CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
چارشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٣
دخپریدو نیټه : 2006-08-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امريکا : خندنۍ موسکا، خونړۍ امسا؟( شپږمه برخه)

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

پروفيسر کابلي والا - هندوستان

امريكا :

خندنۍ موسكا ، خونړۍ ام سا؟

لمړۍ ب� �خه ،  دوهمه برخه ، درېيمه برخه ، څ� �ورمه برخه ، پنځمه برخه ، شپږمه برخه ، اوومه برخه ، اتمه برخه ،

 امريكا دترهګرو مور. . .

 مونستي زيړمدال اوافغاني اوچته غاړه . . .

 كه غواړئ چې امروكړئ  . . .

 دنړۍ يوبل بدلون ، دمچيوپه ځاله يوځل بيا لاس وهل . . .

دنړۍ پرمخ نن سبا دافغانستان اوعراق اويوشميرنورو اسلامى هيوادو په وړاندې ترامريكايي ظالم اووينې څښوونكى نظام اوحكومت بل نشته، په دې چې دغه نظام كه له يوې خوادخپلې ځان غوښتنې په پلمه پرنړۍباندې خپله واكمني چلوي ، له بلې خوا دوى دنوروانسانانو دانساني حقوقو دسلبولو دنده هم په خورا غيرانساني توګه ترلاس لاندې نيولې اوپرمخ يې بيايې . كوم كړه وړه چې نن سبا ددوى له خوا په نړۍ كې دترهګرۍ اووحشت په نامه پرانسانانو (په تيره بيا په مسلمانانو)باندې زغمل كيږي ددغو ټولوناانساني كړو وړو كاشفان اوايجاد ګر دوى په خپله دي ، په دې مانا چې امريكا په نړۍكې له نژدې نيمې  پيړۍ راپه ديخوا دترهګروتګلارو روزونكى اوپالونكى هيواد دى ، كله چې ددغه هيواد تاريخ لږ په غورسره څوك لولي ،نوبې شكه په دې باوري كيږي چې  دغه هيواد ته بايد دنړۍ په تاريخ كې دترهګروكړو وړود مور وياړورپه برخه شي، په دې مانا چې دوى له دويمې نړيوالې جګړې راپه دې خوا د خپل جهنمې سازمان سي آى اي له لارې په ختيزاولويديز كې ديوشميرهيوادو په مادې اومعنوي ښكيل باندې لاس پورې كړى چې دغه تګلاره يې اوس درسمي سياست تګلاره (پاليسې ) ګرزيدلې ده . ترهغه چې جرمن ولس لاهم ديوه ځواك په توګه ځان په نړۍ كې محسوساوه، دهغوپه وړاندې يې هټلر درولى و، اودهغه دكړو وړو هنداره به يې ددغه ملت په مخ كې ايښوده اوويل به يې (( تاسې مه غږ يږئ ، په دې چې تاسې نازيان ياست ، په اصل كې خوتاسې ددغې ځمكې پرسر دژوند كولو حق نه لرئ ...)) لادغه درامه سمه پاى ته نه وه رسيدلې بيايې ديوه بل ځواك په وړاندې چې هغه شوروي و، خپلې پښې رالوڅې كړې اوكوم څه چې اوس انساني وجدان په هغه باندې ځوريږي هغه يې يوازې دخپل برلاسي په خاطر دهغه نظام اوهغه ځواك چې په خپل ذات كې دانسان تمدن(ښه يابد) يوه برخه و په وړاندې په خورا وحشيانه اوغيرانساني توګه ترسره كړل ، په دغه ترڅ كې دوى له جاسوسيورانيو� �ې ترپوځې سياليوپورې يې چې څه په توان كې وو ترلاس لاندې ونيول. شوروې واكمنانان چې خداى يې په كمه و، اوكټ مټ چارې يې دنړۍ دمظلوميت په وړاندې پيل كړې ، هغوى هم دهمدغه هيواد دتوطيو په ترڅ كې دې حد ته ورسيدل چې ددوى لاس كتوى � �ول اوكيداى شي دغه حالت ديوې لنډې مودې له پاره نورهم پرشورويانو باندې كه راويښ نه شي همداسې روان وي .خوام� �يكا دهغه دوهلو له پاره  ترهرڅه دمخه دكمونيزم لامذهبي پلمه كړه اودهغه په وړاندې يې داسلامي هيوادو پلورل شوي اوعياش سروال لكه پشۍ اوموږ ك مخامخ يوبل ته وردرول . له افغانستانه يې دغه ، ددوى په وينالامذهبه ځواك ته سنګرجوړكړ اوترهغه چې ساپه كې چليده ، ددغه هيواد خلك يې ورسره وجنګول اوتريونيم مي� �يون زيات كسان يې په دغه هيوادكې دهغه څه له پاره چې اوس يې دوى هيڅ بولي قرباني كړل . هو، دڅه له پاره ؟ داسلام دژغورنې په مقصد ؟ اوكه په دغه هيواد كې دڅرګندې لامذهبۍ ، بې ايمانۍ اوڅرګندو فواحشو په خاطر؟  په افغانستان كې اسلام چا له ګواښونوسره مخامخ كړ ؟ داسلام توهين اوس په دغه هيواد كې دچا په لاس كيږي ؟ دكمونيست اوكه دمجاهد ؟ دډاكترنجيب الله كه دربانې _سياف ؟ رښتياخبره داده چې په افغانستان كې داسلام توهين اوخوارولوته ان له هغه پيله امريكاملاراتړلې وه اوتراوسه هم په هماغه خيال كې دي ،صادقانه بايد ووايوچې نه مجاهد اونه هم كمونست په دغه هيواد كې ددې پلوى دى چې دخپل پلاراونيكه دين يې ديوڅوكسومزدورانوپه � �ته والي سره دتوهين ترنني حده راورسيږي . سره له دې چې په دغه  هيواد كې خبره دغې پولې ته رسيدلې ، خوښاغلي كرزي ځان په خپله وروستى مركه (دجون ۲۹ او۳۰) كې په خپله څيره ، نه په هغه (كمونستي ) اونه  په دغه (جهادي ) رنګ كې وښود ، بلكې  خپل دريځ يې په امريكايې مش� �به څيره كې ټولوته  په بل ډول سره وښوده  اوهلته يي په ډاګه كړه چې ګواكي زه له مجاهدو، جګړه مارو خلقيانوپرچميانو ټولوسره ګورم ،داسې چې كه ناچاري نه وى له دغه يوه سره به سلام هم وانه چوم ...

