کله چي په اروپا کي دنوو ملتونو له منځ ته راتګ سره سم دژبي پر اهميت باندي
دټينګارخوځنده څپې په باډاسکووې ، اودژبي سوچه کول دهغه وخت دنيشنليسټانوپه منځ کي
يوه ګرمه ورځنۍ موضوع وه ، دغه وخت پر افغانستان باندي داميردوست محمدخان دزامنو او
لمسيانوترمنځ د قدرت پرګدۍ باندي دجنګ اوجګړو سوران نازل و. نه دچاژبي ته پام و
اونه هم ژبنيوپرمختياووته . دجنګواوپاچاګښتيو په وخت کي کلتوري اوعلمي مسايلوته
دچاپام نه وراوړي . علمي اوفرهنګي هڅي آرامه فضااو دچاخبره ٌ دخاطراطمنان ٌ غواړي .
دغه راز نسبتاٌ مساعده فضا داميرحبيب الله خان (سراج الملت والدين) د پاچهۍ په وخت
کي منځ ته راغله . دغه وخت په ټول افغانستان کي بشپړامنيت ټينګ و اوپه دې سيمه کي
دآرامۍ او ثبات پرسرنړيوال توافق هم موجودو. د امير حبيب الله خان په وخت کي هغه
منوري کورنۍ چي دده دپلاردمطلقه پاچهۍ پرمهال له افغانستانه ايستل
سوي وې،بيرته هيوادته را ستنې سوې . په دغوکورنيوکي د سردارانو دکندهاري وروڼو د
روحاني اومتصوف شخصيت اومنلي شاعر سردار رحمدل خان ددانشمندزوی سردار غلام محمدخان
طرزي کورنۍ او دغه رازدغازي محمدايوب خان دملي اوانګليسي ضد خوځښت د وفادارپلوي
جمړياني بادارکندهاري وراره غلام محی الدين افغان اونوري کورنۍ اوافرادهم شامل و .
ددې خلکو پر اذهانو باندي له افغانستان څخه دتبعيدپه وخت کي د اروپايي هيوادو سياسي
اوضاع اودهغي قارې ملي خوځښتونو لږو ډېره اغېزه کړې وه . دسياسي تبعيدپه دغه دوران
کي ترکيه اوايران دافغان سيد جمال الدين دعلمي اوسياسي هڅوله امله دمنورينو او تجدد
خوښوونکو د نيشنليسټي مبارزومرکز و . دغومبارزوته د اروپايي نيشنليسټانو
افکاراونظريات رسېدلي وه . په دغوهيوادو کي دتبعيد سوو کورنيو زلميانود تنور او
وطنپالني روحيه واخيستله اوپه دې ترڅ کي يې دخپل ملت دژبوحالت ته زياته پاملرنه
واوښتله . داروپايي نيشنليسټانوپه پيروۍ يې دسوچه ژبي،سوچه نژاد،سوچه ملت ملي او
سياسي مفاهيم دتبعيد د وخت دارمغان په توګه خپل هيوادته راوړل . (١) د تبعيديانوددې
کاروان قافله سالارځوان محمود طرزي و . محمود طرزي هيواد ته له راستنېدوسره سم له
شاهي کورنۍ سره دخپلو خانداني اړيکو او خېښيوپه مرسته اميرحبيب الله خان ، چي پخپله
هم په افغاني پاچهانو کي ترټولوزيات منوراوتجدد خوښوونکی پاچا و، د نوي مدنيت له
ښېګڼوڅخه استفادې ته وهڅاوه اوپه هيوادکي يې د مطبوعاتوهغه پوړندي چي دمولوي
عبدالروف خان کاکړ په لاس بلي سوي وې ، له سره تازه کړې اوپه دې ډول يې دسراج
الاخبارافغانيه فرهنګي مرکز جوړاودحبيبيې مدرسې زده کوونکي اوکارکوونکي يې پررامات
کړل .
دسراج الاخبارله مطالعې څخه څوک په څرګنده توګه دهغوهلوځلو اغېزې ليدلای سي چي په
اروپاپه تېره بياترکيه کي دنيشنليسټي غورځنګ پلويانودژبي د سوچه کولو اوپه تعقيب يې
دژبي دمعياري کولوله پاره په کارا اچولي وې. دسراج الاخبار مديراو متفکر مغز
محمودطرزی د دغوهڅوپه باب معلومات اودهغومطالعه په ترکيه کي داوسېدني پروخت اوپه
تېره بيادسيدجمال الدين افغاني په محضرکي ددوه مياشتني حضور پر مهال ترلاسه کړي وه
. دهمدغوهڅواغېزه وه چي محمودطرزي دسوچه فارسي اوسوچه افغاني نژادپه باب په سراج
الاخبارکي نشرات پيل کړل . ده دسراج الاخبارپه يوه ګڼه کي دامير حبيب الله خان
ترعکس لاندي يواوږدپاراګراف ليکلی واولوستونکو ته يې چلينج ورکړی و،چي که چا
داميرحبيب الله ترنامه په هاخوابل کوم عربي لغت وښود، دسراج الاخباريوکلکسيون به
دانعام په توګه ورکول سي . په دې اعلان سره يې غوښتل وښيي چي فارسي ژبه ترکومي
اندازې پوري له خپله ځانه پوره اوسوچه ژبه ده .سوچه ليکنه ددغه عصر دليکوال په
محاسنوکي شمېرل کېده . دهمدې تمايل اغېزه وه چي علامه عبدالحي حبيبي هم کله چي
دطلوع افغان اخبارچلاوه ، دې اعلان ته ورته پښتواعلان خپورکړاولوستونکوته يې بلنه
ورکړه چي که چاغير پښتولغت پکښې وموند،دطلوع افغان کلکسيون به دانعام په توګه
ورولېږي . ددې انعام پرسر د مولانا محمدشريف حبيبي اودطلوع افغان دچلوونکي ترمنځ
يوه مناقشه هم منځ ته راغله .مولانا د يوې عربي کلمې مفغن شکل ته اشاره کړې وه چي
داعلان په متن کي موجودواوځان يې دانعام مستحق باله خو د اخبارچلوونکي بيا مفغنات
په پښتوکلماتوکي شمېرل ( ۲).
په پښتوکي دعربي ژبي دلغاتوافراطي استعمال اودچاخبره ملايي پښتوهم پخپل وارسره
دپښتودسوچه کولوزمينه برابره کړې وه . د عربي ژبي دلغاتوافراطي کارول دهغه وخت په
ملايي ذهنيت کي د فضيلت اوعلميت نخښه وه اودغه ذهنيت زموږپه منورينوکي ځکه نفوذ وکړ،
چي هغوی پخپله په يوه ديني اوملايي ماحول کي دروزني له لاري دقلم اوسياست ميدان ته
راوتلي وه . دوی په مدرسه کي ښوونه اوروزنه بشپړه کړې وه . اوکله چي يې داروپايي
انکشافاتوپه باب لږ څه پوهنه وموندله ، نويې سمدلاسه په ژبه کي دعربيت پرضدپاڅون
وکړ. خودې پاڅون ښه نتيجه ځکه ورنه کړه چي عربيت زموږپښتنو ذهنونه دديني عقايدوله
لاري تسخيرکړي وه . دهغوی له ذهنوڅخه د عربي ژبي ايستل ددين دژبي دايستلوپه
معناتعبيريدله .
دسوچتابه هڅي پرٌ مرکه دپښتوٌ هم اغېزه وکړه اوٌ يوازينۍ پښتوٌ د همدغي اغېزې په
نتيجه کي خپره سوه .(۳)
خو ديوازينۍ پښتولارښووني په سرسره د ٌ مرکه دپښتوٌ دمشرمولوي عبدالواسع کاکړله
خواهم عملي نه سوې . ده چي په ١٣٠٥ش کال دجدي پر١٦ د( تعاونواعلی البر والتقوی) په
نامه اوږده منظومه ويلې ده (۴)په هغه کي د سوچه توب نخښي کورټ نسته اودلاسه لا
دعربيت اغېزه پرغالبه ښکاري .
حسن وقبح له ماورک ســــــــــــــوه ليونی يم
زيان وګټه راته يوســــــــــــــــــــــــوه بهولی يم
تعاون له قبيلې له قـــــــــــــــــــــومه ورک سو
لــــــــــــــــــــويي ږيري مګرکارمودهلک سو
....
