څوورځي وړاندي مي دخپل مصروف ژوندپه سرګردانيوکي دومره وخت وموندچي په انټرنيټ کي د
ٌ سپلمۍ پاڼه ٌ وګورم . په دغه پاڼه کي مي د( داودجنبش هم په سيند لاهوشو) مضمون
ولووست چي په دې لنډۍ پيل سوی و :
مينې دې داسې لېونی کړم
په لاره ځم په لوټوولم زيارتونه
اوپه هغه کي مي يوه ګيله ډوله يادونه دځان په باب وليدله . ګيله داسي وه ٌ ...
معصوم هوتک هم دعلم په هسکو څوکوزماله شره خلاص بويه ، چي هرڅومره معياري ژبه په
لغتوهم ووهي ، له علمه يې ګټه اخلم ، غاښ پر غاښ کښېمنډم خوليکني يې لولم ٌ .
زه دمضمون ليکوال ته ددوی دهغه درناوي له امله کورودانی وايم چي زماليکني له ناخوښۍ
سره سره لولي . دايې داکاډميک چلنديوه نخښه ګڼم . خدای دې تل پرهمدې چلندټينګ ولري
. ماپخپلو ليکنوکي کوم داسي څه نه دي موندلي چي هغه دي دپښتوژبي دمعياري کولوهڅوته
ٌ لغته ورکول ٌ وي . زه دبل هرپښتانه په شان له خپلي ژبي سره مينه لرم اوغواړم چي
داژبه غني سي ، مواداوکتابونه پکښې زيات سي دعلم اوپوهني په هره برخه کي
دپښتنواړتياوي ورپوره سي په پښتنوکي دکتاب لوستلواوڅه ليکلوروحيه اوعادت پياوړی سي
.... دې عالي هدف ته درسېدوپه لاره کي ترخپله وسه اوامکاناتوپوري هڅي هم کوم .
خوددې هڅوله پاره خپل اصول لرم ، خپل نظريات لرم اودنورودرنو دوستانواصولو او
نظرياتوته درناوی هم لرم . موږپښتنوته په کارده چي دمهاجرت په بېخونده ژوندکي له دې
نوي چاپيريال څخه که نورڅه نه وي ، نوداايکي يوه خبره خوبايدهرومروزده کړواوهغه
دنورو نظرياتوته په پراخ تندي غوږنيول دي . هرڅه بايد پرخپل ځان تمام نه کړو. خدای
شاهددئ چي زه په ځان کي ددغسي روحيې د غښتلي کولوپه لارکي ښه پوره هڅه اوکوښښ کوم .
ماته داخبره نه رامعلومېږي چي مانوددغوقلمي هڅوپه بهېرکي معياري ژبي ته څرنګه
اوچيرته لغتي ورکړي دي . البته دمعياري ژبي داصولو ، لومړيتوبونواوپه تېره بيادلغت
جوړونوپه باب خپل نظريات لرم اوهغوته پابنديم . په علمي نړۍ کي
دځانګړونظرياتودرلودل بايد د(لغته ورکولو) په معناتعبيرنه سي . دپښتوژبي دمعياردمنځ
ته راتګ په باب دخپلوځانګړونظرياتوپرڅنګ خوزه په پخپلو ليکنوکي د( سين اوشين) له
مسئلې اوپه يو ، دوو ځايوکي داوږدې (ی) پرځای دلنډي (ی) له کارولوپرته له نورولرو
او برو ليکوالوسره په ليکنه کي هيڅ توپيرنه وينم اوزمادې شعوري عادت زمادليکنوپه
پوهېدلوکي هيڅ راز ستونزه پېښه کړې نه ده . زماخپله انتباه خوداده چي زما د ليکنوپه
پوهېدلوکي لراوبرلوستونکي هيڅ رازستونزه نه لري . زما خو ترننه پوري په ليکلې يا
ناليکلي بڼه داسي څه په سترګه سوي نه دي ، چي دمعصوم هوتک په دغه ليکنه باندي موږنه
پوهېږو.
په څومحدودوافعالوکي په سين باندي دشين اړول دومره وړه او څنګزنه خبره ده چي په
معيار پوري هيڅ اړه نه لري اونه په دې برخه کي داولنيواواوسنيوپوهانوله خواکومه
غوڅه فيصله صادره سوې ده . که دادمعياريوه اساسي برخه وای نوزموږ فاضلو مشرانو
استادانو اود پښتوژبي ستورو(علامه حبيبي،علامه رشاد او ارواښاد بېنوا) به هم داسي
نه ليکلای . ماترننه پوري دهيچاله خولې داخبره نه ده اورېدلي چي ددغه سين اوشين
داوښتلوله امله دي دعلامه حبيبي ، علامه رشاداواستادبېنوا په کومه ليکنه پوه سوي نه
وي يادي دمطلب په پوهېدنه کي ددغوکلماتوله اسيته ،چي شمېربه يې په مشکل سره لسو ته
ورسېږي ، ستونزه ولري . په داسي حال کي چي دهغوسلګونو کسانوفريادونه اسمان ته
رسېدلي دي چي د چاخبره په معياري! جوړو سووکلماتوباندي دنه پوهېدلوله امله يې له
کلونوکلونوراهيسي وهي اوڅوک يې پرچيغوغوږنه ږدي . ددې چيغويوه وړه بېلګه به درنو
لوستونکوته وړاندي کړم . ماڅه موده مخکي د سويس دوياناپه ښار کي يوه دوست ته خپله
يوه نوې چاپ سوې رساله (درنه کورنۍ) لېږلې وه. په ليک کي يې راته کښلي وه : رساله
مي ځکه خوښه سوه چي ٌ ژبه يې همهغه ژبه ده چی علامه حبيبي ، پوهاند رښتين،استاد
بينوا او علامه رشادکاروله . بې مبالغې وايم چی په دې اوسنيوزياترو ليکنو يا نه
پوهېږم اويامی زړه ورته په تنګ شی اوهيسته يی وغور ځوم . ٌ داسړی دادبياتودپوهنځی
دپښتوڅانګي فارغ اوهمکارو . زما سره دلهجې يووالی نه لري اوترننه مودمخامخ ليدني
فرصت هم نه دئ موندلی .
ددې له پاره چي دخپلو ليکنوداسلوب اوډول په باب مي ښاغلو لوستونکوته يولړوضاحتونه
وړاندي کړي وي ، بده نه ده چي يوڅه پرعمومياتوباندي وږغېږم .
دپښتواونوروژبود بېلابېلولهجوپه ځينوکلماتوکي کانسونينټونه اوواولونه توپيرسره لري
اودا توپير مراعاتول هيڅکله هم دمعيار د تر پښولاندي کولوپه معنا نه دي بلل سوي .
پښتوژبه خولا دمعياريت درجي ته درسېدوپه لاره کي خالپوڅي (خاپوړي) کوي ،زه نوري
پرمختللي ژبي درښيم چي په هغوکي هم تراوسه پوري چا ددغو توپيرونومراعاتول دمعياريت
پر ضد کارنه دئ ګڼلی . په هندي ژبوکي د ٌ سري متي ــ شري متي ، درمسال ـــ درمشال ،
سري ديوي ــ شري ديوي ، سرينګر ــ شرينګر ، سريلانکا ـــ شريلانکا.... ٌ په شان
کلمات بيخي ډېردي اوهيڅ هندی ژبپوه يا عادي ليکوال ځان ته داحق نه ورکوي چي په دې
دوو کي دي يوسم اوبل ناسم وبولي يا دي ددې دواړوشکلونوموجوديت دژبي ګډوډي وګڼي . هر
ليکوال چي له دې دوو څخه يواستعمال کړي ، لوستونکي پوهېږي چي دده مقصد څه دئ . دايې
لابله ګټه ده چي په هندي ژبوپوه لوستونکي ته لاداخبره هم څرګندېږي چي ددغي ياهغي
ليکني ليکوال په کومه سيمه پوري اړه لري . په انګرېزي ژبه کي دcolour او color د
favour اوfavor د labour اوlabor کلمې چي د واولونو د استعمال له امله توپيرسره لري
، دواړه رواج لري په امريکايي انګرېزي کي يې دوهم شکل اوپه انګليسۍ انګرېزي کي يې
لومړی شکل دوددئ . ان تردې چي په قاموسو( ډيکشنريو)کي يې ددغو لغاتوڅنګ ته په
لېنديوکي دايادونه هم کړې وي ، چي داشکل يې امريکايي اودابل يې انګليسي
يااسټراليايي دئ . مګر يوه ته يې هم غلط نه دي ويل سوي . دانګرېزۍ ژبي امريکايي ،
انګليسي ، استراليايي لهجې ټولي ددې ژبي لهجې دي اوهيڅ يوه انګرېزي ژبي پر بل
انګرېزي ژبي باندي دخپلي لهجې دمنلوبېځايه اوبې هدفه زيار پرځان نه دئ منلی اونه يې
په دې برخه کي وخت ضايع کړی دئ . د عربي غوندي پراخي ژبي مصرۍ ، عراقۍ ، يمنۍ ،
سوريايۍ ، فلسطينۍ اونوري لهجې هره يوه په ځينو برخو کي په ويلواوليکلوکي توپيرلري
خوهيڅکله يودبل ليکلواوتلفظ ته ناسم نه وايي . . په پاړسي کي د( صدا ، آواز ، نداء
)کلمات ټول کارول کېږي . هرڅوک يې په انتخاب کي اختيارلري . داسي نه کوي چي يو
واريانت يې د معيارپه نامه خوښ کړي اونوريې هيسته وغورځوي . دا ټول لغتونه د پاړسي
ژبي دبډايي اودلغوي زېرمي دغنانخښه ګڼي . خو موږدهغوی پرخلاف په ( ږغ او غږ) کي يوه
ته مخ ورکوو اوبل ته نه .که چاږغ وکيښ ګويا کفريې وکړ اومعياريې په لغته وواهه . په
داسي حال کي چي داخبره له معيارسره هيڅ اړه نه لري اونه ژبه پارلماني انتخابات دي
چي فيصله يې په اکثريت اواقليت باندي کېږي . زماپه نظر ( نجلۍ ، جنۍ ، جلۍ ، جن ) ،
( سوچه ، نګه ، خالص ) ، ( ليکل ، کښل )، ( وليکم ، وکاږم ) ، ( ښکلی ، کښلی ،
ښايسته ) ، ( بډای ، شتمن ، هستمن ، غني ) اونورپه سوو داسي مترادفات دخوږې پښتو
مروج لغتونه دي اوپالل اوليکل يې دهر پښتانه پخپل انتخاب پوري اړه لري . په دې کي د
معيارپه نامه سکه وناسکه راايستل ، ديوه غوره کول اودنوروله رواجه ايستل اوورپسې
وژل دپښتوپه ګټه کارنه دئ.
دپښتوژبي په ځينوافعالوکي په سين باندي دشين اوښتنه ځان ته تاريخي عوامل لري
اوداکاردپېړيوپه اوږدوکي عملي سوی دئ . ډاکټرپالوال يې دکوشانيانودواکمنۍ ژبنۍ
اغېزې بولي . داوښتون عامل چي هرڅه وي ، زماورسره په دې ليکنه کي کارنسته خودا
اوښتون دپښتنوپه يوه ټاکلې جغرافيايي محدوده کي راغلی دئ . د پښتوژبي پياوړي ماهران
ټول په دې عقيده دي چي ددغوافعالودسين شکل لرغونی (آر) دئ .خوزما په عقيده داچي
ځينولهجودغه ځانګړتيا ساتلې يايې له لاسه ورکړې ده ، يوه بشپړه طبيعي عمليه ده . نه
يې پرېښوول کوم عيب دئ اونه يې ساتل کوم وياړ . دغه طبيعي عمليه زمايادبل پښتانه
خپل انتخاب هم نه دئ بلکي داپه يوه مشخصه جغرافيايي سيمه کي ديوه يابل پښتانه
درالويېدلوله بابته راپيداسوی ژبنی واقعيت ياپه بل عبارت تاريخي انتخاب دئ چي په
پاللوکي يې هر پښتون بشپړاختيارلري . عوام الناس که داخبره هرراز ګڼي ، دومره مهمه
نه ده ،خودژبي ماهران اوپه ژبه پوه کسان چي ديوه ځانګړي تمايل له مخي دغي طبيعي
عمليې ته دمعياريت ترپردې اوپوښ لاندي د کابليوخبره ( باد) ورکوي ، ښه کارنه کوي
اودغه زيار يې د پښتوژبي اوپښتنوپه تاوان تمامېږي اوتمام سوی هم دئ .
دپښتوژبي بېلابېلي لهجې عيني واقعيتونه دي اوله هغوسره بې پروايي دهغوله ويونکوسره
بې پروايي ده . موږدټولنيزانکشاف په يوه داسي پړاوکي واقع نه يوچي په ټولوپښتنودي
يوه ژبه ووايو اوپه ودې ليکو. دارازهڅه يوشاعرانه ارمان دئ اوڅرنګه چي تروخت دمخه
اذان دئ ، ځکه يې نوپه عمل کي د تطبيق زمينه لږده . دټولنيز او سياسي ژوند په داسي
يوه حساس پړاوکي چي پښتانه د خپلي بقا او فناله تاريخي ازمويښت سره مخامخ دي
دنوروبې شمېرو بې اتفاقيو پرڅنګ يې اوس بيا په ژبه کي دمعيار او نامعيارپه نامه
دليکوالو ترمنځ نوري بې اتفاقۍ اچول له پښتواوپښتنوسره ظلم دئ . زه خپل پښتانه
وروڼه په تينګه رابولم چي له دغه راز درزونو اچولوڅخه دي تېرسي . داکارونه که څه هم
له ژبي سره دخواخوږۍ په انګېزه وي خوزماپه خيال نتيجه يې په زړه پوري نه ده.
ماته دپښتوژبي ډېري کوچنۍ لهجې لاهم داهميت وړدي . نه هغوته ناسمي وايم اونه
دهغولهجود لغاتونواووراشوپه استعمال باندي خوابدی کېږم . په هماغه ليکنه کي مي، چي
پکښې زماپه باب ګيله ډوله يادونه سوې وه (سپلمۍ پاڼه)، د ٌ غاښ پرغاښ کښېمنډم ٌ
جمله ترسترګوسوه . زه پوهېږم چي (کښېمنډم ) يا ( کېمنډم ) زماپه لهجه کي د ( کښېکښم
) يا ( کښېکاږم ) په شکل ويل کېږي . زماپه لهجه کي د(منډل ) مصدر په يوه شي کي دبل
شي دننه ايستلوياچخلوپه معنا کارېږي اودچخل عمليه له غاښ سره برابره نه راځي . زه
به هيڅکله د(غاښ پرغاښ کښېمنډم ) عبارت ونه ليکم . زه (غاښ پرغاښ کښېکاږم ) عبارت
دځان له پاره غوره ګڼم خوځان ته به بياهيڅکله داحق هم ورنه کړم چي د(کښېمنډم) کلمه
ناسمه وبولم . دااصطلاح په يوه پراخ اولس کي کارېږي اوداپراخ اولس زماپښتانه وروڼه
دي . پرېږدئ چي ددغه يوه مفهوم له پاره موږپه ژبه کي درې لغته ولرو .
زمانظردلغتونوپه برخه کي بالکل روښانه دئ . زه دنوولغتونوله تحميلولو سره مخالف يم
. له دې خبري سره مخالف يم چي يوڅوک خپل له ځانه جوړسوی لغت دمعيارپه نامه په زور
راباندي مني . دسپلمۍ پاڼي په نوموړي مضمون کي دښاغلي جهاني څخه هم ګيله سوې ده چي
ٌ ... هغه قسم کړی چي (سو) به پرې څوک (شو) نه کړي اوزه يې دادشاعرپه بغاوت کې
ورحسابوم ... دزهروغړپ دی تېروم يې . ٌ
ګرانه سپلمۍ واله ! دې خبري دي سخت ولړزولم . ماپه اصطلاح دمعياري ژبي له
پلويانوڅخه تل داغوښتنه کړې ده چي دلغاتو جوړولو پرځای دي يووارلهجې وپلټي ، که يې
کوم لغت ورته وموند، هغه دي واخلي اوکه نه ، نوبيادې ورته نوی لغت جوړکړي . زماسره
هرکله دااندېښنه ملګرې وي چي زماپردې رواغوښتنه ولي چاترننه پوري ښه په پراخ نيت
غوږنه دئ نيولئ؟ . اوس چي مي ستاسي په ليکنه کي ولوستل چي دمعيارعاشقانوته
دپښتوديوې لويي لهجې ايکي يو لغت ( سو) منل ٌ دزهروغړپ دئ ٌ ، نوباوروکړئ چي سخت
وډارېدم . له ځان سره مي وويل : ياخدايه پردې بدبختوپښتنودي څه بلانازله کړې ده .
دوی ته چي دخپلي پښتوديوې لهجې دلغت کارېدل ٌ دزهروغړپ ٌ ښکاري نوبيا موږ ولي له
نوروڅخه ګيله کووچي دپوهنتون ، پوهنځي لغات له خپلوليکنوڅخه باسي ؟ خدای دي وکړي چي
دسپلمۍ والو دغه جمله زمادمخکينۍ غوښتني دردولوله پاره جواب نه وي .
ماته د حيرانتياځای دادئ چي دجهاني پرشعرباندي خودپښتنو د ټولو لهجوويونکي خونداخلي
اودده شعر د ټولوپښتنوخوښ دئ . زما په نظرخوله معياريت څخه مرادهم بايدداوي چي په
ليکنه يا شعر باندي لوستونکي پوه سي ، دهغه مطلب ژردرک کړای سي اوليکنه يا شعريې
پرزړوباندي کښېني . آيادجهاني شعرله ٌ سو ٌ سره سره د ټولو پښتنوپه نزدمحبوب القلوب
نه دئ ؟ که جواب ( هو) وي . نوزه وايم د جهاني دشعرژبه معياري ده . اوکه څوک وايي
چي نه ، معياري ژبه همداده چي دازه يې ليکم . ماکه ٌ په سيندلاهو ٌ وکيښ ، که مي ٌ
په لاره ځم ٌ وکيښ ،که مي ٌ پښې تويېږي ٌ وکيښ ، ټول ځکه معياري دي چي سين مي په
شين اړولی دئ ! دې ته نوسرزوري وايي او سرزورۍ ته نوبيازه هم جواب نه لرم .
دژبي معياريت نه دزاړه اونوي ترمنځ دمبارزې په مارکسيستي فورمول ترلاسه کېدلای سي
اونه دفرمان په ورکولوسره . دايواوږد ژبنی پراسس ( process) دئ چي که په طبيعي ډول
تعقيب نه سي ،ژبي ته خوراډېرتاوانونه رسوي لکه اوس چي يې رسولي هم دي . داطبيعي
بهېر که پرچا اوږدېږي يااوږد سوي وي ، وي به . خوتعقيب يې ضروري دئ . له دې بهېرسره
د ٌ کډي مي بارېږي ، زوی مي راملاکه ٌ چلندپه کارنه دئ . اوکه څوک دسوټي د زورچلند
ورسره کوي نوکوي به يې . خوتاسي به يې ووينئ چي دامنډه ترکومه ځايه رسېدلای سي . له
معياريت څخه بايد دملنډو داسي شی جوړنه کړوچي بس سين په شين واړوه ، نورنوهرڅه
برغزوي چي وايې وايه يې .
لکه وړاندي چي مي وويل دژبي دمعيار خبره يوه اوږده تدريجي عمليه ده . په انقلابي
خېزونو باندي د هغې عملي کول به هغه رازنتيجه ورکړي لکه زموږ منورينو چي غوښتل په
انقلابي شعارونوباندي په افغاني ټولنه کي ټولنيزاوسياسي بدلونونه راولي خوپه پای کي
يې دغه بدبخت اولس په يوويشتمه پېړۍ کي دمذهبي فناټيزم ترڅپېړي لاندي کښېناوه اود
ښوونځي له تګه يې ورته دکفرپه اندازه ګنا ه جوړه کړه .
ماله ځان سره پتېيلې وه چي پر دغه رازموضوعګانوبه خپل وخت او انرژي نه لګوم .
خوڅرنګه چي په نوموړې ليکنه کي په نامه يادسوی وم اوله بلي خواددې ليکني له امله
داندېښنومارانوواخيستلم نو درنو لوستونکوته دخپلوعقايدودڅرګندتياله خاطره مي
داڅوپاڼي توري کړې . خدای دي وکړي چي دزړه په مطلب مي لوستونکي پوه کړي وي .
که زيارت کړم نه رارسېږي
ياټګه زه يم ياټګان دي زيارتونه (١)
محمدمعصوم هوتک
داګسټ ديارلسمه ٢٠٠٦ ع
اوکويل ـــ کاناډا