دژبي معياريت ديوه پروسيجرپه لاسليک اوديودوودروکتابوپه تاليف بري ته نه سي رسېدلای
. دادمعياريت پرلورلومړي ګامونه دي خودادپټي سردئ ، پټی وروسته سورور دئ . بري ته
لاډېرګړنګونه پاته دي چي ووهل سي . په پروسيجرکي راغلي لارښووني چي له ښوونځي نيولې
بيادټولومطبوعاتواوميډيا په ګډون هرځای عملي او منل سوي نه وي ، دبري ادعاکول يوه
شاعرانه باټه ده . انفرادي هڅي خودډېري ستايني وړدي مګرکافي په هيڅ ډول نه دي .
ترڅوژبه له تاداوڅخه کره نه سي ، له ښوونځي څخه کره ژبه ونه ښوول سي ، په ښوونځي کي
بياددولت پروګرام ورته عملي نه سي ، ژبه کره کېدلای نه سي . اوس به سمدلاسه هغومره
ګوله اخلوچي هضمولای يې سو ، چي يوه موهضم کړه بله به اخلو. داکه کلونه نيسي، که
لسيزي ، که پېړۍ . چاره نسته .
که مود ٌ کډي مي باريږي ، زوی مي راملاکړه ٌ فارمول پرتطبيقاوه ، دغسي ژبه به ځيني
جوړه کړئ لکه دانن چي يې په راديوګانواوانټرنيټ کي اورئ اولولئ يې .
وماعليناالی البلاغ .