زماتعطيل، غفلت،نخوت که څه يوآن دئ
دعــــــــــــــالم عالم، مادي معنوي زيان دئ
زه ددې نظم له ژبي سره هيڅ مشکل نه لرم اولوستونکي يې هم زمايقين دئ ، چي نه يې لري
، خوددې دروبيتوله راوړلومي مراددادئ چي ديوازنۍ پښتوهڅه چي پر( مرکه دپښتو) باندي
تپل سوې وه ، يو تفنني اولکه دمخه چي مې يادونه وکړه ، له بهره راغلئ ذهنيت و.
د(مرکه دپښتو) بل کتاب ٌ پښتوپښويه ٌ و اوددې کتاب له نامه پرته نورګرامري اصطلاحات
له يوه مخه عربي ياپارسي دي لکه ٌ تاکيد و مبالغه ، تفعيل ومبالغه ، فتحۀ مجهولۀ
خالص ، صيغۀ مذکر ، صيغۀ مونث اونورٌ
داچي وايي پښتوژبه سوچه ژبه پاته سوې ده . ددې ادعامعناداده چي پښتانه له هيڅ
ګاونډي قوم اوهيڅ رازمدنيت سره په تماس کي راغلي نه دي . تاريخي حقايق ددې خبري
پرخلاف دي . پښتانه پرداسي يوه سيمه پراته دي چي دمدنيتو، دفاتحانودلښکرو،
دجهانکشايانو دتلو راتلو لار وه . ددوی ژبه له دغواثراتوڅخه هيڅکله هم پاکه
پاتېدلای نه سي . داچي موږوايوپښتوله آره سوچه ژبه پاته سوې ده ، په حقيقت کي مو
پرتاريخي پېښواوحقايقوباندي پرده اچولې ده . داڅرنګه امکان لري چي کندهاردي
دپېړيوپه اوږدوکي دمغولواوپارسيانوله خوالاس پرلاس سوی وي اوپښتانه اوپارسيان دي
څنګ پرڅنګ کلی او کور سوی وي خويودبل پرژبودې اغېزنه وي ښندلی . داڅرنګه امکان لري
چي په ننګرهارکي دي دتاريخي ګندهاراژبنۍ اغېزې نه وي پاته سوي . پردغه پراخه
اورشودي دپښتنوپه څنګ کي شاړي ، پشه يان ، ترکان ، اشکوڼ ،کاتير(کاتيان) پراچيان ،ګوجراونورڅنګ
پرڅنګ له پېړيو راهيسي اوسي (۵)خوژبي دي يودبل له تاثيره په امان پاته وي . داڅرنګه
امکان لري چي وردګ اوهزاره دي يودبل په چم اوګاونډ کي اوسېدلي وي اوژبودي يې يوپربل
اثرنه وي کړی . دا څرنګه امکان لري چي په لوګرکي دي دپښتنو، تاجکو، برکيو پوله او
پټی ګډ وي خوژبي دي يې يودبل له تاثيره خوندي اوسوچه پاته وي . دا څرنګه امکان لري
چي د پيښور او کوټي پښتانه دي په ورځني ژوند او ژواک کي له اردوژبو اوپنجابيو او
بلوڅوسره شريک وي خوژبي دې سوچه پاته وي . ژبه لکه ژوندی اورګانيزم له خپل ماحول
څخه هرومرو متاثره کيږي . داکه دچا خوښه وي اوکه نه ، که دچاښه راځي ، که بد. دا
دطبيعت قانون دئ زماا و ستا ذهنيت ته نه ګوري اوخپل کار کوي . لکه دپرديوژبود
افراطي بهېرپه مقابل کي چي دخپلي ژبي مدافعه يو ضروري کاردئ ، دغه رازدژبي افراطي
سوچه توب او تصفيه هم يو غير عملي ،بې ګټي اوکله کله مضرعمل دئ .
دښاغلي رفيع خبره په خطاطانوکي دپښتودسوچه تابه اشتها زموږد ځينو شاعرانو رنګين
شعرونه له شعرتوبه ايستلي دي اولاس وپښې يې ورمات کړي دي (۶) داکارله بده مرغه اوس
هم روان دئ . اوس دپخوانيو شاعرانولهجه دمعياريت په فتوابدلېږي . (په) يې په (پر)
ور اړوي او (پر) يې په (په ) . دکلماتودپای ياګاني يې پخپله سليقه ور اچوي ( ٢) .
