په يوه ژبه کي چي دنړيوالوپرمختياوواوساينسي وتخنيکي انکشافاتواواختراعاتوله اسيته
دنوولغاتودجوړوني اړتيامنځ ته راسي اودې کارته نيوګلوبيزمونه استخدام سي ،معنايې
داده چي دا ژبه اوس هغوحوادثوته ځان تياروي چي ٌ پرنوروتېرسوې اوپردې اوس راغلي
دينه ٌ ددې پرڅنګ هره ژبه چي دخپل انکشاف په بهېرکي داسي ځای ته ورسېږي چي
نورنوورته دنيولوګيزمونواړتيامحسوسه سي ،معنا يې داده چي دې ژبي دانکشاف نورپړاوونه
وهلي دي او ويونکي يې هم دفرهنګي سطح په يوه داسي مرحله کي واقع دي چي نورټول
کارونه سرته رسېدلي دي ، اوس نودژبي دسره کېدو وار رسېدلی دئ . په دغه وخت کي که
دمعياريت اوکره ژبي خبره رامنځ ته سي ، څرنګه چي له حالاتوسره موافق شعاردئ ، نه به
پرچا بدولګېږي اونه به مخالفت ورسره وکړي . خوکه دمعياريت هڅه دسياسي سياليو زېږنده
وي ، دانودژبنۍ اړتياله مخي نه بلکي دنوروانګېزوپربنارامنځ ته سوی تلاښ دئ اوهغه
څوک چي نه غواړي په دغه انګېزوباندي خپله ژبه ولړي ، يادغه سياسي سيالۍ ورته دسياست
دمداريانو سرکسونه ثابت سوي وي ، نوطبيعي ده چي لومړی خوله دې لوبي سره څوڼي نه
غورځوي اوکه ډېره درنه پرتمامه سوه نويې بياپه مخالفت کي درېږي .
ماچي به دپښتوژبي دکره توب له پاره دهڅوتاريخي سوابق او اوسنۍ هڅې له ځانه سره
څېړلې ، نودچاخبره شپږم حس به راته ويل چي په دې هلوځلوکي ترژبنۍ اړتيانورمسايل
ډېردخيل دي . ددې نورو مسايلوپريوه برخه باندي زه د(سوچه توب) په بحث کي ږغېدلی يم
. پوهاندزيارصاحب اوس پخپله يوه مرکه کي زماپردغه ګومان باندي د يقين ټاپه ووهله چي
زموږنوي جوړوني له پارسي سره دسيالۍ اود هغې په تقليدراپيل سوي دي . دی وايي : ٌ
پارسي چي زموږورسره يوه رغنده سيالي روانه ده ، هيڅوک په نظرکي نه نيسي ، که
پارسيوان زموږسره منفي سيالي کوي ، موږورسره رغنده سيالي کوو.
تاسودپارسي پخواني اواوسنی متن وګورئ چي هرڅومره يې پارسي قوي وي ، تاسوبه ووينئ چي
څومره مخته تللې ده ، په پارسي کي څومره نوي ټکي راغلي دي ؟ نودانيوکه يوازي
پرپښتوده ؟ ٌ (١)ماته د حيرانۍ ځای دادئ چي استادله ټول ژبني اکاډ ميت سره څرنګه د
دغي سياسي لوبي په دام کي کښېوتلی دئ اونوروته يې لاتوصيه هم کوي . ددغي سيالۍ
دسالميت ذمه څوک ترپايه پوري وهلای سي . څرنګه امکان لري چي پارسيوان دي ددوی په
وينا ، منفي سيالۍ کوي او پښتون دي بياورسره سالمه سيالي وکړي . داسيالي له لويه
سره پر منفي تمايلاتوراپيل سوې ده اويوه کرغېړنه لوبه ده چي دوخت غير ملي
حکومتوپښتون اوپارسيوان دواړه پکښې سټ کړي دي .
زماپه فکرخوهره ژبه دانکشاف اوپرمختګ په لارکي خپل موقعيتونه اوخپلي درجې لري .
دنوروژبوپه پرتله يې دانکشاف سرعت هم توپيرلري ، ژبنۍ اړتياوي يې هم ځله بيلي وي .
پښتوله بده مرغه اوس لاهم دخوشحال خان خټک خبره ٌ بکره پرته ده ٌ . ددغه واقعيت په
ليدلو، کتلواومنلوباندي بايدهيڅ پښتون نه دحقارت احساس وکړي اونه هم دخپلي ژبي
دنيمګړتيا. دارواښادنوميالي خبره ٌ پښتودژبي په حيث نه ترچاپاته ده اونه ترچازياته
ده . ٌ (٢)لکه په انسانانوکي چي زوړ او ووړ سته ، په ژبوکي هم سته . دسيالۍ په وجه
په ژبه کي بدلونونه راوستل ترګټه تاوان ډېرپېښوي . داسيالي هغه ناوړه دودودستورته
ورته ده لکه ځيني کسان چي له خپلوتربروسره دسيالۍ په انګېزه خپل نابالغ زوی ته واده
وروکړي اودخپل ماشوم زوی ژوندله خوراډېرودنګلوسره مخامخ کړي . وايي ٌ شرمښکۍ له
ماره سره غزېده ، پرمنځ دوه ځايه سوه ٌ . داراز سيالۍ ته ځوان مغزونه دخپل طبيعي
جوش وخروش او احساساتي جذبوله امله خورازيات آماده دي اوډېرژرپه دغه رازدامونوکي
لوېږي . دسړې سينې درلوونکي مسن پوهان هيڅکله بايدځوانان دغه راز بازاري لوبوته
تشويق نه کړي .
پارسي ژبه په دې پرمخ نه ده تللې چي نوي لغاتونه يې جوړکړي دي . پارسي په دې وړاندي
ده چي دضرورت ژبه ده ، ددربارژبه وه اوده ، د علم ژبه ده ، ويونکي يې پخپله دتعليم
اوسياست پرميدان تر پښتنو وړاندي دي . پېړۍ پېړۍ ورته دهند، ايران ، ماوراء النهر
اوافغانستان پاچهانواودرباروکارکړی دئ . دې ژبي چي نيولوګيزم ته مخه لاکړې نه وه ،
هم پرمختللې ژبه وه . ترعربي ژبي وروسته دمنطقې دعلم، د سياست ، دادب اوتجارت ژبه
وه . دپارسي دپرمختګ دلايل بايدد هغې په ويونکوکي ولټول سي نه په لغاتوکي . له بلي
خوا دپارسي ژبي خپل پوهان بيا په دې عقيده دي چي ددې ژبي دبرياليتوب يوعلت دادئ چي
دډېروژبولغات يې پخپل ځان کي هضم کړي دي اودژبي دروازه يې دنوروژبوپرمخ تړلې نه ده
. ارواښادپوهاند دوکتور عبدالاحمدجاويد په دې برخه کي وايي چي په فارسي ژبه کي
ددخيلو کلماتودښووني له پاره به تاسي صبحانه (سباناري) ته دعوت کړم . ميزپرتګالۍ
کلمه ده (۳)، چاينک چينايي ، قاشق تورکي ، صندلی عربي ، نعلبکی عربي ده . اوپه پای
کي په ظريفه لهجه وايي ٌ ما مي مانيم ونان خشک ٌ . مراديې دادئ چي يوازي (نان)
فارسي کلمه ده نور يې ټولي دخيلي دي اوله نوروژبوڅخه اخيستل سوي دي . (۴) ارواښاد
دې کلماتوته په کرکه نه ګوري بلکي داد پارسي ژبي په کمالونوکي راوړي چي څرنګه يې
دنوروژبولغات پخپل ځان کي حل کړي اوخپلي ژبي ته يې دافادې وسايل پرېمانه کړي دي .زموږپوهان
بياتراوبودمخه ګاولي کاږي اووايي ، موږلغتونه ځکه جوړوو،چي ٌ که سباددهقان لمسی او
کړوسی تعليم کوي د هغه لپاره (به) اسانه وي ٌ . ته دبزګرزوی ته دتعليم زمينه برابره
کړه ، بيا دپښتوتعليم زمينه ورته مساعده کړه ، ژبه يې خير دئ سوچه دي نه وي ؟
دسبادبزګر دزوی غم به خورو خپل اوسني زامن موله خپلي ژبي څخه خواتوري کړل . موريې
چي کومه ژبه ورزده کړې ده اوده ته ترهرڅه ګرانه ده ، هغه اوس په کتاب کي نسي
موندلای . دکتاب ژبه ده ته د يوې خارجي ژبي دزده کولوپه شان ستونزي لري . طبيعي ده
چي وخت تردې په بلي قوي ژبي (انګرېزي ، اردو، فارسي اونورو) مصرفوي ځکه په هغه
ژبويې هم اړتيارفع کيږي اوهم يې په زده کړه کي تردغي نوي پښتومشکلات لږدي . له
يوچاسره مي په دې برخه کي بحث کاوه ، را ته وې ويل : ژبه متخصصينوته پرېږده ، چي
هغه يې سمباله کړي . په جواب کي مي ورته وويل : ماخو په هغو نامرادوباندي ډېري
هديرې ډکي ليدلي دي ،چي دمتخصصو ډاکټرانو په نسخويې زني ورتړلي سوي وې . دمتخصص
سهوه دمرګي ګولۍ ده اوبس .
(١) ښکلامجله ـــ ٤کال، ٣ګڼه ٥١مخ
(٢) دپښتنودټولنيزتاريخ مبادي ـــ ١٠٩مخ
(۳) دده په نظرپه فارسي کي ( ميز ) دمېلمه په معنا دئ اوپه مثال کي يې ( ميزبان )
راوړی دئ .
(۴) که زماحافظې غلطي نه وي کړې ،دامقاله په اميدجريده کي نشرسوې وه . ما يې يادونه
په يوه بله مقاله کي پخواهم کړې وه اوتاسي به يې په ضميمه کي ولولئ . له تکراره يې
بخښنه غواړم .