په تحميل سوې کره ليکنۍ پښتوکي دښځينه جمع له پاره يې په تولوحالاتو کي اوږده(ې) په
پای کي وراچولې ده لکه ښځې ، مڼې ، سترګې ، هوټلې ، ژړاوې ، اناګانې، ميندې ،
کړکيانې ، خروټې ، شينوارې اوربشې ...(١)اودلويديځ ګړدود، چي دکندهاري ګړدودپه نامه
هم يادېږي ، ځانګړتياوي يې د ٌ بې قاعده ګيو ٌ په حساب کي شمېرلي دي . زه به تاسي
لوستونکوته ددې لهجې دښځينه جمع قاعده بيان کړم اوددغي قاعدې مثالونه به کلاسيک ادب
کي هم درکړم .
په لويديځه لهجه کي هرهغه ښځينه مفردنوم چي په پای کي يې زوره کی اوفشاريې پر لومړۍ
څپه وي ، دجمع په صورت کي يې پای ته (ي) ورلوېږي . لکه :
ښځه ښځي
کونډه کونډي
پېښه پېښي
منډه منډي
تنده تندي
لنګه لنګي
لنډه لنډي
ونډه ونډي
اوهرهغه ښځينه مفردنوم چي په پای کي يې زور(فتحه) او فشاريې پر وروستۍ څپه وي،دجمع
په شکل کي يې پای ته (ې) ورلوېږي . لکه :
مڼه مڼې
لنده لندې
غرمه غرمې
پېښه (تقليد) پېښې
سږمه سږمې
کونده کوندې
دنده دندې
اوږده اوږدې
ددې قاعدې دڅېړلوپه نيامت مي دحميدمومند اواشرف خان هجري دېوانونه هم وکتل .
دحميددېوان ( ١٣٦٣ش کال چاپ ــ کابل) په ٢٨٠ مخ کي يوه غزله سته چي مطلع يې ده :
چي زغمم ستادرقيب بدي فتنې زه
ياره کله يـــــــــم داهسي بې کينې زه
ددې غزلي نوري قافيې ( يينې ، سينې ، نينې ، پښتنې ، ستنې ، آدينې ، مدينې ) کلمې
دي چي مفردشکلونه يې ( يينه ، سينه ،نينه ، پښتنه ، ستنه ، آدينه ، مدينه ) دي
اودټولو فشارپر وروستۍ څپه دئ ځکه يې نودجمع شکلونه په اوږده يې باندي د(پښتنې) پر
وزن جوړکړي دي . په ٣١٥مخ کي بله غزله سته چي مطلع يې داسي ده :
څه حکمت دی چي مي نه چوي لاسينه
يـــــــــــــــــاره ســـــــــــتادرقيبانوپه کينه
ددې غزلي نوري قافيې ( يينه ، مدينه ، مهينه ، نينه، پشمينه ، رنګينه ، کمينه ،
ارتينه ) دي .
په دغوټولوقافيوکي يوه لاهم داسي نه ده ، چي فشاردي يې پرلومړۍ څپه وي اوکه فرضاٌ
حميدمومند ( غنمينه ، اوربشينه ، شيرينه ... ) دوروستۍ څپې په فشارتلفظ کولای ،
هرومرويې په دې دووغزلوکي راوړلې .دپښتواوپاړسي په پخوانيو شاعرانوکي دا دود موجود
و، چي تر وسه وسه يې په غزل کي ټولي هم مثلي قافيې راوړلې اودايې پرژبه باندي
دشاعرد تسلط نښانه بلله . په ١٤٧ مخ کي هم دتيرو دوو غزلوپه شان ورته قافيې راغلي
دي . له دې مثالوڅخه داسي ثابتيږي چي دحميدپه مومندۍلهجه کي د اوسنۍ لويديځي لهجې
په شان دښځينه جمع قاعده موجوده وه .
