لکه دليکدودپه برخه چي وړاندي اشاره ورته سوې ده ، پښتوالفبې د پښتوژبي
دټولوږغونودتمثيلولوترعهدې نسي وتلای . دراديو ويندويان نوي لغتونه دهمدې نيمګړي
الفبې له لاري لولي اوپخپل اټکل يې تلفظ کوي . دااټکلي تلفظ هرومرودلغات دجوړوونکي
د تلفظ نمايندګي نه سي کولای اوپه دې ډول دغلط تلفظ خوراډېر احتمالات سته .
دويندويانوغلطي دژبي عاموويونکوته لارپيداکوي اوپسي عامېږي . زه دخپلي مشاهدې له
مخي وايم چي غلط تلفظ نوی جوړسوی لغات بېخونده اوپټخ کړی دئ . دلغات جوړوونکي نه په
دې جريان خبرېږي اونه يې دتعقيبولوامکانات لري . که چيري خبرهم سي ، بيا دومره ری
هم نه پکښې وهي .
که دنوولغاتوله پاره يوې صلاحيت لرونکي موسسې وجود درلودای ، نوبه يې لومړی
ويندويانوته سم تلفظ ورښوولای اوبيابه يې دميډيانشرات هم ورپسې تعقيبولای (١) .
(١) وګ : دضميمې دوهمه مقاله .