ددې هڅوهدف دژبي معياري کول و،که د ليکدود؟ (١)
زموږڅېړونکي چي کله دپښتوژبي دکلتوري کېدلولوړه و ژوره مطالعه کوي،نوپه عمومي توګه
يې له بايزيدروښان څخه رانښلوي . ورپسې دخوشحال خان اوعبدالقادرخان نومونه اخيستل
کېږي او د هغوی له خوادلغت جوړوني هلي ځلي دپښتودمعياريت دتاريخي ځنځيريوه کړۍ
ګرزول کېږي . بيانودپيرمحمدکاکړمعرفت الافغاني او ورپسې بياداميرشيرعليخان پښتوبولۍ
اوعسکري اودولتي نومونه اودهغه په تعقيب مرکه دپښتو، پښتوادبي انجمن اوپه پای کي
پښتوټولني ته واررسېږي . څرنګه چي زموږپه څېړنوکي دپښتوژبي د صيقل کولو اوسمولو هڅه
ترډېري اندازې دلغت جوړوني پرعمليه باندي حواله سوې ده،ځکه نوپه دغه ټول تاريخي
اوادبي جريان کي په جوړوسوولغاتوپسي څراغ وپلته رااخيستل کيږي او که هورې پر ځينو
داسي کلماتوباندي سترګي ولګېدلې، چي په لومړي وار ليدلو سره څوک د
جوړوسووولغاتوخيال پرکولای سي ، نوهمداکاردژبي د توحيدولوله پاره يوتلاښ بلل کيږي .
داچي دالغتونه به په رشتياسره ديوه تاريخي او ژبني ضرورت له مخي جوړسوي وي اوکنه
تردغه وخت پخوابه هم په ژبه کي موجودوه ، يوه مسلکي څېړنه ده، چي زه به يې دخپل
صلاحيت په حدودوکي وروسته يوڅه وشنم . دلته دومره وايم چي که ددغولغاتو نوې جوړونه
ثابته هم سي ، هغه بايددپښتوپالني او پښتوروزني په حساب کي درج سي، نه دپښتومعياريت
په جمع و خرڅ کي .
داميرشيرعليخان دوخت پښتونوموني دهغه اميرله خواپه هيوادکي دنوي مدنيت اويوه منظم
دولت دجوړېدوله پاره دعمومي پلان يوه کوچنوټې کړۍ ده اوپه رشتياسره هم بايددنوموړي
اميرپه محاسنو او هيوادپالوهلوځلوکي وشمېرل سي . دده داکاردپښتوپالني يوه ستره
نمونه ګڼل کېدلای سي .
مرکه دپښتوداميرامان الله خان دوخت يوه وطنپاله اوپښتوپاله هڅه ده . ددې مرکې
يوازني چاپي آثار(يوازينۍ پښتو) او(پښتوپښويه) ده . يوازينۍ پښتو دسوچه توب له هغه
نړيوال تمايل سره په تړاوکي منځ ته راغلې ده ، چي داماني عصر دملي اومشروطه
غوښتونکو مبارزو مخکښ ارواښادعلامه محمودطرزي په عثماني ترکيه کي دتورکي
نيشنليسټانوله مبارزوڅخه اخيستی اوافغانستان ته يې راوړی و. په هغه وخت کي تورکي
ملتپالوله عربي اوفارسي ژبي څخه دخپلي ژبي د پاکولوخوراغښتلی خوځښت راپيل کړی و.
ديوازينۍ پښتو په سرکي دمرکې دمشر ٌ خادم العلماء عبدالواسع قندهاری ٌ په قلم داسي
لولو : ٌ داخبره وهريوه ته ښکاره ده چي دهر ټبر ژبه څوخپلنی نسی اوليک او ليکی په
خپله ژبه نسی لوړتوب اوپوره والی نسی درلودلی اودپردی له اړی نسی وتلای ... دادی نن
ورځ چی لومړی پک دپښتانه دټولواکی بلل کيږی مشرباداردپښتانه (الغازی اميرامان الله
خان) چی په کلو زوی اوپه پوهانده پلارد تيرسوو او اوسنيوپښتنودی په دی راز د
لوړتابه دخپل ټبراو د ودانی دخپلی مينی پوه سو چی دتوری مټ د کښی بی مټه نه ځليږی
اوپردی کټ تر ننګړی شپی دی نه خپليږی اود هيڅ اولس ميړانه دبل په ژبه پرټوله مځکه
نه خپريږی نويه وټبری ژبه خپلی ته مخه سوه چی هرومرودی خپله ژبه بشپړه سی اوپه
ټولواکی اوټولواګي کی دی بله ژبه نه ښوری .... ٌ (۲)
داهڅي دکاغذ پرمخ پاته سوې اوپه هماغه کابل کي لا هم دپښتنو ليکوالو( برهان الدين
کشککی) له خواونه پالل سوې چي تفصيل به يې تاسي دپښتودسوچه توب په برخه کي ولولئ .
دپښتومرکې پښتوپښويه اويوازنۍ پښتودپښتوپالني يوه مخلصانه هڅه وه اوداماني
عصردپښتوپالني يوثبوت دئ . دهغه وخت پښتنو د راويښولواوخپلي ژبي ته دپام اړولوله
پاره يوتلاښ وخو د پښتوله معياريت سره يې تړل داوسني نسل له ذهن څخه راوتلی قضاوت
دئ ځکه ددغي مرکې نوم (مرکه دپښتو) پخپله لا هم غير معياري اود پښتوګرامرله
اصولوسره مخالف دئ .
تردې وروسته چي دپښتوادبي انجمن دکندهاردمنورينواودتنظيمه رئيس محمدګل خان مومندپه
اراده منځ ته راغئ اودده په حضورکي يې دپښتوليکني کومه لارتعقيبوله ، هغه لارپخپله
دوزيرصاحب مرحوم له خوا ونه پالل سوه اوپه (پښتوسيند) او(دپښتوژبې ليار) کي يې خپله
راايستلې لارتعقيب کړه . دپښتوادبي انجمن دپښتود عامېدلو اورسمي کېدلوپرلوريوه هڅه
وه نه دمعياري کولو. دژبپالني ښاغلي مولف دپښتوادبي انجمن دنشراتي اورګان (پښتو)
مجلې له يوه پاراګراف څخه داسي نتيجه اخيستې ده چي ګويا ادبي انجمن غوښته پښتويې
معياري وي (۳) . په هغه پاراګراف کي داسي راغلي دي : ٌ ... دمحترم کتونکودلوړنظرڅخه
پټه نه ده چی په نوروژبوکی معارف په کافی اندازه سره ليکلی شوی دی ، چی
دعوامودضرورت اوغوښت يی په پوره دی ... بالعکس په پښتو د بده مرغه دونه علمی کوټه
اوذخيره موجوده نه ده چی دعوامو ضرورت دی پوره کی نوبه ضروری وی چی انجمن دی په
خپله مجله کی زيات مخ دعمومو وروڼو داذهان اوعلميت وګوری چی د( کلم الناس علی
قدرعقولهم) پرمعيار برابره وی چی شکوه دګران والی اونه پوهني ځنی پيدانشی .... ٌ
(۴)
په پورتني پاراګراف کي د(معيار) کلمه د(کلم الناس علی قدر عقولهم) له پاره استعمال
سوې ده اومعنايې داچي دمجلې نشرات دي ددغي مقولې پرمعياربرابروي يعني ساده دي وي .
دلته يې دژبي د معياري توب مسئله په پام کي نه ده نيولې .
دپښتوژبي له پاره ديوه واحدليکني معيارمنظمه هڅه دکابل د پښتوټولني له جوړېدوسره
سمه رامنځ ته سوې ده . په تېره بياکله چي په ١٣٣٣ ش کال دپښتوټولني په اهدافو
اووظايفوکي يوژور بدلون راغی اودنويو وظايفوپه لړکي يې ٌدپښتوژبي دلغاتواو قواعدو
تدوين ، دضرورت له مخي دنويو اصلاحاتو او لغاتووضع کول ، ادبي اولغوي څېړني
اودپښتوپه لساني علوموپوری مربوط آثارليکل او خپرول ٌ شامل سول .(۵). دپښتوټولني
داهڅه دليکنۍ ژبي د معياري کولو لومړنۍ هڅه ګڼل کېدلای سي . تردې وړاندي چي د
پښتومرکې ، پښتوادبي انجمن څه کارونه کړي وه ، هغه ټول د پښتو پالني اوپښتو روزني
اودليکدودديووالي له پاره هڅي ګڼل کېدلای سي . خوله بده مرغه پښتوټولني ونه سوای
کولای چي دليکني معيارمسئله تر (سو) او(شو) په هيسته پرمخ بوزي. دپښتوټولني په
پيشنهادسوو مادوکي د ليکدودديووالي پرسرفيصلې سوي دي نه دژبي دمعياريت پر موضوع ،
وروسته له ليکوالوڅخه دليکدوديووالی اودتلفظ يووالی ګډ سوی دئ .
دپښتوټولني دکاواکو هڅوپرڅنګ له نن څخه زيات وکم پنځه ويشت کاله وړاندي ديوازنۍ کره
ليکنۍ پښتوپه نامه يوبهېرراروان دئ چي پوهانددوکتورمجاوراحمدزياريې
دتاداوايښوولوادعاکوي اووايي چي دغه بهېر دنوموړي په اراده ، نوښت اوفعال ګډون سره
راپيل سوی او تراوسه پرمخ وهل کېږي . دڅوکلونوراهيسي چي پر افغانانوباندي
دنوروبدمرغيوپرڅنګ دپوهانو اوعالمانودنه جبېره کېدونکي مرګوڅپې راماتي دي ،اودافغانانوپه
تېره بيا د پښتنوډېري ستري هستۍدمرګي غېږته تللي دي ، اوس ديوې پښتو له بهېرسره د
نوروپوهانواودپوهنتون داستادانواوداکاډيمۍ دغړونومونه هم تړل کېږي ؟! داحرکت
لږموافقين اوخورازيات مخالفين لري چي زماد همدې کتابګوټي په ترڅ کي به تاسي دهغه په
باب بېلابېل نظرونه ولولئ .
(١) دمخه تردې چي دپښتوژبي دمعياريت په برخه کي وږغېږم ،
ديوه ټکي يادونه ضروري ګڼم اوهغه داچي زموږپښتنوڅېړونکودوې خبري سره ګډي کړي دي
اوهغه دپښتوژبي پالنه اودمعياري پښتو ټاکنه ده . زموږڅخه دژبني فعاليت دغه دوې برخي
ګډي سوي دي اوزه به په دې بحث کي دنوروموضوع ګانوپرڅنګ پرهمدې برخه هم روڼاواچوم.
(۲) بينوا ـــ عبدالروف ـــ پښتوروزنه ـــ ١٤٦ ، ١٤٧ مخونه ـــ دپښتوڅېړنوبين
المللی مرکز ـــ کابل ـــ ١٣٥٧ ش .
دغه راز وګ : ژبپالنه ـــ ٨٧ مخ ديوازنۍ پښتود٦ ــ ٧ مخوپه حواله
(۳) ژبپالنه ـــ ٩٥ مخ
(۴) ژبپالنه ـــ ٩٥ مخ
(۵) پښتوکتابونه ١٢مخ .