د اشرف خان هجري په دېوان کي همدغه قاعده پالل سوې ده . دده ددېوان ( د١٩٥٨ع چاپ ــ
پيښور) په ٤٧٦مخ کي يوه غزله په دې لاندي مطلع باندي ثبت سوې ده :
ددنياخـــــــــونه دبادپه مخ ايرې دي
پائنده چارې هورې دامسخرې دي
ددې غزلي نوري قافيې يې ( خورې دي ، دېرې دي ، څهرې دي ، تېرې دي ، اسرې دي ، منارې
دي ، هورې دي ، پېرې دي ، سپېرې دي ، سورې دي ) سره تړلي دي . په دې قافيوکي يوه
لاهم داسي نسته ، چي فشاردي يې پرلومړۍ څپه وي .که اشرف خان هجري (ښځه ، ونه ، لمنه
، ....) ددوهمي څپې په فشارتلفظ کولای ، هرومرويې دلته راوړله .
په ٤٨٢مخ کي يوه بله غزله هم سته چي دقافيې کلمات يې ( څهرې ، تېرې ، ايرې ، دېرې ،
سورې ، څېرې ، آيرې؟ ، خورې ، پرې ، پېرې ،زهرې ، اسرې ، مېرې ) راوړي دي . دلومړي
دفترپه ٢١٢مخ کي دهمدې قافيې په شان راغلي کلمات ( خورې ، انبارې ، سورې ، نغارې ،
درې ، سفرې ، زرې ، تېرې ، طرې ، څهرې ، دېرې ، ايرې ، اګرې ، سيرې ، ښيرې ، هديرې
، چهرې ، مېرې ، فوارې ، سپېرې ، منارې ، آرې ، خورې ، ديورې ، مسخرې ، دهرې ) دي .
دټولوفشارپروروستۍ څپه دئ .
دمقطعاتوپه ٥٤٠ مخ کي هم د( زمانې کړې ، شکرانې کړې ، رخنې کړې، معنې کړې، خزانې
کړې ، ويرانې کړې ) سره قافيه کړي دي .
درباعياتوپه ٥٦٤مخ کي يې هم ( خولې کا ، قيصې کا ، پسې کا) په قافيوکي سره اوډلي دي
.
له دې څخه معلوميږي چي داشرف خان هجري په خټکه لهجه کي هم دلويديځ ګړدودپه شان
قاعده جاري وه . که اشرف خان هجري (ونه ، ښځه ، لنډه ، ونډه ،...) دوروستۍ څپې په
فشارتلفظ کولای ، دلته به يې دجمع شکلونه په قافيه کي هرومروموندل سوي وای .
خوپه اوسني معيارکي دغه قاعده د(بې قاعده ګيو) په کتارکي راوړل سوې اود ٌ کتاب
دپنډېدو ٌ په دليل !بياله پامه غورځول سوې ده . که دپښتومعيارټاکونکوپه دې برخه کي
دبې قاعده اکثريت ؟ پرځای باقاعده اقليت ؟ اوکلاسيکه ادبي پښتوپه پام کي نيولې وای
، لکه د(په) او(پر) په برخه کي چي يې نيولې ده ، زماپه فکربه يې ډېرمعقول کارکړی
وای (۲) . اوس چي يې داکارنه دئ کړئ ، نولږترلږه خودي دهغه چاپرليکنوداعتراض ګوته
نه ږدي ، چي داقاعده پالي .
ژبني مسايل داکثريت په معيار( هغه لاهم شکمن اکثريت) حلول د ژبنيواصولوپرمنطق
برابرېدلای نه سي اوداسي ښکاري چي ددغه شان فيصلوترشادي دناژبنيواصولوبې منطقي پرته
وي . دناژبنيو اصولو د بې منطقۍ ترزهرجن شپول لاندي هررازبلاوبتر را غونډېدلای سي .
د ژبي خواخوږي بايدځوان نسل ته دغه بلاوبتر ورانتقال نه کړي .
(١) پښتوپښويه ــ ٩١ ،٩٢ مخونه
(۲) دعددي جمع په برخه کي پوهانددوکتورزيارصاحب ( دوې نجوني) ليکي، نه ( دوه نجوني).
خونوريې بيانه پالي اودکره ليکني محتسبين هم ډېر سرنه په ګرزوي . نېخه چي ولي ؟