څه عجيب وختونه راغلل پر دې خاوري
ساهوګان سول مزدوران د غلامانو
په ګورم كي چي يې غوا په نامه نه وه
هغه نن سر ماتوي د ګوروانانو(105)
يا را پاڅه د سفر موزې په پښو كه
يا كاروان در څخه درومي روانېږي
په چرتونو به پى نه كړې رباتونه
تش د ګوړي په نامه خوله نه خوږېږي(106)
همېشه به د خزان ظالم له لاسه
د مرغيو ټولۍ نه وي تښتېدلي
يوه ورځ به ورته ګورې بيا به راسي
په وياله كي چي اوبه دي كله تللي(107)
خپله خوله دي هم كلا هم بلا ده(108)
ټپ د توري به جوړ نه سي د ښكنځلو(109)
د ځنځير په څېر پيوند لري وګړي
په يوه څپېړه مخ وهې د سلو(110)
تر څو مځكه د بورا د اتڼ نه سي
پورته نه سي د بلبلو آوازونه
پسرلى په يوه ګل نه دى راغلى(111)
په يوه ګل ښكلي نه سي چمنونه
يو د بل په وينو سره لاسونه ناست دي
د دښمن سره خوري غوښي د خپلوانو
حيا ولاړه شرم غره ته دى ختلى(112)
باور نسته په پښتو د بې شرمانو
چي احمق پر دنيا وي مفلس به نه وي(113)
په بې عقلو دي تاوده لوى لنګرونه
پير كه خس وي د مريد دپاره بس وي(114)
په دروغو به ور جوړ كړي وزرونه
په رنجو د ړندو سترګو علاج نه سي
سترګي ولي توروې د غريبانو
په خواري به پيشو جوړه له اوړو كړو
ميو به څوك ورباندي وكړي عزيزانو(115)
په حكمت يې دا دنيا ده تقسيم كړې
څوك يې كښېناوه په باغ څوك په ډېران كي
كه پيشي ته خداى وزر واى نصيب كړى
د مرغۍ تخم به نه واى په آسمان كي(116)
چي آسمان يې د شهپر په اجاره دى
دا ياغي وزر نصيب دى د بازانو
چي هوسۍ نيسي تازيان خولې يې وي توري(117)
د ښكار تمه دي څوك نه كړي له كارګانو
څوك چي تللي دي بيا نه دي ستانه سوي
لا قاصد منزل ته نه دى رسېدلى
تر اوبو دمخه ولي كاږې ګاولي(118)
چي ميدان د ازميښت نه دى راغلى
چي د ژوند په تول يې واخلې ارزاني ده
يوه ورځ پر لاري تلل د هوښيارانو
تر بې عقل دوست هوښيار دښمن بهتر دى(119)
د احمق دوستي خپلوي ده د مارانو
تش په نوم د پهلوان چي ژوندى پايي
نه غليم دى نه په جم كي د خپلوانو
تر پراته زمري بهتر ګيدړ چي ګرځي(120)
نور له مړو تمه مه كوئ يارانو
د دښمن كره چي ځې سترګي څلور كه
له وعدو سره يې ايښي وي دامونه
مځكه مه ګوره نيژدې د پښو د لاندي
هوښيار ګوري ليري ليري واټنونه(121)
هر ملت په خپلو كړو او كيسو وياړي
د پښتون د قام زينت خپلي جرګې دي
تېرې توري كله لنډي كړي خبري
د مړو هنر صلا او مركې دي(122)
چي سينه څوك د زمان سېلاب ته سپر كړي
هغه نن وي كه سبا پكښي غرقېږي
د آسمان په غېږ انسان دى ورغلى
عزيزانو دا وړۍ نه شړۍ كېږي(123)
نه مړېږي په قيامت د ازل وږي
كبرجن كه وږى هم سي نه خوري سږى(124)
تر خوړلو يې هر كله اميد ښه دى(125)
خو په تمه چي ځان مړ نه كې له لوږي
ډېر يې نه موندل په لږو قانع نه سو(126)
ځكه در په دره ګرځي سرګردان دى
چي په ډېرو خوشالېږي لېوني دي(127)
ډېره ګټه د مايې د سر تاوان دى(128)
هسي نه چي موږ ړانده يو نه يې وينو
دا ياران په خوله خواږه په زړه كاږه دي(129)
د توكل په تېره ژبه ريشتيا وايو
راستي نه لري زوال(130) ريشتيا ترخه دي(131)
كه وېشونه په نصيب جزا په تول ده
خپل عمل د هر سړي د لاري مل دى(132)
له آغازه تر انجامه هوښيار اوسه
لومړى ګام دي د وروستيو منډو پل دى(133)
د ترخو او د بديو زغمل ښه دي
له بديو د دښمن تېرېدل ښه دي
ترخه خوره خو ترخه مه وايه و چا ته(134)
ژبه ټينګه په جلو كي نيول ښه دي
د دروغو مزل لنډ دى رسوا كېږي(135)
يوه ورځ به برملا سي پټ رازونه
خو تر څو د ريشتيا وارى را رسيږي
له دروغو به وي وران كلي كورونه(136)
هري چاري لره وخت او مكان ګوره
تور له سپينه شپه له ورځي نه سمېږي
پر ړانده د شپې او ورځي توپير نسته(137)
كوڼ په ډول ړانده په رقص نه پوهېږي(138)
په پنځه ورځي قدرت او ناز مغروره
هېر دي نه سي چي لرو په مخكي كندي
سپين ويښته وي همېشه د مرګ استازي(139)
د غنمو لار وي تل تر خولې د ژرندي(140)
څوك يوازي د خپل ځان په غم حيران وي
څوك د كليو د ښارو غمونه خپل كړي
د همت وېشونه يو برابر نه دي
ستړو وګټل هوسا دي خپل څټل كړي(141)
ګرم يې مه بوله چي سم پر لاري نه ځي
چي د مځكي پر سر نه ايږدي ګامونه
دا كم اصله د پردي په ډوډۍ مست دى
د موږي په زور سخوندر وهي خېزونه(142)
د هر چا ده خپله برخه ور رسيږي
نه ګيله سته نه سيالي سته له تقديره
چي د شال دپاره سر وي پيدا سوى
پر خپل كور به ورته راسي له كشميره(143)
نه چا تاج نه چا كچكول ورسره يووړ
له دې لاري بيرته څوك نه دي راغلي
ښه هغه چي خپل پردي درباندي ټول وي
همېشه وي سپمولې سپو خوړلي(144)
چي له نازه دي پښې نه ورځي تر مگځكي
دا غرور دي يوه ورځ د ځان بلا ده
ته د بل د موټو زور په ځان كي وينې
سپى د فيل په سايه تلى ويل يې زما ده(145)
نن د ناز پر نيلي سپور سبا دي ياد وي
نه به آس وي نه به ته يې دغه لار ده
دا لولۍ دنيا نن ستا سبا به زما وي
وايي ژرنده كه د پلار ده هم په وار ده(146)
چي ژوندى و د خيرات له بركته
نن هغه راته په شپه په ورځ بلا دى
نه په ويښه نه په خوب كي واك لرمه
ږيره زما ده خو اختيار يې د ملا دى(147)
دا خبر د حكيمانو بې څه نه ده
چي له شرمه تېر له هر څه نه تېرېږي
چي له خدايه څوك وېرېږي پروا مه كړه
ترې وېرېږه چي له خدايه نه بېرېږي(148)
هر موجود لره آفت دى پيدا سوى
په قسمت ور تقسيم سوي دي مرګونه
نم دېوال لره آفت دى شوړوي يې
زړوي زلمى انسان د غم بارونه(149)
نن د چا په اشنايي اعتبار نسته
چا ته مه رسوا كوه د زړه رازونه
له رقيبه دي خبره نه پټيږي
دېوالونه هم لري تېره غوږونه(150)
نن د مړو په څېر نه خوځي له ځايه
چي يې ويني څڅېدلې تر برېتونو
په دې كلي كي د سپيو له نېستيه
ګيدړ هسكه غاړه ګرځي پر بامونو(151)
له ناسياله څخه تمه د سيال نه سي
كه هر څو جامې په واغوندې رنګيني
سل دي ومره يو دي مه مره په كاله كي(152)
تلل كېږي نه د سپي او مېړه ويني(153)
خپل ګرېوان دي كه قاضي عمل دي خپل دى
له خبرو غماز كله منع كېږي
په يوه لوټه به خړ نه سي سيندونه(154)
او د سپي په خوله درياب نه مردارېږي(155)
(105) په ګورم كي غوا نه لري د ګوروانانو سرونه ماتوي.
(106) په ګوړه ويلو خوله نه خوږېږي.
(107) په وياله كي چي اوبه تيري سوي وي بيا راځي.
(108) خپله خوله هم كلا ده هم بلا ده.
(109) د توري ټپ جوړيږي د ژبي ټپ نه جوړيږي.
(110) په يوه څپېړه د سلو مخ خوږېږي.
(111) په يوه ګل نه پسرلى كېږي.
(112) حيا ولاړه شرم غره ته وخوت.
(113) څو په دنيا كي احمق سته مفلس نسته.
(114) پير كه خس وي مريد ته بس وي.
(115) پيشو به له اوړو جوړه كړو، ميو به څوك په كوي.
(116) پيشي ته كه خداى وزر وركړى واي په هوا كي به يې د مرغۍ تخم نه واى پرې ايښى.
خره ته دي خداى ښكر نه وركوي د غويو نسونه به څيري كړي.
(117) چي هوسۍ نيسي د هغو تازيانو خولې توري وي.
(118) تر اوبو دمخه ګاولي كاږي.
(119) تر بېعقل دوست هوښيار دښمن ښه دى.
(120) تر پراته زمري ګرځنده ګيدړ ښه دى.
(121) بې عقل تر پښو لاندي مځكه ويني هوښيار تر سترګو لاندي.
(122) صلا د مړو هنر دى.
(123) دا وړۍ نه شړۍ كېږي.
(124) كه وږى يم سږي لا نه خورم.
(125) تر خوړلو يې اميد ښه دى.
(126) ډېر يې موندل نه په لږو قانع كېدى نه.
(127) په ډېرو يې لېوني خوشالېږي.
(128) ډېره ګټه د مايې سر خوري
(129) په خوله خوږ په زړه كوږ.
(130) راستي زوال نه لري.
(131) ريشتيا ترخه دي.
(132) خپل عمل د لاري مل دى.
(133) ړومبى د وروستي پل دى.
(134) ترخه خوره خو ترخه مه وايه.
(135) د درغو مزل لنډ دى.
(136) تر څو د ريشتيا وار را رسيږي دروغو به كلي وران كړي وي.
(137) ړانده ته شپه او ورځ يو شان ده.
(138) كاڼه ته ډول مه وهه، ړانده ته رقصېږه مه.
(139) سپين وېښته د مرګ استازى دى.
(140) د غنمو لار د ژرندي تر خولې ده.
(141) ستړو و ګټل هوساوو وڅټل.
(142) سخوندر چي غورځي د موږي په زور.
(143) سر چي د شال لايق وي له كشميره ورته راځي.
(144) سپمولې سپو خوړلې.
(145) سپى د فيل په سايه تلى ويل يې دا سايه زما ده.
(146) ژرنده كه د پلار ده هم په وار ده.
(147) ږيره زما واك يې د ملا. يا : ږيره زما اختيار يې د قاضي غلام (مقصد يې د
كهندل خان قاضي القضات غلام محمد هوتك دى. م هوتك).
(148) چي له خدايه وېرېږي له هغه مه وېرېږه. چي له خدايه نه وېرېږي له هغه وېرېږه.
(149) نم دېوال زړوي غم انسان.
(150) دېوالونه هم غوږونه لري.
(151) د سپيو له خوارۍ ګيدړ پر بام كوي بازۍ.
(152) سل دي ومره يو دي مه مره.
(153) د سپي او مېړه ويني نه تللي كېږي.
(154) سيند په يوه لوټه نه خړېږي.
(155) د سپي په خوله درياب نه مردارېږي.