له نوروژبوڅخه دلغتونواخيستلوبهېرته (لغت پورول) وايي اوکوم لغتونه چي په دې ډول
ژبي ته ننوزي د(دخيلولغتونو) په نامه يادېږي . هره ژبه خوراډېردخيل لغتونه لري
اومجرده ژبه په نړۍ کي اصلاٌ وجودنه لري . ارواښادعلامه رشاد(رح) وايي : ٌ په
دنياکي مجرده ژبه نه سته اومجردقوم هم نه سته . تاسي وګورئ عربي داسي يوه ژبه ده چي
قرآن پکښې نازل سوی دی اودعربوقدامت هم واضح دی . مګرپه قرآن کي اتلس توري غيرعربي
راغلي دي . هغه دعربونه دي اودعربي دخيلولغاتوله پاره خفاجي يولوی کتاب ليکلی ،
شفاءالعليل ياځيني کسان يې شفاءالغليل لاوايي ... سيدسليمان ندوی دلغات جديده په
نامه باندي يوبل کتاب ليکلی ، چي په هغه کي يې په عربي کي نوي ور داخل سوي لغات
څېړلي دي ... ٌ (١)
انګرېزي ژبي ته تر١٠٦٦م کال وروسته خوراډېرفرانسوي لغتونه ننوتل (٢) . دمثال په
توګه د(chair) لغت په همدې وخت کي انګرېزۍ ته ننوتئ چي نن ورځ څوک ددخيل لغت خيال
لانه ورباندي کوي . په زړه انګرېزي کي پخوا دهمدې لغت پرځای (stol) يا(stool) رواج
درلود .
ددخيلولغتونوله مخي ديوې ژبي دويونکواړيکي له بلي ژبي اوبل قوم سره څرګندېدلای سي .
کله چي يوې ژبي ته کوم لغت له بلي ژبي څخه ورننوت اوهورې يې په ژبه کي واخښل سو،
نوريې نودژبي ويونکی خپل لغت اودژبي خپل مال بولي .
لکه وړاندي چي مووويل ،ژبي تل دپېړيوپه اوږدوکي بدلون مومي .
که دانسانانو دوه داسي ګروپونه په پام کي ونيسو،چي په پيل کي يې يوه ژبه ويله خود
ځينو عواملوله امله يوله بله سره بېل ژوندکولوته اړسول ، څوسوه کاله وروسته به يې
ژبي يوله بله سره ډېرتوپيرولري اوکه داحالت همداسي روان وي نوڅوزره کاله وروسته به
يې ژبي دومره سره ليري سوي وي ، چي يوازي به دژبي ماهران په پوهېږي چي ددې
دووژبومورګنۍيوه وه .
دهرقوم ژبه دهغه قوم له ټولنيز، اقتصادي اوکلتوري حالته سره تړلې ده . که يې قوم
دسيالانوسيال و، ژبه يې هم ترسيالانونه پاتېږي . پښتو دپښتانه ژبه ده . دپښتوتاريخ
دپښتنوله تاريخ سره تړلی دئ . ترقي اوپرمختګ يې هم دپښتنوله ترقۍ اوپرمختګ سره سيده
اړيکی لري . پښتانه چي دخپل ټولنيزانکشاف په داسي پړاوکي وي ، چي په بېسوادۍ کي
پاچهۍ کولای سي،خانۍ کولای سي، سوداګرۍ کولای سي،پيرۍ اومريدۍ کولای سي،نوژبه به يې
څرنګه اوولي پرمختللې وي ؟
هره ژبه که دهغې له ويونکوڅخه مجرده وڅېړل سي ، ګويانه ده څېړل سوې . ژبه
پرويونکواغېزه کوي اوويونکي بياژبه سره سمبالوي او سموي يې .
(١) ګوربت مجله ــ لومړی کال ، شپږمه ګڼه ـــ ٢٣مخ
(٢) په دغه کال انګلستان دNormansله خوافتح سو . دنورمن نوم پخواپه عمومي توګه
دسکاندنيويايي خلکوله پاره کارېدئ خووروسته يوازي دناروې خلک په دغه وبلل سول .