مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نړی دنړیوال جنګ په درشل کی

محمدالف فروتن

 که چیری دنړی اوزبر ځواکونو کړو وړو ته سړی ګوري نو دنړی اکثره هیوادونه دپاڼ پرسر ولاړ دي هره ورځ او هر ساعت دجنګ او داټومی وسلو داستعمال اودجنګ ویره موجوده ددی جنګونو اصلی هیوادونه اسلامي هیوادونه دي چی دنړی کفارو دجنګونو لپاره همدا میدانونه انتخاب کړی دي سوریه عراق افغانستان سعودی یمن ایران پاکستان اوفلسطین دهغه هیوادونو دلیست په سرکی راځي چی دجنګ میدانونه به وګرځول شي اسلامی هیوادونه هم دکفارو دمستقیم اثر لاندی دی اودهغوی په پله قدم ږدی سعودی عربستان چی دمسلمانانو مرکز ګڼل کیږی هغه دامریکی اوناټو تړون غړو هیوادونو له اجازی پرته یوه خبره هم نشی کولی اونه دمسلمانانو دفاع کولی شی بلکه برعکس دمسلمانو دځپلو لپاره استعمالیږي پاکستان هم په همدی لاره روان بریښي دنن ورځی خبرونو معلومیږی چی نړی دیوه نړیوال جنګ په لوری په ډیره چټکی روانه ده امریکا فرانسه انګلستان اوهغوی پوري تړلي دناټو غړی هیوادونه ګواښونه کوي چی په سوریه باندی حمله کوی بلخوا روسیی دغو هیوادونو ته اخطار ورکړی چی که په سوریه هیواد باندیدامریکا اومتحدینو له لوری حمله وشي دوی به بی ځوابه نه پاتی کیږی په اوسنیو څوکالونو کی چی روسیه دټوټه کیدو ټپونوجوړه معلومیږی اواقتصاد یی یو ځل بیا په خپلو پښو ودروه اویوه څه قوی ملګری هیوادونه هم لری ددوی ګواښونو ته په سپکه سترګه کتل هم پکار ندی دا څوکاله چی روسیه منزوي معلومیده اصل حقیقت داوو چی دوی څانونه دنړی سره سیالۍ ته برابروه او ښه ځان یی جوړکړ اودجنګ وړتیا یی یوځل بیا پیدا کړه نو امکان شته چی دجنګ ډګر ته ورودانګي شمالی کوریا هم هیواد دی چی پریمانه اټومی وسلی لری دامریکا په شانی یوه لوی هیواد ته دجنګ چلینجونه ورکوی جنوبی کوریا نشي کولی چی دشمالي کوریا مقابله وکړی او جنوبی کوریا مجبوره ده چی دامریکا ملاتړ وکړی ترڅو دخپل رقیب شمالي کوریا دمقابلی لپاره وسلی پیسی او نور تجهیزات ترلاسه کړی
 سعودی عربستان هم پخپل لاس دداعش په نوم یوه ډله دشیعه ګانو له منځه وړلو لپاره دامریکا په فرمایش جوړه کړه ترڅو دایران په شان باغروره هیواد اودهغوی ملګری په دی ډله(داعش) له مینځه یوسی چی دغه ډلی ته ټولی وسلی اوپیسی دسعودی له لوري ورکول کیږی که چیری دداعش فعالیتونو ته سړی نظر واچوی ددوی دجنګ اصلی ځایونه دشیعه ګانو سیمي دی چی ددوی تربرید لاندی راځی که افغانستان او عراق کی ددی ډلی فعالیتونو ته سړی وګوری نومعلومیږی چی دوی یوازی اویوازی دشیعه ګانو دوژلو لپاره ګمارل شوی دی چی سعودی هیڅکله نه غواړی چی شیعه ګان پرهیوادونو حکومتونه وکړی په افغانستان کی دغه ډله چی ځانونه داعشیان بولي په ننګرهار او ځینو شمالی ولایتونو کی حضور لری او داچی ولی دوی دا ځایونه انتخاب کړی ممکن ننګرهار یی داکمالاتو او شمالی ولایتونه کی حضور یی دافغانستان په شمال کی ګاونډي هیوادونو نه امنه کول دی کوم دروسیی ترمستقیم اغیز لاندی دی ددی حالاتو اوحرکاتو معلومیږی چی نړی دیوه نړیوال جنګ په لوري ګړندي ګامونه اخلی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery