل دﺉ، خو په ويلو کي واو برخه نه لري .
ځيني ژبپوهان او قاموس ليکوونکي ، د اوسنييو قاموسونو په څېر د پښتو ټکو د دغه راز
مشکلاتـــــــو د له منــــــځه وړلو لــــه پاره، د فونــــــيميکــــــي
الفــــــــبا ( Phonemic Alphabet ) د تورو او نخښو سپارښتنه کوي . دا نظر تر ډېري
اندازې علمي اړخ لري؛ ځکه يوازي د يوې علماً تنظيم سوي فونيميکي الفبا توري او نخښي
کولای سي، د هر ټکي ټول ږغيږ واحدونه په دقيقه توګه بيان او ښکاره کړي؛ خو زموږ په
هيواد کي د فونيميکي الفبا د تورو او نخښو کاروَنه، يوازي د علومو اکاډيمۍ او
پوهنتونو تر پوله پوري محدوده ده . عام خلګ څه چي حتا لږ لوستي کسان هم د دغه راز
الفبايي سيسټم له تورو او نخښو سره هيڅ اشنايي نه لري . له دې امله زموږ په هيواد
کي د بېلابېلو ټکو د وينګ يا تلفظ پر نوو علمي لارو سربېره، د دوديزو لارو چارو
استعمال هم بې ګټي نه دﺉ .
ښايي ځيني پوهان له لويه سره استدلال وکړي، چي دهري ژبي ليکدود بايد تر وسه وسه
ساده او اسان وي . د دوی له نـــــظره، په ليکدودنو کـــــي د نوو تــــــــــورو (
ګرافيمونو ) يا نخښو ( سيمبولونو ) ډېرول، د ليکني دوديزي لاري چاري نوري هم پېچلي
کوي؛ او په نتيجه کي خلګ له نورو پېچومو او مشکلاتو سره مخامخ کوي . له دې امله، په
املايي سيسټم کي د زور او زورکي، زور لرونکي، معدوله، معروف او مجهول واو، بېلابېلو
� ی � ګانو او نورو تر منځ توپير ته په لوړه سترګه نه ګوري . دا خبره سمه ده، چي په
ليکدود کي د لږو تورو او نخښو کاروَنه د ليکني چاري تر ډېري ګچي اسانه کوي؛ خو که
په ژبه کي د هر ږغ له پاره ځانګړی توری نه وي، نو دا کار له خپلي اسانۍ او سادګۍ
سره سره، د وَيَنْګ ( تلفظ ) او کښنګ ( ليکلو ) تر منځ پراخ توپيرونه پيدا کوي؛ او
دا توپيرونه ورو ورو له يوه پښت څخه بل پښت ته لاره مومي . په پای کي خلګ نه د خپلو
اصيلو ږغيږو خصوصيتونو پر بنسټ؛ بلکي د يوه ميخانيکي او کړکېچن تعامل له مخي د ړندو
په شان په ليکلو او لوستلو لاس پوري کوي . همدا مېخانيکي او کړکېچن جال دﺉ، چي خلګ
په خوله � روستم � وايي؛ خو د � رستم � په بڼه يې کاږي . هيڅوک د دې ګران او
ربړوونکي دود له مشکلاتو سترګي نه سي پټولای . زما په دې خبره سر نه خلاصيږي، چي د
ليکني دا ډول کړکېچن دود او دستور بايد ولي تل تر تله جاري وي؟ موږ ټولو ته څرګنده
ده د الفبأ هغه سيسټمونه، چي د ژبي ټول ږغونه د بېلو تورو او نخښو په مرسته نه سي
ليکلای، د ليک - لوست په چارو کي لوی خنډونه را منځ ته کوي . د دې خبري په
ريښتينوالي او سموالي کي هيڅ شک نسته، چي د هري ژبي د بېلابېلو ږغونو له پاره د څو
نوو تورو يا نخښو ټاکل، سره له ځينو لنډ مهاله کړاونو، د هماغه ژبي د اصلي ويوونکو
له ږغونو سره سم، د ليکنۍ يا تحــــــــــريري ژبي پـــــــــه پر مختګ کي د ډېرو
ګډوډييو او تېروتنو مخه نيسي .
په پای کي د دې ټکي يادونه بې ځايه نه ده، چي د پښتو ژبي د يوه منلي او پاييدونکي
معيار له پاره بايد تر هر څه مخکي د خلګو د نيژدې والي او پيوستون په لاره کي عملي
ګامونه پورته سي . پښتو د يوې ژوندۍ او فعالي ژبي په توګه د کور او کلي له کوچني او
محدود چاپېر څخه د ټولنيز ژوند هر ډګر ته وايستله سي؛ او په بشپړ ځواک سره يې ودي
او پر مختګ ته کار وسي . په داسي شرايطو کي دﺉ، چي پښتو ژبي د پخو او منلو معيارونو
د را منځ ته کېدو خبري په ډېري اسانۍ تحقق مومي . هر ليکوال، شاعر او څېړونکی چي
خپلي عقيدې، نظريې او بيانونه په اسانه ، ساده او خوږو ټکو کي وړاندي کړي؛ او تر
وسه وسه زيار وباسي، چي په وينګ او کښنګ يا خبرو او ليکنه کي يې ډېر توپير نه وي،
په خپله د معياري پښتو په رامنځ ته کولو کي لويه برخه اخلي . د پښتو ژبي معياري بڼه
په واقعيت کي د ويلو او ليکلو هغه اسانه، ساده، منطقي او معقوله لاره ده، چي هر څوک
يې په ورين تندي منلو ته غاړه ږدي . ټول پښتانه په تېره بيا پوهان او د قلم
خاوندان، د داسي لاري په جوړولو کي خپله ونډه لري . بايد په هر اړخيزو او پرله پسې
کوښښونو سره د پښتو د معياري کېدو پر لور ګامونه پورته کوو؛ او په دې کار کي تل د
پوهي، منطق او تدريجي پرمختګ لاره غوره کړو . وچي پرېکړي او تش احساسات ، د پښتو
ژبي د پاخه او منلي معيار په را منځ ته کولو کي ګټوره برخه نه سي اخيستلای . . .