ددغه خبرې مانا څه ده ، داكه په سياسي لحاظه تعبيروئ اوكه په انساني ، Kabul, Afghanistan - June 24, 2006سړې ته يوازې يوه پايله وركوي چې هغه عوام غولونه اودملت په خوځنده � �ښتياوواواعتقادونوباندې مسخرې كول دي اوبس . يوشميرخلكوته له دغې خبرې څخه داانديښنه هم پيداشوې چې خداى مه كړۍ خبره بل ځاى نه وي ، تاسې ته به څرګنده وي كه نه ، په دې وروستيوكې دكوريايي دعسيويانو دڅانګى (مون  اومونيزم ) له خوا ښاغلي كرزى ته دسولې دټولنې تش په نامه مونستي  مدال ديولړمراسمو په ترڅ كې وركړشو. سړى نه پوهيږي چې ددغه مدال له اخيستو څخه دښاغلي كرزى موخه اوهدف څه وو ، كه دا مدال دسولي اوښه حكومت  په خاطر و، نودده ترحكومت ناولى اوله فساده ډك حكومت بل هم دنړۍ پرسر  چيرې شته ؟ اوكه بياداووايو چې ځه دده حكومت دى ،  نو بيا ولي په يوه ساده � �مال  دامريكا دباندنيواودفاعي چارو وزيران يوپه بل پسې په نا بللې توګه په هره اوونۍ كې افغانستان ته منډې راوهي .حكومت  اوحكومت كول خوهم ځانته ما نا لري ؟

 دغه مدال دداسې چا له خوا ښاغلى كرزى په خپله غاړه كې اچوي چې هغه جنوبي كوريا اوبوديزم په مدهبې لحاظ په امريكايې كليساباندې تاروماركړي دي ، دبوديزم جړې همدغه مون  اومونيزم په كورياكې له بيخه وايستې ، دوى له هند څخه همدا اوس په افغانستان كې په تيره بيا په مركزې افغانستان كې په شيعه مذهبو سيموكې دمرستو په نامه په خپل Mohammad Karim Khalili, 

