مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتو متلونه

پردۍ وينه بېګانه ده نه خپلېږي
ورور به نه سي چي دي مور نه وي زوولى(49)
چي د پلار پر قدم سم پر لاري نه ځي
په سپي زوى وي تل ښاغلى پلار ښكنځلى(50)

په دوستۍ او په خپلوۍ يې باور نسته
پرون ستا وه نن د بل كره هستېږي
چي يې ښه هلته يې شپه ده هورې اوسي
دا پردي سپي د ډوډۍ په زور خپلېږي(51)

كشكي هر چا ته پرون ور يادېدلاى
هره سترګه له حيا نه رپېدلاى
پز پرېكړي كه درلودلاى څه شرم
د چړې نوم بې هر ګز نه اخيستلاى(52)

چي په شپو د بل په كور كي ډېوې څاري
هغه نه دى پوه په ګټه او تاوان خپل
ګاونډي يې شپې له درده كړلې سپيني
بدبخت وخوړى په تش ګومان ايمان خپل(53)

لا به څو تر دې نقاب لاندي پټېږې
لا به څو خورې د دروغو سوګندونه
نس مي موړ كه په جار جار مي دي ښه نه سي(54)
نور دي وينم له دانې سره دامونه

سړى تل په درنو دروند په سپكو سپك سي(55)
همنشين مه سه له چا سره ناولى
دې كنډو سره عمرونو خپلوي كړې
په دې لاره باندي زر كلونه تللى

دا دامونه دي در ټول كه وار يې تېر سو
له ړانده لكړه يو ځلي وركېږي(56)
له كټوي به راوزي په څمڅه كي(57)
تر قيامته شنې په غلا نه چيچل كېږي(58)

نن دي تاج پر سر ايږدي سبا دي وژني
باور نسته په خپلوي د دښمنانو
خپل دي نه غورځوي لمر ته كه دي مړ كي(59)
ټولۍ مه خوشي كوه د ښو دوستانو

دا د كومو بې انصافو نصيحت دى
چي په زړه به څومره سخت وه دا زوى مړي
په لمن كي وړه غوړي كه بل څه نه وي
له انګړه د ناداره پوروړي(60)

له لومړۍ ورځي حساب درته په كار دى
چي په كور كي دي تر ګټي تاوان ډېر دى
نور په شګو د سېل مخ نه سې نيولاى(61)
وچه مه خوره چي دي پور تر سلو تېر دى(62)

يا د توري يا فرياد په ژبه كېږي
حق په خوښه چا ته نه دى رسېدلى
شيدې نه وركوي مور هغه ماشوم ته
چي په چيغو چيغو نه وي ژړېدلى(63)

له ريشتيا سره دښمنه زمانه ده
چا ته مه كوه خبري سپيني سپيني
د غرض څښتنان ټوله لېوني دي(64)
د عسلو په كندو كي ګنډېر ويني

له مړونو يو ښه نوم دى چي پاتېږي
چوپړ مه خوشي كوه د محتاجانو
چي چا لاس درپوري ونيو غوڅ يې نه كې(65)
دا خبره ده راپاته له مردانو

نه په خپلو كي له سياله سره سم سو
نه په ښار كي د پردو يې قدر ډېر سو
پام چي زده نه كې خويونه د پرديو
كارګه چم كاوه د زركي خپل يې هېر سو(66)

دا متل دى چي خپل خپل پردى مغل دى(67)
چيرته خپل د بېګانه برابر نه كې
دوست ته حال وايه دښمن ته وهه لاپي(68)
چي غليم دي په خپل غولي خبر نه كې

په ټبر كي دي نا اهله پيدا مه سه
نوم د پلار او د نيكه په تباه كېږي
نه وركېږي د نه زوى د لاسه مېنه
د سپي زوى د لاسه تل مېنه وركېږي(69)

سخاوت او اخلاص دواړه په قسمت دي
له ازله د هر چا برخه رسېږي
د دولت سره د زړه ملګري نسته
چي د چا دنيا ډېرېږي زړه تنګېږي(70)

هر ګړى د جواهرو په قيمت دى
لكه مړى تېر ګړى دى نه ستنېږي
له سړې ګټي نه تود تاوان بهتر دى(71)
پاڅه ژوند په نن سبا كي تماميږي

ژوند تلاښ دى خوځېدل الوتل دي
د انسان دي دا جهان اوږده مزلونه
له ځايي سړي نه ښه وي خر چي ګرځي(72)
وړي پر ملا باندي درانه درانه بارونه

چا ته عرض وكړم د شنه آسمان له جوره
چي محتاج يې كړم و لاس ته د سيالانو
هى افسوس دښمن مي ته يې تشه لاسه(73)
ما به څه كاوه دربار د ناكسانو

په ښكاره د ملايكو لښكر ښكاري
ډېر يې چور كړل ډېر يې ښخ كړل بې كفنه
چا ويل چي توتكۍ ده بې آزاره
له چينجيو د چمن وكړئ پوښتنه(74)

كه بدۍ دي كه دوستۍ په ژبه كېږي
ټپ د ژبي په كلونو نه رغېږي(75)
اخيستلاى نه سي څوك توكړي ناړي(76)
زړه ښيښه ده كه دي مات كړ نه جوړېږي

ښه خو دا چي غم ښادي دي پر خپل كور وي
چې مېلمه نه سې پر كور د ناكسانو
تل پر ځاى پرته ډبره وي سنګينه(77)
چي ونه وزې له ټوليه د سيالانو

سل سرونه سره يو سي لښكر جوړ سي
كلي جوړ دي له مړونو له كورونو
له يوه لاسه ټك نه خېژي ملګرو(78)
تجربه ده د پلرونو د نيكونو

چي يوه ګوته څوك نيسي د بل لور ته
درې يې سمدستي د ځان پر لور كږې سي(79)
لټوي د ځان عيبونه په جهان كي(80)
پر خپل ځان يې د انصاف سترګي ړندې سي

له كمال سره ګوندي د زمانې ده
سيالي نه كوي سيالان د ناكسانو
ګيدړ خوار ته خپل پوستكى بلا سوى(81)
ورپسې ستړي ټولۍ وي د ښكاريانو

هره ورځ مي د رويبار په انتظار وي
هره شپه مي د جانان پر كوڅه شپه وي
تږى تل ويني سړې اوبه په خوب كي(82)
خوب او خيال يې پر ساحل باندي مېلمه وي

چي د ژوند په سفر ځې قدم په ورو ږده
هېر يې نه كړې نصيحت د هوښيارانو
بې باوره دي دا دوه شيان په دنيا كي
لمر د ژمي او خندا د دښمنانو(83)

نور د ګلو د موسم هوس ونه كړې
پنځه ورځي د ځوانۍ وې بهار تېر سو
جنازې ته دي طبيب دى رابللى
په دېوال تپه نكريزي اختر تېر سو(84)

د ژوند لاره د ورېښمو جوړه نه ده
كله كله څوك د تورو پر سرو ځي
هر سفر دي له يارانو سره بويه
چي بې ملو ځي نو تور مار يې پر اوږو ځي(85)

تل به نه وي پر نغري باندي دېګونه
يوه ورځ دا د خيرات مړۍ خلاصېږي
چي د يار د لاسه پياز وي خو په نياز وي(86)
د منت په حلوا ستونى نه خوږېږي

هر قدم دي د سر غم درلره بويه
باور نسته په دوستي د ځناورو
چي د اوسپني بازو درسره نه وي
زړه ور مه كښېنه تر څنګ د زورورو(87)

د ژوندون مزل ژوندي ګامونه غواړي
مړي نه سي پاڅېدلاى له قبرونو
د لېوره په تمه پاته له مېړه سوه
هغه كونډه چي وه ناسته په كلونو(88)

چي د توري شرنګ يې نه وي تر غوږ سوى
هغه نه دى و ميدان ته د وتلو
ژړ د نجونو د مجلس دى تور د تورو(89)
د پلنګ خوبونه كار د نازولو

چي خبره د قسمت كه د غيرت ده
د چا برخه وي خولې د چا كارونه
عبدالله دي مړۍ خوري فكر دي نه كړي
د لالا نصيب دي توري ميدانونه(90)

يو څه فكر يو څه سره وينه په كار ده
تش د فكر په ټالو اعتبار نسته
توكل دى نارينه اندېښنه ښځه(91)
د مړو له اندېښنو سره كار نسته

ځان پخپله د سيالانو سره سيال كه
د مړو تربورګلوي د مټ په زور سي
د پرديو جامو ستر څو شېبې وي
ها جامې دي په ځان اور سي چي د پور سي(92)

جنګ چي نه كوي تل اخلي لو ډبره(93)
مه غولېږه په ګفتار د نامردانو
د ګيدړ په جنګ چي نه سي ور وتلاى
هغه تل كوي خبري د زمريانو

د سرونو چي سودا وه ده پلمې كړې
په جرګه كي يې د توري كيسې سرې كړې
څه ښه وايي چي جنګ سوړ سو ميرى تود سو(94)
په ناحقه غلبلو يې غاړي شنې كړې

قافلې سوې په هفتو د مخه تيري
دى لا ځان په شواروز بولي د وړاندي
چا په ژوند كي پر خره سپور نه دى ليدلى
دى د بل مستو اسونو پوري خاندي(95)

په ګرمي چي يې ګټې خوره يې په سيوري(96)
د مېړه ملګري ګټه او تاوان وي
په خوارۍ بد ايسېدلى هيڅوك نه دى(97)
بېكاري بلا د ژوند شرم د ځان وي

سل كلنه يې دوستي او دښمني ده
د پښتون يوه خبره يو پېمان وي
هسي نه چي په خوله خوږ وي په زړه كوږ وي(98)
په خندا دي د غليم كور ته روان وي

تل په جګه غاړه ژوند كوي مېړونه
پر ځان نه قبولوي منت د شلو
له هغه چي د يوه په مخ كي پړ سي
ښه خو دا چي څوك وهلى وي په سلو(99)

د حيا پر كور چي نه وي څوك زوولى
له هغه د حيا تمه ولي كېږي
له ناپاكو اوبو خپلي جامې ژغوره(100)
چي په شرم څوك پوهېږي نه شرمېږي(101)

له هر ګامه سره څار كوي بيا درومي
له واښكي څخه ډارېږي مار چيچلى(102)
ګرم يې مه بوله چي هر څه ته كوږ ګوري
همېشه مستې پوكي شيدو سوځلى(103)

د انصاف سترګي ړندې ژبه ګونګۍ ده
چي انسان د ښار په منځ كي سنګسارېږي
دا زمان د چا په حكم شاته بيايې؟
په غلبېل كي اوبه نه راوړلي كېږي(104)

 

(49) چي نه دي وي له موره داسي مه وايه چي وروره.
(50) په سپي زوى ښه پلار ښكنځلى وي.
(51) پردي سپي د ډوډۍ په زور خپلېږي.
(52) پز پرېكړي كه شرم درلودلاى د چړې نوم به يې نه اخيستلاى.
(53) بدبخت په تش ګومان ايمان وخوړ. بد ګومان د ايمان زيان (م هوتك).
(54) په جار جار مي ښه نه كېږي نس مي راموړ كه.
(55) په درنو دروند په سپكو سپك.
(56) ړوند يو ځلي امسا وركوي.
(57) چي څه په كټو كي دى په څمڅه كي به راوزي.
(58) شنې په غلا نه چيچلي كيږي.
(59) خپل كه دي مړ كي لمر ته دي نه غورځوي.
(60) د ناداره پوروړي له كوره غوړي په لمن كي وړه.
(61) د سېل مخه په شګو نه بندېږي.
(62) پور چي تر سلو تېر سو وچه مه خوره.
(63) چي ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.
(64) د غرض خاوند لېونى وي.
(65) چي چا لاس درپوري ټينګ كړ مه يې غوڅوه.
(66) كارګه د زركي تګ كاوه خپل يې هېر سو.
(67) خپل خپل دى پردى مغل دى.
(68) دوست ته حال وايه دښمن ته لاپي.
(69) د نه زويه مېنه نه وركېږي د سپي زويه مېنه وركېږي.
(70) چي دنيا ډېرېږي زړه تنګېږي.
(71) تر سړې ګټي تود تاوان ښه دى. تر بېكاره ودانۍ، په خرپ نړېدلې ښه ده (م هوتك).
(72) تر ځايي سړي ګښته خر ښه دى.
(73) تشه لاسه دښمن مي ته يې.
(74) ويل يې توتكۍ بې آزاره ده، ويل يې د چمن د چينجيانو وپوښته.
(75) د توري ټپ جوړېږي د ژبي ټپ نه جوړيږي.
(76) توكړي ناړي بيرته نه اخيستلي كيږي.
(77) ډبره چي پر ځاى پرته وي سنګينه وي.
(78) له يوه لاسه ټك نه خېژي.
(79) چي يوه ګوته بل ته نيسې درې دي ځان ته كږې سي.
(80) د ځان عيبونه په جهان كي لټوي. (چي په ځان كي ويني په جهان كي ويني).
(81) ګيدړي ته خپل پوست بلا دى.
(82) تږى په خوب كي سړې اوبه ويني. لڅ (لوڅ) په خوب كرباس ويني (م هوتك).
(83) د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نسته.
(84) نكريزي چي له اختره تيري سي په دېوال يې تپه.
(85) چي بې ملو ځي تور مار يې پر اوږو ځي.
(86) پياز دي وي په نياز دي وي.
(87) د زورور له څنګه زړه ور مه كښېنه.
(88) كونډه د لېوره په تمه د مېړه پاته سوه.
(89) تور د تورو دى ژړ د نجونو.
(90) توري دي لالا وهي مړۍ دي عبدالله وهي.
(91) توكل نر دى اندېښنه ښځه.
(92) جامې چي د پور سي په ځان پوري اور سي.
(93) چي جنګ نه كوي لو ډبره اخلي.
(94) چي جنګ سوړ سو ميرى تود سو.
(95) په ژوند كي چا پر خره سپور نه دى ليدلى، د بل په اسونو پوري خاندي.
(96) په لمر يې ګټه په سيوري يې خوره.
(97) مېړه په خواري بد نه ښكاري.
(98) په خوله خوږ په زړه كوږ.
(99) په سلو وهلى ښه دى نه په يوه پړ.
(100) له ناپاكو اوبو خپل كالي ساته.
(101) شرمېږي هغه چي په شرم پوهېږي.
(102) د مار چيچلي وېره له واښه (واښكي) وي.
(103) شيدو سوځلى مستې پوكي.
(104) په غلبېل كي اوبه نه راوړلي كيږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery