مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا یوه مي لا واورئ، نور نو ستاسي خوښه


موږ پښتانه اوس د ډیموکراسۍ د تمرین په حال کي یو . په هډ مو لا نه ده اخیستې . زه دا خپل ځان درښیم چي څوک مي خبره را غبرګه کړي، لږ څه سره وپېچل سم . خو خیر دي وي دا تمرین به نه پرېږدو . که یې نن د سهلو وس نه لرو، سبا ته به یې پیدا کړو . خبره مي د ښاغلي استاد صمیم صاحب کوله . ٌ که اباسین راغلی نه وای ٌ ښه عنوان، ښه استدلال او ښه وړاندیز . لوستلو یې خوند راکړ . دوه پښتانه خواخوږي باید یو له بله سره همداسي د زړه خواله وکړي . ما پخپله تېره لیکنه کي له نیولوجیزم سره په اصولوکي مخالفت نه دی کړی . ها د چا خبره ګوته مي خدای مه کړه (اسلام) ته نه ده نیولې، (مسلمانی ما) ته مي نیولې ده . د خوښۍ ځای دا دئ چي استاد صمیم زما له معروضاتو سره په مجموع کي موافقه ښودلې ده او په لړ کي یې تر ( ډېره پر حقه)بللی یم . کومو ځایو ته چي یې (خو)ایښی دئ هغه حاشیوي خبري یا د کلي بیان څنډي دي چي شمېر یې اته دئ .زه به اتو سرو ته یو څه توضیح ورکړم .
۱- ښاغلی استاد وایي ٌ د ژبي د وییپانګي په بشپړتیا کي ریشتیا هم چي څلور واره آرونه (ارکاییزم، ډیالکټیزم، نیولوجیزم او اډاپټیزم) د دې زنځیر څلور پخې کړۍ دي، خو زما په اند د لاس په ګوتو کي هم د اړتیا او استفادې د ارزښت له مخي توپیر جوت دی . . . . ٌ زه هم سل په سلو کي همدا خبره کوم . زه غواړم هغه فیصدي عملي سي چي د کره لیکني بنسټ ایښوونکو ایښې ده او په دې برخه کي دومره دوګماتیک نظر هم نه لرم چي که په سلو کي پنځه ویشت، دېرش سوه زما به چیغي پورته سي . یه، زه وایم اوس خو موږ هغه نوري درې برخي بیخي هیري کړي دي . ښاغلي استاد د امیر عبدالرحمان خان د درباریانو د نکل په راوړلو سره پر دوو خبرو ضمني اعتراف کړی دئ یو دا چي پر نیولوجیزم باندي تراندازې زیات زور اچول د (ګونګوټیو)خوړل دي، نه د وڅکو . او بل یې په دې نکل زما هغه خبره تایید کړې چي موږ په اولس یا پخواني ادب کي د لغاتو و موندلو له بهیر څخه په دې دلیل (لار چپه) کړې ده چي ارکاییزمونه خو (همېشه پلټل کېدای شي)، راځئ نیولوجیزم ته پونده ورکړو. او په دې پونده کي مو د پښتو خوارکۍ نوکان وایستل . زه خو د ښاغلي صمیم صاحب په دغه جمله کي هیڅ راز نیمګړتیا نه وینم چي وايي ٌ د انحوی ترکیب یا اسمیه جمله دوه فاعله لري ٌ کلمات به یې د آر له مخي عربي وي خو دې کلمو زموږ په ژبه کي د څوارلس سوه کلن ژوند په ترڅ کي د اقامي سند تر لاسه کړی دئ . زه یې کورټ پښتو جمله بولم . د پښتانه له خولې راوتلې ده او بل پښتون له قاموس پرته پرې پوهیږي . د ژبي دنده (وظیفه) هم دغه ده .