Vice President, Islamic Republic of Afghanistan Seoul, Korea- June 12, 2006پراخ تبليغاتي كمپاين باندې اخته دي .دولس مشر مرستيال كريم خليلي يې همدا اوس  تر خپل دم لاندې راوستى چې څرګنده بيلګه يې تاسې په دې وروستيوكې له مونيزم سره دهغه داړيكو ،اودهغه داستازو تګ راتګ دى . زه په هندكې له څوكلو راپه دې خوا ددغه چلند شاهد يم ، افغان حكومت اوپه ځانګړى ښاغلى كرزى بايد په دغه برخه كې ددغه نوي طلسم كړو وړو ته په خپل هيواد كې متوجه وي. دايې پيل و خو ده ددغه مدال په وركړې سره به د پادريانو تب� �نورهم په افغانستان كې لاستورشي اوددغه هيواد دارادت په وړاندي به له دغه غيرمستقيمې لارې يوه بله ستونزه � �امنځ ته كړي . داد هغوكړو وړو دپيل يوه بله لاره ده چې لويديزه كليسا اولويديځ پادريان په نيغه توګه په افغانستان كې دپښې ايښود له پاره لار نه وينې نوځكه اوس غواړي په دغه شان دځان له پاره دلته يوه لاره په نښه كړي . پادريان غواړي چې دافغانستان شيعه ګان په دغه ښكيل كې راونغاړي اوپه دغه پلمه چې ګواكي دوى هم لكه كوريايان پيت پزي دي له خپل ارادته پربله خواكړي ...

دافغانستان ولس مشر بايد ددغه هيواد دواكمن په توګه دخپلو خلكو باورونوته پاملرنه كړې واى ، مونيزم دعيسوي تبليغاتوهغه اداره ده چې په ختيزوهيوادوكې يې ددغو هيواد د پياوړو مذهبونوپه وړاندې سخت اونامردانه كار پيل كړى دى. دمون دتب� �يغاتو مسوول چې له ښاغلي كرزى سره په انځوركې ښكاري ، په نوي ډيلي كې مونيزم ته دافغانانو د ورښكيلولو په خاطر څرګندفعاليتونه لري.په نوې ډيلي كې له يوشميرهزاره افغانانو سره دوى كاركوي اوله دغه ځايه يې دخپلو فعاليتونو � �ړۍ اوس په خورا ماهرانه توګه د لوړو دولتي مامورينوپه  ملتيا سره ترهزاره جات پورې غزولي ده .

كه ښاغلى كرزى ته مجاهدين اوياهم دده په ويناخلقيان اوپرچميان دناچارې ورځي ياران ښكاري ،دى بايد خپل ځان ته هم وګوري ، چې ده ته له كومه ځآيه څه شان دامونه او ښكيلونه را خواره شوي اوپه څه شان دى سر ورته ټيټوي . له مجاهدينوكركه هماغه مونستي طرحه ده ، چې بايد ورته متوجه وې ، دافغانستان خلك بايد په دې پوه شئ چې ستاسې په استازېتوب ستاسې مشربايدله پادريانواودهغوى له گوداګيانوسره داشان معاملي چې پايلې به يې ددغه هيواد دسپيڅلي عقيدې له پاره يوڅرګندګوزاراوخطر وي ترسره نه كړي ، دسولې په نامه دكليسانوك� �ي اودهغو له پاره دكرزي اويادده دمامورينو له خوا دكراروكرارواسانتياوو برابرول به سباپه يوه مصبت باندې واوړي ، كه خداى مه كړې كرزى مونيست شو.عيسوې پادريان اوله هغو سره يوځان دامريكا اسلام دښمنه اداره په خپله پرته له پوښتنې ددغه اسلامي هيواد واكمن دي ...

