دبشريت په تاريخ کي دداسي يوه وخت اټکل کېدلای سي چي دننيوانسانانونيکه ګانودي
دمفاهمې له پاره دژبي په نامه يوه منظمه وسيله نه درلوده . تاريخي څېړني دنړۍ
دموجودوژبونېټه فقط يوڅو زره کاله وړاندي بيولای سي . دداسي يوې ژبي يا ژبو په باب
زموږسره معلومات نسته،چي موږيې دانسانانولومړنۍ(primitive) ژبه وبولو . دومره
قدرپوهېږوچي په انساني تاريخ کي نه بې ژبو انسانانو وجود درلوداونه بل حيوان
دخبروکولواستعدادلري . دانسانانود فوسيلونو څېړنه (١)موږته ديومليون کالوياترهغه
وړاندي زمانه کي دژبي دسته والي څرک راکوي .
(١) فوسيل fossil دلرغونوژونديوموجوداتو(حيواني يانباتي )آثارويابقاياووته
ويل کيږي لکه هډوکي اوغاښونه چي دمځکي په طبقاتوکي پاته سوي وي .