دختيځي اولويديځي اوجنوب لويديځي لهجې ترمنځ دمجهولي (ې) داستعمال په برخه کي ښه
پوره محسوس اودپاملرني وړتوپيرونه سته . دې توپيروته پاملرنه نه کول اوترسريې تېرول
ياپه يوه جرأتمندانه حکم سره ګام تراړول اوهيسته غورځول دپښتوژبي په ګټه کارنه دئ .
په پښتوپښويه (درېيم چاپ )کي راغلي دي چي سويل ــ لويديزه ګړدودي ډله ٌ د نورو (
منځنيو، سوېل ـــ ختيزواوشمال ختيزو) ګړدودي ډلوپه وړاندي له تاريخي پلوه زيات
رغاونيزلرغونوالی لري ٌ خوله دغي ارکاييکي ځانګړتياووسره سره يې په کره ليکلارکي له
پامه غورځولې ده (١)دغه ځانګړتياوي يې چي بېله مثالوپه ډېره مختصره توګه هيسته
ودوري راوړي دي ، دکتاب دوه مخه يې نيولي دي اوپرزياته کړې يې ده چي که ٌ دکندهارۍ
پښتو دغه پاسنۍ ځانتياوي يومخيزه په پام کي ونيسوٌ نودغه د پښتو پښويه کتاب به دوه
چنده غټ سي . دغوځانتياوو يا ځانګړتياووته يې ٌ بېقاعده ګۍ ٌ ويلي دي . اوس نوکه
څوک په دې برخه کي نظرڅرګندوي خو د لايسنس نه لرلومتروکه به پرداککرۍ وخوري اوورته
وبه ويل سي چي ته د ويلو حق نه لرې . مګرکه لږڅه دبيان آزادي موجوده وي نوديوچاپه
ذهن کي هرومروداپوښتنه پيداکيږي چي د پښتوديوې ٌ ارتې بيرتې ګړدودي ډلې ٌ هغه
ځانګړتياوي چي په يوازي سردنوروټولو ګړدودونو په پرتله ديوه بشپړکتاب په اندازه حجم
لري(٢)اوترنوروګړدودونويې تاريخي لرغونوالی هم منل سوی دئ ، د( بې قاعده ګيو) په
نامه هيسته غورځول دعلم لارده ؟ دانصاف لارده ؟ عملي لارده ؟ له تعصبه خالي لارده ؟
ديووالي لارده ؟ کره لارده ؟ کومه لارده ؟
دپښتوپښويه کتاب دلومړي چاپ (١٣٦٢ش) اودريم چاپ (١٣٨٤ش) په سريزوکي دمحتوياتوله مخي
خورازيات توپيرونه سته ، چي ځيني دغه توپيرونه دلوستونکي په ذهن کي يولړنوري پوښتني
هم را پيداکوي . دکندهاري ګړدودپه اصطلاح ٌ بې قاعده ګۍ ٌ چي ښاغلی مولف يې په آب
وتاب بيانوي ، دلومړي چاپ په سريزه کي نسته . له دې امله دلوستونکي په ذهن کي
داخبره ورګرزي چي آيا ښاغلي مولف ته دکتاب دلومړي چاپ پروخت دغه ٌ بې قاعده ګۍ ٌ
معلومي نه وې ؟ هرومرومعلومي وې . نودنه يادولوعلت يې څه و ؟ ښايي دابه يې مصلحت نه
وي ګڼلی چي دنورولهجوپربې قاعده ګيوباندي سترګي پټي کړي اويوازي کندهاری
ګړدودلوستونکوته د ٌ بېخرته بې قاعده ګيو ٌ درلوونکی وښيي . که داښاييدنه رشتياوي ،
نونن هم ددې راز ورانوونکوقضاوتويادونه دمصلحت پرمقوله نه سي برابرېدلای . د پښتوپه
دې دونه زياتولهجو کي يوازي ديوې لهجې په اصطلاح بې قاعده ګۍ بيانول ، پخپله د ٌ
سکه اوناسکه ٌ مفهوم ذهن ته تداعي کوي . زمابشپړيقين دئ چي ښاغلي مولف ته دپښتود
نورو لهجو ګرامري بې نظمۍ هرومروڅرګندي دي . پرهغوباندي غوږونه کاڼه اچول اوديوې
مشخصي لهجې په مقابل کي دريځ نيول ، پخپل ذات کي مناسب کارڅه چي ، لادلاسه خصمانه
عمل دئ .
دلومړي چاپ په سريزه کي ددغويادوونو دنسته والي دوهم تعبير داسي هم کېدلای سي چي
ښايي اوس به يې ٌ توبه له مېړنوخالي ليدلې وي ٌ . ځکه ددريم چاپ پروخت دهمدې مغضوبي
لهجې درې ويونکي ستوري ( علامه حبيبي ، استادبينوااوعلامه رشاد) اودغه رازد ژبپوهني
نورټول متخصصين ډاکټران دلحدبنديان سوي ول . ګويا د پوښتني اوبازخواست څوک نه وپاته
. په دغه صورت کي زه نورڅه نه سم ويلای ، يوازي به دومره قدر ووايم چي خدای دي
داښاييدنه نه رشتياکوي .
دپښتوپښويه ددريم چاپ دسريزي په ١٥مخ کي څرګنده سوې ده چي دلويديځ ګړدوددځانګړتياوو
دپه پام کي نه نيولوحق يې دنوموړي لهجې د ٌ پرتليزلږه کيوالي ٌ له امله ترلاسه کړی
دئ . دحيرانتياځای دادئ چي ددغي فتوا ورکوونکي له پښتوټولني سره لانجه پردې وه چي
هغوی په ريفرنډم ژبني مسايل حلول . اوس دی پخپله داکثريت واقليت په حکم يوه پراخه
لهجه په پام کي نه نيسي اوځانګړتياوي يې له تاريخي قدامت سره سره ، چي دی يې پخپله
هم مني ، ( بېقاعده ګۍ) بولي اوپه ګرامر کې نه راوړي . که دا ځانګړ تياوي ټولي (بېقاعده
ګۍ) وي ،نوددې خبري خومعناداده چي دپښتو ژبي ټول تاريخ پربې قاعده ګيوولاړدئ . له
لويه سره يې ګرامربې قاعده دئ اوس دوی معياري ګرامرورته جوړوي . ځکه ددغوځانګړتياوو
تاريخي لرغونتوب خو مولف پخپله هم منلی دئ . آيا داخبره به له امکانه وتلې وي ، چي
دا ځانګړتياوي دپښتوخپل ګرامري اصول وه ، وروسته ترخځي ولمني پکښې راغلي دي . په
هرصورت دابېلتونپاله فيصله پخپله دکره ليکنۍ پښتومخه نيسي اوپه دغه صراحت يې يادول
خود جرأتمندۍ يوه نمونه کېدلای سي مګرد ٌ مصلحت ٌ پر مقوله باندي يې برابرول ، لکه
وړاندي چي مي هم وويل ،له عقله ليري ښکاري.بايدووايم چي داقليت اواکثريت خبره يوه
بې بنياده ادعا ده . د پښتو دلويديځي لهجې ويونکي يوازي (کندهار، هيلمند او سيستان
... ) ښوول سوي دي ، په داسي حال کي چي په دې لهجه باندي دکندهار ، هيلمند، زابل ،
ارزګان ، نيمروز، فراه ، غور ، هرات او بادغيسولايتونه،په شمالي کي دغوربند او
شينوارو د ولسواليو پښتانه، د پروان ولايت پښتانه ( له ساپيواوداودزيوپرته ) ،
دميمنې ، مزار، بلخ زياتره پښتانه اودکوچيانو لوی اکثريت لږوډېر ږغيږي (١) او ما چي
يې دواک فونډيشن داحصائيوله مخي يوه تقريبي اندازه معلومه کړه نو يوازي په
افغانستان کي ددې لهجې ويونکي څه دپاسه درې ميليونو تنوته رسيږي . که دډيورنډ
دناولي کرښي هاخواته پښتانه ور سره يو ځای سي، نويې شمېر دوه چنده زياتيږي . ددومره
پراخ نفوس لهجه د پښتوګرامرپه يوه کتاب کي په پام کي نه نيول اوپه دې منطق ، چي د
کتاب حجم په زياتېږي !، ترهغې ګام اړول له حق خوړلو پرته بل څه نه سي بلل کېدلای .
له ژبي سره که د معيار تر پردې لاندي داسي لوبي رواني وي ، نودي پښتنوته خدای
خيرورپېښ کړي .
په بل غشي ټـوپک هيڅ ويشتلی نه يم
که ويشتلی يم خوبياپه خپل ټوپک يم
(دخوشحال خان خټک مرغلري ـــ ٦٣٣مخ)
(١) پښتوپښويه ١٤،١٥مخونه ـــ درېيم چاپ .
(٢) پردغه لهجه باندي هربرت پنزل امريکايي ژبپوه يوبشپړکتاب کښلی دئ چي دنړۍ په
ټولو مشهوروکتب خانوکي سته اوارواښادالهام په پښتوژباړلۍ دئ . نه پنزل اونه الهام
داخبره کړې ده چي دغه لهجه پربې قاعده ګيوولاړه ده . دوی دواړه دژبي متخصصان وه .