۲- د استاد صمیم دوهمه څرګندونه زما د لیکني یو حاشیوي ټکی دئ او د زیاتي تبصرې وړ یې نه بولم . زه بالکل موافق یم چي ارواښاد دوست شینواری د ارکاییزمونو په راغونډونه کي نه هېرېدونکي هڅي کړي دي . اروا دې ښاده وي . او ټول پښتانه یې کار ته په درنه سترګه ګورو . ما چي د فاضل استاد رشاد صاحب خبره کړې وه، مطلب مي دا و چي هغوی ارکاییک لغتونه په نظم و نثر کي کاروي . له دې پرته مي بله خیره په زړه کي نسته . ما ته چي څوک د پښتو د پیاوړتیا په لار کي یو کوچنوټی ګام واخلي، د سترګو تور ښکاري . ارواښاد دوست شینواری خو د پښتو (ستورو) په کتار کي راولم .
۳- په دې یادونه کي د ښاغلي صمیم صاحب زما په ٌ نو ورته خوشحاله وي ٌ جمله سر نه دئ خلاص سوی .علت یې دا دئ ،چي کنډويې لوستې ده او پر (وي) باندي یې ختمه کړې ده . که یې تر پایه لوستې وای، سر یې په خلاصېدئ .
۴- د باره ګلۍ له پریکړو څخه وار د واره زما محترم استاد پوهاند زیار صاحب سر ټکولی دئ او ماته یې هم جرأت راکړ چي څه پر ووایم . په لوی لاس چي څوک ودانه ورانوي نو نتیجه یې هرو مرو دا راز وي چي ان استاد صمیم صاحب لا د باړه ګلۍ د غونډي د برخه وال په توګه (دقیق خبر نه یم) د هغې فیصلې نه مراعاتوي . نه (کښې) لیکي نه (پکښې) بلکي (کي) او (پکي)کاږي . د پښتو اکاډیمۍ مشر ښاغلی ډاکټر راج ولی شاه خټک خو هم د همدغو نه مراعاتېدو له لاسه ژاړي . (ګوربت � ۴ګڼه � اپرېل � می - ۲۰۰۰) هغه د چا خبره، وايي (د کال خوارۍ مي ولاړې، سپیني روپۍ مي ولاړې!) پاته سوه د لیک د بدلون خبره . روښانیانو که له ځانه لیکدود را ایست خو په هغه وخت کي د دولت لواڼي خبره ٌ افغاني لفظ مشکل و لوست کېښ مه شه ٌ . دغسي دروېزه یې او خوشحالخاني لیکدود هم درواخله . اوس خو ٌ افغاني لفظ لوست کېښ شه ٌ دا چي ځیني مشرانو او خواخوږو سلیقه یې بدلونونه پکښي راوستي دي، د هغو اغېزه خو کورټ صفر ده . نه باب (دود) سوي دي، نه چا منلي . نه د وزیر محمد ګل خان مرحوم لیکدود کوم پیرو وموند، نه د خادم صاحب مرحوم، نه د خان شهید او نه هم د قلندر صاحب . داهسي ٌ عبث دارو مردک دي، فتح خان یې ډزوي . ٌ
۵- په دې یادونه کي د پریفیکس او سوفیکس خبره پاته سوې ده او پر ځای یې ویل سوي دي چي زه (هوتک) ولي په (س) باندي د (شول) د مرستیال فعل او د هغه د بېلابېلو صیغو د لیکلو په ٌ امتیاز ٌ کي د خپلو مشرانو استادانو (علامه حبیبي او پوهاند رشاد) په پیروۍ کي ونډه نه اخلم؟
ښاغلې صمیم صاحب . زه خو دا ونډه اخلم او د خپلواستادانو پر پله باندي په منظم ډول روان یم خو د (سانسور) استبداد دا واک راڅخه اخیستی چي لوستونکو ته خپل د زړه بیان په هغه (ډول و شکل) وکړم، لکه غواړم چي یې . که یو وخت درته زما د لیکنو د اصلي مسودو د کتلو فرصت برابر سو، تاسي به ووینئ چي په (شول) کي مي د (س) له امتیازه! ښه پوره ګټه اخیستې ده . خو د خپرونو چلوونکي زما لیکني هغه راز نه چاپوي لکه زه چي یې کاږم . ان زما څخه یې دا واک هم اخیستئ چي جملې دي پر خپل زړه برابري وتړم، لغتونه دي پر خپله سلیقه ورته وټاکم . زه (پر پښتو لیکنه باندي . . .) ولیکم، دوی یې (پر پښتو لیکنۍ . . .) کړي . زه (د انصاف په حکم)وکاږم، دوی یې (د نیاو په پریکړه) کړي . (ګوربت � لومړی کال � څلرمه ګڼه) . زه (سول) وکاږم، دوی یې (شول) کړي . زه (په) ولیکم، دوی یې (پر) کړي . زه (دوې وڅکي) ولیکم، دوی یې (دوه وڅکي) کړي (هیله � دریم کال � شپږمه ګڼه) . زه (رانیوی) د (خریدم) په معنا ولیکم، دوی یې (راونیو) د (ګرفتم، ګرفتار کردم) په معنا کړي . زه خپلي لیکني د دوی د اسانۍ له پاره په کمپیوټر کي چاپ ورولېږم خو چي وروسته خپله لیکنه لولم ((ږیره زما وي اختیار یې د قاضي غلام)) . نو ښاغلۍ صمیم صاحب . ما اریان خو د خپلو استادانو پیروۍ ته څوک پرېږدي نه . هغه آثار چي ما پخپله یا تر خپل نظر لاندي خپاره کړي دي، هورې تاسي پکښې دغه (پیروي) موندلای سئ .
