مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان او نیابتي جګړه

سرلوڅ مرادزی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو وروستیو څرګندونو کې وايی، هغه هېواد به هیڅکله بیا د نورو هېوادو د ګټو لپاره بل هېواد کې په نیابتي جګړه کې برخه وانخلي، خو دا نه وايي چې د خپلو ګټو لپاره به نورو هېوادو لکه افغانستان او هندي کشمیر کې د یو شمېر تروریستي ډلو څخه په کارونې، په نیابتي جګړه کې کار نه اخلي!
دلته د نورو هېوادو د ګټو لپاره په نیابتي جګړه کې ګډون چې په طبیعي توګه هلته هم خپلې ګټې په پام کې دي، او د خپلو ګټو لپاره په نیابتي جګړه کې د ځينو تروریستي ډلو څخه ګټه اخیستل، که یو خوا نه ښای یو شان وګڼو، نو بلخوا نه ښای په دې پلمه چې اوس د نورو هېودو د ګټو لپاره نیابتي جګړه نه کوي، هغه بله د خپلو ځانګړو ګټو لپاره د تروریستي ډلو نیابتي جګړه روا وبولو او د ځان سپیناوي لپاره وکارول شي.
اسلام اباد وايي چې موږ د پاکستان خاوره، د سوړ جنګ په مهال د امریکا او لویدیځ ګټو لپاره د افغانستان او پخواني شوروي پر ضد وکاروله، په دې اړه د تېر عیسوي کال د سیپټمبر په ۳۰ مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف څرګندوي«پاکستان امریکا سره د شوروي په وړاندې جګړه کې په کلکه ودرید چې دا یوه ناسمه پریکړه وه. هغه یوه نیابتي جګړه وه، له موږ څخه پکې ګټه پورته شوه او دا دی اوس لیري واچول شوو. موږ د حقاني او حفیظ سعید په خاطر مه ملامتوۍ، دوی هغه کسان دي چې شل یا دیرش کلونه مخکې دوستان ول( یاني د امریکایانو، د مقالې لیکونکی). هغوی سپینه ماڼۍ کې څښل او خوړل، اوس تاسو وايۍ چې پاکستان دې دوزخ ته لاړ شي، په دې خاطر چې دا کسان پالی»
دلته که څه هم خواجه اصف یو تریخ حقیقت بیانوي، خو ورته وخت کې څو شیان په بډه وهي. خواجه په نوموړې نیابتي جګړه کې یوازې امریکايي ګټې یادوي او د پنجاب له ګټو غواړي ځان ښویه تېر کړي، بل دا چې که حقاني او حفیظ سعید هغه مهال، یوازې د امریکايي ګټو لپاره هغه هم د اسلام اباد په مرسته لوبول کېدل او د خواجه په وینا ناسم کار وو، اوس همدغه کسان ولې د اسلام اباد لخوا په نیابتي جګړه کې یوازې د پنجابي ګټو لپاره کارول کیږی؟
دلته او ننمهال ولې سم کار دی، خوهلته او پرونمهال ولې ناسم کار!
خواجه د پنجاب لپاره د دوزخ خبره هم کوي، که حقاني او حفیظ سعید او نور ترهګر د اسلام اباد په مرسته په تېر مهال او اوسمهال کې افغانستان په جهنم بدولی شي، اسلام اباد باید په یاد وساتي چې دا افغانستان، هند او امریکا نه ده چې پنجاب په دوزخ بدلوي، بلکې همدغه ترهګر دي چې له پاکستانه به جهنم جوړوي او بیا تر ترهګرو لومړی د اسلام اباد شوونیستي او ملیتاریستي کړنلا ده چې دغسې دوزخ ته لار هواروي!
اوس لکه څنګه چې اسلام اباد د سوړجنګ د مهال خپله ملامتیا مني، که د ترهګرو په روزلو او پاللو او د افغانستان په وړاندې د روانې نیابتي جګړې پړه، نن پر خپله غاړه وانخلي، سبا به د نن ورځې ارمان وکړي لکه نن چې د پرون ارمان کوي!
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره پښو کې به دې خار شي
ته چې بل په کاڼو ولې هسې پوه شه
چې همدا کاڼې به ستا په لور ګوزار شي
رحمان بابا
ژوندون تلویزیون د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یاده څرګندونه چې اسلام اباد، نور د بل چا نیابتي جګړه کې برخه نه اخلي، په داسې مهال رااخلي چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو د پاکستان پوځ د دوی پر سیمو د د توپونو د درنو ګولیو باران جوړ کړی او نن د چهارشنبه په سهار يي جیټ الوتکې هم دانګام ته رااوښتي او بمبار يي کړی دی!
دا بمبار په داسې مهال کیږي چې ویل کیږي د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، د سولې خبرو لپاره د جمعې په ورځ کابل ته په رسمي سفر ځي.
«د کونړ اوسېدونکي دا هم وايي پوره اوه کلونه وشول چې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپچي بریدونه کوي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي، ازادي راډیو»
د پاکستاني پوځ لخوا د ځینو هېوادو لپاره په نورو هېوادو کې نیابتي جګړه او پاکستان کې د مېشتو ترهګرو د ملاتړ او وسلوال کولو په مټ په افغانستان او هندي کشمیر کې نیابتي جګړه، د پاکستان د بهرني سیاست نه بېلېدونکې برخه ده.
دا هم له چا پټه نه ده چې پاکستانی پوځ د عربستان په ګټه په یمن کې جنګیږي. پاکستاني پوځیان دا جګړه د عربستان سرتېرو لپاره د«ټریننګ او مشاورتي میشن» تر نوم لاندې پټوي. پاکستاني پوځیان له ۴۰ کلونو راهیسي عربستان کې خای پرځای دي.
عدنان رشید چې یو وخت د پاکستاني پوځ د هوايي ځواک افسر پاتې شوی، پاکستاني پوځ ته وايی«ستاسو په یاد دی چې قبایلي پښتنو په ۱۹۴۸ کال تاسو ته کشمیر له هندوانو ونیو. ستاسو په یاد دي چې په زرګونو ځوانان ستاسي په نیابتي جګړه کې په افغانستان او کشمیر کې ووژل شول، جمهوري اژانس، کابل»
پاکستانی پوځ چې افسران يي ادعا کوي د نړۍ په کچه شپږم پوځ دي، د پاکستان کورنیواړتیاوو لپاره نه دي رامنځته شوی، بلکې سیمه کې د نورو هېودو د ګټو لپاره په نیابتي جګړو کې د پيسو په مقابل کې د یو اجیر پوځ پتوګه کاریږي. دومره لوی پوځ، د هغه روزنه او په مدرنه وسلو سمبالول د پاکستان پخپلو داخلي عایداتو نه شي چلېدای، بلکې داسې پوځ باید د اجیرو او معاشخورو پتوګه د نورو هېوادو د ګټو لپاره وکاریږي.
د خواجه اصف د ادعا په توپیر چې په نیابتي جګړو کې نوره برخه نه اخلي، دا ځل به سیمه کې د روسيي او چین په ګټه د افغانستان او هند په وړاندې بیا جنګیږي، لګه څنګه چې په سړه جګړه کې د امریکا او لویدیځ لپاره جنګېده.
ترهغو چې د سیمې او په تېره بیا د افغانستان په اړه، د اسلام اباد په ستراتیژۍ کې بیخچن بدلون رانشي او پوځ يي پر بهرنۍ پالیسي واکمن وي، دا پوځ به په نیابتي جګړو کې د پخوا پشان د پنجاب او نورو هېوادو د ګټو لپاره جنګیږي!
د ۲۰۱۸ کال د اپریل ۴ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery