په ژبه کي دنوولغتونوجوړول له باباادمه تردې دمه پوري يومعمول دوددئ .
دنوواختراعاتواوکشفياتوواونوومفاهيموله پاره هرقوم اود هري ژبي ويونکو نوي لغتونه
جوړکړي دي . زماپه نظرد ٌ وعلم ادم الاسماء کلها ٌ ( البقره سوره ٢آيت)څخه به هم
مرادهمدغه لغتونه جوړول اوورښوول وي . دلغت جوړولوله پاره په ننۍ ژبپوهنه کي
دنيولوګيزم يانيولوجيزم neologism اصطلاح کاريږي.نيولوګيزم هغه لغت، اصطلاح يا
عبارت ته ويل کېږي چي نوی جوړسوی وي اوزياتره پريوه نوي مفهوم باندي دلالت کوي
يايوې زړې اصطلاح ته نوی ژبنی رنګ ورکوي .نيولوګيزم
داختراعاتو،نووپديدوياهغوزړومفاهيمود پېژند لوله پاره ګتوردئ چي په يوه نوې کلتوري
قرينه کي واقع سوي وي . د نيولوګيزم يومثال e-mail دئ چي موږيې په مدني ټولنوکي د
انټرنيټ په برکت له نامه سره ډېراشنايو. دتعريف له مخي هر نيو لو ګيزم بايدنوې بڼه
ولري خو کله کله په مستقيمه توګه ځانګړو اشخاصو، نشراتو اويا يوې حادثې ته منسوب وي
. د نيولوګيزم اصطلاح د اتلسمي ميلادي پېړۍ په شا و خواکي رامنځ ته سوه خود نونسمي
پېړۍ دپيل تريو څه وخته پوري لا د ٌ نيولوګيزم ٌ لغت پخپله نيولو ګيزم و .
دطب دعقلي وعصبي ناروغيوپه څانګه (سايکياټري psychiatry ) کي دنيولوګيزم اصطلاح بل
رازمعنالري اوهغه وخت کاريږي چي يو ناروغ داسي کلمات ترخولې راباسي چي له ده پرته
يې بل څوک په معنانه پوهېږي .(١) په کوچنيانوکي دغه رازپېښه غيرعادي نه ده خوپه
لويانوکي دغه رازکلمات ترخولې راايستل دافکارودبې نظمۍ يوه نخښه ده چي دشيزوفريني
schizophrenia په شان دعقلي اودماغي ناروغۍ نمايندګي کوي .
دنيولوګيزم کلمات ترخولې راايستل کله کله دماغزودسټروک stroke يادانسان سرته دصدمې
رسېدلو له اسيته هم پېښېږي . په دغه وخت کي دناروغ ژبه ګنګوړه سي اونامفهومه کلمات
ترخولې راباسي چي په سايکياټري کي ورته نيولوګيزمونه وايي .
په الهياتوکي هري نوي نظريې ته په نسبي توګه د نيولوګيزم په سترګه کتل کيږي
اونيولوګيسټ دعقايدودسيسټم په برخه کي نوښتګرسړی وي چي دمذهبي موسساتواودوديزو
روحانيونوپه نظر بيازياتره مرتداوورانکارګڼل کېږي (۲) .
که دژبودجوړښت جريان ته په ځيروکتل سي نوهرلغت به يووخت نيولوګيزم و. هغه لغات چي
دټولني له خوامنل سوي دي ، نور نود نيولوګيزم له حالته وتلي اودژبي زېرمه ګرزېدلې
ده . دنيولوګيزمونو رواجېدل زياتره دخبري اواطلاعاتي رسنيو(media) پرلاس سرته رسيږي
.
دژبوماهران کله کله له نيولوګيزمونوسره له دې اسيته مخالفت کوي چي دنوموړي مفهوم له
پاره په ژبه کي پخوالغت موجودوي . دغه راز مخالفت دغيرماهرواشخاصو له خواهم سرته
رسيږي اوهغوی نيو لو ګيزم وژبي ته سپکاوی ګڼي .
نيولوګيزمونه عموماٌ دساينس ، سياست ، تجارت اواعلاناتوپه برخه کي ډېررواج لري . په
انګريزي ژبه کي دځينوادبي کتابواودهغوی د ليکوالونومونه دنيولوګيزم په توګه کاريږي
اوکله چي ددغه کتاب ياد هغه دليکوال نوم په ورځنيومحاوروکي استعمال سي ،لوستونکي او
اورېدونکي يې په يوه خاصه معنا باندي تعبيروي .
دنيولوګيزمونوپه رواجولوکي که له سمتي دلچسپيو، لهجوي لوړتياغوښتنواوسياسي
تمايلاتوڅخه کارواخيستل سي ، پخپل مقابل کي يې مخالفتونه رازيږي .مګرکه ديوه سالم
جريان په توګه تطبيق سي ، په ژبه کي يې دپاته کېدلواومنلوچانس ډېرسته . خودا حقيقت
مو بايدتل په پام کي نيولی وي چي له نيولوګيزمونوسره موافقت او مخالفت دواړه له ژبي
سره دخواخوږۍ په انګېزه کيږي . که له هغه څخه يوه سياسي اوسمتي موضوع جوړه سوه ،
ترګټه يې تاوان سل واره زياتېږي .
په افغانستان کي دپښتوژبي درواجولواوکره کېدلوجريان له هماغه پيل څخه په
نووجوړوونوراشروع سو،ځکه نوزموږدزمانې ليکوالو چي کله دپښتوژبي دمعياريت پرتاريخي
سيرباندي څه کښلي دي ، نو دمعياريت له پاره هڅي يې له هغو تلاښونوسره تړلي دي ، چي
په پخواکي دپښتنوله خوادمعياريت له پاره نه ، بلکي ديوه يابل مقصد په خاطر ترسره
سوي دي . دې ذهنيت دومره ريښه ځغلولې ده چي دکره ليکنۍ پښتوبنسټګريې لاهم دې ته
اړايستلی دئ چي پخپل نوښت راپيل سوي خوځښت له هغوشعوري اوغيرشعوري ژبنيو بدلونوسره
ونښلوي چي ترده وړاندي په بېلابېلوانګېزومنځ ته راغلي دي . ددې نښلوني تيوريکي
تاداو له دغه تصورسره تړلی دئ ، چي د معاصر معياريت هڅه پخپل ذات کي هم پرلغت
جوړونه ولاړه ده او دکره ژبي له پاره ترټولو کارو مهم تره کاردنيولوګيزم پالنه ګڼل
کېږي . ددغه ذهنيت دتوجيه کولوپه خاطرهڅه سوې ده چي دپښتوادبياتو او پښتو ژبي په
پخواني بهېرکي هم د نيو لوګيزم څرکونه وموندل سي څوله دې لاري دلغت جوړوني نني
جريان ته تاريخي تاداوجوړکاندي . دوخت په نرخ باندي دپخواني ادب اواديبانودذهنيت
اوافکارود تعبيرولو نور مثالونه هم سته (۳) . .
په دې لړکي ويل کېږي چي امير کروړجهان پهلوان هم نوي لغاتونه جوړول . خودې نظرته چي
په ډېري خوشبينۍ سره هم وکتل سي نوبه يې نتيجه داراووزي چي دانظرپراټکلونوباندي
ولاړيونظردئ . البته له دې څخه انکارنه سي کېدلای چي داميرکروړپه وياړنه کي داسي
لغات سته چي دجوړو سوولغاتونوم پرايښوول کېدلای سي اوکه جوړوني هم وي ، ډېري طبيعي
جوړوني دي . خوودې طبيعي پېښي ته ديوه شعوري حرکت رنګ ورکول يوه داسي خبره ده چي
اثبات به يې يوازي له دغي وياړني څخه مشکل وي اونورواسنادوته به اړتياولري . ځکه
دامعلومه نه ده چي آيادغه ترکيبونه چي د امير کروړ په وياړنه کي راغلي دي،دده
تروياړني دمخه هم په ژبه کي موجودوه او که دده خپلي جوړوني دي . ترڅوچي
داميرکروړدعصريا تر هغه دمخه او وروسته موادموندل سوي نه وي ، پردغولغاتوباندي د
نيو لو جيزم د توجيه له پاره استدلال کول ، علمي ارزښت نه لري . د امير کروړ وياړنه
بې له شکه دپښتوادبياتوډېرليري څرک راکوي . خوپه هغه وخت کي پښتو ژبه خولاڅه ، چي
نوري نزدې ګاونډۍژبي لاهم په دې موقعيت کي نه وې چي دمعيار ټاکلو اړتيادي ورته مطرح
سي .
پوهاندزيارصاحب يوځای داميرکروړپه وياړنه کي دستايوال، دريځ ،هريوال، مخسور،
پيژندوی، پلن، زړن ... لغتونه ٌ يوه ادبي بشپړه تړوني (مصنوعي) ويي جوړونه
يانيولوجيزم ٌ بللی دئ (۴)خوبل ځای يې په شک سره څرګنده کړې ده چي ٌ ګمان نه کوم چې
اميرکروړبه (اتل) له ځانه جوړکړی وي ، امکان لري (دريځ) يې جوړکړی وي . ٌ (۵)له دغه
شان تذبذب سره به موږڅرنګه وکولای سواميرکروړدنيولوګيزم په لارويانوکي ودروو.
ددې جريان دليکني په لړکي دروښان پيرپه لاس دلغت جوړوني کارته هم اشاره سوې ده . په
خيرالبيان کي رشتياهم بايزيدروښان دعربي اصطلاحاتواولغاتوله پاره پښتومعادلونه
راوړي دي . دروښان پير دا کارکه دپښتودسوچتابه اوپښتوپالني له پاره دهڅوپه مطالعه
کي راوړه سي ، لايوه خبره ده ، خودنوولغاتوپه جوړونه کي يې ځکه نه سو راوړلای،چي
دالغات خوټول دپښتوخپله زېرمه اوترروښان پير وړاندي هم زمايقين دئ چي موجوده وه
اوروښان پيرله خپل ټولنيز پښتني ماحول څخه راغونډ کړي اواستعمال کړي دي . علامه
رشاد(رح) دخيرالبيان لغتنامې ته پخپله سريزه کي وايي چي ٌ ددې کتاب له ليکني څخه
څلورسوه کاله تېرسوي دي . ځيني لفظونه يې زماني غرابت لري اواوس يې دمعناوو موندل
لوستونکي هرومروپوښتني او ګروېږني ته اړباسي .
له بلي خوادمولف کورنۍ دوزېرستان په ٌ کاڼي ګرامٌ کي اوسېدله او دی په دغه غرنۍ
سيمه کي ځوانۍ ته رسېدلی دی . دده لهجه دهغه وختني مسيدو( مسعودو) اووزيرولهجه ده .
په دغه لهجه کي اوس هم ځيني داسي لغتونه اومحاورې سته چي ترهغې سيمي دباندي پښتنو
ته يې پوهه آسان کارنه دی . ٌ (۶)
علامه استادکه دروښان پيرپه فرهنګي هڅوکي دلغت جوړولوڅرک موندلای وای ، هرومرويې
بياناوه .
ښاغلي رفيع صاحب په خپل خوندورکتاب ژبپالنه ــ کي چي د روښاني ادب له ځينوقلمي
نسخوڅخه يولړکلمې ( تهت سر، خسلتونه ،زرور، هرس ، بسات، غلت، الفاز...) رااخيستي دي
اوپرهغويې د مفغنوکلموخيال کړی دئ،ماته دروښاني ادب دلارويانوله خوايوه ارادي هڅه
نه ښکاري،بلکي دخطاطانو د بېسوادۍ نخښه يې بولم . دغه رازبېسوادانه کاپۍ نوري هم
ډېري سته .
ددغه شان ارادي اودقافيوي ضرورت له مخي تصرف يومثال د ميرزا حنان بارګزي اوحميد
مومندپه دېوانوکي مالوستی دئ ، ښايي نورهم وي .حنان وايي :
په لويي دزمانې خوشي غلط سوم
لکه دود پر سر د اور درومي عبس
(دېوان ٤٦ مخ دمحمدمعصوم هوتک په زيار)
حميدوايي :
دمظلـــــــــــوم د آزارغشی رسالګی
هيڅ ګوزاريی خطانه درومی عبس
(دېوان ١٢٥مخ)
خوشحال خان خټک چي پخپل يوشعرکي دکال دمياشتومخي ته پښتوترجمې راوړي دي ، هم دده
خپلي جوړوني نه دي (۷)بلکې دحمل ، ثور ، جوزا، .... پښتو نومونه دي چي په خلکوکي يې
له پخواڅخه دود درلود . دی پخپله هم وايي چي دی ددې نومونوپښتومعادل راښيي :
چی ٌ دلوٌ ، ٌ حوتٌ ووايی يوٌبهمنٌ بلٌ اسفندار ٌ کړه
پښتوله مـــــــــــــــــانه واوره يوٌبوکهٌ ، دوهم ٌ ماهی ٌ
که دانومونه دخوشحال خان خپلي جوړوني وبولونومعنابه يې داوي چي په پښتوژبه کي
دخوشحال باباتروخته پوري ( وري ، غوايي ، زمري ، تله ، لړم ، لينده ، مرغومي ،
سلواغې ، ماهي ) ته نومونه موجودنه وه . داخبره خوبه هيڅوک ونه مني چي داحيوانان او
خزندې اونورشيان په محيط کي هم نه وه . هرومرووه . نوڅه به يې بلل ؟ . آيادې
موجوداتوپه محيط کي خارجي وجوددرلودخونوم يې نه درلودچي خوشحال خان مجبورسو، نومونه
يې ورته جوړکړل ؟ ! داخبري ټولي د منلونه دي .
