افغاني كلتور ته ورپېښ زيانونه
احمد جان تڼى
كه څه هم د نوي دولت په جوړېدو سره فرهنګي، ټولنيز او پوهنيز پرمختګ ته څه ناڅه لار
اواره شوه، ټول افغانان هيله من شول، چې د هېواد په پرمختيايي بهير كې به ونډه
واخلي او خپل هېواد به د نړۍ د نورو هېوادونو سيال كړي.
خو داسې ښكاري چې دا بهير ډېر ورو روان دى، چې په ترڅ كې يې د ټولنې د ژوند
بېلابېلو اړخونو ته نوي ګواښونه هم متوجه دي. له دغو ګواښونو څخه يو هم پر هېواد د
لوېديزوالو فرهنګي يرغل دى، چې زموږ ټولنې ته د منلو وړ نه دى.
څرنګه چې زموږ ټولنه په اقتصادي او تخنيكي ډګر كې وروسته پاتې ده، نو د مقاومت ځواك
يې هم كمزورى ښكاري، ټول افغانان په انفرادي او بېلګړي ډول نه شي كولاى د دې يرغل
مخنيوى وكړي. كه څه هم د لوېديزوالو هېوادونو فرهنګ به زموږ له ټولنې سره څه ناڅه
سمون خوري، خو بيا هم زموږ ټولنه يې نه شي زغملاى او دا كلتور ورته پردى ښكاري.
په همدې بهير كې ايران غواړي چې د مليونونو ډالرو په لګښت سره افغاني كلتور، ژبه او
ټولنيز ارزښتونه له ګواښ او وركاوي سره مخ كړي.
يوه لوېديزوال سياستوال ويلي وو: �كه غواړئ چې يو ملت له منځه يوسئ، لومړى د هغه
ژبه او كلتور نابود كړئ، چې د دې دواړو په له منځه تلو سره هغه ملت له منځه ځي�.
سمه ده چې ځمكنۍ بشپړتيا، خلك او سياسي خپلواكي د يوه ملت د شتون ارزښتمن توكي دي،
خو د ژبې او كلتور رول هم ډېر ارزښتناك دى، چې بايد ورته پام وشي.
په دې ورځو كې د افغانستان ځينې مغرض ګاونډيان په دې هڅه كې دي، چې افغاني ژبه (پښتو)
او وياړلى كلتور خپل هدف وګرځوي او تر ګوزارونو لاندې يې ونيسي. په دې ترڅ كې موږ
خپل هېوادوال هم ملامتولاى شو، ځكه چې اكثره فرهنګيان او چارواكي د لټۍ په خوب ويده
دي او تر اوسه پورې په دې تكل شوي نه دي، چې افغاني كلتور له وركاوي او دغه ستر
يرغل څخه وژغوري، په داسې حال كې زموږ ملي كلتور په سختو شرايطو او مړژاوندي حالت
كې وروستۍ سلګۍ وهي. فرهنګيان بايد په همدې وخت كې مټې راونغاړي او خپله ژبه، خپل
ملي كلتور او ځوان پښت له دغه سېلاو څخه وژغوري.
دا خو زموږ يو عادت دى، چې هر وخت په تېر وخت پسې ژاړو، خو اوسني او راتلونكي حالت
ته مو پام نه وي. د طالبانو چارواكو د خپلو بهرنيو بادارانو په لاښوونه زموږ په
هېواد كې لرغوني تاريخي او ارزښتناك اثار له منځه يووړل او زموږ پر تېر فرهنګي
ميراث باندې يې هم نه جبيره كېدونكى ګوزار وكړ. رښتيا هم د خواشينۍ وړ ده، خو دا چې
اوس په هېواد كې څه تېرېږي، زموږ د افغانانو ډېر لږ ورته پام دى. د لرغونو اثارو
ناقانوني كېندنې او د نړيوالو د لرغونو اثارو د قاچاق د مافيا په مرسته يې لېږدونه
اوس هم په درز سره روانه ده. په خواشينۍ سره چې زيات افغانان د خپل پلار نيكه ميراث
په ډېره ارزانه بيه پر قاچاق وړونكو پلوري.
زموږ د ملي كلتور يوه برخه موسيقي ده، اوس افغاني موسيقي په ډېر ناوړه حالت كې ده.
په ښارونو كې د ټلويزيون، ويډيو، سي ډي او ډېش انتنونو په دودېدو سره ډېرو كسانو
هندي او لوېديزې موسيقۍ ته مخه كړې او د بې مانا، ناوړو او نااخلاقي فلمونو په ليدو
سره زيات شمېر ځوانانو افغاني موسيقي او فلمونو ته شا كړې ده. څوك افغان ځوانان ګرم
نه شي ګڼلاى، ځكه د فلم جوړونې هغه موسسې چې په افغانستان كې شته، د خپلو ځينو
سياسي چارواكو او بادارانو په اشاره په ژبنيز او توكميز توپير كې راګيرې دي. دوى
داسې هنري فلمونه نه جوړوي، يا يې نه شي جوړولاى، چې د خلكو رښتينې هيلې انځور كړي
او د منلو وړ وي. په همدغسې زياتو فلمونو كې دوى افغاني فرهنګ او د خلكو دود، دستور،
عنعناتو او ژبې ته پام نه كوي. دوى د داسې فلمونو جوړولو ته مخه كړې، چې يوازې له
بهرنيو هېوادونو څخه ورباندې پيسې ترلاسه كړي، همدا لامل دى چې افغانان له دغو
فلمونو سره مينه نه ښيي.
د ادبي بهير ستونزې خو زياتې دي، د دې پرځاى چې له نويو بدلونونو سره په كې كمى
راشي، دا ستونزې لا پسې پراخې شوي او په دې منځ كې ځينې مغرض هېوادونه خپلې ګټې
پالي. بهرنۍ خپرندويې ټولنې، په ځانګړي ډول ايران زياتې خپرندويې ټولنې جوړې كړي او
عملاً په افغانستان كې د پښتو ادب او ژبې د ودې مخه نيسي، زموږ خواخوږي چارواكي دې
ستونزې ته هېڅ پام نه كوي. ايران د همدغې موخې لپاره ډېر اغېزناك او اوږدمهالي
پروګرامونه په پام كې نيولي او ډېرې سترې پروژې يې پلي كړې دي. په هېواد كې داسې
ارګان او دولتي مركز نه شته، چې د افغان ولس او ژبې د ملاتړ لپاره ليكوالان وهڅوي،
يا هم په دې برخه كې پانګه ولګوي.
موږ دا نه وايو چې د يوه هېواد كلتور د بل هېواد له هغه څخه نه شي اغېزمنېدلاى،
بلكې د بېلابېلو ولسونو فرهنګونه پر يو بل باندې اغېز اچوي، همدغه اغېز د دې لامل
ګرځي، چې د زياتو هېوادونو فرهنګي بيارغونې او ودې ته لار اواره شي. بايد چې د نورو
هېوادونو له كلتور څخه مثبت شته او مثبت ټكي راواخيستل شي او وكارول شي او هغه څه
دې پرېښوول شي چې زموږ د ژبې، عنعناتو، اخلاقو او دودونو خلاف وي.
په ځينو كسانو كې دا روحيه شته، چې غواړي د جامو، چلندونو، كړو وړو او ان د ژبې له
لحاظه ځانونه د لوېديزوالو په څېر وښيي، دا ناوړه پېښه (تقليد) زموږ ملي كلتور ته
زيان رسوونكى دى. اوسني زيات ځوانان د خپل پلار نيكه پر پټكي او جامو پورې خاندي،
ملي جامې ورته ښكلې نه ښكاري، اكثره چارواكي په ملي جامو كې نه ليدل كېږي.
څرګنده خبره ده چې د اړيكو ډله ييز وسايل د يوه ملت په فرهنګي وده كې خورا اغېزناك
تمامېږي، خو افغاني ډله ييزې رسنۍ: راډيو، ټلويزيون او خپرونې كه څه هم د كلتور
ځينو ارزښتمنو برخو ته پام كوي، خو ځينې اړخونه يې په بشپړ ډول تر پښو لاندې كوي.
اوس مهال چې تش په نامه د مطبوعاتو ازادي رامنځته شوې ده، له دغې ازادۍ څخه بايد د
ملي كلتور، ټولنې او ژبې د پراختيا، دغه راز د پوهنيز پرمختګ پر لوري د حركت لپاره
كار واخيستل شي. ډله ييزې رسنۍ بايد د خبري او تفرېحي دندو په اړخ كې خلك د
ډيموكراسۍ، پرمختګ او ملي ودې پر لوري هم وهڅوي.
لكه څنګه چې اورېدل كېږي، په دې وروستيو كلونو كې د هېواد په پلازمېنه (كابل) كې د
ارمان په نامه يوې راډيو په فعاليت پيل كړى، كه څه هم دغې راډيو د ازمېښت لپاره
خپرونې پيل كړې وې، خو اوس يې خپرونې زياتې شوي، چې د بازار، كوڅې او سارا خبرې په
كې خپرېږي. نااخلاقي خبرې ترې راوځي، دغه راز سندرې يې هم اكثره غربي، هندي او
ايرانۍ وي، چې دا هم په كلتوري پرديتوب كې خپله ونډه لري. كه دا ومنو چې په
راتلونكي كې به د كابل ټلويزيون خپرونې هم همدغسې بازاري شي، نو دا به دا مانا ولري،
چې افغانان په خپلو لاسونو د ملي كلتور جرړې غوڅوي.
د پورتنيو حقايقو په يادولو سره دې پايلې ته رسېږو چې چارواكي بايد د افغاني كلتور
د ساتنې، ودې او غني كېدو لپاره يوه هراړخيزه عملي تګلار پلې كړي، بايد چې د پرديو
كلتورونو د يرغل مخه ونيسي او ځوانان دېته وهڅوي چې د خپل ملي كلتور د پالنې او
ساتنې لپاره په خپله لاس په كار شي. هغه لاملونه دې له منځه يوسي، چې د ملي روحيې د
مړينې لامل ګرځي او د هغو مغرضو خلكو لاسونه دې لنډ كړي، چې په شعوري او ناشعوري
ډول كوښښ كوي زموږ افغاني كلتور زيانمن كړي. كه چېرې چارواكي له دې ستونزې سترګې
پټوي، ښايي د دوى دغه بېغوري به راتلونكي نسل ته ډېر زيان ورسوي او همدغه ځوان پښت
به ورباندې سخته نيوكه وكړي. (6)