مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پېښو خپلمنځي تړاو

سرلوڅ مرادزی

 

 د نقیب مسید د وحشیانه ترور څخه چې د روان عیسوی کال د جنوري په لومړیو کې د کراچۍ د پولیسو د یو محلي قومندان راوانور په لاښوونه ترسره شوی، اوس کوزپښتانه د منظور پښتین په مشرۍ په یوه قومي غورځنګ سره له اسلام اباده غواړي چې د پښتنو په وړاندې د وحشت او بربریت زوړ او استعماري سیاست پایته ورسوي او د دوی انساني او ملي حقوق ومني او حق په حقدار وسپاري.
د امریکاغږ ډیوه راډیو سره مرکه کې منظور پښتین ویلي ول« زموږ د ځوانانو، سپينږیرو، مشرانو وینې تويېدلې، د هغې چا خبر نه اخیست. ژوند یو داسې ځای ته راغلو چې نور ژوند خوند نه کاوه، پښتنو خپل ټول ژوند په ظلم او کړاوونو کې تېرکړی دی. د پاکستاني پوځ د ظلمونو تپوس هیڅوک هم نه کوي، نو ځکه موږ دې ته مجبور شو چې د خپلو ځوانانو د ژوند د حفاظت کوښښ وکړو.»
د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو دا قومي غورځنګ ډېر ژر نه یوازې په اسلام اباد، کويټه او نورو لویو ښارونو کې خپور شو، بلکې ټول پاکستان يي ولړزاوه او د روان اپریل میاشت په اتمه به پېښور کې ستر پرلت (احتجاجي ناسته) ترسره کړي او په دې غونډه کې به د پاکستاني واکمنو د هغه ژمنو پر پلیتوب غور کیږي چې یوه میاشت وړاندې يي د پرلت ګډونوالو سره په اسلام اباد کې کړې وې.
ویل کیږي د غورځنګ قومي موخې چې خورا محدودې او زیاتې نه وي، پاکستاني واکمنو تر اوسه نه دي پلي کړي او یو ځل بیا يي پښتنو سره د تل پشان درواغ ویلي دي! راتلونکی پرلت به په دې هم غور کوي او د پرمختګ نورې لارې به ټاکي.
بلخوا د پښتنو اوسني قومي غورځنګ، د پښتونخوا او پاکستان له بریده وراخوا ټوله نړۍ کې د خورو ورو پښتنو، افغانانو د بېساري او پراخ ملاتړ سره مخامخ شویدی.
اسلام اباد کې ناست واکمنان چې یوخوا د پښتنو د قومي غوښتنو په پلیتوب کې پاتې راغلی او خپلو کړو ژمنو ته یي شا اړولې او بلخوا د غورځنګ د لاپراخېدو او پیاوړتیا سره مخ کېدونکي دي، نوبېغمه نه دي ناست او د غورځنګ د نوم بدۍ او ناکامۍ لپاره له هیڅ ډول چلوټې او توطیې لاس نه اخلي.
عایشه ګلالۍ چې یو وخت د عمران د ګوند، تحریک انصاف غړی وه او بیا له هغه ګونده د جنسي شخړو په لامل بېله شوه، اوس يي په منظور پښتین تورونه لګولي چې ګوندې نوموړی هندوستان ته کار کوي.
په یاران بریښناپاڼه کې لیکونکی ښاغلی زلمی عابد د دې سرلیک لاندې چې «عایشه ګلالۍ څوک ده، څوک يي ترشا دی؟ ولې د پښتنو غورځنګ او افغانانو ته سپکې سپورې وایي؟» لیکي « هغه داسې ځوان پښتون انقلابي مشر او ویښو ځوانانو ته هم د پردیو جاسوسانو خطاب کوي چې له همدې ISI د خپلو بېشمېره وروڼو د ورکېدا پوښتنه کوي، د خپل عزت او حیثیت اعاده غواړي، ځانته د پنجابي پشان حقوق غواړي، د ترهګرۍ په تور نورځان وژل نه غواړي، خپله خوله نوره نه بندوي او بلاخره د پښتون د ښایسته او سوکاله او له غلامۍ پرته، ژوند لپاره خولې تویول غواړي»
خو ګلالۍ د منظور پښتین په وړاندې نوره هم مخکې ځي او وايی«د پښتون غورځنګ اوسنی ځوان او انقلابي مشر منظور پښتین د افغانستان او هند د استخباراتو لپاره کار کوي، څو ځلې يي له (را) یا د هند د استخباراتو سره کتنه هم کړې ده.»
خو اوس پوښتنه دا ده که چیري اغلې ګلالۍ د ISI سره اړیکه ونه لري او یا له دې استخباراتو لارښوونه تر لاسه نه کړي، څنګه په بړ او ډډ غږ ویلای شي چې منظور د پردیو استخباراتو لپاره کار کوي؟ هغه پښتین چې په پاکستان کې تر هر څه مخکې له ISI او پنجابي پوځیانو سرټکوي!
