سريزه
په دې كې شك نشته چې د هيواد ښوونيز نظام اصلاحاتو او بدلونو ته اړتيا لري. د 1383
كال له 1350 لسيزې سره، چيرې چې په هيواد كې قوى فعاله مركزى اداره موجوده وه، ډېر
فرق لري. هيله كيږي چې د 1383 په دوهمه نيمايى كې به انتقالي اداره په يوه ټاكل شوى
اداره بدله شي. د 1355 كال پيشنهاد شوى اصلاحات عملى نه شول او تر هغه وروسته نه
كوم اصلاحات راغلى او نه په دې هكله بحث شوى دى.
نــړيــوالــى (Globalization) په افغــانســتان باندې هم اغيزې كړى او كه زمــوږ
په ګــټه وي او كه تــــــــــــاوان، دغــه اغيزې به په تكـنالوژيكى، اقتصـادى،
سيــاسـى او كلـتورى برخو كې دوام ولري.
معلوماتي تكنالوژي (Information Technology) كه څــه هم تر اوسه به په كابل او څــو
محدودو ادارو كې پيدا شوي وي، خو ورو ورو د ستيلايت تليفونو او موبايلونو له لارې
وده كوي او د دې تكنالوژي زور دومره زيات دي چې خپل ځان ته پخپله اړتيا او بازار
پيدا كولاى شي. د دغې تكنالوژي په مرسته د نړى له ګوټ ګوټ څخه خبــريــدلاى او
اغيزمن كيدلاى شو.
كثير الملتى كمپــنيو د هيــواد د فــيزيكى جوړښتونو په اړوند د يو شمير پانګى
اچونو لومړنى قدمونه پورته كړي دي. او د مخدره موادو كاروبار (Drug Economy) چې
نړيوالى اړيكى لري، له بده مرغه ورځ په ورځ د زياتيدو په حال كې دي، چې د نړيوالى د
اغيزو سره نوره هم مرسته كوي. په كلتورى ډګر كې به افغانان غالباً د نورو ولسونو په
شان تر مشابه فشار لاندې وي، چې له استهلاكي فرهنګ، په ټولنيزو اړيكو كې ځانځانى او
انفراديت څخه عبارت دي.
د نړيوالى د اغيزو له امله د ملى حكومتونو رول كمزورى كيږي او ماركيټ عمده رول
لوبوي - لږ تر لږه د منابعو د تخصيص په مورد كې د ماركيټ تسلط د دولت تر حاكميت
زياتيږي. دا چې له يوې خوا په هيواد كې اداره كمزوري ده او له بلې خوا پريمانه
مرستى راسرشويدي، چې دغه كار لږ تر لږه د منابعو د تخصيص د واك او تسلط لپاره ناوړه
نتيجې لرلاى شي.
په دې برسيره بين المللى اجنسى ګانې په فعال ډول د ښوونې او روزنې د نړيوال موډل
لپاره پروپاګنده كوي چې د ټولو لپاره ښوونه،(Education for All) با كيفيته ښوونه او
روزنه (Quality Education)، اغــيزمنــتوب (Efficiency)، ګټورتوب (Effectiveness)،
خپــلواك ښــوونــځي (School based Management) ، شـــخــصى
جدول ٤: د ښوونې او روزنې نړيوال موډل
ديدګاه ئې |
-
ښوونه او
روزنه د ټولو لپاره.
-
ښوونه او
روزنه پرمختګ، اقتصادى وده، ديموكراسى او بامنطقه معقول بشريت هڅـوى او
تشويقوي. |
سيستم يې |
-
له 7 تر 9
كالو پورې جبري تعليمات.
-
لږ ته لږه
درې كاله ثانوى تعليمات. |
نصاب يې |
-
ملى محورى
نصاب او له محلى غوښتنو سره د تطابق وړتيا لري.
-
اهداف:
ديموكراسي، د بشر حقوق، د هر چا لپاره نړيواله سيالى. |
تمويل يې |
-
اساسى برخه
يې د دولت لخوا وي، خو د محلى او د منځينو سطحو ( ولايتى ولسوالى او
كلى)، لخوا هم لويه برخه پكې وي.
-
شخصى سكتور. |
كنترول يې |
-
دولتى دايمى
نظارت او تعميرى ارزونى.
-
آزاد
اختيار. |
اهداف يې |
- ګټورتوب (مفيديت)،
اغيزمنتوب (موْثريت) كثيرالكسبه افراد، اخلاق. |
اداره او تنظيم يې |
-
په ملى
چوكاټ كې غير مركزى نظام.
-
محلى برخه
اخستنه (واك). |
منبع: Daun 2003 b
سكتور (Privatization) ، مادام العمره زده كړه (Life Long Learning) او نور يې مهم
شعارونه دي .
د ښوونې نړيوال موډل يوازى په لاسته راوړنو، ذهنى ودې او د مادي ګټو په منطق ولاړ
دي او داسې مفاهيم لكه دشخصيت جوړونه او معنوى اړخونه پكې شامل نه وي .
په پورتني جدول کي د ښوونيز نړيوال مودل ځيني اړخونه ښودل شوي دي. که ځه هم ځيني
اړخونه يي کيداي شي په مختليف ډول تعبير شي اما ځيني بيا په واضح توګه زموږ له
ټولنيزو ارزښتونو سره مغاير ت لري. د مثال په توګه ديني پوهه او اخلاقي او معنوي
فــردي او ټولنيزه وده د افغاني ښووني له اساسي اهدافو څخه دي ، پداسي حال کي چه
پدي موډل کي د تعليمي اهدافو کوم مهم جز نه ښکاري. همدا راز عيني شرايط او ټولنيزه
وده هم د ځينو نورو د منلو وړ اهدافو لپاره هم وخت ته اړ تيا لري.
لكه چې مخكې وويل شول، ښوونيز اصلاحات د ښوونې او روزنې د محتوى او ساختمان په هكله
وي. د افغانستان د ښوونې او روزنې په نظام كې د ساختمان مسئلى لكه، د تعليمى كال
موده، د آزموينو پروسى او د نمرو سيستم او نور اصلاحاتو ته اړتيا لري. موجوده
تعليمى كال د نړيوالو معيارونو په مقايسه لنډ دي. د مثال په توګه د ورځې څــلور
ساعته درسى شپږ كلنه ابتدائيه دوره د ســويـډن له څــلور كاله تعليم سره برابروي.
په تعليمى كال كې دوه ازموينى د ډېرو له نظــــره پخــوانــى مفكــوره ده او له
يـوې خــوا د وخـت ضــايع وي او له بلـې خوا د زده كړې اهــداف يوازې په آزموينـــو
كې برياليتوب وي .
د محتوى په اړه هم اصلاحاتو ته اړتيا محسوسيږي او په نصاب كې اصلاحات را په لاري
دياو داسې مفاهيم لكه شاګرد پاله زده كړي، فعاله زده كړه، تدريس د اسانتيا د
برابرولو په بڼه او نور، د اصلاحاتو په اجندا كې راغلى دي، چې بايد د عمل جامه
ورواغوستل شي.
د ښـــوونيــز اصلاحاتو له څــلورو اساسى اجزاوو څخه لومړى يې د تصــميــم نيــونى
واك دى .
د تيرو لسيزو په موده كې چې مركزى اداره كمزورى وه او د ځينو په اصطلاح په هيواد كې
د "نــاكام حكــومــت" (Felted State) حــالــت وو، ولسونو د "بيله حكومــته" اداره
كولو ډېرى تجربى تر لاسه كړي دي. د ښوونې او روزنې په برخه كې ولسونو او محلى خلكو
د خپلو اولادونو لپاره ښوونځى پرانستل، ښوونكى يې پخپله مقررول او ښوونځى يې چلول.
غير دولتى موْسساتو هم يو شمير ښوونځى چلول چې د ولس برخه اخيستنه يې هڅـــوله. ډېر
محلى ولسونه د داسې ښوونيز نظام سره عادت شوى چې په واقعيت كې د غير مركزى نظام د
لوړى درجى او شخصى سكتور يو شكل دى. مهمه دا هم ده چې د ولس لخوا د چليدونكو
ښوونځــيــو په مـهـالــويــش كې اسلامى مضامينو ته زيات ځاى وركړي شوى وو. داسې
انګيرنه كيــږي چې ولسونه به په اسانه دا ونه منى چې د دوى غږ دو نه اوريدل شي او
تصميمونه دى په مركز كې ونيــول شي. نــو ګډ تصميم نيونه او په واك كې شريكيدل به
نه يوازې ممكن، بلــكه مطلوب هم وياو شايد چه په راتلونكى ښوونيزو اصلاحاتو كې بايد
په نظر كې ونيول شي. كه څــه هم د ډېرو دلائيلو او ملى منافعو له مخى مــركــزى
نظــام ته ترجيــح وركول كيږي، خو بيا هم د نسبى واك ليــږدول د نظام ټيټو سطحو ته
به د ښوونيزو اصلاحاتو يوه برخه وي.
په ښوونيزو اصلاحاتو كې دوهمه مسئله د تصميم نيولو واك دي (مخكينى ماخذ).
د هيواد د محدودو منـابعـو عـادلانـه ويــش يوه بله قوى غوښتنه ده، چې د پوهنى د
وزارت، مرستندويه ادارو او غير دولتى موْسساتو تر منځ هم غاړى ته اړتيا لري.
ښوونيــزو پړاوونو (لومړنى او ثانوى تعليماتو)، د ښوونو ځانګړو ډولونو (اساسى زده
كړو، حرفوى زده كړو او د سواد زده كړو)، د خاصو ټولنيزو ګروپونو ښوونو او د كليوالى
جنكيانو او كوچيانو تعليم ته د منــابعــو تخــصيص هم يوه مسئــله ده. يوازيــنى
مسئله دا نه وي چې منابع چاته او څــنګه وويشل شي، بلكه دا چې له چا او کومه ځايه
څخه تر لاسه شي، هم د مسئلې يو بل مهم اړخ وي. آيا باندينى مرستې يوازې د دولت لخوا
تر لاسه شي او د دولت په اختيار او كنترول كې وي او يا دا چې د دولت له ولكى څخه د
باندې د غــير دولتى موْســسو ته هم اجازه وركړه شي چې باندينــى مرستى تر لاسه او
ښوونــيزى چارى وربانــدې وچلوى؟ د ولايت، ولسوالى او يا كليو په سطحه له محلى ولس
څخه دنغــدى، مالى او يا د كار په بڼه د څــه ډول برخــى اخستنى غوښتنه وشي؟ دغه او
دى ته ورته مسئلى په واك او صلاحيت پورى تړلى مسئلى وي چې د اصلاحاتو يوه برخه
جوړوي.
په ښوونيزو ريفورمونو كې كيداى شي د مختلفو ذيعلاقه او دخيلو خواوو مسئوليت او
ماموريت هم شامل وي، يعنى دا چې څـــوك دى څــه وكړي. ولايتى مسئولينو ته شايد د
سرښوونكو او د ولسوالى مقاماتو ته د ښوونكو د تقرر او انفكاك صلاحيتونه وركړل شي. د
كوچيانو د ماشومانو لپاره ممكن ولايتى مسئولينو ته واك وركړل شوى وى چې ښوونځى ورته
برابر كړي. د ښوونځيو لپاره د وسايلو د اخستلو مسئوليت ممكن په بشپړه توګه ولسونو
ته وركړل شي. دغه مثالونه د ښوونيزو اصلاحاتو نمونى دى.
باالاخــره ښوونيــز اصلاحات د ارزښــتونو په اړه وي. آيا هغه ارزښتــونه چې په
نړيواله سطحه په ښوونيزو اصلاحاتو كې هر چيرى راغلى لكه د ټولو لپاره مساويانه
امكانات برابرول، د ماشـومانو حـقــوق، اغيزمنــتـوب، ګټـورتوب او حريــت (آزادي)
په افغانستان كې د ښوونيزو ريفورمونو لپاره هم د علاقى وړ مسئلى دي او كه نه دي؟ او
كه وي نو په افغانى قرينه كې څــه معنى لري؟ او آيا د دغو ارزښتونو د لاسته راوړلو
لپاره حاكم او جامع تدبيرونه چې د نړى په ګوټ ګوټ كې ښكاري، لكه غير مركزى كيدنه،
خصوصى سكتور، د انتخاب حق او نور، به په افغانستان كې هم د ښوونيزو اصلاحاتو اجزاوې
وي؟ او دا چې اسلام او اسلامى ارزښتونه چه په عملى توګه د هر افغان د كړنو لپاره
دستورالعملونه دي، دغه به د هيواد په ښوونيزو اصلاحاتو كې څــنګه منعكس كيــږي؟
ويل كيــږي چې په نړيواله صحــنه كې د ښوونيزو ريفـورمونو راوستل د سيالى (رقابت)
يا د مالى او يا هم د مساويانه لاس رسي د وجوهاتو له مخى توجيه كيږي. په افغانستان
كې داسى ښوونيز اصلاحات چې هدف يې د هيواد د ښوونيزې سيالى ښه والى وي، شايد په
لويه پيمانه د ښوونكو د روزنى په پروګرام كې په پانګې اچونى او يا هم د سرښوونكو د
مديريت د وړتياوو په جګوالى باندې تاكيد وكړي. دغه ډول اصلاحات شايد د معاشــونو
درجــو ته له سره كتــنه وكړي. مثلاً د ښوونكو معاشونه د دوي د عمر او كارى تجــربو
په اســاس نه بلكه د دوى د اغزمنتيا له مخى وټاكل شي. دغه ډول اصلاحات ممكن د
ښوونځيو په مهالويــش كې د اسلامى مضامينو او اجتماعى علومو اندازه راكمه او په ځاى
يې ساينــس حساب او انګليسى زياته كړي.
د اقتصادى وجوهاتو له مخى توجيه كيدونكى ښوونيز اصلاحات به د دولتى لګښتونو راكمول
د ښوونكو د معاشونو د راكمولو او د ښوونكى په سرد زده كوونكو د وســط شمير د
زياتولو له لارې تر لاسه كړي. د فيس په مقابل كې به شخصى ښوونځيو ته نه يوازې
اجــازه وركړي، بـلكه تشــويــق به يې هــــــــــــــــم كړي.
د مساويانه لاس رسى د وجوهاتو له مخى ښوونيز اصلاحات به د ټولو لپاره د ښوونى او
روزنى هڅــى ګړندى كول غواړي او د هغو ټولنــيزو ګـروپـونـو لپاره چې له پامه
غورزيدلى دى، لكه وروسته پاته لري پرتي كليـوالى سيمى، معيوبين او معلولين او د
جنكيانو لپاره د قبـول وړ ښـوونيزو امكاناتو برابرول به پكې شامل وي.
په بريالى توګه د نويو ښوونيز اصلاحاتو او بدلونونو عملى كول او پياده كيدل د ټولو
ذيعلاقه او د خيلو خواوو په برخه اخستنه او شموليت پورې اړه لري. تجربې ښئي چــه د
ذيعلاقه خواوو برخه اخستنه او د اصلاحاتو د موفــقيــت درجى يو له بل سره مستقيماً
متناسبى دى. په افغانستان كې، نيكمرغه اصلاحات به غالبــاً هغــه اصلاحات وي چې په
تدريجى توګه پلى شى او د اصلاحاتو په پروسه كې ښوونكى زده كوونكى او والدين سهيم وي.
د دغسې پروسى د كاميابى لپاره منــظـم او دقيــق پلان ته اړتيا ده.
په راتلونكو څــو پاڼـو كې به د معاصرو ښوونيزو ريفورمونو د اساسى مسئلو او په
افغانستان د هغو د ممكنه نتائجو په هكله بحث وكړو.