داميرشيرعليخان دوخت پښتوبولۍاويولړپښتونوموني موږددغه وطنپال اميرپه پښتوپالنه کي
شمېرلای سونه دپښتودمعياري کولوله پاره يوتلاښ . دغه وخت اميرديوه منظم
لښکردجوړولوپه فکرکي دئ اود لښکر جوړول دهغواصلاحاتوپه سرکي راتلل چي ويل کېږي امير
شيرعلي خان دسيدجمال الدين افغاني په مشوره رانښلولي ول (۸) .
ددې لښکردجوړولوله پاره مقررې اوکتابونه له انګرېزۍ څخه په فارسي ترجمه سول چي (
شرح قواعدپياده ګان پلتن) ، ( کتاب قواعد رساله) او(کتاب قواعدپلتن) نومېږي . ددې
کتابوژبه فارسي ده خوبولۍاوعسکري اصطلاحات يې پښتودي .
دوکتورحسن کاکړليکي چي داميرشيرعليخان دوخت پښتو نوموني داميرعبدالرحمان خان په وخت
کي نه دي پالل سوي اوٌ امير عبدالر حمن په دغه اهمال سره په دولتي چاروکې دمداومت
اصل ترپښو لاندي کړ .... ٌ (۹)داميرعبدالرحمن په وخت کي دډيورنډ خط هاخوا پښتنوسره
مراوده اومکاتبه په پښتوکېدله اواميردپښتو عرايضو احکام هم په پښتوژبه
دملامحمدافغاني نويس په قلم ورکول اوپخپله يې لاسکيک پرکاوه (۱۰). داميرداکارهم
دپښتوپالني ياپښتو روزني په برخه کي څېړل کېدلای سي .
داميرامان الله خان دوخت د(مرکه دپښتو) نومووني مابل ځای هم څېړلي دي .
دادپښتودسوچه کېدو يوه ناکامه هڅه وه چي بشپړبيان به يې تاسي پرخپل ځای ولولئ.داهڅه
دهمدې حرکت دبنسټ ايښوونکو له خوالاهم پالل سوې نه ده .
دکره پښتوليکني په نامه چي کوم خوځښت په افغانستان کي د ثورانقلاب ؟تر بري وروسته
زوراخيستی دئ ، په ټولولومړنيو او اوسنيوليکلواسنادوکي يې دخپل کاراساس
پرڅلوروستنوباندي ولاړ بللی دئ : دارکاييکولغاتوراژوندي کول ، له لهجوڅخه لغات
اخيستل ، له نوروژبوڅخه پورول اودنويولغاتوجوړول . دې کارته يې فيصدي هم ايښې ده
اوهري برخي ته يې په سل کي ٢٥ ونډه ټاکلې ده .
دويي پانګي دپراختياله پاره هم دغه لاري ( پلټنه ، ټاکنه ، پورونه او جوړونه ) غوره
سوي دي (۱۱)
ددغي ژبنۍ تګلاري اصول پخواهم دالفاظوپه لږبدلون سره منل سوي وه . مرکه دپښتوهم
پردغه اصولومتفقه وه ، دپښتوادبي انجمن هم اوپښتوټولنه هم .
خوپه دې څه دپاسه دېرشوکلوکي په پلټنه،ټاکنه،پوروينه کي د دوو فيصدوپه اندازه ګوتي
چا وهلي نه دي . په دې برخه کي چي څه کتابونه لکه زړه پانګه ، دلرغونې شاعرۍ ګړنې
(۱۲)او نورخپاره سوي هم دي ، له هغوڅخه په اصطلاح معياري ليکنه کي چا بېخي لږ
کاراخيستی دئ . خودجوړوونوپه برخه کي دحجم له مخي دومره زيات کارسوی دئ، چي پښتو
خوارکۍ يې په هضمولوکي پر باکيو(کانګو) راغلې ده .
په لهجوکي لغاتونه سته خوڅوک دئ، چي راټول يې کړي . زيار صاحب وايي چي په
لرواوبروپښتنوکي داسي لهجه پاته نه ده ، چي دوی دي څېړنه پکښې کړې نه وي . رشتيابه
يې هم کړې وي . خوددې څېړني نتيجه په ٌ کتابچو ٌ کي بندي ده . دتحقيق ميدان ته
راوتلې نه ده چي نورهم ورڅخه استفاده وکړي . په يوه ژبه کي چي دلهجو دومره پرېماني
وي اوله دې پرېمانۍ سره حتی ديوې لهجې کوچنوټی قاموس چاپ سوی نه وي ، نوانفرادي هڅي
به څوک څه وکړي .
پوهاندزيارصاحب وايي چي ٌ دپښتوغوندې نوې مدنی کيدونکې ژبه ترهرڅه لومړی ديوې پراخي
اوبشپړې ويي پانګې (لغوي ذخيرې) تثبيت ته اړتيالري . اوهغه په دې ډول چی لومړی يې
دلهجوي اومتنی څيړنی اوپلټنی له لاري خپله آره اواصيله پانګه راټوله شی اوبيايی تشه
(خاليګاه) له يوې خوادځينونوومدنی اوعلمی نومونوپه ژباړنو اوټاکنواوله بلی خواپه
پورونواواخيستنوډکه شی . ٌ (۱۳)
تردې وړاندي يې دويي (لغت)پلټني چمونه ښوولي دي اوليکي : ٌ ... په ويي پانګې پسی
دژبی ټول ګړدودونه وپلټل شی هرويی په خپله فونولوژيکی ، سيمانتيکی اوايديمی
ځانګړنوسره په غږليک او غږ نيوونې ( ټايپ ريکاردر) ثبت کړي، که څه هم هغه ويی په
يوه ويونکي پوري اړه ولري ... کله چی ددې رازپلټنی له لاري ويي پانګه راټوله او
جوته شوه بياواردې ته رسي چي دژبپوهنی له بنسټوسره سمه يې د قاموسونوپه بڼه خوندي
کړي اوهغه هم په بيلابيلو ټوليو او کټګوريو لکه دوييوقاموس، دګړنو(محاورو) قاموس
اوداسي نور. په دې توګه چي دژبي خپله آره اوسوچه ويی پانګه لاسته راغله له يوې
خوابه مود خپلی ژبی داړتيايوه لويه برخه پوره کړي اوسي اوله بلی خوابه مودو يي
پانګی دپراختيايوه وسيله ترلاسه شوي وي .(۱۴) داټولي هغه خبري دي چي د(خو) ځای پکښې
نسته . مګرآياپه دغوزرينواصولوباندي عمل سوی دئ ؟ آيا دلهجوي قاموسو، چي
پوهاندزيارصاحب يې سپارښتنه کوي ، يوه کوچنوټې نمونه څوک راښوولای سي چي خپره سوې
دي وي ؟ زه له دې انکارنه کوم چي دځينولهجوګرامري جوړښتونه به دانفرادي سليقې
اوعلاقې له مخي ثبت سوي وي . خو آيادغه ثبت سوي موادکافي دي ؟
کره پښتواويوه پښتويوازي اويوازي لغت جوړوني ته جوغېدلې ده . نورودروبرخوته يې
شاورګرزولې ده . دتېرودېرشوکلونوپه موده کي څوک درې مغزني مقالې راښوولای نه سي چي
په دغوڅانګو( پلټنه ، ټاکنه ، پورونه) کي دي ليکل سوي وي خوپرلغت جوړونه باندي که
ټولي مقالې راغونډي سي ، کتابونه به ځني جوړسي . ارواښاددوست شينواري په
ډېروخواريوزړه پانګه راغونډه کړې ده خوزه ويلای سم چي ددغي پنډي زېرمي په سلوکي
پنځه لاهم درواجولوله پاره انتخاب سوي نه دي . دکره ژبي دڅلوروبرخوترمنځ موازنه که
دلغات جوړوني په ګټه دومره ورانه سي ، لکه ورانه سوې چي ده ، نودچاپه ذهن کي
هرومروداپوښتني ورګرزي چي :
آياله لهجوڅخه اخيستنه يوازي دکاغذ پرمخ يوه بې ارزښته يادونه ده چي
دخلکودخولودبندولوله پاره ليکلې سوې ده ؟ آياکره پښتود يوې لهجې سيادت دئ ؟ نوري په
رسميت نه پېژني ؟
دوکتورزيارصاحب وايي : ٌ نوې جوړونه بايديواځې په علمی ، تخنيکی ، مدنی ، اداری
اوداسی نورومفاهيموپوری تړلی وي چی زموږفکري اوکلتوری زيږنده نه وي لکه ژبپوهنه (لنګويسټيک)
، ټولنپوهنه ( سوسيولوجی) پوهنتون ( يونيورستی) ، څارندوی ( سکوټ اوپوليس) توغندی
دراکټ اووړکتون دکودکستان لپاره . مګرکه سوکړک ياسوړسک ته دجواروډوډۍ نوم وټاکو،
يوه بی ځايه ټاکنه به وي . ٌ (۱۵) مګرپه همدغه کتاب کې بيا په عمل کي دخپلي