ګلالۍ په ویډیو کې هغو برو افغانانو ته هم سپورې ستغې ویلي چې د پښتنو قومي غورځنګ ملاتړ يي کړی دی.
همدې پېښو سره په تړاو، هېواد کې دننه هم هغه کړۍ چې اسلام اباد سره پټې ژمنې لري، زیاتې فعاله شوې. داسې کړۍ په ولسي جرګه او یا له هغې بهر خورا فعاله ښکاري. دوی په یوه یا بله بڼه غواړي کوز پښتانه د خپلو وروڼو برو فغانانو له ملاتړه محروم کړي. څه مهال وړاندې د ملي پیوستون په غولوونکي نوم د دې ټولنې مشر سید اسحاق ګیلاني هم په اسلام اباد، په یوه کنفرانس کې د عایشې ګلالۍ پشان ویلي ول« هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي»
د سرخط په نوم خپرونه کې په دې اړه، تازه په تازه داسې لولو« د ملي امنیت لوی ریاست د ملي پیوستون د نهضت د مشر سید اسحاق ګیلاني پر ضد هم دوسیه جوړه کړې او څارنوالۍ ته يي سپارلي، دغه دوسیه د هغه څرګندونو په اړه وه چې اسحاق ګیلاني په اسلام اباد، په یوه کنفرانس کې کړې وي. اوس د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او په ولسي جرګه کې د کندهار استازی حمیدزی لالی هڅې کوي چې د ملي امنیت پر رییس معصوم ستانکزي فشار راوړي چې د دوی دوسيې وتړي، دوی د پارلمان وکیلان د بېلا بېلو لارو هڅوي د ملي امنیت رییس استیضاح کړي او په دې توګه پر هغه فشار راوړي چې دوسیې يي وتړي. دوی یوازې خپلې نه، بلکې د اسحاق ګیلاني د دوسيې تړل هم غواړي»
هېواد کې دننه ځیني ځوان او احساساتي دوستان وايی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر بري پورې نه ښای چې په کور دننه دا ډول اختلافاتو ته لمن ووهل شی، خو دوی هیروي د پنجاب پشان د یوه مکار دوښمن سره لاس وګریوان دي چې غواړي د اسحاق ګیلاني او نورو بړیڅو په مټ، نه یوازې افغانان د کوزو پښتنو د قومي غورځنګ له ملاتړه راوګرځوي، بلکې افغانستان کې دننه يی هم له غټې سرخوږۍ سره مخ کړي.
څو ورځې مخکې د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور BBC سره مرکه کې ویلي ول«د پښتون ژغورنې غورځنګ مهمې غوښتنې يي منلي، خو امنیتي پوستې د ولس د ساتنې لپاره دی. ښاغلي غفور ادعا کړې، د دغه غورځنګ تر ټولو کلک ملاتړ له افغانستانه شوی دی، نوموړی همداراز ادعا کوي د غورځنګ غوښتنې بدلې شوي»
په دې توګه نوموړی ویاند غواړي د افغانانو د کلک ملاتړ په عبارت سره د غورځنګ غوښتنو ته بل رنګ ورکړي او ورپسې سمدلاسه وايی د غورځنګ غوښتنې بدلې شوې دي!
د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټیزه او لومړۍ غوښتنه د پښتنو له سیمې د امنیتي پوستو په نوم د پنجابي پوځ ایستل او د ترهګرو د اډو ړنګول دي چې کوز پښتانه يي تر پزې رسولي او اړ شوي چې د غورځنګ په نوم راپاڅي. که دا غوښتنه يی ونه منل شی، د پښتونخوا د ولسونو کړاوونه به نه یوازې د پخوا پشان پرځای پاتې وي، بلکې له هغه به څو ځلې زیات شی چې د اصف غفور یادې څرګندونې داسې موخې ته د رسېدو لپاره لار هواروي!
اسلام اباد به د پښتون ژغورنې غورځنګ د ناکامۍ لپاره اوس له ټولو لارو او وسایلو کار اخلي. دوی به نه یوازې په خپل کور دننه جاسوسان لکه عایشه ګلالۍ میدان ته راباڅي، بلکې د ډیورند کرښې په بره غاړه به هم خپلو جاسوسانو لکه اسحاق ګیلاني او نورو ته دنده سپاري چې رامیدان ته شي او په یوه غږ دا ملي غورځنګ لومړی بدنام او وروسته يي د پوځ په مټ وځپي!
افغانان د داسې توطیو په وړاندې یوه لار لري او هغه د لراو بر افغان، پيوستون او یووستون!

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery