ننني حالت ته دژبودتکاملي سيرڅېړنه ځکه سخته ده ، چي په دې برخه کي زيات
مواداوارقام(data) نسته . خوله نېکه مرغه ننۍ ژبي سره پرتله کېدلای سي اوکه
دهغوترمنځ منظم ورته والی وموندل سي ، ددغه ورته والي له مخي څوک کولای سي
دنوموړوژبويوه مخکېنۍ او زړه مرحله پيداکاندي . هغه پوهنه چي دغه رازمسايل څېړي ، د
تاريخي ژبپوهني (historical languistics) په نامه يادېږي او مقايسوي ژبپوهنه
(comparative languistics) دهمدې علم يوه څانګه ده .
ژبي دژونديوموجوداتودنوروفعاليتوپه شان دچاپيريال له بدلو نو څخه اغېزمني کيږي .
دوګړودکلتوري سيسټمونوپه هره برخه کي چي کوم بدلون راسي ، اړونده ژبه يې هم تريوې
اندازې پوري هرومرو بدلېږي. له دې سره سم دژبي زاړه لغتونه اواصطلاحات له استعماله
لوېږي يايې معناوي بدلون مومي ، نوي لغاتونه منځ ته راځي . سربېره پردې دژبي ويونکي
هم تل تغيرمومي . لوييږي ، زړيږي ، مري اونوي ويونکي منځ ته راځي . ديوې ژبي
هرويونکی فردهم دخپل عمرپه اوږدوکي دژبي دويلوځيني لاري چاري بدلوي . له دغه فردسره
ښايي نورهم دده دلاري تقليدوکړي . په دې ډول دوخت په تېريدوسره په ژبه کي ډېربدلون
راځي . دابهېرورو ورو پرمخ ځي . که څوک ديوې ژبي د ډېروسپين
ږيرواوزلميوويونکوويناوي واوري ، په هغوکي به د يادوني وړتوپيروويني .
دلغتونوداستعمال په برخه کي هم ورو ورو او ناڅاپي بدلونونه پېښېږي . که چيري ديوې
ژبي ليکلي ثبتونه موجود وي ، نوڅېړونکي په اسانۍ سره کولای سي چي دغه رازبدلونونه
پيدا کړي .
په لغتونوکي بدلونونه په څوډوله منځ ته راځي :
ـــ معناوي يې بدلون ومومي(١) .
ــــ يولغت له استعماله لوېږي .
ــــ نوي لغتونه اواصطلاحات جوړېږي .
ـــ له نوروژبوڅخه لغتونه اخيستل کېږي .
(١) دمثال په توګه په انګرېزي کي د(deer) لغت چي نن دهوسۍ په
معنارواج لري ، په زړه انګليسي کي په عمومي توګه د(حيوان) په معناکارېدئ . په
پښتوکي دسيال کلمه دپښتانه له پاره يوه درنه اودوياړ وړ کلمه وه، نن يې
دمعيارکاروباريان ددښمن له پاره کاروي .