داکاربه څوپېړۍ وروسته دپښتوژبي دلهجوي څېړونکي غبرګ غاښونه وروباسي اوپه قضاوت کي
به يې دکعبې پرځای ترکستان ته ورسوي . ځکه دی به فکرکوي چي دنوموړي شاعرپه وخت کي (
په ) او(پر) استعمال په دغه شان و ، لکه په چاپي دېوان کي چي راغلی دئ . خبربه نه
وي چي دااستعمال د معياريت په اشتهاپرتپل سوی دئ دشاعراروالاپه دغه رازاستعمال خبره
نه وه . دغه شان لوبي ترموږيو نسل وړاندي د عبدالقادرخان خټک اونورو پخوانيو
شاعرانوپه دېوانو باندي د خطاطانوله خواسوي دي .
ښاغلی رفيع وروسته له هغه چي دپښتودسوچتابه هڅوته کتنه له اتمي هجري پېړۍڅخه
رانښلوي اوترنن ورځي يې رارسوي ، په پای کي ددغوهڅواهميت پخپله له ډاګه وهي اوداسي
ليکي : ٌ ... موږوليدل چی ددی کار( دپښتودسوچتابه ـــ م .هـ )لپاره کله،کله دتفنن
لپاره لاس غزول شوی اوياهم دځينی نوروهيوادونوپه اغېزکې داکارشوی دی خو له ټولوسره
ــ سره يې نتيجه نه ده ورکړې اوداهڅه ناکامه شوې ده .
ددی ناکامۍ يولوی علت دادی چی نړۍ ورځ په ورځ وړيږی ، انسانی راشی درشی اوراکړې
ورکړې زياتيږی، دساينس له برکته تلنې راتلنې ګړندۍ کيږی اوپه اجتماعی، اقتصادی
اونوروچاروکې هيوادونه يو بل ته اړکيږی اوددی راشودرشو،راکړو ورکړو،
تلنوراتلنواواړتياؤ په ترڅ کی کلتوری اوژبنۍ راکړی ورکړی هم دوديږی اود تجريد او
يوازيتوب ژوندله منځه ځی ... ٌ ښاغلی رفيع وروسته ارواښاد محمد صديق روهی يوه خبره
رانقلوي ، چي ويلي يې وه ٌ که دژبوتکاملی سير ته وګوروپه نړۍ کی خالصی ژبه نشته
اوکه وی هغه به دځينی بدوی ټولنوژبی وی چی له نوری نړۍ سره علمی اوثقافتی اړيکی نه
لری . ٌ (۷). رفيع صاحب پرخپله څېړنه باندي داسي نتيجه بناکوي : ٌ په دې اساس دژبې
دسوچتابه له پاره هڅه له يوې خواژبه اواولس يې تجريدکوی له بله خوادژبی دخارجی زده
کوونکولپاره ستونزی رامنځ ته کوی اوله بله پلوه په خپله دژبی دويونکوله پاره دافهام
اوتفهيم لاره اغزنه کوی نوځکه بايددی ناکامی هڅی ته زړه ښه نه کړواوپه زورخپله ژبه
تجريد اوکړاومنه نه کړو.... ٌ (۸)دانتيجه په رشتياسره يوه واقعي اوله علمي اصولوسره
برابره نتيجه اخيستنه ده . دژبي سوچه کول دکره پښتو ليکني نني لارويان هم په خوله
غندي خوپه عمل پرهماغه لار روان دي ، چي دوی يې تربل هرچادنه عملي توب له پاره
ډېرڅه ويلي دي .
لکه ددې بحث په سرکي چي تاسي ولوستل دژبي سوچه توب له يوې خوادنوروقوي
ژبودوارداتوپه وړاندي يوعکس العمل دئ چي تريوې اندازې يې دتوجيه کولوله پاره دميږي
لارموندله کېږي .خوله بل پلوه يوه داسي ناکامه هڅه ده چي دممکناتوپه ساحه کي ورته
دنوک ايښوولوځای لاهم نسته . نوددغسي يوې غيرعملي پروژې له پاره نوکان ايستل چاته
دکندهاردپښتنوهغه متل ورپه يادوي ، چي وايي :
عبث دارومردک دي ،چي په ولي ده خټی (۹) .