 امريكا اوددغه هيواد جاسوسي شبكې نه يوازې داسلام بلكه  ددغه هيواد دملي ،تاريخي اوفرهنګي ارزښتونودبې اهميته كولو په ترڅ دداسې ګامودپورته كولو په درشل كې ده ، چې دهغه په پايله كې به ډيرزر افغانستان ته درښتيني محمدي اسلام پرځاى امريكايې ډوله اسلامي جوړښت چې له سل رنګه ناولتياووسره به مل وي  ورډالۍ كړشي  . دوى ددغه كارله پاره اوس په عملي توګه لاس په كارشوي ، اوغواړي هغه نسخه چې اسلامي خولاڅه كوې چې انساني هم نه ده په افغانستان باندې لكه ديوشميرخليجي لاس پوڅوواكم نانانوپه شان ورټپ كړي.

هو، دوى ددغه كارله پاره په نړيواله سويه لاس په كارشوې ، دوى اوس دخپل برلاسي له پاره څوتيغه توره په بي ګناه افغانانواومسلمانانو پسې را ايستلي ده . په دې مانا چې دوى دنړۍ په هره برخه كې دانساني روحيې دانساني كولوپرځاى دهغې دحيواني كولو له پاره عملي ګامونه پورته كوي ، وګورئ دغې امريكايې لورينې اوسخاوت ته : نن سبا په امريكا كې په ميلونونه مكسكويي مهاجردغربت له ويرې ددغه هيواد بيلابي� �و برخوته راخواره شوي ، دغه ولسونه همدا اوس په دغه هيوادكې دومره توهين كيږي چې امريكايان دانسان په سترګو نه ورته ګوري ، په دې نژدې وختوكې يې په يوه پڼدغالي كې ددغو مهاجرو له پاره يې چې په انګريزي ژبه نه پوهيدل په � �ڼوكې كرښوكې وليكل : (( چې غواړئ امروكړئ اوياڅه ترلاسه كړئ بايد انګريزې ژبه زده كړئ ... )) .اوس تاسې خپله قضاوت كولاى شئ چې دغه هيواددنړۍ دمظلوميت په وړاندې  په څه شان نا انساني روحيې سره چال چ� �ندكوي،  وګورئ كه چيرې دوى په رښتيا هم دخپل آسماني كتاب امرونوته رښتيني وي ، په هغه كتاب كې دغه شان كړه وړه چيرې دي ؟ په آسماني كتاب كې   چې داسي څه نشته ، نودوى بيا ولي دپورتنۍ جملې دليكلو پرمهال خپل سر په ايماني اووجداني لحاظ خپل ګريوان ته نه كښته كوي  اوولي دنړۍ له مظلومان سره له ظالمانه چلند څخه كار اخلي .دغه جمله دهغو م هاجروله پاره يودرد وه چې هغو دعمر په داسې پړاوكې وو چې نه يې دزده كړې اونه يې هم دكاركولو توان درلود.

بلي ته وګورئ  امريكاوايې چې دوى دنړۍ له مصيبت ځپلوخلكوسره م رستې كوي ، دوى ادعاكوي چې موږ يې امريكاته راغواړواودلته يې ددغه هيواد له اوسيدونكوسره په يوشان امتيازونو� �ه توپيرونوپرته منو، واقعيت څه دى ؟ تاسې دخپل هيواد دخلكوهغه برخه چې په اصطلاح دامريكايي مهربانۍ له مخې دغه هيواد ته ورغلي وګورئ چې په څه كارونواخته دي ؟ دوى ته په رښتياهم انساني حقوق وركول كيږي ؟ تاسې  له خپلوهم فرهنګيانواوخپلوهمژبوڅخه وپوښتۍ ،له هغې ورځې چې دغه هيواد ته رارسيدلي دوى دلته خپل كوم فرهنګي ارزښتونه ساتلي دي ؟ تاسې د دوى دماشومانوله حاله خبرياست؟ په سلوكې دوه درى ماشومان هم تاسې نه وينۍ چې هغوى دپه خپلومورنيوژبوباندې لكه چې مورنۍ ژبه يې وي خبرې وكړاى شي، په دې چې امريكاپه دغه برخه � �زاده تګلاره نه مني اونه يې لري ، دوى وايي چې هرڅوك دغه هيواد ته راځي بايد  په همدغه خم كې داسې ورنګيږي چې هيڅوك يې ونه پيژني اونه بايد له امريكايي هويته پرته  بل هويت ولري اونه بايد په دغه برخه كې فكروكړي .

 كلتورې اوفرهنګي ا� �زښتونه خويې ګرد سره يوې خواته پريږدئ ، مذهب بله خبره ده چې دغه  نوي رسيدلي خلك نه پرې پوهيږي اونه يې ميندې پلرونه دومره وخت لري اونه وركول كيږي چې دهغوى له پاره دې معنوي روزنه برابره اوياد په دغه برخه كې فكروكړي . دسپتمبرله يوولسمې راپه دې خوا اوس په امريكاكې زيات شميرمسلمانانوته  مذهب هم دځان غم شوى ، په دغه هيواد كې چې كوم مسلمان ژوند كوي ، دهغو هرڅه تركلكې څارنې لاندې دي ، دهغوتليفوني خبرې هم خوندي نه دى ، ان داچې اوس يې خبره بريښنا ليكونونه ته هم رسيدلې هغه هم كتل كيږي اوترشديدې څارنې لاندې دي. دادمسالې يواړخ دى ، راځئ دې بل اړخ ته يې : ښايي ډيرخلك داهم ووايي : نوچې داسې حال دى بياموهلته دڅه له پاره سترګې خيركړى ، راځئ راپورته شئ ، اوخپلو هيواد و ته راشئ ، اوس پوښتنه داده چې خپل هيواد چيرې دى ؟ دعراقي له پاره عراق خپل هيواد دى ، خو اوس هلته څه حال اوڅه ورځ ده ؟ هره ورځ په دغه هيواد كې  په ټيټه  شميره  ۳۰ تنه عراقيان امريكايې اوانګ� �يزي پوځيا ن دخپلې كورنۍ  په مخكې په ګوليو وژني ، چې ددغه شميركچه په يوه مياشت  كې  ۹۰۰ تنوته رسيږي ، په يوه هيواد چې هره مياشيت دومره شمي� �انسانان له منځه ځي اويايې يوځواك لكه امريكا وژني دابه څه رنګه انساني وجدان وي چې ځان ارام ونيسې اوياووايي چې دلته به ددغه هيواد دانسان له پاره دشپې تيرولوځاى وي ؟ څوك به ووايي چې دغه هيواد ددغه انسان دى .  دهغه عراقي له پاره چې نن سباله هيواده دباندې ژوندكوي داوړده چې هلته ورشي اوپه دغه ناتار باندې چې په هيواد اوخلكويې تيريږي اودى هم  په دې ښه پوهيږئ چې دده انفرادي هڅه هم  كومه مانا نه لري ددغه مهاجر مرغه له پاره به  دخوندي ساتنې ځاى چيرې وي ؟ همداسې افغانستان هم درواخله ، په دغه هيواد باندې امريكايرغل كړى ، دغه هيواد اوس دامريكا له � �وټ  اولوټمارئ سره مخامخ دى ، پردغه هيواد باندې خپله واكمنه كوي اوهرڅه چې دلته � �وان دي ، هغه په خپله څاري اوپه خپله يې دخپلو يرغلګروپوځيانوتربرچولاندې په خپله ګټه راڅرخوي . په افغانستان كې په تيريوه مياشت كې ( دجون له پيله تراوسه ۲۰۰۶) تر پنځو سوو زيات كسان له هلمنده تركونړه پورې  دامريكايي ځواكونه په لاس شهيدان شول ، په دغه ملك كې نور ددې له پاره توان نه دى پاتې چې هلته بايد په امريكايي راتلونكې باندې څوك باوري واوسي ، په كابل كې دغلواوداړه مارو ډلوحكومت ته لاره موندلې دوى په هيڅ ډول ددې له پاره تيارنه دي چې دغه هيواد آرام شي اونه پردې پوهيږي چې څه بايد وكړي ، داپه خپله داسې يوه غميزه ده چې د ژوندي وجدان خاوندان بايد داوښكوبرځاى وينې پرې وژاړي. دوى اونۍ مخكې په لويديزو مطبوعاتو كې داخبره � �اووته چې كابل  اودهغه  امريكايي بډه حكومت ددې توان نه لري چې نور دې په دغه هيواد باندې خپل درواغجن حكومت ته دوام وركړي ، راځئ اول خوپه دغه ټكي وژاړو چې دغه حكومت خو پ� �ون امريكايانو دډالرو په زورجوړكړ اوهغه ته يې په درواغجن منطق سره دقانوينت بڼه هم وركړه ، خواوس يې بياولې په مطبوعاتوكې دانوې نخرې پسې را وايستې ؟ ددې لامل به څه وي ؟ كرزي خواركي لاپه سرټكونه خوله خلاصه كړې نه وه چې دامريكادباندنيوچارواودفاع وزيران دده دتسل په خاطركابل ته راوسيدل اوده ته يې دهندووانوپه وينا (جوټي تسلى ) وركړه چې ګواكي امريكايان دومره هم ببړني نه دي ، چې هرڅه بايد په يوه شپه كې حل كړي ، كرزې دتلويزيون پرمخ را څرګندشو، اوله خپلې لارښونكي (رايس )څخه يې په هغه درواغجنه تسلي چې ده ته يې دشونډو په سروركړه چې كه يې نه يي  بس همدا ته يې دسرپه سترګومننه وكړه.

دافغانستان خلك په دغه اوسني پړاوكې له يوې سختې ستونزې سره مخامخ شوي او هغه داچې دوى فكركوي چې دكرزي اويارانوپه ټاكنو يې نه دين شو اوسادين په دې ماناچې دكرزي ترخولۍ هخوا خو خلكو امريكايي بي ۵۲ الوتكوته كتل اودې يې كتل چې شمالي ټلواله په ځم كه اتڼونه ورته كوي  اوبيا دوحشت اوداړمارۍ دوره راتكراروي له همدې امله يې دايې غوره وبلله چې ځه باباترهغه پاكسناني اوايراني ستم خودغه امريكايي كيداى شي يوڅه رحم اوعاطفه ولري ، خوپه دې نه يوهيدل چې هغه ستم كه  وينې ورتويولې نودغه ستم خو ان هډونه هم ور په درد كړل اوديوه بې علاجه ناسورپه توګه غاړې ته ورولويد. افغان ملت اوس اوس په دغه رمز باندې پوه شو ، چې په څه يوه ناانصافه اداره چې له بې ايمانۍ ، فساد اوجاسوسيوپرته نوره كومه وړتيانه لري په افغانستان كې مخامخ شوي يو. آخرڅومره وژنې ، اخ� �څومره درواغ ، اخرڅومره غولول اوپه پاى كې څومره ناانصافۍ  چې دغه ملت يې زغمي اوڅوم� �ه نارواوې چې  ددغه ملت په نامه ترسره كيږي ، دهيواد په جنوب كې پرله پسې وژني په خپله دهغه توپان ښكارندويې دي چې نورنو په دغه هيواد كې سراسري كيږي ، امريكا اوياران يې داسې فكركوي ، چې دتورې په زور به دوى وكولاى شي چې دغه توپان ارام كړي ،خو په علمي اوعملي توګه دايوخوب دى اويوپوچ خيال ، په دې چې دغه م� �ت پرون دځان په وړاندې شوروي سورپوځ چې په شميرتر دغو اوسنيو شريرو اوظالمو نړيوالوځواكونو زيات و تجربه كړل چې پايلي يې نړۍ له يوه څرګند بدلون سره مخامخ كړه ، اوس كه يوځل بيا امريكا ددې له پاره ليواله وي چې نړۍ بايد ديوبل نړيوال بدلون منګولو ته چې داځل به ددوى ككره په كې ماتيږي وسياري ، نوبيا دې په همدغه دمچيوپه ځاله (سر� �وړي افغانستان )باندې خپلوتيريوته دوام وركړي .اوكه له ليونتوب څخه كارنه اخلي اوپه انصاف سره  په رښتياهم په دغه هيواد كې دانسان دوستۍ پوښتنه ورسره وي ، نو بيا د رښتياوو ته غاړه كيږدي له افغان ملت سره داسې لاره ونيسي چې دهغې په ترڅ كې دغه ملت په سياسي ،  اقتصادي  اوپوځي لحاظ په سيمه كې دپوره خپلواكۍ احساس وكړي . ځكه چې افغانان په اوسنيوحالاتو كي همدغه څه غواړي اودهمدغه هدف له پاره دقربانۍ ډګرته هم راوتلي دي. نوربيا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery