دپيوريزم په باب تاسي په تيروپاڼوکي ښه پوره تفصيلي بيان ولووست اودهغه دنه عملي
توب اوتاواني توب په باب موهم نظرونه ترنظر تېر کړل چي اتفاق ته په نزدې اکثريت
ټولوپوهانوورسره خپل مخالفت څرګندکړی دئ . خوپه عمل کي دپيوريزم له کږني سره سره د
پښتوژبي دسوچه تابه بازار ښه توددئ . ددې مسئلې دښه څرګندتياله پاره به زه يوڅه
شاته ولاړسم اودژبي له پاره به دنوووجوړونوپرسابقه يوواربيامروروکړم .
علامه محمودطرزي چي دافغاني ژبو(فارسي اوپښتو) دسوچه تابه له لومړيوپلويانوڅخه و ،
په دې برخه کي ليکي : ٌ ... به فکرعاجزانۀ خود ما، يګانه وظيفه انجمن عالی معارف
بايداصلاح وترقی وتعليم زبان وطنی وملتی افغانی باشد، ازارباب علم ودانش اين زبان
يک ګروپ مخصوص تشکيل يافته کتابهای تعليمه ضروری لازمی آموختن آنرا تدوين وحاضر
بايدکرد. حتی برای تطبيق دادن کلمات فنی وصنعتی واختراعات جديده يی که نامهای آن
درزبان افغانی غير معروف است ، کلمات مناسب ونامهای متناسب به زبان افغانی پيدا
بايدکردو هر قدراصلاح وترقی که لازم است درآنباب اجراء بايدکرد ٌ . (١) محمود طرزي
د( فني اوصنعتي کلماتو اونوواختراعاتو) له پاره دمناسبواو متناسبو
کلمودپيداکولوسپارښتنه کوي . په (پيداکولو) کي دکلماتو پلټنه اوجوړونه دواړه راتلای
سي . خودی داکلمات مشخص کوي اود نوولغاتودپيداکولواړتيايوازي په (فني ،صنعتي او
داختراعاتو) په برخه کي رامحدودوي .
علامه عبدالحی حبيبي هم، چي په طلوع افغان کي ( دپښتودعلمي اصطلاحاتويانوولغاتووضع
) ترسرليک لاندي ددغه کاراصول بيان کړي دي ،په هغوکي يې ٌ دپښتوسوچه لغاتوپلټنه
اودلغاتووضع ٌ دجلامادوپه توګه ټاکلي دي . دنوولغاتووضع کول يې يوازي په تخنيکي ،
صنعتي اوعلمي برخه کي سرته رسولي دي لکه ټيلګراف (ليرليک) ، فوټوګراف (بشرليک) ،
فونوګراف (ږغ ليک) اونور،چي ښې ډېري نمونې يې په ژبپالنه ٧٠ ، ٧١مخونوکي دطلوع
افغان اخبار په حواله رانقل سوي دي . ګويا دعلامه حبيبي سپارښتنه هم پرفني او
تخنيکي نومونوباندي تکيه درلوده . لروپښتنوهم خپلي جوړوني ساينسي څانګي ته متوجه
کړي دي .
ښاغلي رفيع هم په شاعرانه ژبه باندي دساينسي علومود اصطلاحاتوله پاره دنومونوټاکل
لازم ګڼلي دي . دی ليکي : ٌ دساينس اوتخنيک له پرمختګ سره دنړۍ په وړاندي
تللوهيوادوکي هره ورځ نوی ــ نوی ساينسی زېږېدنی کيږی اوپه هره زيږيدنه دهمهغه
هيواد دژبی يونوم ايښودل کيږی اوبيادعلم نوی پيغله له خپل نامه سره بل هيوادته
وديږی اوهلته ميشتيږی . که وروسته پاتی هيوادوژبی پټه خوله پاتی شی اوپه دی نوی
ناوی نوم کينږدی نوددی ناويانوسلسله خواوږده ده اوکله چي ددی هيوادخلک سترګی غړوی
ګوری به چی ددوی دژبی ټول انګړ به دپرمختلليوهيوادونوراغليوساينسی ، تخنيکی
اونوومنځ ته راغلوناويونيولی وی اواصلی ژبی ته به يوازی چوکاټ اوچارديوالی ورپاتی
وی .... ٌ (۲)
دښاغلي رفيع له بيانه هم دا خبره واضح څرګنديږي چي ساينسي او تخنيکي ٌ ناويانو ٌ ته
بايد نومونه کښېښوول سي .
اودپوهانددوکتورزيارصاحب هغه نظربه بياراوړم ، چي وړاندي مي هم رانقل کړی و . دی
ليکي :
ٌ نوي جوړونه بايدپه علمی ، تخنيکی ، مدنی ، اداری اوداسی نورو مفاهيمو پوری تړلی
وی چی زموږفکري اوکلتوری زيږنده نه وي ، لکه ژبپوهنه ( لينګويستيک) ،
ټولنپوهنه(سوسيولوجی) ، پوهنتون (يونيورستی)،څارندوی (سکوټ او پوليس) ،توغندي دراکټ
او وړکتون دکودکستان لپاره .مګرکه سوکړک ياسوړسک ته د جوارو ډوډۍ نوم وټاکو، يوه بې
ځايه ټاکنه به وي . ٌ (۳)بل ځای وايي چي ساده وييونه په مصنوعي توګه جوړول غيراصولي
کاردئ .(۴)
خوپه عمل کي چي ګوروخبره بالکل له جلوه وتلې ده . حتی دکتاب ، قلم ، دېوان ، شعر ،
شاعر اوپه سوونوروپه ژبه کي دودسوي لغتوته لګيادي ، نومونه جوړيږي . دپنسل له پاره
يې دپښتومرکې (وچکښی ، وچکښ ) بيرته ژوندی کړ . په ژبه کي رنځوراوناروغ سته اوعام
دئ خو دوی (رنځمن) ورته راوايست، سراښ ( دحريص په معنا) په لهجوکي پروت دئ
خودوی(اسويلاند) ورته اختراع کړ، په ژبه کي تلاښ سته اوعام دئ خودوی ورته (ډډون )
جوړکړ، په ژبه کي طبيعت ددخيل لغت په توګه دوولس پېړۍ ژوندکړی دئ خودوی ورته (پنځون)
وموند، په ژبه کي بلبل له زروکلوراهيسي سندري وايي خــودوی ورته ( ډانګ لکۍ )
پيداکړ اوڅه موده وروسته يې بياهمدغه ډانګ لکۍ د (ډاينازاروس ) له پاروټاکه (۵). نه
پوهېږم چي دبلبل اودغه ماقبل التاريخ حيوان ترمنځ کوم ورته والی سته ؟ په ژبه کي
ښکلی ، ښايسته سته خونه پوهېږم دوی ورته (بڼاو)له کومه کړ، په ژبه کي نياودعدل
اوانصاف په معنا رواج موندلی دئ خودوی ورته (سماو) راوايست ، په ژبه کي خېټو،
خېټورسته خودوی ورته( شڼازګېډی ) توليدکړ، په ژبه کي پاسپورټ سته اوعام دئ خودوی
ورته (لارليک) وزېږاوه ، په ژبه کي (کرښپل ) سته خودوی ورته (پښه خاپونه ،
پښوخاپونه) وضع کړ (۶)، (غوڼی) په ژبه کي ژوندی لغت دئ خودوی ورته (بنګن) راوايست
(۷)، (کتابتون )جوړسوی دئ خو دوهم وارورته (کتاب خونه) جوړسواوهغه هم دپاړسۍ ټکي په
ټکي ترجمه (۸)، (بدلون )پخوا جوړسوی و،نو(ونجون) ته څه اړتياوه ؟، د(بېکسۍ) پرځای
ټکي په ټکي ترجمې (بېڅوکتيا) ته څه ضرورت و؟ .