۶- په دې برخه کي ښاغلي صمیم ورور زما په شپږو اوو بېلګو کي چي راوړي مي وې، له ټولو سره موافق ښکاري . یوازي یې له یوې سره خپله نه موافقه ښوولې ده او هغه ٌ پر قومونو باندي . . . د کلتور ٌ منل دي . په دې برخه کي به د خپلي ادعا د ثبوت له پاره د اولس دا دوې وراشې په ډېر صمیمیت وړاندي کړم :


ــــ دا یې قباله، په چا یې منې .
ــــ د چا پلار یې ولاکه په ومني .
له (منل) سره د (پر) وییکي نه سي راتلای . که یې څوک د فاعلیت و مفعولیت په دلایلو (په چا مني) . په هغه کي نو څه سي ویل کېدلای . د پېچومي اوبه دي په زور خېژي .
۷-دلته (سراښ) تر (وږسترګي) بسیط بلل سوی او ٌ ورباندي درېدل ٌ ښه ګڼل سوي دي . ګویا زما له نظر سره موافقه ښوول سوې ده . ما هورې د (تلوار) کلمه هم راوړې وې چي (هډو کارېږي نه) . په دې برخه کي لکه چي هم موافق وي . خو دا چي ما دي پر (وږسترګي)باندي د محلي ډیالکټ ټاپه وهلې وي، یوه غلط فهمي شانته ښکاري، یا به ښاغلي صمیم ورور زما عبارت هورې سم لوستی نه وي . ما په خپل عبارت کي غوښتي دي وښیم چي (سراښ) د محلي ډیالکټ ټاپه خوړلې ده ځکه نو له استعماله لوېدلې دئ . (وږسترګي) دا ټاپه نه ده خوړلې . د مجلې په اووم مخ کي زما عبارت سم را نقل سوي دئ خو د تبصرې په وخت کي خبره ورانه سوې ده او داسي یې انګېرلي دي چي ګویا ما (هوتک) پر (وږسترګي) باندي د (محلي ډیالکټ ټاپه) لګولې ده ؟ ما ((وږسترګي)) ثقیل بللی دئ او ثقیل خو نو دئ . د خوشحال بابا او معزالله خان مومند او ګنج پښتو مثالونه یې د ((ثقلت)) بار له اوږو څخه اخیستلای نه سي .که یو لغت په اولنیو متونو کي راغلی و، معنا يې دا نه ده ،چي هرو مرو دي فصیح وي . که داسي وای نو پیر محمد کاکړ به ولي ویلای چي :

د میرزا شعر به ښه و، ولـــي درېغه
په وحشي الفاظو ده کړ ویران شعر
٨- دغه برخه د ارواښاد پوهاند علامه حبیبي له لیکني څخه په یوه اوږده اقتباس پای ته رسېدلې ده . دا خبري ارواښاد علامه لکه ښاغلي صمیم صاحب چي اشاره ورته کړې ده ۳۱ کاله وړاندي کړي دي او د لغاتو د وضعه کولو پر عمومي اړتیا او اصولو یې روڼا اچولې ده . هغه وخت د هیوادپه فرهنګي کړیو کي یو راز نظم ټینګ و . که به د لغاتو وضع ته اړتیا پیدا سوه، د پوهانو په سلا مشوره به لغت ورته وټاکل سو او دود به سو . دا کار به سوکه و خو اصولي و . داسي نه و چي هر چا په خپل سر، حق و ناحق جوړوني کولې . کله چي د لغت جوړوني بهیر سر واخیست نو بیا تاسي وګورئ سره له دې چي علامه حبیبي مرحوم د جووړونو اړتیا مني خو له روان بهیر څخه څه راز سر ټکوي؟ غوږ راته کښېږدئ . علامه حبیبي وايي :
ٌ د پښتو نثر چي اوس په متبوعاتو کي لیدل کیږي یا له راډیو اورېدل کیږي د نورو ژبو تر اثر لاندي یو کړ غېړن نثر دی چي باید تصحیح او د پوهېدلو وړ سي � د ژبي اصلي بڼه او د ادا ډول او قواعد وساتل سي ملفوظ او مکتوب سره لیري نسي � له ځانه جوړ کړي کلمات پکښي کوترم نسي . . . په هر صورت اوسنی نثر چي کومي خواته روان دی د علمي ټولنو د توجه وړ دی . زه پر دې بېرېږم چي سبا به د لیکوالو او عامه خلکو پښتو دوني سره لیري سوي وي چي یود بله به نه سره پوهیږي . . . ځني خلک په ښه نیت د پښتو د سوچه کېدو ته اړم سوي دي له ځانه کلمات جوړوي او په پښتو یې ور ننباسي چي نور خلک نه په پوهېږي . د ژبي دغسي سوچه کول که په ښه نیت وي هم د ګټي پر ځای تاوان لري او یوه نامفهومه د پېرانیانو ژبه ځني جوړوي . دا کار د یوه سړي نه دئ . ښايي چي د پښتو ژبي یو ګڼ د پوهانو انجمن دا کار وکي او هغه هم په داسي وخت کي چي ژبي عمومي څېړنه او پلټنه سوې وي او هغه کلمې چي په ژبه کي موندلی نسي بیا وضع سي � د ژبي دسوچه کولو فکر لږ. څه افراطي هم ښکاري ځکه چي پر کرۍ مځکه داسي ژبه نسته چي د نورو ژبو له کلماتو څخه کورټ سوچه وي .
تاسي پرېږدئ چي د پښتونثر د ګردو دخیلو کلماتو سره د دې وړ سي چي علمي او فکري او ادبي او ګران او پېچلي مفاهیم ادا کي چي علمي او فکري پانګه یې ډېره سوه او دا خوار بشرکی یې لږ څه غټ او تکړه سو بیا هغه هر څه چي وغواړی زغم به یې ولري مګر اوس شیدو رودونکي کوچني ته د غټ سړي خواړه مه ورکوی چي سبا به یې په چاره پوري اریان یو . ٌ (وګورئ : پښتو چاپي آثار په دوو تېرو پېړیو کي � ۶۲-۶۳ مخونه � کابل - ۱۳۵۷)
د ژبي یو بل ماهر دوکتور ٌ د زړو یا مړو کلماتو پښتو کونه او د نوو لغاتو جوړونه یو راز ساري او حیاتي مبتلايي ٌ ګڼلې ده او زیاتوي چي د دغي ساري ناروغۍ په مقابل کي ٌ اومه ځوانان لکه متعلمین او محصلین معافیت نه لري ٌ او ژر په مبتلا کېږي (وګورئ هماغه اثر � ۲۷۰-۲۷۱ مخونه) زه د دغي ساري ناروغۍ د شیوع نخښي نښانې اوس وینم ځکه مي نو غاړي خلاصي کړې . نور نو ستاسي خوښه (١) .

سکاربورو � کاناډا
۲۸ سپټمبر ۲۰۰۰

(١)داجوابيه مقاله دګوربت مجلې ادارې ته ورولېږله اوښايي خپره کړي يې وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery