په اوسني مروج ليکدودکي دغه ضميرونه په اوږده (ې) ليکل کيږي اوپه لويديځه لهجه کي
په لنډه (ي) . دلويديځي لهجې له قاعدې سره سم ، چي ځيني کسان يې بېقاعده ګي بولي!
که په اوږده (ې) وليکل سي ، د معنابدلون پېښوي اوچې= چي يې ، کې= کي يې ، مې =مي يې
معنا ښندي . دکره ليکنۍ پښتولارويانوددغي قاعدې شخړه په يــــــوه ( نې) ورشلولې ده
اووايي چي دادکندهارګړدوددئ ، موږپه معيارکي نه دئ نيولئ . داکاريې د هغه په اصطلاح
پروسيجرله مخي کړی دئ ، چي دپوهاندزيارصاحب له خولې ، دلاسليک رنګ يې وچ سوی لانه
و، بيايوه لاسليک کوونکي ويل زه يې نه منم،ٌ زه دحبيبي صاحب او دده د پيروانولارپه
رسميت نه پېژنم او بغاوت يې وکړ ٌ (٢) مادا پرو سيجرليدلئ نه دئ خواورېدلي مي دي ،
چي په
هغه کي دلغاتو افراطي او پخپل سرجوړونه هم منل سوې نه وه .که دا خبره رشتياوي نو
دکره ليکنۍ پښتولارويان نيم قرآن مني،نيم نه مني . د پروسيجرهغه برخه چي ددوی له
اجنډاسره موافقه وي ، مني اونوري نه مني . په هرصورت دې پرېکړي له پښتودېواني ادب
سره مشکلات زېږولي دي .زه به د دېواني ادب څومثالونه تاسي ته درکړم چي شاعرانو دغه
لهجوي ځانګړتياپه پام کي نيولې ده اوشعري وزن يې په تړلی دئ .
د(( کې = که يې )) مثالونه :
١ ـــ دحنان له کلامه
داګوهربه دي په کارسي کې په غوږ کړې
درته وکــــــــــــــړه (( حنان )) څه ويل مليح
( دېوان ٢٢ مخ )
کې خبري کړي دوې سترګي خودبخوده
عجب نه ده پــــــــــــــــــــــرته وايي تل بېمار
( دېوان ٢٧ مخ )
په دواړو بيتو کي راغلي (کې) ظرفي ادات نه دي ، بلکي د ( که يې) لنډ شکل ( مخفف )
دئ. اوس که يې څوک د (که يې) په بڼه وکاږي ، دلومړيونيم بيتيو وزن يوسېلاب زياتيږي
او ميرزاحنان دومره ناپوه شاعرنه و ، چي دسيلابوپه تړلوکي دي يې ستونزي درلودې . ده
دشعرپه سيلابوکي خپله لهجوي ځانګړتياپه پام کي نيولې ده .
٢ ـ دحاجي جمعه بارکزي له کلامه
د((جمعه)) دزړه پرهاربه هلته جوړسي
کې رفـــــــــــــــــــوپه تاردزلفوکړي جراح
( دکابل چاپ ديوان ٥٧ مخ )
زړه مي درکئ زمــــــــاياره ستاپه ﻻس
ستارضاده کې لوټل کړې که يې پاس
( دېوان ٦٨ مخ )
ددې ګلوتېرېده دچـــــــــاپـــــــــــــه ياددي
کې پرې ايښي پرځای نه وای نايبان ګل
( دېوان ٨١ مخ )
په دې دريومثالوکي هم (کې) د (که يې) په مفهوم کارسوی دئ . په دوهم مثال کي خوشاعر
دسېلابوپه تړلوکي خپل مهارت اولهجوي ځانګړتيا ډېره ښه ښوولې ده . لومړی (کې = که يې
) يې له خپلي لهجې سره سم راوړی دئ اودوهم وار که يې خپله لهجه په پام کي نيولې وای
، نيم بيتی يوه هجا لږېدی ، ځکه يې نود ( که يې ) په بڼه راوړی دئ او سېلابونه يې
په پوره کړي دي . لکه وړاندي چي اشاره ورته وسوه ،د حاجي جمعه بارکزي دغه دېوان
ښاغلي هيوادمل دارواښادعلامه رشادباباتر نظر ﻻندي تهيه کړی دئ اوﻻرښوداستاديې په
دغه باريکي سر ښه ورخلاص کړی دئ ځکه يې هرځای ودغه راز مورد ته په لمن ليک کي د (
کې = که يې ) توضيح ورکړې ده .
د (( چې = چي يې )) مثالونه
١ ــ دميرزاحنان له کلامه
دفلک دباغوان ﻻس دپرېکېدودئ
پرجـــــــــــهان چې دبېلتون تخم کاره
( دېوان ١٢١ مخ )
ګل ورقي دخپل ځان ورکړې وبادته
چې ليدلئ ستادمخ دخـــــط رقم دئ
( دېوان ، يوسل وڅلورشپېتم مخ )
په دواړوبيتوکي ( چې ) د ( چي يې ) مخفف شکل دئ .که يې د ( چي يې ) په بڼه وکاږو ،
دبيت دهجاوو شمېر ديوه په اندازه ورزياتوي . په دې ﻻندي مثالو کي بيا د ( چي يې )
په معنا نه دئ راوړل سوی .
چي دخط سبزې يې ځای په رخسارونيو
زمــــــــــــــــــــادزړه آيينې ځکه زنګارونيو
( دېوان ١٠١ مخ )
اوس که دپورتني بيت ( چي ) دمروج ليکدودله مخي ( چې ) وليکل سي ګويا دشاعرمراد به (
چي يې )وي اودامعنا له بيته سره سرنه خوري .
داليدلې يې غمزه ده ستادسترګو
چي آهوله ښاره کوچ وکړ بري وﻻړ
( دېوان ٣٦ مخ )
په دې بيت که ( چي ) د ( چې ) په بڼه وکښل سي ، د ( چي يې ) معنا ښندي اوپه دې صورت
کي به نو( آهو) له عموميته ووزي او په يوچا يا
يوځای به اړه ولري .همداسببونه دي ، چي زه د (چي) کلمه په دغسي مواردوکي په اوږده
ياء نه کاږم .
٢ ــ دجمعه بارکزي له کلامه
چې خنداکړه په شاهۍ دبادشاهانو
په سپېروايـــــــرولړلي ملنګان وﻻړ
( دېوان ٦٨ مخ )
ننګ ونام و سود و زيان ددنياپرېږدي
چې خالص وي پـــرديدارباندي غرض
( دېوان ٧٢ مخ )
په دې دواړو بيتوکي ( چې ) د ( چي يې ) لنډيز دئ او په حاشيه کي ښاغلي مرتب ورته
اشاره کړې ده .
دحاجي جمعه بارکزي په دېوان د ( چې = چي يې ) لمنليکونه دان دپاسه دي . زه ددغي
باريکۍ دنوري څرګندتياله پاره نورمثالونه هم
راوړم .
د (( مې = مي يې )) مثالونه :
وکتوتــــه يې دسترګوحيرانېږم
چي مې کل هډونه کړه رېزه رېزه
(دحنان دېوان ١٢٨ مخ )
دادبه څوکړم دبې رحم يارله جوره
پرسينه مې دتېغ کين وواهه وﻻړ
(دحنان دېوان ٣٦ مخ )
په لومړي بيت کي ٍشاعرخپلوهډونوته اشاره لري ، چي کوم بل چا ور(رېزه رېزه) کړي دي .
که يې دلته د (مې) پرځای ( مي) راوړی وای ، نوبه بيادبيت معنا داوای ، چي حنان خپل
هډونه پخپله ( رېزه رېزه) کړي دي .په دوهم بيت کي يې خپله سينه مطلب ده ، چي بې رحم
يار ورباندي دکين تيغ وواهه اوترې وﻻړ . که دلته هم (مې) د (مي ) په بڼه وکښل سي ،
مطلب به داوي ، چي حنان پر پخپله سينه باندي پخپله دکين تېغ وهلی دئ اوبېرحمه ياريې
دده تردغه کار وروسته تللی دئ . دغه سبب دئ ، چي زه دجملوله سياقه سره سم (مي ) او
(مې ) دواړه کاروم . خوپه مروج ليکدودکي ، چي کره ليکدود! هم بلل کېږي ، يو شکل لري
اوپه اوږده ياء يې کاږي . په دې ﻻندي بيت کي وګورئ ، شاعر((مي) د ( مي يې ) په معنا
نه دئ راوړی .
صحيفه مي دزړه وګــــــورئ عالمه
پکښې نقش دئ کلي احوال دترکو
( دېوان ٩٧ مخ )
اوس به ددغه راز لنډيزونونورمثالونه هم په ګډه سره ولولو.
د (( نې = نه يې )) مثالونه :
١ ـــ دحاجي جمعه بارکزي له کلامه
نه خبردعشق په زيان ياست
نې خبرياست پـــــــــــه حاصل
( دېوان ٨٠ مخ )
نې ازل له ابتداء سته چي و کله
خاوندنه لـــــــــــــــري ابدنه انتها
( دېوان ٣٩ مخ )
٢ ـــ دحنان له کلامه
چي نې خوري ، نه يې نوم ښه نه دخدای پاروي
دغـــــــــــــــه هسي استغناڅـــــــــــــــــه په کارنه ده
( دېوان ١١٥ مخ )
له دې خپله زړه ګيله کړم ډېره ډېره
چي ديارکـــوڅې ته تئ نې کړم خبر
(دېوان ٣٠ مخ )
د دواړوشاعرانوپه مثالوکي ( نې ) د ( نه يې ) مخفف دئ اوکه يې لنډيزه بڼه ونه کښل
سي ، دنيم بيتي په وزن کي يوه يوه هجا زياتېږي .
د (( بې = به يې )) مثالونه
١ ــ دجمعه بارکزي په کلام کي
چي بهاربې پــــه راتللوشګفته سو
دغه هسي ﻻله رخه خوبرويان وﻻړ
( دېوان ٦٧ مخ )
په هـوابې د ديدارکړې فراموشه
هم جنت هم يې زينت هم يې لذت
( دېوان ٤٨ مخ )
٢ ــ دحنان بارکزي په کلام کي
که مي سرکه مال که عقل دئ که صبر
ترديدن بې کــــــــــــړم قربان دشکرلب
( دېوان ١٣ مخ )
چي شهيدپه تېغ دسترګوسي حنانه
پس له مرګه بې لګېږي پرمزارشمع
( دېوان ٥٣ مخ )
٣ ــ دعلامه رشاد بابا ( رح ) په کلام کي :
خودبې نه ټولېږي مړي ، خودبې ملک په وينورنګ وي
دقــــــــــــــــــــوي له جوغه غــــــــــــــــاړه چي هرچاده غړولې
( افغان ولس مجله ــ پنځم کال ، لومړۍ ګڼه ، ٢٩ مخ )
په دې ټولومثالوکي ( بې ) د ( به يې ) په معنا راغلې ده اودنــــــفی ( بې ) نه ده
. په دې ﻻندي بيت کي ( بې ) د نفی په حساب کارسوې ده .
تمام عمريې له وصله بې نصيب يم
لکه زخم دناســـور حاصل مي ياس
( دحنان دېوان ٤٥ مخ )
زما څخه لکه چي دمثالونوبرخه لږڅه اوږده سوه . پرهمدې ځای بې پای ته ورسوم او
لوستونکي دي د (تې = ته يې )، (زې = زه يې )، (سرې = سره يې )اونورپه لسو مثالونه
دحاجي جمعه بارکزي په دېوان کي ولولي . (۳)
مادمخه داسي فکرکاوه چي داقاعده يوازي په کندهارۍ لهجه کي سته خودحميدمومندپه کلام
کي مي هم وموندله :
له آسمانې ميرڅمن کړم
داشــــــــــــنادمـــــــــهرداد
(دېوان ـــ ٨٥ مخ د١٣٦٢ ش چاپ ــ دهيوادمل په زيار)
په حاشيه کې ورته کښلي دي : آسمانې = آسمان يې (۴)
يا:
ماته سره په وينوخــــوله لېوه ليده شی
چې دظلم په پيسه پيرودی پان خورې
(دېوان ٣٤٣مخ)
په لمنليک کې ورته کښلي دي : چی = چی يې
يا:
لادې صافه آئينه اوســــه ٌ حميده ٌ
چی داهسی وهرښکلی ته حيرانې
(دېوان ٣٨٦مخ)
دې بيت يې هم په حاشيه کي کښلي دي : حيرانې = حيران يې (۵)
له دې اوږدوڅرګندونواومثالوڅخه به لوستونکوته روښانه سوې وي ، چي دايوه عادي درسم
الخط مسئله نه ده چي څوک يې بس په دې خبره حل کړي چي ٌ داګړدودي لانجه ده ....
داموږپه لږکيوکي راوستې ده ٌ اوڅوکرښي وروسته بيا وايو ٌ دالوی پرابلم دی . داعجيبه
ده چي په اروپايي ژبوکي دغه کليتيکس ( واړه کليمات) ټول بې اکسينټه دي او په
کندهارکي اکسينټ لري ، دا د اکسينټ مسئله ده چي له نورو ګړدودوسره توپيرلري . ٌ
(۶)) چي لوی پرابلم يې ګڼئ نوبيايې ولي په پام کي نه نيسئ ؟ ولي حساب نه پرکوئ ؟
ولې تحليل وتجزيه نه کوئ ؟ ولي يې نفی کوئ ؟ ددې منطق څه دي ؟ دليل يې بس همدادئ چي
ٌ د ا موږپه لږکيوکي راوستې ده ٌ. داټولي پوښتني مستدل جواب غواړي .
(١) پښتواوپښتانه دژبپوهني په رڼاکې ـــ ٣٠٣ ، ٣٠٤ مخونه .
(٢) ښکلامجله ــ ٤کال، ٣ګڼه ٥٠مخ
(۳)دمثالودابرخه ما په يوه مقاله کي چي ډاکټر بسم الله اميرپه جواب مي کښلې وه ، هم
راوړې ده . دا مقاله په کندهارمجله څلورم کال دوهمه ګڼه ، ١٣٨٤ل کال کي چاپ سوې ده
.
(۴) دعبدالحميدمومندپه کليات کي چي دښاغلي محمدآصف صميم په زيار برابر سوی دئ ١٣٨٣ل
، دابيت په همدې بڼه راغلی دئ خوڅرګندونه يې ورته کښلې نه ده . دکابل دپښتوټولني
د١٣٣٠ش چاپ دېوان اودحميد درو مرجان ــ د سيد انوارالحق جيلانی ترتيب ،داغزل نه لري
.
(۵)دعبدالحميدمومندکليات اودرومرجان کي دابيت همداسي بې له توضيح راغلی دئ
(۶) ښکلامجله ــ ٤کال ، ٣ ګڼه ٥٦ مخ