دليکني معيارلارويان داسي فکرکوي چي ليکنه په فيصله باندي سميږي . که دکاغذ پرمخ څه
وليکل سول نوګويا معيارهم تطبيق سو . پوهاندزيارصاحب وايي ٌ �. موږپه ننګرهارکي
داستونزه درلوده چي موږ، مونږاو�. موږدومره وکړه چي ليکدودموورسم کړ. اوس ننګرهاري
ليکوال ، شاعر، څېړونکي ( ن) غورځولی دئ . ٌ (١)
خودهمدې مجلې په ١٧مخ کي داستاديوه ارواښادشاګرد، چي استاد يې دروزني خبره لاهم کوي
، په يوه شعرکي مونږ،موږ ، موږه درې واړه
استعمال کړی دئ .
ٌ موږه دې وينوماڼو !
خوموږدې وينوبېړۍ
زمونږميلې ، پرهديروټولېدل ٌ
زه له دغه استعمال سره هيڅ رازمشکل نه لرم . دشاعرشعر مې خوښ دئ اودپښتوشعرپه
وياړونوکې شمېرم . نه کوم اعتراض پرلرم اونه په زړه کي کومه خيره . نه له نوموړي
لهجې سره دښمني لرم اونه بې احترامي . له يادوني څخه مي مراددادئ چي يوازي
مودکاغذپرمخ په فيصلوځان خوشاله کړی دئ . ژبني ، ټولنيز ، اوسياسي اصلاحات که په
فرمانوباندي منځ ته راتللای نوبه زموږهيواداوس دنړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادوکي
شمېرل کېدلای .
تردې يادونووروسته نوبايدپوښتنه وسي چي : آيادمعياريت هڅه بري ته
رسېدلې ده ؟
(١) ښکلامجله ٤کال ٣ګڼه ٥٠مخ