مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

لعنت پر قاتلانو

حبيب الله غمخور
دشهيدانو روح دې ښاد وی . دداعش تروریستي ډلې پرون په ننګرهار کې له ۳ طبي کارکوونکو سرونه پرې کړي تاند- د داعش ترهگرو او انسان وژونکو د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې له ۳ وروڼو سرونه پرې کړي اوپه شهادت یې رسولي .ددرو وروڼو مشر ۲۷ کلن نثار تاریلوال ډاکتر و او شخصي کتنځی یې درلوده . منځوی یې نعیم ۲۴ کلن او واکسینر و. درېم د طب محصل او ۱۹ کلن و. دولتی چارواکي وايي د قربانیانو پلار هم ډاکتر و او تېر کال (۲۰۱۷) د داعش د تروریستي ډلې له لوري په ورته ډول په شهادت رسېدلی . زه ددې غمځپلي کورنۍ سره ځان پدې دردونکي اوزړه بوږنونکي سترغم کي شريک بولم ،شهيدانوته فردوس جنت اودکورنی پاته کسانوته یې دزړه صبر غواړم .الحکم الله دولتی چارواکي پدې کاملا ملامت بولم چې ددې غمځپلي کورنۍدامنيت ساتلوته یې پسله هغه چې ددې درو واړو زلمو شهيدانوپلارد همدې پاکستاني نوکرانو لخوا په شهدات رسولی وو پاملرنه نده کړې . آخر ترکومه بايد سرونه پرې سي اوموږ پرې لعنت ووايو . که رښتيا ووايو ايا ددولت امنيتی کړی پدې نه پوهېږي چې دښمن زموږ دولس پرکومو برخو بريد کوي اودڅه لپاره یې کوي ؟ تاريخ ثابته کړې چې دوي زموږ دعلم اوفرهنگ دپرمختگ مخه نيسي،نوځکه ښوونځی سوځي ،پر شاگردانو تيزاب پاشي اوښوونځۍ ورانه وي اودبلې خواپرداسي کسانو ،غونډو اوتکيه خانو بريد کوي چې ملي نفاق ته لمن ووهی ،وروستی پېښي ددې پروگرام اوپلان روشانه بېلگه ده . دايوه ډېره دردونکې پېښه ده چې که یې نړيوال ولولي نوداپوښتنه به وکړی دا څومره وحشيان دي چي دژوندی انسان سر پرېکوي ،حيوان داسي کار نه کوي . ايا داستاسو تاريخي افتخارکېداي سي؟ اياداهيوادددې لايق سوچې دقاتلانو دهيوادپه نوم شهرت ومومی ؟ که داسي نده نو بايد په ځغرده له ټولواکونه پوښتنه سوی چې ترکومه ؟؟؟؟ دوي ورته داعيش اوزه ورته صادر سوی قاتل اودپرو نوکر وايم او دوي ديوچاداسي ډالی بولم کوم چې ددوي دخپلو موخو لپاره اوس افغانان ورسره لاس په گرېوان دي . داچې دوي هم په عنعنوی بڼه ډاکتر ،معلم ،ژورناليست ،دسولی طرفدار هرڅوک چه وي په شهادت رسوی موږ ته سوال پيدا کېږې چې داعيش ولي پخوانی ناوړه عنعنه پلې کوي ؟ددې سوال ځواب دادی چې ددې رازېږېدلی داعيش پلار همهغه دافغان ولس پخوانی دښمن دي . له بده مرغه دا ناخبره او بېځايه مغرور ولس چې په کورکي یې اور بل دی ، پدې بايد پوه سی چې ددوي مشهور اوپېژندل سوی دښمن موڅه غواړي اودابېچاره گان په څه مصروف ساتي . راسئ سياست زده کړو،هغه څه زده کړوچې تل پکښی ناکام پاته يو. زموږ ملي مسوليت دادی چې دخپل دغه داوسېدو له کورنه بايد يوځل دفاع لپاره دټولو زبرځواکو پر وړاندي خپل ږغ راپورته کړو . دملگروملتو سازمان ،دامنيت شورا ،دبشردحقوقودنړيوال سازمان ،دمور اوماشوم ددفاع دنړيوال سازمان ، داسلامي هيوادونو دکنفرانس دنړيوال سازمان نه بايد داپوښتنه وکړو چي دافغان ولس داتاريخي غمېزه پاي لري اوکنه ؟؟؟؟ . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery