انسانان ټولنيزژوندکوي . دهغوی په سلوک کي يوله بل سره متقابل عملونه اودغه رازله
چاپيريال سره متقابل عملونه دواړه شامل دي . دغه متقابل عملونه اوفعاليتونه دمفاهمې
له لاري ، يوبل ته د پيغامو اواطلاعاتودرسولوله لاري سرته رسېږي . دغه رازمنظم اوپر
يوه ټاکلي سيسټم باندي ولاړمتقابل عملونه يوازي دانسانانوځانګړتياده . نور حيوانان
(ژوي)هم دټاکلوږغونواوحرکتونوپه واسطه يوبل ته پيغا مو نه رسوي ، خودهغوی مفاهمه
دانسانانودمنظم ژبني سيسټم په توګه نه وي .ژوي يوازي دږغونو جوړولوغريزوي وړتيا لري
خوانسانان دخپلي ټولنيزي ډلي دژبي دزده کولواونوروته دورلېږدولوتوان هم لري .
دپوهني دلېږدوني همداتوان دبشري مدنيت دمنځ ته راتګ تاداوګڼل کېدلای سي . که دژبي
تعريف په پام کي ونيول سي نوانسانانوهروخت د خبروکولوتوان درلود، خوددې معنادانه ده
چي ژبه دي نودکلمې په واقعي معنادانسان د پيدايښت همزولې وي .
په مفاهمه کي درې ډوله سيسټمونه شامل دي چي يويې ږغونه دي ، بل يې دبدن حرکتونه دي
اودريم يې ، چي ترنورودووډولونوډېرزيات بنسټيزاهميت لري ، ژبه ده . په ژبه کي
بېلابېل ږغونه تريوه ځانګړي انتظام لاندي اوډل سوي وي .
ټولوانسانانو دځان له پاره دويلويوه ژبه جوړه کړې ده اوهرچيري چي بيا مدنيتونه منځ
ته راغلي دي ، هورې بيا ورسره سم ليکلې ژبه ايجادسوې ده . له لرغونوژبوڅخه بېلابېلي
نوري ژبي رازېږېدلي دي اواوس په نړۍ کي تريوزرزياتي ژبي سته چي ځيني يې په
ميليونونو ويونکي لري اوځيني يې بيايوازي په يوه محدوده قبيله کي د يو لږ
شمېرويونکوله خواويل کېږي . ژبه دانسانانواوانساني مدنيت يوه ډېره ستره بريا( لاس
ته راوړنه ) ده .