ژبپوهان وايي دژبني معيارټاکلوله پاره اتاريټي (authority) په کارده . اتاريټي دوې
خواوي لري . يوه يې دعلم اوصلاحيت خواده چي په ژبپوهانواړه لري او بله يې اجرائيوي
اړخ دئ،چي په دولت يا اکاډميکو ټولنواړه لري . ژبپوهان علمي اړخ څيړي اودولت يانور
اکاډميک سازمانونه يې دترويج له پاره قانونيت ورتسجيلوي .
دپښتوپه معياريت کي ددې دواړوخواووخلا محسوس ده . د صلاحيت په برخه کي
پوهاندزيارصاحب هيچاته غاړه نه ده ايښې . نه الهام ته ، نه تږي ته، نه پالوال ته ،
نه شپون ته ، نه ستوروته ، نه پښتو ټولني اواکاډيمۍ ته . ارواښادالهام ورڅخه
دوستانه ګيله کوي او ليکي چي ٌ ... که څه هم زيارموږدتږي په شمول دتاريخي ـــ
مقايسي ژبپوهني متخصصان نه ګڼي اوښايي چې رښتيا به وايي ٌ ( ١). ګويا د معيارپه
برخه کي يوازي ددوی خپل نظر معياري دئ . اوداجرائيوي صلاحيت خلا خوپه دغوکلونوچي کي
دا خوځښت راپيل سوی دئ ، په ټوله معنابيخي محسوسه ده . خلا خو پر لو لار پرېږدئ ،
په دغوتېرو دېرشو کلونوکي خودخلقي او پرچمي دولتوپه شمول ټول دولتي نظام د
پښتواوپښتنو پر ضدولاړو . (٢)
ددغه شان دوګانه خلاووپه موجوديت کي ديوه خوځښت قانونيت اواغېزمنتوب پخپله ترپوښتني
لاندي راځي . اودهمدې عامل نتيجه ده چي دغه خوځښت تردوو دروملاتړلو پلويانوزيات
نورونه موندل .
داچي اوس دنوولغاتوپه اعتياداخته کسان دخوځښت په پلويانوکي شمېرل کېږي اوبيادهغوله
مخي داحرکت دبري لوړپوړته رسېدلی ګڼل کيږي ، يوه ذهني نتيجه ګيري ده چي داستنادپايه
يې پرواقعيتونو ولاړه نه ده . حقيقت دادئ چي ددغه خوځښت له امله يوه نوې ژبه يا
لهجه دتکوين په حال کي ده .تاسي دالاندي ګډوډيوته ځيرسئ چي ديوه خوځښت تردېرش کلن
فعاليت اوبري ته تررسېدووروسته ! په هغونشراتوکي موجودي دي ، چي دکره ليکني له
بهيرسره په يوه يابل دليل ځان تړلی ګڼي .
(١) پښتواو پښتانه ته دالهام سريزه ـــ پنځم مخ
(٢) زيار صاحب په هغه خصمانه چلندډېر ښه خبردئ چي زموږسره دباخترآژانس
دپښتوخبرونوپه رياست کي د دولتي مقاماتوله خواکېدئ .