سپارښتني پرخلاف شاعر، کتاب ، قلم ، پنسل ، بلبل، تاريخ ، اونورو په سوو غيرتخنيکي
اوغيرساينسي لغاتونه جوړکړي دي ! ؟
پوهاندزيارصاحب ورپسې داسي وايي : ٌ بايدهره جوړونه په يوه سرنه وي ، بلکی ديوې
داسي ډلی له خواوي چي دوه غړي يې دڅانګی والاوي اويودوه يې ژبپوهان . په دې ماناچی
که دمثال په توګه د ټولنپوهنی نومونه وي ، په کاردي دټولنپوهانواوژبپوهانوپه ګډه
مرسته جوړه شی . البته که پخپله دژبپوهنی نومونه وي بيادجوړونکی ډلی غړي يواځی
ژبپوهان کيدون لري . له بله پلوه داچی په پښتوکی لاتراوسه دهري علمی څانګی
اوژبپوهنی څانګه وال دومره ډېرنه دي ، نودجوړوونکې ډلې دغړولږنی شمېردوه تنه
دمنلووړدي ، يومربوط څانګه وال اوبل ژبپوهاند. اولاداهم پيښيږی چی په ډېراختصاصی
ډول په يوه څانګه کی يوتن هم نه وي ، په هغه ترڅ کی بيادبلی ژبی له پوهانومرسته
غوښتل په کاردي . ٌ (۱۶)بل ځای وايي : ٌ خپللاسي يا مصنوعی ويی (نيولوګيزم) هغه دی
چې په بيلښتي ياتړښتي ډول د يوې علمی ټولنې له خوادتياروبيلګوله مخی جوړشوی وی ....
ٌ (۱۷)اوس نوراسئ خدای ته مخ کړئ اوبنده ته شا، چي آيادغه سپارښتنه په عمل کي نيم
په سلوکي پلې سوې ده ؟ دټولوپښتنوپوهانو، استادانوله چيغواو مخالفتوسره سره بياهم
داټول کاروان په فردي اراده اوتصميم باندي روان دئ . نه د چاپرچيغوغوږنيول کيږي ،
نه يې پروړانديزونو. او دليل هم دا راوړل کېږي ، چي تاسي لايسنس نه لرئ ؟! هغوی چي
يې بيالري،ور ته ويل کېږي چي ستاسي لايسنس دپلاني هيواددئ ، د منلو وړنه دئ (۱۸)
حقيقت دادئ چي لغت جوړونه اوس په يوې اپيډيمۍ ( ساري ناروغۍ) بدله سوې ده . زه يې
ژبنی سرطان (cancer) بولم . ډاکټر عبدالرازق پالوال څه کم دېرش کاله وړاندي چي دغه
ناروغي لادومره عامه سوې نه وه ، دهغې دمنفي اغېزوپه باب داسي خبرداری ورکړی و : ٌ
... که دغه دلغت جوړوني اوپښتوکوني عادت افراطي شکل واخلي ــ پرژبه باندي دوې منفي
اغېزې ښندي : يوه منفي اغېزه يې داده چي ژبه دملنډواوتمسخروړګرځوي چي دغه هم
دليکوال اوهم دژبي وحيثيت ته صدمه رسوي . نوپرځای ددې چي دژبي قدرموکړی وي ــ سپکه
کړې به مووي . دوهمه منفي نتيجه يې دژبي پره ديوالی دی . دزړويا مړو کلماتوپښتوکونه
اودنوولغاتوجوړونه يورازساري او حياتي مبتلايي ده چي اومه ځوانان لکه متعلمين
اومحصلين يې په مقابل کښي معافيت نه لري . که دغه جريان په اوسني شدت سره دوام
پيداکړي ، دوه درې نسله وروسته به موږپه کابل کي يوه بېله لهجه ولروچي هغه به
نوکابلۍ پښتوبلله کيږي . ٌ (۱۹)ارواښادسرمحقق محمدصديق روهي (١٣١٣ـــ١٣٥٧ش) هغه وخت
چي دپښتوټولني درئيس په توګه يې کارکاوه ، دنووجوړسوو لغاتوپه باب ديوې پوښتني په
جواب کي ويلي دي : ٌ يوزيات شمېر خلک فکرکوي چې دانوی لغتونه به دپښتو ټولنې له
خواجوړشوی وی ... ځيني پرمونږانتقادکوي اووايي چې مونږ د راديو په خبرونونه پوهېږو،
تاسې ولې هره ورځ نوی لغتونه جوړوئ .
پښتو ټولني په دې برخه کې له مسئولومراجعوڅخه غوښتنه وکړه چي که دوی نوي لغتونه
اواصطلاحات خپروي بايددپښتوټولني سلا او مشوره وغواړي ... زماشخصي نظردادی چې په
افراطی بڼه دپښتو سوچه کول به ژبه له ويونکوڅخه تجريدکړی . افراطی تصفيه نه ضروري
بريښی اونه ممکنه . ٌ (۲۰)
ارواښادعلامه رشاد(١٣٠٠ ـــ ١٣٨٣ش) ترخپل وفات څلورکاله وړاندي دګوربت مجلې (لومړي
کال ، شپږمه ګڼه ٢٤مخ ) دخبريال د يوې پوښتني په جواب کي داسي ويلي دي : ٌ ...
مجرده ژبه په دنياکي نه سته اومشترکات دژبي حتمي اولازمي دي مخصوصاٌ ديوې کورنۍژبي
په خپلومنځوکي خوراډېرمشترکات لري اوموږدداسي مشترکاتو څخه چاره نه لرو ، موږيې
بايدومنو.... دليکني اودليکلوژبه بايددقوم ژبه وي ، ژبه دقوم ده ، ژبه
دخاصوڅوکسوليکونکونه ده . ٌ علامه مرحوم ديوې بلي پوښتني په جواب کي داسي ويلي دي :
ٌ البته داخبره منم چي دنويولغاتودراننوتلومخه بايدونيول سي ، دهغوی له پاره په اول
کي بايدتدبيرونيول سي . مثلا زه به ډېرخوشاله وای چي د سيلو کلمه موږته نه وای
راغلې اوپه هغه وخت کي دډوډۍ پخولويادنانپزۍ موسسه نوم پرايښودل سوی وای ...
مکروريان کلمه که موږته نه وای راغلې ... اودغسي يوه کلمه ورته استعمال سوې وای
دابه ډېره ښه وای . نوونويولغاتودراننوتلودمخنيوي له پاره داکارسم دئ . امادزړو
مروجولغاتواودقوم په ژبه معمول لغاتولپاره دنويو کلماتو جوړول ژبه واقعاٌ له قوم
څخه ليري کوي ... په وضع کي دي ډېرتلوارنه کېږي اول بايدټولي لهجې ثبت سي اووکتل سي
چي په لهجوکي ددغه مطلب لپاره څه سته اوکه نه سته ، که نه وي نوبيادي وروسته وضع
وسي ... تلوارپه وضع کي پخپله دتامل وړخبره ده . ٌ
دښاغلي نجيب منلی لا،چي له خپل ګړدودپرته يې له نوروسره جوړه نه ده ، هم له
نيولوګيزم سره ورانه ده . دی ليکي : ٌ ... دپښتوپه هکله هم داوېره شته چې دکره
کوونکولورېينې به ورته د مخالفانوله نارواوونه ډېرتاوان ورواړوي .... ٌ دی ورپسې
زياتوي : ٌ له بلې خوازه، چې نژدې ټول عمرمې دکتاب سره تېرکړی ، درې څلور پردۍ ژبې
مې زده کړي اوځان دپښتودتاريخ اوادب له پېژندنې هم بې برخې نه ګڼم ، که دګوربت مجلې
يوه ګڼه راواخلم اوداستادصميم مرکه ياداستادزيار ليکنه لولم نوپه نيمايي يې هم نه
پوهېږم اوحيران شم چې داخبري د چا لپاره دي ؟ ٌ ښاغلی نجيب منلی دنوولغاتوجوړول
دژبي پرمختګ بولي خوزياتوي چي : ٌ ... په وچ زورد هغوپورشويو ټکو پښتوکول چې ژبې
دپېړيواولسيزوپه اوږدوکې خپل کړي دي دژبي لپاره به ګټورې وي يابه نه وي خودژبې
دويونکوسره ظلم دی .
دفرمان په زورنه چاته کور، ډوډۍ ،کالي رسېږي ؛نه څوک جنتي کېږي اونه ژبه کره کېږي،
هرتحريک چې دفرمان اووچ زورله لارې د تاريخ يون بدلوي له ناکامۍ سره مخ کېږي، افغان
ولس ته خوتاريخ دا هم ورزده کړه چې داډول ماجراګانې ډېرې سختې تاواني دي .
په زوردپښتوکره کول ماته دپښتني فرهنګ جرړې ايستل ښکاري ... نوديوعادي پښتوويونکې
په حيث هغودرنومشرانوته چې د نيو لوجېز مونوپه لارکې بې شانه ستونزې ګالي په ډېره
عاجزۍ سوال کوم چې خپله انرژي اوزموږدزده کړې وخت په داسې بې ضرورته سوغاتونونه
لګوي تشريحي اوايتمولوژيکي قاموسونه دې راته جوړکړي چې د خپل ولس دخبروژبه په ښه
شان زده کړو. ٌ
دی ،ځوانان ليکوال اوفرهنګپال ٌ دکره پښتودمحتسبانوپه مقابل کې ٌ مقاومت ته رابولي
اووايي چې ٌ خپله پوهه اوقلم دپښتنوخدمت ته وقف کړي په کره پښتوليکل زموږهيڅ دردنه
رادواکوي خود پښتنو په ژبه چې څومره دپښتنولپاره ليکنې ډېرېږي هغومره به پرې
پښتوکره کېږي . ٌ ( ۲۱)
اوس له بده مرغه داساري ناروغي عامه سوې اوافراطي سوې ده او تردې اندازې عامه سوې
ده چي پخپله پوهاند زيارصاحب هم په مشکل ورسره اخته دئ اووايي چي زه يوازي
دخپلوجوړو سوو لغاتو مسئوليت اخلم ، نورپه مااړه نه لري ( ۲۲)تردې پخوايې ويلي وه
چي ٌ له بده مرغه وروسته په دې برخه کی دځينوخلکو بی سروبوله جوړونې ددې سبب شوي چی
زموږژبنۍ ټولني دالړۍ ګردسره پرېږدي .... ٌ (۲۳) خو زه وايم ددې بې مسئوليتۍ
مسئوليت به دهغه چاپر غاړه وي ، چي له مکرروخبرداريو اوسپارښتونوسره سره يې دلغات
جوړولود کارخانو د تاسيس لار خلاصه کړه . داپدل چي هرچامات کړی دئ ، له پښتوسره يې
په رشتيا جفاکړې ده اودپوښتني مستحق دئ (۲۴) . پښتوژبه زموږ د متخصصينوله لاسه
ريشخندي کيږي . دعواموژبه که د ماهرانوپه لاس ورانه نه سي ،پخپل تدريجي پرمختګ سره
خوراسم تکاملي سير تعقيبوي . زه دپوهاندزيارصاحب داخبره منم چي د معيار په ټاکلو او
سمبالولوکي دپوهانورول ډېرستردئ . خبره دپوهانو پررول نه ده ، خبره دپوهانوپربې
وخته لاسوهنه ده . خبره پرهغه ټاکلې اومشخصه زمينه باندي ده چي دمعيارپه منځ ته
راتګ کي حتمي اولازمي ګڼله کيږي . پوهاندزيارصاحب دارواښادپوهانددوکتورالهام هغه
خبره يادوي چي دوی ته يې دپښتوژبي دکره ليکني دتاريخي زمينې ( سرمايه داري نظام) په
برخه کي کړې وه ، خوخپل هغه دلايل نه راوړي ، چي ولي يې نودالهام مرحوم پردغه اصولي
مشوره باندي غوږنه ونيولی . پر مشخصي تاريخي زمينې سربېره ، دژبي دمعيارمنځ ته راتګ
دهغې دويونکو لازمه تکاملي سطحه غواړي ، دليک لوست (سواد) تعميم غواړي ، دتعليم عام
رواج غواړي اوپه خلکوکي د مدنيت اومدني ژوندغزېده غواړي . يوقوم چي په نس موړنه وي
، په تن پټ نه وي ، مکتب اوتعليم ورته مهيانه وي ، صحت ونه لري ، څلور لسيزي يې په
جنګ کي تيري کړي وي اواوس لاهم په جګړه کي ولاړوي ، هيوادته يې دفنااوبقاسوال مطرح
وي خو څوک ورته دژبي دمعيار جوړولواوښ لاهم چوکوي اوهغه هم د(س) او(ش) په تعريف .
داکارنه څوک پرعلم برابرولای سي اونه يې دعملي کېدوچانس سته .
نوڅه بايدوسي ؟ لاس ترزنه خپلي ژبي ته بايدکښېنو ؟ ددې پوښتني جواب دهمدې کتابګوټي
په پای کي درکوم .