ځينو ډېروبې خوندو اوپټخو ترجمه سوو لغاتوته خوزه بيخي حيران پاته يم ، چي ددې
ضرورت څه و . لکه ( اوسپنکښ ) د ( آهن ربا) له پاره ، (کوډلوبی) د(جادوګر) ، (کوډګر)
له پاره ، (ړنده مږه ) د (کورموش) له پاره ، (پلغټ ) د(چابک ) له پاره (۹). ددې
وروستي لغت له پاره خوپه ژبه کي (چټک) لغت سته ، نه پوهېږم چي هغه ته يې ولي چته
اوښتې ده . موږدږغ دبلي اوشرنګ سوټي له پېغوره لاخلاص سوي نه يو چي دابل سرباری هم
پرولوېداوداواردمعيارپه نامه !
پوهاند دوکتور زيارصاحب وايي چي ٌ نړېوېزونه يانړيوال وييونه (انټرنېشنلزمونه) لکه
راډيو، تلويزيون،تيلګراف ياتېلګرام ، تېلي فوتو، تيلي ټايپ، تېلېفون ، اکسرې
يالايزر(وړانګې) کمپيوټر ، ډاکټر، اکسيجن ، هايدروجن ، نايتروجن ، الکترون ،
نايترون، پوزيترون ... ياځانګړي جغرافيايي نومونه اوياپه زرګونو کېمياوي او درملي
نومونه ... دنړۍ په زياتروعلمي ژبوکې له يوڅه جوليز(شکلي) اډاپټېشن (راخپلوني) سره
يورازدودلري ، په نيولو جيزم کې راګډول بياهم دپيوريزم په مانااخيستل کېږي ....ٌ
(۱۰)يعني نوي لغاتونه ورته مه جوړوئ . خوتردغه سپارښتني دوې کرښي وروسته بيا وايي
چي که څه هم په عربي ، تورکي ، پارسۍ ، هندي کي نن سباډېر انټرنېشنلېزمونه راژباړل
شوي دي يعني که موچم ورته جوړسو، ژباړئ يې . داچي تراوسه دغو نړيړالونومونوته نوي
کلمات جوړسوي نه دي ، دچاخبره په چم يې نه پوهېږي چي څرنګه لارورته ومومي . دمثال
په توګه اکسيجن ته به څه رازنوم جوړکړي ؟ پارسي ژبي وايي ٌ ترک عادت موجب مرض است ٌ
په ژبه کي اوبتل سته اوعام سوی دئ خوددوی زړه په سوړسوی نه دئ او(اوبډوب ) يې هم
ورته جوړکړ، په ژبه ، ادب اوفولکلورکي زرګرسته خودوی ورته ( زرپښ) وزېږاوه ، په ژبه
کي ترينګلی د(عبوس ، پيشانی ترش) له پاره سته اوقاموسوهم اخيستی دئ خودوی ورته (
اريړه اوربوز) وزېږاوه . يوځای وايوچي بين المللي تخنيکي نومونه به پرخپل حال
پرېږدوخوبيرته خپله خبره اخلواوتيلفون ته ( غږون) ، تلويزيون ته ( لروينون)
اوتيلګراف ته (لرليګون) پېشنهادوو(۱۱). دمروجولغاتودوژلوپه کارکي هم سيالي ښه په
زورروانه ده . دپېړيوپېړيومروج لغات دمعيارپه فتواله رواجه لوېږي . ماپه يوه بله
ليکنه کي ددغولغاتويوه ډېره کوچنوټې برخه داسي بيان کړې ده : ٌ زما دمشاهدې له مخي
موږ په تېرو دوو درولسيزوکي ( بډای ) او (موړ) لغات په ( شتمن) باندي تري تم کړل ،
(يرغل) موپه (بريد) له منځه يووړ ، (ايلچي) موپه (استازي) ورک کړ ، (جنګ) موپه (جګړه)
وواهه ، (وطن) موپه (هيواد)نېستي کړ، (غولی) موپه(انګړ) پايمال کړ ، (تاداو)
موپه(بنسټ) له بېخه وکيښ ، (ربړه) موپه (ستونزه) پسي واخيستله ، (ليکه) موپه (کرښه)
پاکه کړه ، (کوچنيواله ) موپه (وړکتوب) ووژله ، (جنګيالی) موپه (جګړه مار) ښخ کړ ،
( اخته) (بوخت) او(مشغول) مو په (لګيا) اليش کړل ، (تلاښ) موپه (هڅه) نفی کړ، (کږنه)
موپه (غندنه) محوه کړه ، (نجلۍ) موپه (جنۍ) ترپښولاندي کړه ،( کرار) مو په ( ورو)
وخوړ، (په) مود(پر) په فتوامسخه کړ اولالګيايو دمسخه کولو او محوه کولودابهېرپسي
پالو اوپه ځان نه پوهېږو چي دخپلي ژبي لغوي زېرمه مو د چونګښو د هغه منګوټي په شان
ګرزولې ده چي ( يوه وراچوو ، دوې بيرته ځني غورځي) ٌ . داليست که پسي راواخلم ،
خبره بل کتاب ته رسيږي .زه پوښتنه کوم چي تصفيه اوسوچه توب( purism) لکۍ لري ،
ښکرلري ، څه لري ؟ دغه جريان چي اوس روان دئ ، تاسي چي هرڅه نوم پرايږدئ ،خوداکټ مټ
اوپه مطلق ډول تصفيه ده . او تر ټولوبيادخواشينۍ خبره داده چي که چاپه ليکنه کي دغه
جريان تعقيب نه کړ ، ليکنه يې ناکره ، لهجوي ، سيمه ييزه اونوراونوربلله کيږي .
زيارصاحب هم وايي چي هرڅوک بايدلغات جوړنه کړي . ډاکټرپالوال هم دغه کارپه صلاحيت
پوري تړي زماچيغي هم دهمدې بابته دي چي اوس په دې ژبني سرطان ( cancer)هرڅوک اخته
دي دصلاحيت والاو جوړوني اودبې صلاحيتوداسره بېلېږي نه . دنيولوګيزم دنده که افرادو
ته پاته سوه ، که صلاحيت والاوه ، که بې صلاحيته ، خبره انارشيزم ته رسيږي اورسېدلې
هم ده .
څه موده وړاندي مي په يوه مجله کي ديوه متوفی مشرحقدارله خولې داسي ولوستل چي که
دوزيرصاحب محمدګل خان وس رسېدلی دټول افغانستان دخلکونومونه يې هم پښتوکول ( ۱۲١)
دليکني له خونداو شخوندڅخه څوک پوهېدلای سوای چي دژبي دتصفيې اشتهالا تر اوسه هم ښه
پوره موجوده ده اوهمداذهنيت اوس هم دالفاظوترپردې لاندي دکره ليکنۍپښتوپه نامه پالل
کېږي . په دغه شان روحيه باندي يوې ژبي ته انکشاف ورکول ديوويشتمي پېړۍ له
انکشافاتوسره جدي تناقض لري ځکه په دغه پېړۍ کي دنړۍ ژبي تربل هر وخت زياتي يوه په
بله ننوتلي دي .
موږته زياتره ويل کېږي چي دنړيوالوعلمي اوفني اوسياسي ټرمينالوجۍ سيلاب ته که لاس
ترزنه کښېنو، ژبه راڅخه لاندي کوي . داحقيقت زه هم منم . خودنوولغاتواوپه ژبه کي
داخښل سوواو مروجو لغتوبريدبايدوټاکل سي .که دا کارونه سي ، نوچي بياپرديارلس ليکي
(۱۳)لاس راسره کښېږدئ ، بيا هم ددغي اوسنۍ چاري نوم ترتصفيې په هاخوابل څه نه سي
کېدلای اوله دې منحرف جريان سره به دمخالفت آوازدسور تر شپېلۍ پوري روان وي . که
هرڅومره ددې اوسنۍ ژبنۍ بخولي مخالفين ځانساتي، لنډاندي، مرتجعين وبلل سي اوحتی
ښکنځل (کنځاوي ) ورته وسي بيابه هم هغوی دګاليله په شان پر مځکه باندي د توبې
ايستلوپروخت لاهم ووايي چي په دغه ژبه د افهام او تفهيم عمليه سرته نسي رسېدلای. له
دغه راز نشراتو څخه لوستونکي سمه استفاده نسي کولای . داپښتوپسې عامېږي اوخلک ځني
خوا توري کيږي . ددې چاره په کارده اوهمدانن يې په کارده. د پېريانانودې ژبي په
پښتنوکي درزونه واچول ، ددې کارله پاره فکر کول په کاردي ، دا درزپراخېږي او چاره
يې په دې نه کېږي چي ووايو :
ٌ کاروان به تيريږي اوسپي به غپيږي ٌ (۱۴) . دپښتو ژوند د پښتانه له ژوندسره تړلی
دئ ، نه له نيولوګيزمونوسره . که خدای مه کړه پښتون مړسو، پښتو او نيولوګيزمونه
دواړه ورسره مري . په نيولوګيزمونو باندي دپښتوژوند نه راګرزي . ديوې شېبې له پاره
يې فرض کړئ چي په پښتوژبه کي يولغت لاهم پردی نسته مګرکه پښتون همداسي شپون
اوعسکروي اوروزي يې دشپنيتوب اوځان وژني له لاري مقرره وي ، دغه خالصه ژبه به يې
کوم درد ور دواکړي ؟ ښاغلی پوهاندحسن کاکړدخپلوتاريخي څېړنوپه پای کي دې نتيجې ته
رسېدلی دئ ، چي : ٌ پښتوچي بيرته پاتی ده اوعلمی شوی نده دژبی دڅنګه والی له امله
نده ، بيرته پاتی توب يی دپښتنوله لاسه دی . ددوی بيرته پاتی توب د پښتوبيرته پاتی
توب شوی دی ٌ (۱۵) نو پرپښتو اوپښتنوبايدزړه وسوځل سي . دشهرت ، دنامه ، دعقدو له
پاره بايد ژبه قرباني نه سي . دغه اندېښني دي، چي په مايې دا کتابګوټی وکيښ .
اوس په ځينو ليکنو او مرکوکي د نيو لوګيز مونوپر٪ ٢٥ باندي ټينګارکيږي . زه تاسي
ټولو درنولوستونکوته واک درکوم چي که مو هروخت دغه فيصدي په عمل کي تطبيق وموندله ،
زماداکتاب په هماغه ورځ په اورکي وسوځئ چي نوريې څوک ونه لولي . ځکه زما ارمان به
ختلی وي اونوربه د پښتوژبي له بابته د اندېښنو ځای راته پاته نه وي .
دکره ليکنۍ پښتوله نني بهېرڅخه داسي نخښي اونښانې ليدلي کېږي چي دا خوځښت په نهايت
کي په يوې لهجې باندي دنورودنفی کولوله پاره دئ . زه به ډېرخوښ سم چي که دپښتويوه
لهجه دژبني انکشاف هغه حالت ته ورسېږي چي ټول پښتانه يې هم وليکي اوهم يې ووايي .
داکه زمالهجه وي، که دبل ،که دهابل، ماته مهمه نه ده . مګردا کاردپېړيودئ اوبايدپه
طبيعي توګه لکه په فارسي اونوروژبو کي چي راغلی دئ ، عملي سي . نه
داوسنيوژبنيوماجراجوييوله لاري .