طبیعت مي بر خلاف شو = هم په خروښ راته فضا ده
خپل قلم د اجل مـــار دی = خپله خـــوله راته بـــــلا ده
چوکۍ ځای نه راکوې هیڅ = نه د مېـز په ما رضـــا ده
لـږژوندون را پوري اورشه = اوس په مرګ مي ښه سلا ده
زړه مي سیند دی د غمونه
عقل محو کړ موجـــــــونو
زه پر خپل وطن غریب یم = خوار وطن تر ما غریب دی
نه خواخوږی مي لیده شي = نه مي یو چیري حبیب دی
زې تېرونــــی دځان بولم = هم هغــــــه راته رقیب دی
قند ، عسل راته ګنډېر شي = زما هسي بد نصیب دی
کتاب هم رانه کنار شو
له کتني مي ویزار شو
خوښۍ لیري کړم له ځانه = چي مي نه راځی خندا هیڅ
سترګي هم راته قهرېـږي = اوښکي نشته د ژړا هیڅ
خوب له مانه مرور شو = ویښتوب جوړنه کړه له ماهیڅ
زه پښتو لیکم پاړسي شي = قلم هم نه دی پخـــــــلا هیڅ
خبر نه یمه له میني
وچي شوې دبدن ویني
راحتونه دي د نـــــورو = زما په برخه تکلیــــــفونه
زما د خپل لمني اور دی = چي سېځی مي اندامــونه
چي نې خوند شته نه ئې رنګ شته = مرګ بهتر له دې ژوندونه
طبع هم شوه ګـــــډه وډه = شوه بې وزنه مي شعــرونه
زه له شعــره″بېنــوا″ یم
خبر نه یم چي څه وایم ؟